• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبر پښتونخوا کې وسله والو یو ځايي پولیس تښتولی دی

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱

په خیبر پښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د محمد رفیق په نوم یو ځايي پولیس د شنبې په سهار (د وږي ۲۲مه) د «مرکزي کُرم» له «جوداره» سیمې څخه وسله والو تښتولی او لاتر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

د سرچینې په وینا، دغه پولیس نن سهار خپلې دندې ته چې په «میر باغ» کې موقعیت لري روان و، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو له لوري له موټر ښکته او هغو له ځانه سره بیولی دی.

د سیمه ییزو پولیسو په وینا، د دغه پولیس د موندنې لپاره یې سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې هم پیل کړي، خو لاتر اوسه د هغه برخلیک نه دی مشخص شوی.

لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغه پولیسو د تښتونې مسوولیت نه دی منلی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په کویټه کې د افغانانو تر ټولو لویه لېسه د پاکستاني چارواکو له لوري وتړل شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو پر دوام، دا ځل په کویټه کې د افغانانو تر ټولو لویه او مشهوره عالي لېسه هم د پاکستاني چارواکو له خوا وتړل شوه. د دغې لېسې مسوولین وايي، د ځايي حکومت له پرله پسې چاپو او ګواښونو وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې ۱۴ ورځې مخکې د «پي او ار »کارت لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر په رسمي توګه پیل شو او ورسره د ډېری افغانانو کاروبارونه هم ټکني شول. په تازه پېښه کې د بلوچستان په کویټه کې د افغانانو اړوند د «حبیب الرحمان» په نوم تر ټولو لویه او مشهوره لېسه هم د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د ځايي حکومت له لوري وتړل شوه.

د دغه ښوونځي مدیر له خپلو ټولو زده کوونکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا ښوونځي ته ور نه شي.

نوموړي زیاته کړې، «نن دشنبي ورځ ماپښین، د سپټمبر ۱۳مه نېټه دحکومت لخوا پر لېسې چاپه ووهل شوہ او اخطار ئې راکړ چي لېسه بنده کړئ، لهذا تر بلې خبرتیا لېسې ته مه را ځئ.»

تر اوسه ځايي حکومتي مسوولینو او د طالبانو کونسلګرۍ د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.

اسماعیل خان ته نږدې کس په ایران کې ترور شو

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د طالبانو مخالف سیاستوال «اسماعیل خان» ته نږدې سیاسي او نظامي کس چې «معروف غلامي» نومېده د شنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې په خپل کاري دفتر کې په ډزو سره وژل شوی. اسماعیل خان ته نږدې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د معروف غلامي د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.

د ایران پولیسو لا تر اوسه د دغه کس د ترور کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسماعیل خان ته نږدې سرچینې د دغه ترور عاملین طالبان ګڼي.

معروف غلامي «د افغانستان د لویدیځې حوزې د جهادي قومندانانو د شورا» مسوول وو او په مشهد ښار کې یې کاري دفتر درلود.

هغه د افغانستان په لویدیځ کې ځانګړی نفوذ درلوده او د ۱۴۰۰ کال په چنګاښ او زمري میاشتو کې یې د طالبانو پر ضد جګړو کې مهم نقش درلود. معروف غلامي د هرات ښار له سقوط سره سم له طالبانو سره تر ۴۵ ورځنۍ جګړې وروسته له یو شمېر نورو نظامیانو سره ایران ته پناه وړې وه.

قطر په پاکستان کې پر پوځیانو برید وغانده

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د قطر بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې پر پوځیانو شوی برید، چې له امله یې ۱۲ پوځیان وژل شوي په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې قطر هر ډول تاوتریخوالی او ترهګري په کلکه ردوي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د پاکستان له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په سویلي وزیرستان کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د پاکستاني پوځیانو پر یوه کاروان په وسله وال برید کې ۱۲ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو په وینا، د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت هم ډېر نازک دی.

د پښتونخوا چارواکي وایي د روغتیايي سفرونو لپاره خدمات پراخوي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱
•
جواد شينواری

د خبېرپښتونخوا صوبې د روغتیا او ګرځندوی مسولینو په دغه صوبه کې د روغتیايي ګرځندوی خدمتونو د پراخولو په اړه ناسته کړې. دوی وایي غواړي د منځنۍ اسیا د ناروغانو لپاره د ویزې د اسانتیا ترڅنګ په تورخم کې ځانګړې څانګه جوړه کړي.

د روغتیايي ګرځندوی د خدماتو پراخولو لپاره نن شنبه (د وږي ۲۲مه) په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د ګرځندوی او روغتیا برخې چارواکو ترمنځ ناسته شوې ده.

دغو چارواکو ویلي، چې په یاده صوبه کې د روغتیايي ګرځندوی پراخ فرصتونه شته او هر کال له امریکا، اروپا، منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول له افغانستان څخه ګڼ شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته سفرونه کوي.

د دغو چارواکو په خبره حکومت غواړي چې د خېبر پښتونخوا صوبي د اقتصادي پیاوړتیا او ناروغانو ته د نړیوالو معیارونو روغتيايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو پرېکړه کړې، چې د روغتیايي ګرځندوی د خدمتونو پراختیا لپاره په پېښور کې د حیات اباد روغتون، د پښتورګو د ناروغیو انسټېټیوټ، د زړه د ناروغیو انسټېټیوټ او سوځېدلو ناروغانو د درملنې ځانګړې مرکز کې بسترونه ډېر کړي.

یادو چارواکو ویلي، چې د کورنیو چارو او روغتیا وزارتونو له خوا جوړېدونکې طرحه به له علي امین ګنډاپور سره شریکه کړي او ډېر ژر به د روغتیايي سفرونو د خدماتو چاري پراخې کړي.

پاکستانی پوځ: په تېرو درېیو ورځو کې ۳۵ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې نېټې په دوو جلاجلا عملیاتو کې ۳۵ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وژل شوي وسله‌وال د هند ملاتړي بللي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ زیاتوي، چې یاد ۱۲ پاکستاني سرتېري په سویلي وزیرستان کې له وسله‌والو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو پرمهال یې ۲۲ وسله وال ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي،‌ چې په سویلي وزیرستان کې یې هم له وسله والو سره په نښته کې ۱۳ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په یادو برېدونو کې د افغان اتباعو لاس و او د افغانستان له خاوري څخه په استفاده یې په پاکستان کې برېدونه کړې دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې له افغان طالبانو غوښتنه شوې، چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغان وګړو لاس لرل یا هم له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو ادعا کوي، تر دې مخکې یې هم ورته ادعاوې کړي، خو د افغان طالبانو لخوا دا تورونه رد شوي دي.