ایرانۍ رسنۍ اېراف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي، چې د افغان کارګرو له اېستلو سره نه یوازې دا چې په ایران کې کارګر کم شوي؛ بلکې لګښتونه ورسره لوړ شوي او تولید هم کم شوی دی.
په راپور کې راغلي، د ایران د کارګرو او ټولنیزو چارو وزارت د رسمي معلوماتو له مخې د ۱۴۰۴کال د غبرګولي میاشتې تر پایه پورې یوازې ۴۳۳ زره بهرنيو کارګرانو د کار جوازونه لرل، چې د ټول بازار ۲سلنه یې جوړوله؛ خو نارسمي شمېرې بیا ښيي، چې تر ۶ مېلیونو ډېر افغان کارګر په ایران کې اوسېدل چې د ایران د ټولو کارګرانو لس سلنه برخه یې جوړوله.
راپور کاږي، له ایرانه د افغان کارګرو اېستلو د دغه هېواد پر بېلابېلو برخو ناوړه اغېزې کړې دي. له دې ډلې له ۶۲ تر ۶۸ سلنه افغان کارګرو په ودانیزو برخو کې کار کاوه، چې ۵۰ سلنه یې یوازې په تهران کې په کار بوخت وو.
راپور زیاتوي، چې یوه برخه په کښت او کرونده بوخت وو. په خراسان رضوي کې نږدې ۸۰زره او تهران کې ۲۴۰زره افغان بزګرانو کار کاوه، چې ټولټال یوازې له کرنیز سکټور څخه ۴۵۰زره بزګر وتلي، چې د دغه ولایتونو د کښت او کروندې کار ورسره زیانمن شوی دی.
د څېړنو له مخې؛ په ایران کې شاوخوا ۲ مېلیونه خلک بېکاره دي؛ خو د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته بیا هم هغوی ته کار نهدی پيدا شوی، ځکه چې هغوی په دې برخه کې مهارت نهلري.
په راپور کې زیاته شوې، چې د ایران تر ټولو سخت او درانه کارونه افغانانو کول؛ لکه د چرګانو فارمونه، د خځلو پاکول، بزګري او ودانیز کارونه. خو د دغه درنو کارونو په بدل کې افغان کارګرو ته ډېرې کمې تنخواوې ورکول کېدې، ایرانیان دغه کارونه یا خو نهشي کولای او یا یې په کمه تنخوا نه کوي. اوس ایرانیان اړ دي، چې د افغان کارګرو د ځای ډکولو لپاره ایراني کارګرو ته لوړې تنخواوې ورکړي او بیا به هم د دغه تشې ډکول ناشونې وي.
راپور وړاندې کاږي، چې ۲.۵ مېلیونه افغانان په دغه سختو او درنو کارونو بوخت وو چې ټولټال د دغه کارونو لپاره ۷.۱ مېلیونه کارګرو ته اړتیا وه؛ خو اوس دغه ځایونه تش شوي او تولید هم ورسره کم شوی دی. که څه هم افغان کارګر د سياسي او امنيتي ملحوظاتو له مخې اېستل شوي؛ خو د ایران پر بشري ځواک، کار، تولید او په ټوله کې یې د ایران پر اقتصاد ناوړه اغېزې کړې دي.