• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کویټه کې د افغانانو تر ټولو لویه لېسه د پاکستاني چارواکو له لوري وتړل شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د محدودیتونو پر دوام، دا ځل په کویټه کې د افغانانو تر ټولو لویه او مشهوره عالي لېسه هم د پاکستاني چارواکو له خوا وتړل شوه. د دغې لېسې مسوولین وايي، د ځايي حکومت له پرله پسې چاپو او ګواښونو وروسته یې دغه پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې ۱۴ ورځې مخکې د «پي او ار »کارت لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر په رسمي توګه پیل شو او ورسره د ډېری افغانانو کاروبارونه هم ټکني شول. په تازه پېښه کې د بلوچستان په کویټه کې د افغانانو اړوند د «حبیب الرحمان» په نوم تر ټولو لویه او مشهوره لېسه هم د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د ځايي حکومت له لوري وتړل شوه.

د دغه ښوونځي مدیر له خپلو ټولو زده کوونکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا ښوونځي ته ور نه شي.

نوموړي زیاته کړې، «نن دشنبي ورځ ماپښین، د سپټمبر ۱۳مه نېټه دحکومت لخوا پر لېسې چاپه ووهل شوہ او اخطار ئې راکړ چي لېسه بنده کړئ، لهذا تر بلې خبرتیا لېسې ته مه را ځئ.»

تر اوسه ځايي حکومتي مسوولینو او د طالبانو کونسلګرۍ د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

هدایت الله بدري:د امو سیند نفتي حوزې له تړون څخه د چین له وتنې وروسته چارې ښې روانې دي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د امو سیند نفتي حوزې له قشقري سیمې د لیدنې پر مهال ویلي، د قراردادي شرکت له تګ وروسته چارې د پخوا پر تله ښې روانې دي. له دې وړاندې د امو سنید نفتي حوزې قرارداد له یوه چینايي شرکت سره شوی و.

د امو نفتي حوزې د نفت او ګازو د استخراج هوکړه د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ کې د طالبانو او د «ایف چین» شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوې وه، خو دوه نیم کاله یې هم دوام ونه کړ. د دغې هوکړې پربنسټ، یاد شرکت ژمنه کړې وه چې په لومړیو درېیو کلونو کې به د ۵۴۰ میلیونه ډالر په ارزښت پانګونه کوي او یوازې په لومړي کال کې به ۱۵۰ میلیونه ډالره طالبانو ته ورکوي.

خو د دغه شرکت په وینا، طالبانو د روان کال په جون میاشت کې له دوی سره شوی قرارداد لغو کړ او دوی یې له کاري ساحې اېستلي و او په هغه وخت کې یې ۱۲ چینايي کارکوونکي هم نیولي او پاسپورټونه یې ضبط کړي و.

د امو نفتي حوزې د استخراج هوکړې له لغوه کېدو وروسته طالبانو چینایي کارکوونکي نیولي دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ادعا کړې، چې یادې چینايي کمپنۍ پر خپلو کړو مالي ژمنو عمل نه دی کړی او همداراز یې د امتیاز حق پر وخت نه دی ورکړی، نو له امله یې له یاد چینايي شرکت سره هوکړه لغوه شوې، خو د «ایف چین» شرکت کارکونکي بیا دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې طالبانو په پټه پر دوی داسې سند لاسلیک کړی چې وښيي دغه هوکړه د چینايي کمپنۍ په خوښه فسخه شوې او طالبانو د دوی د دغه کار په بدل کې ژمنه کړې وه، چې په کابل کې د یاد شرکت بانکي حسابونه چې میلیونونه ډالره ارزښت لري او ضبط شوي پاسپورټونه یې ازادوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) له یادې نفتي حوزې د لیدنې په ترڅ کې ویلي، «د قراردادي شرکت له تګ څخه وروسته افغان متخصصينو د‌ يادې سيمې د استخراج او نورو ټولو چارو د سمبال لپاره غاړه کېښوده چې‌ د‌ خدای تعالی‌ په فضل او د‌ دوی په زيار سره چارې له پخوا څخه په سمه توګه روانې دي.»

