• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر په پاکستان کې پر پوځیانو برید وغانده

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د قطر بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې پر پوځیانو شوی برید، چې له امله یې ۱۲ پوځیان وژل شوي په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې قطر هر ډول تاوتریخوالی او ترهګري په کلکه ردوي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د پاکستان له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په سویلي وزیرستان کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د پاکستاني پوځیانو پر یوه کاروان په وسله وال برید کې ۱۲ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو په وینا، د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت هم ډېر نازک دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف وایي افغانستان دې د ترهګرو او پاکستان ترمنځ یو انتخاب کړي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا د ۱۲ پاکستاني سرتیرو په جنازه کې تر ګډون وروسته په بنو ولسوالۍ کې د یوې امنیتي ناستې پر مهال ویلي، افغانستان دې خپل انتخاب وکړي چې د پاکستان ترڅنګ ودرېږي یا د ترهګرو. هغه زیاتوي په دې اړه ابهام ورته د منلو وړ نه دی.

شریف دا هم ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه به روانه ساتي او د هند ملاتړې ډلې به سختې وځپي.

پر همدغه مهال نوموړي یوځل بیا ادعا کړې، چې د پاکستان په نامنیو کې افغان وګړي ښکیل دي.

شهباز شریف زیاته کړې:«له افغانستان څخه ترهکر پاکستان ته راځي او د ټي ټي پي سره یو ځای کېږي او زموږ سرتېري وژني. افغانستان دې د ترهګرو تر څنګ درېدو او پاکستان ترڅنګ درېدو ترمنځ یو وټاکي په دې اړه ابهام د زغم وړ نه دی.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې په پاکستان کې مېشت ناقانونه افغان کډوال به ډېر ژر له دغه هېواده وشړي.

شهباز شریف د هند په ملاتړ ډلو ته هم سخته ګوت څنډنه کړې او وايي، د هغوی په ژبه به ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي:«هر څوک چې د بهرنیو عناصرو په ګټه خبرې کوي یا د هغوی مرسته کوي، د هغوی د وسیلې په توګه ګڼل کېږي او د هغوی په ژبه به ځواب ورکړل شي.»

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ ویلي و، چې د تېرو درېیو ورځو پرمهال یې په پښتونخوا کې ۳۵ وسله‌وال وژلي او پر همدغه مهال په دغو عملیاتو کې ۱۲ پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي.

پاکستان ویلي، چې په ورستیو برېدونو کې افغان وګړو هم لاس درلود.

په دې اړه افغان طالبانو تر اوسه څه نه دي‌ ویلي.

پاکستانی پوځ: په تېرو درېیو ورځو کې ۳۵ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سپټمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې نېټې په دوو جلاجلا عملیاتو کې ۳۵ وسله‌وال او ۱۲ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وژل شوي وسله‌وال د هند ملاتړي بللي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ زیاتوي، چې یاد ۱۲ پاکستاني سرتېري په سویلي وزیرستان کې له وسله‌والو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.

د پوځ په اعلامیه کې راغلي، چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د وسله‌والو پر پټنځای د عملیاتو پرمهال یې ۲۲ وسله وال ووژل شول.

اعلامیه زیاتوي،‌ چې په سویلي وزیرستان کې یې هم له وسله والو سره په نښته کې ۱۳ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې اعلامیه کې ادعا کړې، چې په یادو برېدونو کې د افغان اتباعو لاس و او د افغانستان له خاوري څخه په استفاده یې په پاکستان کې برېدونه کړې دي.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې له افغان طالبانو غوښتنه شوې، چې د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو د فعالیتونو مخه ونیسي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې پاکستان په ترهګریزو بریدونو کې د افغان وګړو لاس لرل یا هم له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو پلانولو ادعا کوي، تر دې مخکې یې هم ورته ادعاوې کړي، خو د افغان طالبانو لخوا دا تورونه رد شوي دي.

طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۱۴۵ مېلیونه ډالره صادرات درلودل

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د تېرې زمري میاشتې د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۹ مېلیونه او وارداتو ارزښت بیا یو مېلیارډ او ۱۹۵.۶ ډالرو ته رسېدلی دی.

په اعلامیه کې د دې نمونه يي سروې د میتودولوژۍ په اړه ويل شوي چې د روان کال د زمري د میاشتې د صادراتو او وارداتو شمېرې یې راغونډې کړې او تحلیل کړې دي.

حال دا چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۰۴ میلیونه ډالره وو. دا نوي شمېرې ښيي چې صادرات ۴۰.۹ میلیونه ډېر شوي دي. د اعلامیې له مخې واردات یو میلیارډ او ۱۹۱. ۱ ډالرو پورته شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د زمري په میاشت کې ترټولو ډېر سوداګریز توکي پاکستان، هند او عربو متحده اماراتو ته صادر شوي او ترټولو ډېر توکي له ایران، چین او پاکستان څخه راوارد شوي دي.

مارکو روبیو اسراييل ته ځي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روانې اوونۍ په پای کې د منځني‌ختیځ ملګرو ترمنځ د کړکیچ په لړ کې اسرايیل ته ځي. روبیو داسې مهال دا سفر کوي چې څو ورځې مخکې اسرايیل په قطر کې د حماس د مشرانو پر غونډې برید وکړ.

په دې سفر کې به مارکو روبیو د امریکا او اسراییل ګډ هدفونه روښانه کړي، لکه د حماس د بیا واکمنېدو مخنیوی او د دغې ډلې له زندانونو د اسراییلي بندیانو راخوشې کول.

مارکو دا سفر په دوحه کې د اسراييل له‌خوا د حماس پر مشرانو تر برید وروسته کوي؛ هغه برید چې عربي هېوادونه ی غوصه کړل او د اوربند خبرې یې وځنډولې.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې فرانسه او برېټانیا د فلسطیني دولت رسمیت پېژندنې ته چمتووالی نیسي او بل‌خوا اسرايیل په غزه کې د ښارګوټو د پراختیا پلانونه عملي کوي.

ټایوانی چارواکی وايي که چین ټایوان ونیسي دا به د امریکا لپاره لوی ګواښ وي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

د ټایوان لوړپوړي چارواکي په واشنګټن کې ویلي چې چین د ټایوان نیولو لپاره چمتوالی نیسي. د هغه په وینا، که چین دا ټاپو ونیسي پر سیمه به ناوړه اغېزې ولري او د امریکا د امنیت لپاره به لوی ګواښ وي.

رویټرز خبري اژانس د چیو چویچېنګ په حواله راپور ورکړی چې بېجینګ غواړي د ارام سمندر په سیمه کې د امریکا نفوذ کم کړي. دغه ډول د ټېکنالوژۍ په برخه کې به هم لویه ضربه وي.

په دې اړه په امریکا کې د چین سفارت د سوله‌ییز یووالي خبره کړې، خو د بهرنۍ مداخلې پر وړاندې یې د هر ډول اقدام خبره هم ورسره غبرګه کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د چین نوې پوځي بېړۍ د ټایوان له تنګي څخه تېره شوې ده.