
د ایران له نشهيي توکو سره د مبارزې بنسټ سرمنشي حسین ذوالفقاري وايي، هغه تېزاب چې د کېمیاوي نشهيي توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي؛ له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېږي او ایران د افغانستان او اروپايي هېوادونو د نشهيي توکو قرباني دی.
د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا پنجشنبه (د وږي ۲۰مه) د نوموړي په حواله لیکلي، چې د کېمیاوي نشهيي توکو تېزاب (پرېکرسر) له اروپا څخه افغانستان ته راوړل کېږي.
د یادې ادارې سرمنشي حسین ذوالفقاري د پنجشنبې په ورځ عراق ته تللی او هلته یې له نشهيي توکو پر ضد د ایران او عراق ګډې کمېټې په دویمه غونډه کې ګډون وکړ. ذوالفقاري په یاده غونډه کې ویلي، چې ایران د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د نشهيي توکو د قاچاقو پر پوله پروت او قرباني هېواد دی.
خو په افغانستان کې د تېر جمهوریت پر مهال څو ځله په هرات، فراه او نیمروز ګمرکونو کې هغه تېزاب ونیول شول، چې له ایران څخه راقاچاق شوي وو. له دغه تېزابو څخه د ښیښې او هیرویینو په جوړولو کې کار اخیستل کېده.
دغه ډول د جمهوریت پر مهال افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ګډ کمېسیون جوړ کړی و؛ خو ایران تر پایه پورې د دغه کمېسیون په غونډه کې هم برخه وانه خیسته.

ډیپلوماټ مجلې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په یوه خپره کړې مقاله کې د قوشتېپې کانال د افغانستان لپاره د خپلواکۍ او هیلو نښه؛ خو د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اېکولوژيکي او اقتصادي کړکېچ بللی دی.
په مقاله کې راغلي، اقلیم او د منځنۍ اسیا اوبه د بدلون او کمېدو په حال کې دي. د قوشتېپې کانال چې د امو د سېند تر ۳۰ سلنې پورې اوبه د افغانستان خوا ته جلا کوي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.
په مقاله کې زیاته شوې، چې دغه کانال د افغان بزګرو لپاره له وچکالۍ او بېوزلۍ څخه د خلاصون یوه هېله ده؛ خو پر ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان اوبه کمولای شي.
ډيپلوماټ مجله د کارپوهانو په حواله لیکي، د دغه کانال په جوړېدو سره کېدای شي چې د سېند له کلنیو اوبو څخه له ۸ تر ۲۰ سلنه پورې اوبه کمې شي او په روانه وچکالۍ کې زیانونه پېښ کړي.
مقاله وړاندې کاږي، چې اصلي ستونزه د اوبو کمښت نه؛ بلکې د اوبو ناسم استعمال دی، د اصلاحاتو او عصري خړوبولو له لارې د دغه کړکېچ مخنیوی کېدای شي؛ خو په ازبکستان کې بزګران لا له وړاندې د وچکالۍ له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په مقاله کې د اقلیم پوهانو له خولې لیکل شوي، د قوشتېپې کانال په وچه سيمه کې جوړ شوی دی؛ نو له همدې امله به ډېرې اوبه په بخار واوړي او ضایع به شي.
په مقاله کې د دغه کانال سياسي اړخ ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه پروژه یوازې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو نه؛ بلکې د واکمنۍ سمبول هم دی.
ډیپلوماټ مجله زیاتوي، چې افغانستان د امو سېند اوبو مهارولو په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو سره تړونونه نهلري، که د امو سېند پر غاړه پراته هېوادونه له نړۍوالې ټولنې سره په دې اړه همغږي ونه لري؛ نو کېدای شي چې د لوی جنجال لامل شي.
کارپوهان وايي، د افغانستان په ختیځ کې زلزلې چې د زرګونه کورنیو ژوند یې لهمنځه یوړ، یو داسې ناورین رامنځته کړی چې ښايي اغېزې یې راتلونکي نسلونه اغېزمن کړي. زرګونه کورنیو خپل سرپناه او څاروي له لاسه ورکړي؛ خو زلزلهځپلو کلیو ته لا تر اوسه ډېرې کمې مرستې رسېدلې دي.