هدایت الله بدري د امو سیند د نفتي حوزې د لیدنې پر مهال
100%
هدایت الله بدري د امو سیند د نفتي حوزې د لیدنې پر مهال

نوموړي همداراز ځايي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې له هر ډول ضايعاتو مخنيوی وکړي او زیاته یې کړه، «په هغو چارو کې چې زموږ خپل انجینران وړتیا لري هیڅکله به بهرني وګړي استخدام نکړو.»

دغه نفتي حوزه د ۴۵۰۰ کیلومتر مربع په مساحت سره د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو په ساحو کې پرته ده. د دغې حوزې ظرفیت شاوخوا ۸۷ میلیونه بشکې اټکل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې، له دې سربېره د مس عینک په ګډون د چیناييانو یو شمېر نور پروژې چې کلونه پرې تېر شوي لا هم نه دي عملي شوې.

فی ډي هال: د برېټانوي جوړې«باربي او پیټر» روغتیايي وضعیت د مرګ پر لور روان دی

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

امریکایي وګړې«في ډی هال»چې د روان کال د حمل په میاشت کې د طالبانو له بنده خوشې شوې وه، ویلي دي چې له هغې سره په بند کې یو ځای، باربي رینولډز (۷۶کلنه) او مېړه یې پیټر رینولډز (۸۰کلن)، اوس مهال د طالبانو په زندان کې د سختو او بدو شرایطو له امله د «مرګ سره لاس او ګرېوان» دي.

هال، د بی‌بی‌سي انګلیسي څانګې سره په تازه مرکه کې له امریکا او برېټانیا غوښتنه کړې، چې د دې جوړې د خلاصون لپاره بیړني ګامونه واخلي. نوموړې خبرداری ورکړی چې «د دوی د ژغورنې وخت په تېرېدو دی».

طالبانو د تېر کال د سلواغې په میاشت کې فی هال، باربي او پیتر په بامیان ولایت کې د «نامعلومو دلایلو» له مخې ونیول. فی هال وروسته له هغې خوشې شوه چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، اډم بولر، کابل ته سفر وکړ، خو برېټانوي جوړه لا هم د طالبانو په زندان کې پاتې ده.

فی هال،په زندان کې د تېرو کړو ورځو په اړه ویلي چې هغوی په تنګو خونو، د شدیدو امنیتي تدابیرو او د سیم خاردار په احاطه کې ساتل کېدل، دا هغه ځای دی چې د قاتلانو لپاره ځانګړی شوی و.

هغې زیاته کړه،چې باربي په څرګند ډول ډېر وزن له لاسه ورکړی او د پیټر روغتیایي وضعیت هم د قطر له لوري د درملو ورکولو باوجود ورځ تر بلې خرابېږي.

نوموړې وویل: «زندان یوازې له فزیکي اړخه ستونزمن نه و، بلکې له ذهني او روحي اړخه یې هم ډېر زیان اړاوه. موږ یوازیني بهرنیان وو چې هلته ساتل کېدو.»

100%

فی هال،یو ځل بیا له واشنګټن او لندن وغوښتل چې په ګډه د دې جوړې د خلاصون لپاره عملي او جدي اقدامات وکړي.

د برېټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې د رینولډز له کورنۍ سره په کتنه کې یې د هغوی د خلاصون ژمنه تازه کړې ده، خو دا وزارت په عین حال کې یادونه کوي چې د طالبانو له بیا راتګ (۲۰۲۱) وروسته یې سفارت په کابل کې تړلی او د برېټانوي وګړو ملاتړ «ډېر محدود» شوی دی. وزارت ټینګار کړی چې افغانستان ته سفر لا هم په کلکه منع دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې طالبان باید د «دیپلوماتیکو یرغملو ساتلو» ته د پای ټکی کېږدي او ټول بهرني وګړي چې «په ناحقه نیول شوي»، بې له ځنډه خوشې کړي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، په ځواب کې ویلي چې باربي او پیټر «له خپلو کورنیو سره په دوامداره تماس کې دي»، هغوی ته د درملنې، اړیکو او استوګنې اسانتیاوې برابرې دي، او د هغوی د خوشې کېدو لپاره هڅې روانې دي، «خو دغه پروسه لا بشپړه شوې نه ده».

