• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنګله‌دېش د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۲۵مه) له بنګله‌دېش څخه د ۸ منډو په توپیر خپله ماتې ومنله.

دغه لوبه نن ماښام په متحده عربي امارات کې د بنګله‌دېش په توپ وهنې سره پیل شوه او بنګله‌دېش د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

افغان اتلانو بیا په شلو اورونو کې اېله ۱۴۶ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د ۸ منډو په توپیر بایلوده.

افغان اتلانو تر دې مخکې په اسیا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د پنجشنبې په ورځ د دغو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: د پاکستان وروستۍ پرېکړه به څه وي ــ محدود تعامل که د اړیکو بشپړ پرېکون؟

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف په بنو کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې په څرګند ډول افغان طالبانو ته وویل، چې باید د پاکستان او TTP ترمنځ یو غوره کړي. وروستۍ پرېکړه به څه وي؟ طالبانو سره محدود تعامل او که د اړیکو پرېکون.

ډان ورځپاڼه لیکي چې لومړي وزیر شریف ویلي، افغان طالبان دې یا له اسلام‌اباد سره همکاري وکړي او په خپله خاوره کې د «ټي ټي پي» او نورو ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي او که د دغو ډلو د فعالیت زمینه برابروي، نو د سیمې له ادغام او رسمي پېژندنې چانسونه به له لاسه ورکړي.

په مقاله کې لیکل شوي، چې پاکستان په تېرو څو اوونیو کې د «ټي ټي پي» او نورو وسله‌والو ډلو د زیاتېدونکو بریدونو له امله درنه پوځي او ملکي مرګ‌ژوبله لیدلې ده؛ یوازې په وروستیو عملیاتو کې لسګونه امنیتي ځواکونه او وسله‌وال وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بېلګې په توګه، د شمال لوېدیځ سیمو په وروستیو جګړو کې لږ تر لږه ۱۹پاکستاني سرتېري وژل شوي او د دوی په ګډو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله‌وال هم وژل شوي. دې وضعیت د اسلام‌اباد غوسه راپارولې او پر طالبانو یې بې‌باوره کړی دی.

ډان ورځپاڼه وایي، افغان طالبانو له خپلې خوا پر پاکستان تور لګولی چې د افغانستان په ځینو ولایتونو (ننګرهار او خوست) کې هوایي بریدونه ترسره کوي، چې ملکي مرګ ژوبله لري؛ اسلام‌اباد بیا دغه تورونه ردوي او وايي دا د طالبانو د داخلي نیمګړتیاوو پټولو هڅې دي. دواړو لوریو تر منځ په دې موضوع کې د حقیقت پر څرنګوالي اختلاف دوام لري.

افغان طالبانو په بیا بیا ویلي، چې دوی د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو ملاتړ نه کوي؛ خو د ملګرو ملتونو، څېړنیزو ادارو او استخباراتي څېړنو راپورونه ښيي، چې د «ټي ټي پي» او نورو وسله‌والو ډلو فعالیتونه په افغانستان کې ثبت شوي دي او ځینې وختونه ورته خوندي پټنځایونه هم برابر شوي دي، په ځانګړې توګه څېړنې او د څارنې راپورونه د دغو ډلو د نفوذ او تګ راتګ شتون تایید کړی.

په مقاله کې راغلي، چې پاکستان څو ځله د خبرو او سفرونو له لارې هڅه کړې طالبان قانع کړي؛ د بهرنیو چارو وزیر او لوړپوړي پلاوي کابل ته تللي او د ګډو اقداماتو غوښتنه یې کړې ده. په همدې لړ کې د چین منځګړیتوب او د سیمې د همغږۍ نوښتونه هم شامل وو.

د ترهګرۍ ضد همغږي هڅې د درې واړو هېوادونو تر منځ د مشورو یوه برخه وې، چې موخه یې طالبان رسمي خبرو ته راوستل او هغوی ته د ترهګرۍ پر ضد د عملي ګامونو د اخیستو د زمینې برابرول وو، خو تر اوسه دغه میکانیزم د پام وړ او ثابتې پایلې نه دي لرلي.

په عین حال کې اسلام‌اباد د وسله‌والو پر ضد په ځینو مواردو کې له وینا تېر شوی او په افغانستان دننه کې یې هوايي او ځانګړي پوځي اقدامات ترسره کړي، دا یو داسې عمل وو چې طالبان یې په ځینو ځایونو کې د ملکي مرګ ژوبلې لامل بولي او د دواړو لوریو تر منځ یې ترینګلتیا لا زیاته کړې ده.