۵۲ کلن عبدالغفار له خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره د ننګرهار د زلزلې له وخته تر اوسه د یوه پلاستیک تر سیوري لاندې ژوند کوي. د هغه د ډبرو جوړ کور دېوالونه درز شوي، چتونه یې راغورځېدلي او دغه حالت هغه او کورنۍ یې اړ اېستې چې په بهر کې ویده شي. نوموړي وویل: «موږ یوازې یوې خیمې ته اړتیا لرو.»
دغه کس ویلي، چې طالب چارواکو د هغه کور د «نهاوسېدو ځای» په توګه نهدی ثبت کړی او دا مانا لري چې ښايي له مرستې محروم شي.
کور، ځمکه او مالونه د افغانستان د کلیوالو ډېری کورنیو لپاره یوازینۍ شتمني ده. د پیتسبورګ پوهنتون استاد جنیفر بریک مورتازاشویلي وویل: «په افغانستان کې کورنۍ خپله شتمني د کور، ځمکې او څارویو د پېرلو له لارې ساتي. کله چې زلزله دغه شتمنۍ لهمنځه یوسي، د کورنۍ ټول مالونه په یوه شپه له لاسه وځي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي سټیفن روډریګز ویلي، چې په ننګرهار او کونړ کې تر ۱.۳ مېلیون ډېر څاروي اغېزمن شوي او د غلو دانو زېرمې او د اوبو لګونې سېسټمونه ویجاړ شوي دي. د اوبو رسونې سېسټمونو ویجاړېدل د خوړو خوندیتوب او د کښت راتلونکي فصلونه ګواښي.
د ناروې د کډوالو شورا د راپور لهمخې؛ تر اووه زرو ډېر څاروي تلف شوي او د اوبو لګونې اووه سېسټمونه لهمنځه تللي دي.
د نيوزيلنډ د وېکټوریا پوهنتون د طبيعي پېښو او اقلیمي بدلون اقتصاد استاد اېلان نېوي وویل: «کله چې دغه سرچینې لهمنځه لاړې شي، تولید کمېږي، د خوړو بیې لوړېږي او په اوږدمهال کې تغذیه او روغتیا، په ځانګړې توګه بېوزله کورنیو لپاره ترټولو ډېر زیان ویني.»
هغه زیاته کړه: «له مالي ملاتړ پرته بیارغونه به ډېر وخت ونیسي او د دغه ناورین اوږدمهالې پایلې ښایي ان راتلونکو نسلونو ته ورپاتې شي.»

ژمی ناورین لا پسې سختوي
طالب چارواکي وايي، چې له ۶ زرو او ۷۰۰ ډېر کورونه وران شوي او کورنۍ لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي.
د افغانستان د څېړنو د انسټيټيوټ مشر توماس بارفېلډ ويلي، چې راتلونکی ژمی به دغه ناورین نور هم ناوړه کړي.
زلزلې د افغانستان پر کمزوري اقتصاد سیوری غوړولی؛ هغه اقتصاد چې د بندیزونو، کنګل شویو شتمنیو او د مرستو د کمېدو له امله د طالبانو له بیاځلې واکمنۍ وروسته سخت زیانمن شوی دی.
سږکال له پاکستان او ایرانه تر دوه مېلیونو ډېر افغانان اېستل شوي، چې دا کار د خوړو او استوګنځي پر بیو فشار ډېر کړی دی.
د نړۍوال ناورین ډلې غړی ابراهیم بهیس وايي: « پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو وروسته، د خصوصي بنسټونو فعالیتونه د مرستو د کموالي له امله لږ شوي او ان دولتي برخه هم تر فشار لاندې ده.»
هغه زیاته کړه: «هر کال د وچکالۍ او سېلاب ستونزې لرو، اوس زلزلې هم ورزیاتې شوې چې د افغانانو تراژیدي یې نوره پراخه کړې ده.»
ملګرو ملتونو ۱۴۰ مېلیونه ډالره مرسته غوښتې؛ خو داسې ښکاري چې دغه مرسته به ترلاسه نهکړي، ځکه د مرستهکوونکو هېوادونو ډېره پاملرنه غزې او اوکراین ته ده.
ډېری مرستهکوونکي هم د طالبانو د محدودیتونو له امله چې پر ښځینه مرسته رسوونکو لګول شوي، د بودجې له ورکړې ډډه کوي.

طالبان ښځې نه پرېږدي، چې له زلزلهځپلو سره مرسته وکړي
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ اعلان کړی، چې طالبانو افغان ښځینه مرسته رسوونکې نهدي پرېښې چې زلزلهځپلو سیمو ته لاړې شي. یاد سازمان وايي، چې د طالبانو دغه اقدام د اړمنو او زیانمنو خلکو ته رسېدنه سخته کړې ده.
