طالبان: په ننګرهار کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه وکړه

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې ۲۶ کلنې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی دی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې ۲۶ کلنې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی دی.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) رامنځته شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.
یادې قومندانۍ په دې اړه چې ایا په دې تړاو څوک نیول شوي او که نه، څه نه دي ویلي، خو په اړه یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازو له بندېدو وروسته له وخت مخکې د ودونو او همداراز د ځان وژنو پېښې ډېرې شوي دي.


د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خپل زوی ته په لیک کې لیکلي، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی. فاروق اعظم ویلي، « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم».
هغه دغه راز په دغه لیک کې ویلي، چې ددین، وطن او «امارت» د استحکام لپاره متعهد دی.
نن د دوشنبې په ورځ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې فاروق اعظم د طالبانو د مشر په امر نیول شوی دی.
فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال ویلي و، ښځینه روغتیاپالانې دې هغو طالبانو ته د درس کېدو په موخه کونړ ته لاړې شي چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي.
سرچینې وايي، د فاروق اعظم له نیول کېدو وروسته د هغه دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې ده.
سرچینه وايي، « نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی».

د افغان خبریالانو مرکز اعلان کړی، چې طالبانو په بلخ ولایت کې له سیمه ییزو چارواکو سره د انځورونو او ویډیو مرکو کول او خپرول منع کړي دي. د دغه امر په تعقیب، د بلخ دولتي تلوېزیون خپرونې وځنډول شوې. د یاد مرکز په وینا، د دغه بندیز د تابع ولایتونو شمیر ۲۱ ته لوړ شوی دی.
د افغان خبریالانو مرکز د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي چې په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د (وږي ۱۷مه) د بلخ د ملي راډیو او تلویزیون د مشر ملا محمد محمدي په ګډون د دې ډلې له سیمه ییزو چارواکو سره یوه غونډه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع دي.
وفا دا امر هم کړی، چې سیمه ییز چارواکي له رسنیو سره د انځوریزو یا ویډیويي مرکو اجازه نه لري.
په بلخ کې یوې سیمه ییزې سرچینې د افغان خبریالانو مرکز ته وویل، چې د دې امر په تعقیب، د ولایت ملي تلویزیون خپلې ویډیو خپرونې وځنډولې او راډیويي خپرونې یې پیل کړې.
د افغان خبریالانو مرکز په بلخ کې د یوې سیمه ییزې سرچینې په حواله ویلي چې د طالبانو یو شمېر چارواکو په دې وروستیو کې کندهار ته له سفر او د دې ډلې له مشر ملا هبت الله سره له لیدنې وروسته په بلخ ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
د تېر کال په زمري میاشت کې د "د امربالمعرف" قانون له تطبیق کېدو راهیسې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د افغانستان په ۲۰ نورو ولایتونو کې پلی شوی، چې کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشېر، لغمان او سرپل پکې شامل دي.
د افغان خبریالانو مرکز د طالبانو دا اقدام غندلی دی.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې او وايي، دوی «د پاکستاني ولس په منځ کې رېښې لري او خپل اهداف د خلکو په ملاتړ تعقیبوي». یاده ډله وايي، دوی د خپلو عملیاتو لپاره پر ګاونډیو هیوادونو تکیه نه کوي.
د یادې ډلې ویاند محمد خراساني د شهباز شریف څرګندونې بې اساسه ګڼلې دي او وايي، یوازې د پاکستان د امنیتي عملیاتو د ناکامیو پټولو لپاره شوې دي.
ټي ټي پي ټینګار کړی، چې «دا تحریک د دولت د ظلم او فشار پر وړاندې د ولسي ملاتړ په مرسته راپورته شوی او د خپلو عملیاتو لپاره پر ګاونډیو هیوادونو تکیه نه کوي».
خراساني د پاکستان پر دولت غږ کړی، چې د بلوڅ او پښتون ځوانانو جبري ورکیدل بند کړي او خپلو شتمنیو او حقونو ته د خلکو لاسرسی باوري کړي.
ډلې خبرداری ورکړی چې یوازې پوځي فشار د ستونزې حل نه دی، او ادعا کوي، چې په پاکستاني خاوره کې یې فعالیت شاوخوا ۲۰ کاله دوام کړی.
دا څرګندونې په داسې وخت کې دي، چې د پاکستان په شمال لویدیزو سرحدي سیمو کې د وسله والو ډلو پر وړاندې پوځي عملیات بیا بیا له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي، د تخنیکي سروې له لارې د یاد ولایت په ۱۹ بېلابېلو سیمو کې لس ډوله نوي کانونه او قیمتي ډبرې تثبیت شوې دي. دغه سیمې د عنابه، رخه، ابشار، حصه اول پریان او بازارک په ګډون په بېلابېلو سیمو کې تثبیت شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي اژانس د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري په حواله لیکلي چې په دغو سیمو کې اکوامارین، شورل، بیروج، سرپکتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنه او یاقوت پېژندل شوي دي.
امیري وویل، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته به یادې زېرمې د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شي، چې د عوایدو د لوړوالي او اقتصادي ودې لپاره ګټورې تمامې شي.
د طالبانو د مسوولانو په وینا، تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ او د بیروجو لس کانونه تثبیت شوي وو.
په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي و،چې په دغه ولایت کې د ۶۰۰ کانونو د استخراج لپار جوازونه ورکړي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د کندوز ولایت د خټکیو حاصلاتو کې سږ کال د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په کندوز کې سږکال له ۵ زره او ۶۷۴ هکتاره للمي او اوبیزو ځمکو څخه ۱۰۹ زره او ۲۲۴ متریک ټنه خټکي راټول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د حاصلاتو زیاتوالی د کرنیزو نوښتونو او د مناسبې هوا پایله ده.
بل پلو ځايي کروندګر د حاصلاتو د زیاتوالي له امله خوښي څرګندوي، خو غوښتنه کوي چې حکومت دې د محصولاتو د بازار موندنې لپاره عملي ګامونه واخلي، څو دوی وکولای شي خپل خټکي په ښه بیه وپلوري.
کندوز د «خربوزې ښار» په نوم شهرت لري او د خټکیو بېلابېل ډولونه پکې کرل کېږي. د دغو ډولونو له ډلې عسقلاني او غازي خاني ډېر پېژندل شوي او خلک یې ډېر خوښوي.