ډان ورځپاڼه زیاتوي، چې د «ټي ټي پي» او د افغان طالبانو تر منځ ځینې نظریاتي او ایډیولوژیکي ګډې رېښې شته، چې دا حقیقت د دواړو ډلو د بېلابېلو کړنو د ټینګښت او هم نظرۍ دلیل ګڼل کېږي. که افغان طالبان غواړي له سیمې او نړۍ سره پراخې اړیکې او د رسمي پېژندنې فرصتونه ولري، باید د داسې ډلو پر وړاندې ثابته پرېکړه وکړي او د خپلې خاورې د یوې امنې سیمې په توګه وړاندې کولو تضمین وکړي. ملګري ملتونو او څارونکو څو ځله خبرداری ورکړی چې د تروریستي ډلو شتون د افغانستان نړۍوال تصویر خراب کړی دی.

د ډان ورځپاڼې په مقاله کې راغلي، چې پاکستان باید له طالبانو سره محدودې، څارل شوې او شرط‌ لرونکې ډیپلوماتیکې اړیکې وساتي او په همدې حال کې سیمه‌ییز او نړۍوال فشار په ځانګړې توګه د چین د منځګړیتوب له لارې طالبانو ته باید واضیح پیغام ورکړل شي چې د ترهګریزو ډلو پر ضد جدي اقدام لازمي دی.

د کورني امنیت د لا پیاوړتیا لپاره اسلام‌اباد ته پکار ده چې د سرحدي امنیت، استخباراتو او ګډو عملیاتو موثریت لوړ کړي، ترڅو د ترهګرو نفوذ او تګ راتګ کم شي. د دې ترڅنګ پر کورنیو او ولسي امنیتي سیستمونو باید تمرکز ډېر شي، نه یوازې پر هوایي بریدونو اتکا.

د سیمې هېوادونه (چین، ازبکستان، تاجکستان او نور) کولای شي د شمولیت لپاره یو ګډ چوکاټ وړاندې کړي، طالبانو ته تشویقي بنسټونه برابر کړي او په بدل کې یې د ترهګرو ضد عملي ګامونه وغواړي؛ همدارنګه د سوداګریزو او ترانزیتي بندیزونو او محدودیتونو هدفمند استعمال وکړي څو د غېرقانوني فعالیتونو اقتصادي لړۍ ګډوډه شي.

ډان ورځپاڼه لیکي، پاکستان باید د سنجول شویو شواهدو او د څیړنې له لارې نړۍوالو او سیمه ییزو شریکانو ته په منظمه توګه هغه شواهد وړاندې کړي، چې د دغو ترهګریزو ډلو عملیات له کومو سرچینو سازمان مومي، دا کار به د نړۍوالې همکارۍ بنسټ قوي کړي.

پر طالبانو د فشار زیاتول ښایي هغوی لا سخت‌دریځ کړي، چې دا به د پاکستان دننه وضعیت نور هم خراب کړي او نورو ترهګرو ډلو ته به هم هڅونه وکړي. که پاکستان بشپړ قطع روابط وکړي، دا ښایي طالبان په ننګرهار او نورو سیمو کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ ته مجبور کړي او سیمه به لا له پیوستون څخه وګرځي چې دا به د بې‌ثباتۍ پراخېدل، د کډوالۍ ستونزه، اقتصادي زیان، سوداګریزو بندیزونو او احتمالي پوځي مقابلې سبب وګرځي، چې د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره ستر تاوان دی.

طالبان: د احصایې او معلوماتو ادارې لومړیتوب د نفوس سراسري سروې ترسره کول دي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ریيس عبدالقاهر حاجي ادریس د اقتصادي همکاریو یا ایکو سازمان د غړو هېوادونو د احصاییوي ادارو د عمومي رييسانو په اتمه انلاین غونډه کې وویل، د دغې ادارې تر ټولو مهم لومړیتوب د نفوس او د کورنیو فهرست اخیستنې سراسري ملي سروې ترسره کول دي.

د طالبان د احصایې او معلوماتو ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه انلاین غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د ایکو سازمان د دارلانشاء په کوربتوب او د دې سازمان د غړیو هېوادونو (افغانستان، ایران، ازبکستان، اذربایجان، ترکیې، قزاقستان، قرغېزستان، پاکستان، تاجکستان او ترکمنستان) د احصاییوي ادارو د عمومي رییسانو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې عبدالقاهر حاجي ادریس وویل: «اوس‌مهال زموږ تر ټولو مهم لومړیتوب د نفوسو او کورنیو فهرست‌اخیستنې سراسري ملي سروې ترسره کول دي. موږ باور لرو چې اوسني شرایط د دې مهم کار د ترسره کولو او بریالیتوب لپاره مناسب دي، کوم چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې په افغانستان کې نه دی ترسره شوی.»