یوناما هم تایید کړې، چې طالبانو په کابل او څو نورو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ورتګ مخه نیولې ده.
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د طالبانو پر دغه پرېکړې سخته اندېښنه ښودلې او له دغې ډلې یې غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دغه بندیز پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو په وینا؛ (د وږي په ۱۶مه) طالب ځواکونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه نیولې ده. یادې ډلې په کابل، هرات او مزارشریف کې د ملګرو ملتونو د دفترونو مخې ته خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخه یې نیولې ده. طالبانو دغه کارکوونکو ته ویلي، چې ښځې په ملګرو ملتونو یا کوم بل سازمان کې د کار کولو حق نهلري.
د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون مرستیال عباس مقتدايي ویلي:« اوس له ګاونډیانو سره د شخړو وخت نهدی، موږ له ټولو ګاونډيانو سره ښې اړیکې غواړو؛ خو باید افغانستان هم د نړۍوالو تړونونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.»
اېراف خبري اژانس د نوموړي په حواله په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، اوس له ګاونډیانو سره د شخړو وخت نهدی؛ خو ټول هېوادونه او په تېره بیا افغانستان باید نړۍوال تړونونه او د ښه ګاونډیتوب اصول مراعت کړي.
مقتدايي د افغانستان د بخشاباد بند د پرانیستلو او پر ایران د دغه بند د اغېزو په اړه ضمني اندېښنه ښودلې؛ خو ښکاره نیوکه یې نهده کړې. مقتدايي زیاتوي:« زموږ ګاونډیان باید د پخوانیو تړونونو پر بنسټ هم خپلې او هم د ایران ملي ګټې په پام کې ونيسي.»
هغه ویلي: «زموږ ترمنځ د اوبو ډیپلوماسي ډېر ارزښت لري، باید په دې اړه یوازې له افغانستان سره نه؛ بلکې عراق، ترکیې، ارمنستان، ترکمنستان او اذربایجان سره هم ګډ فکر او همغږي ولرو.»
مقتدايي وايي:« موږ د افغانستان درناوی کوو او په ورته وخت کې له افغانستان او ټولو ګاونډیانو سره ښو اړیکو ته اړتیا لرو.»
د بخش اباد بند جوړولو کار د تېر جمهوریت پر مهال پيل شوی و او طالبانو یو کال مخکې اعلان وکړ چې، د دغه بند تر ۶۰ سلنه ډېر کار بشپړ شوی او ایران له پخوا لا د دغه بند په اړه اندېښنې لرلې.
د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير محمد علي سیف د افغان کډوالو د اېستلو پر مهال د مرکزي حکومت چلند «غېر انساني او غېر اخلاقي» بللی دی. نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کوهاټ کې د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.
محمد علي سیف وويل، چې افغان کډوال د دوی د مسلمانو وروڼو په څېر دي او له هغوی سره بايد د ورورولۍ، رحم او مهربانۍ چلند وشي.
د هغه په وينا، افغانانو د جګړو او ناامنۍ له امله خپل هېواد پرېښی او پاکستان ته کډوال شوي دي او د نوموړي په وینا چې اوسمهال په جبري ډول د افغانانو اېستل نه يوازې د اسلامي اصولو خلاف عمل دی، بلکې د انسانيت د ارزښتونو سره هم ټکر لري.
هغه زياته کړه: «که کوم افغان دلته په غېر قانوني ډول ژوند کوي، قانوني لاره موجوده ده چې له مخې يې اېستل کېدای شي، خو هغه افغانان چې قانوني ويزې يا د استوګنې اسناد لري، بايد تر هغې پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي څو پورې چې د دوی په هېواد کې حالات ښه شوي نه وي.»
محمد علي سیف ټینګار وکړ، چې د افغان کډوالو په اړه د مرکزي حکومت تګلاره د پاکستان له کلتور سره په ټکر کې ده او د ټولو انسانانو د عزت او بنسټیزو حقونو ساتل د دولت مسوولیت دی.
نوموړي له مرکزي حکومته وغوښتل، چې د افغان کډوالو موضوع د سياسي فشار پر ځای د بشري او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ حل کړي او په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې د قانوني اسنادو له مخې په پاکستان کې دي، د امن ژوند کولو زمينه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت همدا څو ورځې وړاندې وویل، چې په تېره یوه اوونۍ کې له ایران او پاکستانه ۱۰۷،۰۳۷ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني زیاته کړه، چې د دغو کورنیو شمېر ۱۷ زره او ۴۲۹ ته رسېږي.
