• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت جبهه: په هرات کې مو ۳ طالبان وژلي دي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۱

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفه جبهه ادعا کوي، چې تېره شپه (د وږي ۲۲مه) شاوخوا ۸ نیمې بجې یې په ګذرې ولسوالۍ کې د پولیسو د روزنې مرکز ته نږدې په یوه وسله وال برید کې ۳ طالبان وژلي او وسلې یې هم ترې غنیمت کړي دي.

د مقاومت جبهه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه طالبان د «الفاروق» قول اردو د کشف قطعې اړوند و او په دې عملیاتو کې یې د یادو طالبانو ۲ وسلې او یو موټرسایکل هم ترلاسه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې عملیاتو کې دوی او ولسي وګړو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.

طالبانو لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ناروې کمېټې د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې سره ۷۰ زره ډالر مرسته وکړه

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ وايي چې د دغې ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې او ناروې کمېټې ترمنځ د ۷۰ زرو ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دا پروژه په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې عملي کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو او ټلوېزیون نن (یک‌شنبه، وږي ۲۳مه) لیکلي چې دغه هوکړه‌لیک د دې ادارې د پالیسۍ او مسلکي معین ملا زین‌العابدین عابد او افغانستان کې د ناروې کمېټې د مشر تاریا واتردال تر منځ لاسلیک شو.

د راپور له‌مخې، دا پيسې به په بدخشان، فاریاب، بلخ او تخار ولایتونو کې د زده‌کړو، د څښلو پاکو اوبو، روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخو کې ولګول شي.

په راپور کې د ناروې کمېټې مشر په حواله ویل شوي چې هغه د ګډې همکارۍ او نورو پروګرامونو کې د ونډې اخیستلو ژمنه هم وکړه.

ایرانۍ رسنۍ: افغانستان ته په سونګ موادو بار موټرونه د اورلګېدنې له ګواښ سره مخامخ دي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۱

ایرانۍ رسنیو د تایباد ولسوال حُسین جمشیدي په حواله راپور ورکړی چې افغانستان ته تېل او نفت د نورو محصولاتو تر صادراتو ډېر مهم دي، نو باید د اورلګېدنې او نورو طبيعي پېښو مخنيوي ته یې پاملرنه وشي.

جمشیدي وویل: «هره ورځ په سونګ موادو بار تر زرو ډېر موټرونه د دوغارون له لارې افغانستان ته ځي او په لاره کې د قانوني اسنادو بشپړولو لپاره څو ساعته او کله کله څو ورځې ځنډول کېږي چې دا کار سوداګرو ته لوی سرخوږی او ګواښ دی.»

د تایباد ولسوال زیاته کړه: «په سونګ موادو بار موټرونو او ګڼې ګوڼې ته په کتو د اورلګېدنې امکان ډېر دی، باید د اورلګېدنې د مخنیوي او کار د چټکتیا وسایل ډېر کړل شي.»

د هغه په وینا، د دې لپاره چې د سونګ په موادو بار موټرونه د لږ وخت لپاره تم کړل شي باید له ټولو ضروري ظرفیتونو استفاده وشي.

هغه زیاته کړه: «په تایباد ښار کې دولتي او خصوصي پارکینګونه لږ او تجارتي موټرونه ډېر دي. باید د پېښو د مخنيوي لپاره دا پارکینګونه په پرمختللو وسایلو سمبال کړای شي.»

د تایباد د ولسوال په خبره، که څه هم د دې ډول پېښو د مخنيوي لپاره ابتدايي وسایل شته، خو باید د ایران او افغانستان د سوداګرو د اندېښنو لېرې کولو لپاره عصري وسایل ولګول شي.

جمشیدي زیاته کړه: «همدا اوس د دوغارون د ګمرک تاسیسات کمزروي او طبيعي پېښو پر وړاندې له جدي ګواښ سره مخ دي، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.»

طالبان وايي له ټولو دولتي مامورینو څخه د مخکېنيو «ديني زده‌کړو» ازموینه واخیستل شوه

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوه بیان کې ويلي چې د دغه وزارت له‌خوا له ټولو دولتي ادارو کارکوونکو څخه تر شپږ میاشتني «دیني زده‌کړو» وروسته ازموینه واخیستل شوه.

نوموړي وزارت شنبه (وږي ۲۲مه) په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته شپږ میاشتې مخکې د دیني زده‌کړو تدریس پيل شوی او پرون د دې زده‌کړو نهايي ازموینه واخیستل شوه.

د اعلامیې له مخې، دا ازموینه د ټولو امارتي ادارو له کارکوونکو څخه د هغه درسي کتاب له مخې واخیستل شوه چې په تېرو شپږو میاشتو کې د دعوت او ارشاد ریاستونو له خوا هغوی ته تدریس شوی و.

طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په اعلامیه کې راغلي د دعوت او ارشاد ریاستونو له لوري هره ورځ په ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو کې اصلاحي تدریس کېږي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا تدریس د ماسپښین تر لمانځه وروسته د اړونده ادارو په تالارونو یا جوماتونو کې کېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له روغتیاپالانو دیني ازموینه اخلي. په دې ازمونه کې د خصوصي موسسو روغتیاپالان هم کډون درلود.

ایرانۍ رسنۍ: ناقانونه افغان کډوال د پولې بلې غاړې ته په رسمي ډول طالبانو ته سپارل کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

د ایران دولت اړوند «اېرنا خبري اژانس» لیکلي چې هره ورځ د دوغارون له لارې درې زره افغانان خپل هېواد ته استول کېږي او د قانوني پړاو تر تېرېدو وروسته د پولې بلې غاړې ته په رسمي ډول طالبانو ته سپارل کېږي.

نوموړي اژانس نن (یک‌شنبه، وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې د تابیاد مرستیال ولسوال له خولې لیکلي چې هره ورځ د دوغارون له لارې په اوسط ډول درې زره ناقانونه افغان کډوال افغانستان ته ستنېږي.

مهدي رجبي د شنبې پر ورځ وویل: «ناقانونه کډوال د قانوني پړاو تر تېرولو وروسته د پولې بلې غاړې ته په رسمي ډول طالبانو ته سپارل کېږي. نوموړي زیاته کړه چې اوس ۹۰ سنله افغانان په خپله خوښه خپل وطن ته ستنېږي.

د تایباد مرستیال ولسوال وویل: «د روان کال له پيل څخه بیا د وږي د میاشتې تر ۱۸مې نېټې پورې ۹۴۰ زره افغانان د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.»

ایرانی چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې له ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

پاکستانی پوځ وايي په پښتونخوا کې یې ۱۹ پوځیان وژل شوي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان او دېر کې د مخالفو وسله‌والو او دغه هېواد پوځیانو ترمنځ نښتو کې ۱۹ پوځیان وژل شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې د سوېلي وزیرستان بدړ غرنۍ سيمه کې د پوځیانو پر کاروان برید شوی دی. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې نښته کې ۱۲ پوځیان او ۱۳ وسله‌وال مخالفان وژل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی او ادعا یې کړې چې له پوځيانو څخه یې وسلې او بې‌پيلوټه الوتکې هم اخیستي دي.

ځايي اوسېدونکو ویلي، تر دې برید وروسته یې څو ساعته چورلکې لیدلې چې ټپیان یې روغتونونو ته وړل او د بریدګرو پلټنه یې کوله.

د پاکستاني پوځ په وینا، په یوه بله نښته کې چې د لوړ دېر په سیمه کې شوې، ۷ پوځيان او ۱۰ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دا نښته داسې مهال وشوه چې پوځیانو د مخالفو وسله‌والو یو پټن‌ځای وموند.