د افغان کډوالو د اېستلو څپې؛ تېره ورځ له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۱۰۰ کورنۍ ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د (وږي ۲۳مه) له پاکستان او ایرانه ټولټال ۱۰۹۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې ۸۳۴کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې له پاکستانه او پاتې ۲۶۰کورنۍ له ایرانه اېستل شوې دي.