پاکستانی پوځ وايي په پښتونخوا کې یې ۱۹ پوځیان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان او دېر کې د مخالفو وسلهوالو او دغه هېواد پوځیانو ترمنځ نښتو کې ۱۹ پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان او دېر کې د مخالفو وسلهوالو او دغه هېواد پوځیانو ترمنځ نښتو کې ۱۹ پوځیان وژل شوي دي.
په لومړۍ پېښه کې د سوېلي وزیرستان بدړ غرنۍ سيمه کې د پوځیانو پر کاروان برید شوی دی. د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې نښته کې ۱۲ پوځیان او ۱۳ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي.
د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی او ادعا یې کړې چې له پوځيانو څخه یې وسلې او بېپيلوټه الوتکې هم اخیستي دي.
ځايي اوسېدونکو ویلي، تر دې برید وروسته یې څو ساعته چورلکې لیدلې چې ټپیان یې روغتونونو ته وړل او د بریدګرو پلټنه یې کوله.
د پاکستاني پوځ په وینا، په یوه بله نښته کې چې د لوړ دېر په سیمه کې شوې، ۷ پوځيان او ۱۰ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دا نښته داسې مهال وشوه چې پوځیانو د مخالفو وسلهوالو یو پټنځای وموند.


یو ۲۰ کلن ځوان د برلین هنري او کلتوري مرکز ته نژدې د دوو کډوالو ډلو په نښته کې په چړو ووژل شو. پولیسو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو د جرمني رسنیو د راپورونو لهمخې دا نښته د جمعې پر شپه د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ شوې ده.
د برلین پولیسو شنبه (وږي ۲۲مه) په یوه اعلامیه کې وویل: «یوې شاوخوا ۱۵ کسیزې ډلې پر درېیو کسانو برید وکړ. په دې برید کې یو ۲۰ کلن ځوان په چړو سخت ټپي او وروسته په روغتون کې مړ شو. د درې کسیزې ډلې دوه نور غړي سرسري ټپیان شوي دي.
د راپورونو لهمخې، دغه نښته د برلین د هومبولتفوروم هنري او کلتوري مرکز ته څېرمه شوې ده.
پولیسو په نښته کې د ښکېلو کسانو او وژل شوي شخص د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي او جرمني رسنیو هم د نښتې په اړه ضد و نقیض راپورونه خپاره کړي دي.
«تاګساشپیګل» ورځپاڼې لیکلي چې یوې ۱۵ کسیزې سوریايي ډلې پر درېیو افغانانو برید وکړ، په داسې حال کې چې «بیلد» او «ولت» ورځپاڼو بیا راپور ورکړی چې سوریایان ۳ او افغانان ۱۵ کسان وو.
راپورونه زیاتوي چې د پېښې د څرنګوالي او عاملانو د پېژندلو لپاره د څارنوالۍ پلټنې روانې دي.
دغه ډول رسنیو دا هم لیکلي چې په اګسټ میاشت کې هم د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ په همدې سیمه کې نښته شوې وه چې شپږ کسان په کې ټپیان شوي وو.

امریکا له خپلو متحدانو«جي ۷»هېوادونو غوښتي چې پر هغو هېوادونو تعرفې ولګوي، چې د روسیې له نفتو سره پراخه سوداګري کوي، په ځانګړي ډول هند او چین.
د امریکا د خزانې وزیر«سکاټ بسنټ»، د جمعې په ورځ د جي ۷هېوادونو د مالي وزیرانو سره تر یوې ویډیويي ناستې وروسته وویل، چې یوازې د همغږي شوي اقتصادي فشار له لارې کېدای شي د روسیې د عایداتو هغه سرچینې وچې شي چې د «پوتین د جګړې ماشین» ته تمویل برابروي.
په دغه ناسته کې د جي ۷هېوادونو وزیرانو د روسیې پر ضد د لا نورو بندیزونو او همدارنګه د تعرفو پر لګولو بحث کړی، په ځانګړې توکه هغه هېوادونو چې د دوی په وینا د اوکراین د جګړې ملاتړ کوي.
امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د روسیې پر نفتو تعرفې به د مسکو پر اقتصاد مستقیم فشار زیات کړي او هند او چین به اړ کړي چې له روسیې سره د انرژۍ په برخه کې خپلې راکړې ورکړې محدودې کړي.
که څه هم هند او چین د روسیې له مهمو اقتصادي شریکانو ګڼل کېږي، خو تر دې دمه یې د لویدیځو فشارونو پر وړاندې د روسیې د نفتو پېرلو ته دوام ورکړی دی.