په ورته وخت کې، د دې جوړې اولادونو څو ځله د خپل مور او پلار د خراب روغتیايي وضعیت او د قانوني او طبي خدماتو نه‌شتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې د هغوی د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه د طالبانو له لوري کوم عملي اقدام نه دی شوی.

اسماعیل خان ته نږدې کس په ایران کې ترور شو

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۱

د طالبانو مخالف سیاستوال «اسماعیل خان» ته نږدې سیاسي او نظامي کس چې «معروف غلامي» نومېده د شنبې په ورځ د ایران په مشهد ښار کې په خپل کاري دفتر کې په ډزو سره وژل شوی. اسماعیل خان ته نږدې سرچینو له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د معروف غلامي د وژل کېدو د خبر پخلی کړی دی.

د ایران پولیسو لا تر اوسه د دغه کس د ترور کېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو اسماعیل خان ته نږدې سرچینې د دغه ترور عاملین طالبان ګڼي.

معروف غلامي «د افغانستان د لویدیځې حوزې د جهادي قومندانانو د شورا» مسوول وو او په مشهد ښار کې یې کاري دفتر درلود.

هغه د افغانستان په لویدیځ کې ځانګړی نفوذ درلوده او د ۱۴۰۰ کال په چنګاښ او زمري میاشتو کې یې د طالبانو پر ضد جګړو کې مهم نقش درلود. معروف غلامي د هرات ښار له سقوط سره سم له طالبانو سره تر ۴۵ ورځنۍ جګړې وروسته له یو شمېر نورو نظامیانو سره ایران ته پناه وړې وه.

قطر په پاکستان کې پر پوځیانو برید وغانده

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د قطر بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې پر پوځیانو شوی برید، چې له امله یې ۱۲ پوځیان وژل شوي په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې قطر هر ډول تاوتریخوالی او ترهګري په کلکه ردوي.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په یاده پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو او د پاکستان له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي هم څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په سویلي وزیرستان کې د شنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د پاکستاني پوځیانو پر یوه کاروان په وسله وال برید کې ۱۲ پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو په وینا، د ځينو ټپيانو روغتیايي وضعیت هم ډېر نازک دی.

انتونیو ګوترېش: ملا هبت الله په ټولو دولتي ادارو کې د خپل مستقیم نفوذ هڅه کوي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي «انتونیو ګوټرېش»، په خپل درې‌میاشتني راپور کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، ټولنیز او بشري وضعیت په اړه نوې موندنې خپرې کړي دي. راپور ښیي،چې د طالبانو رهبر په پرله‌پسې دولتي ادارو کې د بدلونونو او ټاکنو پروسه مخته وړي او د خپل شخصي وفادارۍ پر اصل ټینګار کوي.

راپور څرګندوي چې ټاکل شوي چارواکي ټول نارینه دي او زیاتره یې پښتانه دي چې له ملا هبت‌الله سره نږدې اړیکې لري.

د دغو ټاکنو تمرکز نه یوازې په مرکزي کچه، بلکې په ولایتي او دولسوالیو په کچه هم ترسره شوي، چې له مخې یې ګڼ نوي چارواکي پر مهمو پوسټونو ګومارل شوي دي.

په وروستیو درې میاشتو کې د ښار او کور جوړونې او د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیران بدل شوي دي. همدارنګه، د ښار او کور جوړونې وزارت، او د حج او اوقافو وزارت مرستیالان له دندو لېرې او نوي کسان د هغوی پر ځای مقرر شوي دي.

په ولایتي کچه، یو والي، شپږ مرستیال واليان، ۴۰ولسوالان، ۳۹امنیه قوماندانان، څلور د استخباراتو ولایتي رییسان او لږ تر لږه ۱۳د دولتي ادارو مشران نوي ټاکل شوي دي.

