۵۲ کلن عبدالغفار له خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره د ننګرهار د زلزلې له وخته تر اوسه د یوه پلاستیک تر سیوري لاندې ژوند کوي. د هغه د ډبرو جوړ کور دېوالونه درز شوي، چتونه یې راغورځېدلي او دغه حالت هغه او کورنۍ یې اړ اېستې چې په بهر کې ویده شي. نوموړي وویل: «موږ یوازې یوې خیمې ته اړتیا لرو.»
دغه کس ویلي، چې طالب چارواکو د هغه کور د «نهاوسېدو ځای» په توګه نهدی ثبت کړی او دا مانا لري چې ښايي له مرستې محروم شي.
کور، ځمکه او مالونه د افغانستان د کلیوالو ډېری کورنیو لپاره یوازینۍ شتمني ده. د پیتسبورګ پوهنتون استاد جنیفر بریک مورتازاشویلي وویل: «په افغانستان کې کورنۍ خپله شتمني د کور، ځمکې او څارویو د پېرلو له لارې ساتي. کله چې زلزله دغه شتمنۍ لهمنځه یوسي، د کورنۍ ټول مالونه په یوه شپه له لاسه وځي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي سټیفن روډریګز ویلي، چې په ننګرهار او کونړ کې تر ۱.۳ مېلیون ډېر څاروي اغېزمن شوي او د غلو دانو زېرمې او د اوبو لګونې سېسټمونه ویجاړ شوي دي. د اوبو رسونې سېسټمونو ویجاړېدل د خوړو خوندیتوب او د کښت راتلونکي فصلونه ګواښي.
د ناروې د کډوالو شورا د راپور لهمخې؛ تر اووه زرو ډېر څاروي تلف شوي او د اوبو لګونې اووه سېسټمونه لهمنځه تللي دي.
د نيوزيلنډ د وېکټوریا پوهنتون د طبيعي پېښو او اقلیمي بدلون اقتصاد استاد اېلان نېوي وویل: «کله چې دغه سرچینې لهمنځه لاړې شي، تولید کمېږي، د خوړو بیې لوړېږي او په اوږدمهال کې تغذیه او روغتیا، په ځانګړې توګه بېوزله کورنیو لپاره ترټولو ډېر زیان ویني.»
هغه زیاته کړه: «له مالي ملاتړ پرته بیارغونه به ډېر وخت ونیسي او د دغه ناورین اوږدمهالې پایلې ښایي ان راتلونکو نسلونو ته ورپاتې شي.»
ژمی ناورین لا پسې سختوي
طالب چارواکي وايي، چې له ۶ زرو او ۷۰۰ ډېر کورونه وران شوي او کورنۍ لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي. د افغانستان د څېړنو د انسټيټيوټ مشر توماس بارفېلډ ويلي، چې راتلونکی ژمی به دغه ناورین نور هم ناوړه کړي.
زلزلې د افغانستان پر کمزوري اقتصاد سیوری غوړولی؛ هغه اقتصاد چې د بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو او د مرستو د کمېدو له امله د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته سخت زیانمن شوی دی.
سږکال له پاکستان او ایرانه تر دوه مېلیونو ډېر افغانان اېستل شوي، چې دا کار د خوړو او استوګنځي پر بیو فشار ډېر کړی دی.
د نړۍوال ناورین ډلې غړی ابراهیم بهیس وايي: « پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته، د خصوصي بنسټونو فعالیتونه د مرستو د کموالي له امله لږ شوي او ان دولتي برخه هم تر فشار لاندې ده.»
هغه زیاته کړه: «هر کال د وچکالۍ او سېلاب ستونزې لرو، اوس زلزلې هم ورزیاتې شوې چې د افغانانو تراژیدي یې نوره پراخه کړې ده.»
ملګرو ملتونو ۱۴۰ مېلیونه ډالره مرسته غوښتې؛ خو داسې ښکاري چې دغه مرسته به ترلاسه نهکړي، ځکه د مرستهکوونکو هېوادونو ډېره پاملرنه غزې او اوکراین ته ده.
ډېری مرستهکوونکي هم د طالبانو د محدودیتونو له امله چې پر ښځینه مرسته رسوونکو لګول شوي، د بودجې له ورکړې ډډه کوي.
طالبان ښځې نه پرېږدي، چې له زلزلهځپلو سره مرسته وکړي
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ اعلان کړی، چې طالبانو افغان ښځینه مرسته رسوونکې نهدي پرېښې چې زلزلهځپلو سیمو ته لاړې شي. یاد سازمان وايي، چې د طالبانو دغه اقدام د اړمنو او زیانمنو خلکو ته رسېدنه سخته کړې ده.
یوناما هم تایید کړې، چې طالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ مخه نیولې ده.
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر دغه پرېکړې سخته اندېښنه ښودلې او له دغې ډلې یې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دغه بندیز پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو په وینا؛ (د وږي په ۱۶مه) طالب ځواکونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده. یادې ډلې په کابل، هرات او مزارشریف کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه یې نیولې ده. طالبانو دغه کارکوونکو ته ویلي، چې ښځې په ملګرو ملتونو یا کوم بل سازمان کې د کار کولو حق نهلري.