منصور خان وویل، لا روښانه نه ده چې د فیض حمید د حضور خبر څنګه رسنیو ته ورسېد. هغه یادونه وکړه چې په هغه وخت کې پنجشیر لا نه و سقوط او د افغانستان راتلونکی له ابهامه ډک و. «ایا هېواد به د بېثباتۍ او کورنۍ جګړې پر لور لاړ شي، که طالبان به یوه ټولګډونه اداره جوړه کړي؟»
منصور احمد خان ټینګار وکړ، پرېکړه دا وه چې د ایایسای د مشر سفر باید پټ پاتې شي، خو کله چې جنرال حمید د سرینا هوټل لابي ته داخل شو او د معمول په څېر یې قهوه واخیسته، یوې ښځینه خبریالې ترې وپوښتل: «څه به پېښ شي؟» جنرال حمید په ځواب کې وویل: «هر څه به ښه شي.»
د پاکستان د پخواني سفیر په وینا، د دې صحنې خپرېدل پراخه اټکلونه راوپارول او د پاکستان پر ضد سخت تبلیغات روان شول، چې اسلاماباد یې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې او دوه مخي سیاست په تور یاداوه.