په قضایي برخه کې هم د پام وړ بدلون راغلی او ۲۵نوي قاضیان په بېلابېلو محکمو کې پر دندو ګومارل شوي دي. دا ډول پراخ بدلونونه ښيي چې د طالبانو رهبر غواړي د دولت ټولې برخې د خپل مستقیم نفوذ لاندې وساتي.

د یاد راپور پر بنسټ، طالبان یوازې په ټاکنو بسنه نه کوي، بلکې د نوو ادارو په جوړولو کې هم بوخت دي. په فاریاب او لغمان کې تازه دوه نوې ولسوالۍ رامنځته شوې چې د سیمې پر سیاسي نقشې یې اغېز کړی دی.

ګوټرېش زیاتوي چې ملا هبت‌الله اخندزاده په تېرو درې میاشتو کې په کندهار کې له ګڼو طالب چارواکو سره مخامخ غونډې کړې دي. په دغو غونډو کې د کابل له مرکزي ادارو ځینې لوړپوړي مسوولین، د طالبانو د استخباراتو مشر، او یو شمېر قاضیان برخه وال وو.

د دغو ناستو اساسي پیغام د رهبر پر اطاعت ټینګار او د اسلامي شریعت د سخت تطبیق غوښتنه وه.

په امنیتي برخه کې راپور څرګندوي،چې د داعش خراسان د بریدونو شمېر او کچه لږه شوې ده. د طالبانو ځواکونو په کنړ او ننګرهار کې پرله‌پسې عملیات کړي دي، خو بیا هم د داعش د فعالیت ځینې بېلګې ثبت شوې دي.

د مې پر ۲۶مه د بدخشان په شهدای ولسوالۍ کې یو سلفي عالم او د هغه ساتونکی د طالبانو په برید کې ووژل شول.

د جون پر ۱۴مه په همدې ولایت کې یو شیعه ملا امام د نامعلومو کسانو لخوا وژل شو، سر یې پرې کړل شو او د داعش بیرغ په ځای پرېښودل شو.

څو ورځې وروسته، د جون پر ۱۵مه، داعش د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځواکونو برید وکړ، او د جولای پر ۸مه په لغمان کې د دواړو ډلو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

راپور څرګندوي چې یوازې د ملګرو ملتونو پر کارکوونکو په درې میاشتو کې ۵۷امنیتي پېښې او مستقیم ګواښونه ثبت شوي دي.

په دې پېښو کې لسګونه ښځینه کارکوونکې د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، سره له دې چې طالبان د دغو پېښو مسوولیتنه مني، خو تر اوسه یې عاملین نه دي معلوم شوي. له همدې امله، دغه اداره اړ شوې چې لنډمهاله امنیتي تدابیر غوره کړي.

د راپور امنیتي څپرکی ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت همد پراختیا په حال کې دی. یوازې په درې میاشتو کې پنځو بېلابېلو ډلو د طالبانو پر ضد د ۴۷بریدونو مسوولیت منلی دی. دغو ډلو کې د مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه، د افغانستان د ازادۍ غورځنګ، د ولسواکۍ جبهه او د ملي بسیج جبهه شامل دي.

ملګرو ملتونو په دغو بریدونو کې ۱۹پېښې په خپله تایید کړي دي، چې دا د طالبانو د مخالفینو د فعالیت پر دوام دلالت کوي.

انتونیو ګوټرېش د عمومي وضعیت په اړه لیکلي چې یوازې د مې له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۳۱مې پورې په ټول افغانستان کې ۲۶۵۸امنیتي پېښې ثبت شوې دي. د راپور پر بنسټ، د روان کال د ورته مودې په پرتله د ناامنۍ کچه ۹سلنه زیاته شوې ده.

دغه درې‌میاشتنی راپور د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۳۱۷/۷۹پرېکړه لیک او د امنیت شورا د ۲۷۷۷پرېکړه لیک پر بنسټ چمتو شوی دی.

په دې پرېکړو کې له سرمنشي غوښتل شوي چې هر درې میاشتې وروسته د افغانستان د وضعیت، د امنیتي پرمختګونو، د بشري حقونو د وضعیت او د یوناما د ماموریت د پلي کېدو څرنګوالي په اړه مفصل راپور وړاندې کړي.