د ملي بسیج جبهې په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسله والې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ د استخباراتو طالب مدیر «قاري شبیر احمد» د وژنې مسوولیت ومانه. قاري شبیر احمد د جمعې ورځې په مازدیګر (د وږي ۲۱مه) په خپل کور کې په ډزو سره وژل شوی دی.
یادې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې، دغه کس د جمهوري نظام له رانسکورېدو وروسته د افغان پخوانیو ځواکونو یو شمېر غړي وژلي و.
د دوی په وینا، قاري شبیر احمد د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، او د دوی ځواکونو په خپل کور کې په نښه او وژلی دی.
طالبانو لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

د افغانستان پخوانی مرستیال ولسمشر امرالله صالح وايي، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې بغاوت د پاکستان له کنټروله وتلی. هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د دواړو ایالتونو د ولسونو سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړی او یوازې د زور په کارولو هڅه کوي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتي.
صالح پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «په بلوچستان کې بغاوت د منځنۍ کچې او په خیبر پښتونخوا کې پرمختللې مرحلې ته رسېدلی دی. ښکاري چې پاکستان په دواړو سیمو کې د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړی او یوازې په زور او عسکري عملیاتو تکیه کوي. د تاریخ له مخې دا ډول جګړې چې پاکستان یې تجربه لري، د بېلابېلو داخلي او بهرنیو عواملو له کبله نه شي ګټل کېدای.»
د صالح په وینا، د ډیورند کرښه په قصدي ډول «پرانیستې او نفوذپذیره» پرېښودل شوې ده څو کابل کمزوری شي او د اسلاماباد په مدار کې یو حکومت واک ته ورسېږي.
هغه زیاتوي چې د دغې تګلارې پایله اوس د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ژور ټپونه دي چې «تر اوږدې مودې به وینه وکړي.»
صالح دا هم ویلي، که څه هم پاکستان هڅه کوي د دغو خوځښتونو ماهیت بدل وښيي، خو په اصل کې دا «بېلابېلې پوښلې بېلتونپالې هلې ځلې» دي چې د اوږدمهاله نارضایتۍ ریښې لري.
هغه په خپلو څرګندونو کې زیاتوي: «رښتینی تحلیل تل تریخ وي او زه پوهېږم چې زما خبرې به د پاکستان د پوځ د عمومي قرارګاه «جي ایچ کیو»احساسات خوږمن کړي، خو حقیقت له پامه نشي غورځېدلای.»
صالح دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د پاکستان د پوځ پر یوه کاروان د وسلوالو برید شوی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې برید کې ۱۲پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. بریدګر تښتېدلي او پوځ سیمه محاصره کړې ده. د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ځايي سرچینې وايي دا ډول بریدونه زیاتره وخت د تحریک طالبان پاکستان او نورو بغاوتي ډلو له خوا ترسره کېږي.
بلخوا د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په یادو برېدونو کې د افغان اتباعو لاس و او د افغانستان له خاوري څخه په استفاده یې په پاکستان کې برېدونه کړې دي.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې له افغان طالبانو غوښتنه شوې، چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.
دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغان وګړو لاس لرل یا هم له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو ادعا کوي، تر دې مخکې یې هم ورته ادعاوې کړي، خو د افغان طالبانو لخوا دا تورونه رد شوي دي.
شنونکي وايي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا وسلوال مقاومت د پاکستان د کورني امنیت تر ټولو ستر ګواښ ګرځېدلی دی. د هغوی په باور، د اسلاماباد د سیاسي حل د نشتوالي او پر وسلوالو عملیاتو د زیات تکیې له امله، امکان لري چې بغاوت لا نور هم پراخ او اوږدمهاله شي.
په همدې حال کې، د امرالله صالح څرګندونې د سیمهییزو حالاتو له تازه تحولاتو سره یوځای د دې ښکارندويي کوي چې د پاکستان لپاره د بغاوتونو مهارول نه یوازې په نظامي، بلکې په سیاسي کچه هم سختې ننګونې زېږوي.

په خیبر پښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د محمد رفیق په نوم یو ځايي پولیس د شنبې په سهار (د وږي ۲۲مه) د «مرکزي کُرم» له «جوداره» سیمې څخه وسله والو تښتولی او لاتر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.
د سرچینې په وینا، دغه پولیس نن سهار خپلې دندې ته چې په «میر باغ» کې موقعیت لري روان و، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو له لوري له موټر ښکته او هغو له ځانه سره بیولی دی.
د سیمه ییزو پولیسو په وینا، د دغه پولیس د موندنې لپاره یې سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې هم پیل کړي، خو لاتر اوسه د هغه برخلیک نه دی مشخص شوی.
لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغه پولیسو د تښتونې مسوولیت نه دی منلی.