که څه هم په دې اړه کره شمېرې په لاس کې نشته، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څومره کسان له افغانستانه وتلي؛ خو د کډوالۍ نړۍوال سازمان بیا ویلي، چې د ۲۰۲۳کال تر وروستیو څه باندې اته مېلیونه افغانانو د بېلابېلو لاملونو له کبله افغانستان پرېښی دی.
یاد سازمان ویلي، چې ډېری کسان د افغانستان دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته تللي دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا ویلي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې دوه مېلیونه افغان کډوال افغانستان ستانه شوي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.
له بل پلوه له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې بیا د پاکستان حکومت د ویزو د تمدیدېدو لړۍ هم درولې ده، چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان ویزې نهلري او هره ورځ ځینې یې د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
په پاکستان کې مېشت ګڼ افغانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، چې افغانستان ته د دوی بېرته ستنېدل به د دوی «د مرګ په معنا» وي.
د جرمني د زرغون ګوند مشر فلیکس باناژاک د افغان پناه غوښتونکو او د جرمني د پخوانیو همکارانو په اړه د اسلاماباد او برلین چلند د شرم وړ بللی دی. هغه ویلي، چې د جرمني حکومت باید له پاکستان سره د تړونونو له لارې دا هېواد قانع کړي چې د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
باناژاک د برلین یوه خبري اژانس ته په څرګندونو کې ویلي: «دا یوه رسوایي ده. د جرمني حکومت بېپروا ننداره کوي چې څنګه د پاکستان پولیس د پناه غوښتنې مستحق افغانان له هغو مېلمستونونو راباسي چې د جرمني د نړۍوالې همکارۍ ادارې(جي ای زیډ) پورې تړلي دي او په زور یې افغانستان ته ستنوي.»
هغه زیاته کړې، چې پاکستان د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول غوښتنو ته په کتو سره هېڅ پام نه دی کړی. نوموړي دا وضعیت «ننګین» بللی او ټینګار یې کړی، چې برلین باید د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د ساتنې لپاره جدي ګامونه واخلي.
باناژاک ټینګار کړی، چې د جرمني حکومت دې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره کار وکړي چې په وروستیو کې اېستل شوي دي او همدارنګه د پاتې کسانو لپاره روغتیایي خدمتونه، حقوقي ملاتړ، مشورې او له سفارت سره دوامدارې اړیکې برابرې کړي.
هغه ویلي: «پخوانيو افغان همکارانو زموږ په خدمت کې د خپل ژوند خطر منلی و، اوسنی چلند د هغوی په شان کې نه دی.»
دا په داسې حال کې د ه، چې اوسمهال له دوو زرو څخه ډېر افغانان په پاکستان کې د جرمني د ویزې په تمه دي. ډېری یې په تېرو کلونو کې د جرمني ځواکونو او ادارو سره کار کړی دی. د دوی یو شمېر له څو میاشتو او حتی کلونو راهیسې په اسلاماباد کې د پرېکړې وروستۍ پایلې ته انتظار باسي، خو ځینې بیا د پاکستان پولیسو نیولي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي.
په تازه پېښو کې د پاکستان پولیسو د افغان پناه غوښتونکو پر مېلمستونونو برید کړی او یو شمېر یې افغانستان ته ستانه کړي دي. د معلوماتو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړې چې د اېستل شویو کسانو د لنډمهالې مېشتېدو زمینه په ننګرهار او کابل کې برابره کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کې له خپل پاکستاني سیال سره د افغان پناه غوښتونکو پر وضعیت خبرې کړي، خو ښکاري چې دغه مذاکرات د جبري اېستلو مخنیوی نه دی کړی.
د جرمني حکومت وایي، چې د افغانانو د لېږد پروسه به یوازې د امنیتي څېړنو وروسته بشپړېږي. نږدې دوه اوونۍ وړاندې ۵۰افغان پناه غوښتونکي جرمني ته ولېږدول شول، خو لا هم له دوو زرو زیات نور کسان د اوږده ځنډ او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
حکومت ژمنه کړې، چې د دغو دوسیو د حل پروسه ګړندۍ کړي ترڅو نور افغانان له بېسرنوشته حالت څخه ووځي.