نوموړي د دې ادارې له لوري د ترسره شویو سروې‌ګانو او په دې برخه کې نورې مهمې لاسته‌راوړنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې او ژمنه یې وکړه، چې د خپل احصاییوي ملي سیسټم د عصري کولو لپاره به اوسني احصایوي میتودونه او ټکنالوژیکي نوښتونه سره یوځای کړي.

په دې غونډه کې غړو هېوادونو د «ایکو د احصایې پنځه کلن ستراتیژیک پلان ۲۰۲۱-۲۰۲۶» د پلي کولو، د ایکو د نوي لید د مسودې پر بنسټ (۲۰۲۶ – ۲۰۳۵) د اقتصادي څېړنو او احصایې (ERS) د نوي کاري پلان د تصویب او د همکاریو د لا پراختیا په تړاو هم بحثونه وکړل.

100%

حاجي ادریس هیله څرګنده کړه، چې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د احصاییوي سروې‌ګانو او نورو لویو احصاییوي پروژو د ترسره کولو په برخه کې د تجربو شریکولو او تخنیکي ملاتړ اړوند همکارۍ لا پراخې شي.

100%

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شاوخوا ۲ میاشتې مخکې په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد اټکلي نفوس نږدې ۳۶.۴ میلیونه اعلان کړ او په وینا یې په دې کې ۵۱ سلنه یې نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځینه دي.

ویل کېږي، چې په پلازمېنه کابل کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون وګړي ژوند کوي او له ډلې یې ۳ اعشاریه ۱ میلیون یې نارینه او ۳ میلیونه یې ښځینه دي.

بنګله دېش افغان ملي لوبډلې ته د ۱۵۵ مڼدو هدف وټاکه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د ۲۰۲۵کال د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له بنګله دېش سره پیل کړه. بنګله دېش د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې وکړې او افغان ملي لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

تر ټولو ښه توپ اچونه راشد خان وکړه چې په ۴ اورونو کې یې ۸ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخیستې. فاروقي هم ښه توپ اچونه کړې او په ۴ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې خو هېڅ وېکټه یې نه ده ترلاسه کړې.

پاتې درې وېکټو کې دوه یې نور احمد او بله یې عمرزي واخیسته

نننۍ لوبه د دواړو افغانستان او بنګله دېش لوبډلو لپاره ځکه مهمه ده، چې که افغانستان لوبه وګټي نو بل پړاو ته یې تګ یقیني کېږي او که بنګله دېش یې وبایلي نو ښایي له بل پړاو سیالیو پاتې شي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

د افغانستان درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د سپټمبر په ۱۸مه) نېټه له سریلانکا سره وي.

پاکستان وايي پر ټاکلي وخت د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پروژې پیلېدو ته ژمن دی

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د صنعت او تولید په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هارون اختر په ازبکستان کې د دغه هېواد له لومړي وزیرعبدالله عارفوف سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې پاکستان د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پر وخت پیل ته ژمن دی او غواړي د دواړو هېوادونو اقتصادي او بانکي اړیکې پراخې شي.

هارون اختر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارفوف سره د غونډې پر مهال وویل چې پاکستان پلان لري په ازبکستان کې د پاکستان ملي بانک څانګه پرانیزي او د ترجیحي سوداګرۍ تړون (PTA) لاندې د محصولاتو لړۍ نوره هم پراخه کړي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، هغه د پاکستان د پانګونې د امکاناتو، په ځانګړې توګه د درمل جوړونې په سکتور کې د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم پر کمېدو اندېښنه ښودلې

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۱ GMT+۱

په اسلام کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ځینو مشرانو سره په لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم کمېدو او د سوداګریزۍ په برخه کې د خنډونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. دواړو لوریو په سوداګرۍ کې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند جګپوړي غړي او د پاکستان د اساسي قانون د ژغورنې تحریک عمومي سکرتر اسد قیصر نن سې شنبه د (وږي ۲۵مه) په خپل اېکس کې لیکلی، چې د نوموړي په بلنه په اسلام اباد کې د طالبانو سفر سردار احمد شکیب د هغه کور ته ورغلی و.

په دې ناسته کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د اساسي قانون د ژغورنې تحریک مشر محمود خان اڅکزي هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.

اسد قیصر د طالبانو د سفیر په حواله لیکلي، چې هغه ومنله دا ستونزې د جمهوریت پرمهال هم وې.

دوی همدراز زیاتوي دواړه لوریو په دې ټینګار وکړ چې چمتو دي د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل درناوي او همکارۍ په روحیه کار وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان کال د جنګاښ په میاشت کې اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې.