• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني له طالبانو سره د زرګونو افغانانو د ستنولو پر سر خبرې اترې کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۶ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هارمسن اعلان وکړ، چې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان په جرمني کې مېشت دي او له دې ډلې ۱۱ زره کسان مکلف دي، چې افغانستان ته بېرته لاړ شي. برلین غواړي له طالبانو سره د «تخنیکي خبرو اترو» له لارې دغه افغانان بېرته کابل ته واستوي.

د دوشنبې په ورځ د جرمني د حکومت، بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو دریو ویاندویانو په برلین کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت استازي له طالبانو سره په تخنیکي خبرو اترو بوخت دي او له قطر نه د برلین ځینې استازي کله ناکله کابل ته کاري سفرونه کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هارمسن وویل چې اوسني مذاکرات د دولتي سکرترانو له کچې ټیټې تخنیکي خبرې دي او د دې خبرو اترو هدف یوازې د اخراج میکانیزم اسانه کول دي.

هغه زیاته کړه چې نور جزئیات د خبرو اترو په جریان کې څرګندېږي او اوس یې نه شي وړاندې کولی.

هارمسن وویل، چې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان په جرمني کې مېشت دي او له دې ډلې شاوخوا ۱۱ زره کسان مکلف دي، چې افغانستان ته اخراج شي.

هغه په روښانه ډول ونه ویل، چې ددې ټولو افغانانو اخراج له طالبانو سره د خبرو اترو برخه دی او که نه، خو زیاته یې کړه، «شمېر، که څه هم زه یې دلته دقیق نه شم ښودلی، دومره دی چې دا خبرې اترې ارزښت لري. دغه خبرې هم اړینې دي، چې د اخراج الوتنې منظمې شي او ډیر کسان افغانستان ته واستول شي».

هغه وايي، په وتلو مکلف کسان له جنایتکارانو او خطرناکو کسانو سره مساوي نه دي، خو زیاتوي، چې «د اوسېدو حق پلي کول او دا چې څوک ستنېږي او څوک نه، د ایالتونو مسوولیت دی».

د جرمني د حکومت ویاند مایر وویل، چې د طالبانو حکومت په هیڅ صورت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژندل کېږي. هغه زیاته کړه، « موږ یوازې نه یو، زیاتره هیوادونه د طالبانو موقتي حکومت د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي. د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو رعایت د دې لپاره مهم دی چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره بیا یو ځای شي».

د بهرنیو چارو وزارت ویاند هینترسیهر وویل، چې د تخنیکي خبرو اترو د ترسره کېدو دلیل دا دی چې د طالبانو موقتي حکومت د افغانستان د قانوني حکومت په توګه نه پېژندل کېږي. هغه یادونه وکړه چې اوسني مذاکرات په دوحه کې شوي او د کابل په تړاو لا رسمي جزئیات نه دي اعلان شوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د غلو هغه ډله نیولې چې خلک یې له بې هوښه کولو وروسته لوټل

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې، په هرات ولایت کې یې هغه ډله نیولې چې خلکو ته یې بې سده کوونکي توکي ورکول او وروسته به یې د هغوی شتمنۍ لوټلې. یاد وزارت وايي، له دغو غلو څخه تر اوسه ۲۰ تنو لوټل شویو کسانو شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال له دې ډلې یو موټرسایکل، یوه اندازه نشه‌يي توکي او نغدې پیسې هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له دغو غلو څخه تر اوسه ۲۰ تنو زیانمنو شویو کسانو شکایتونه کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، دریو زیانمنو له دوی مننه کړې او له خلکو یې غوښتي چې له ناپېژندو کسانو د خوراکي او څښاک توکو د اخیستو پر مهال ډېر پام وکړي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په هېواد کې اقتصادي بحران او بیکاري، بې‌سارې زیاته شوې ده.

د عوایدو د کمېدو، پانګونې د رکود او د مرستو د بندېدو له امله ګڼې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شنونکي وايي، د کار د نشتوالي او اقتصادي فشارونو له کبله په ښارونو کې د غلاوو کچه لوړه شوې ده.

ملا برادر د ایران د صنعت له وزیر سره د اقتصادي همکاریو پر پراخولو غږېدلی

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ له وزیر سید محمد اتابک او ورسره مل اقتصادي پلاوي سره کتلي او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو یې ټينګار کړی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، ترانزیټ، پانګونې، د چابهار بندر او ګډې اقتصادي کمېټې د فعالیتونو پر لا اغېزناکتیا هر اړخیز بحثونه کړي دي.

په کابل کې د ایران سفارت هم وویل، چې د دې لیدنې پر مهال د صنعت، معدن او تجارت په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی دی.

د ایران سفارت د معلوماتو له مخې، سید محمد اتابک د دولتي او خصوصي برخې له اقتصادي پلاوي سره کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور له مسوولانو سره هم وګوري.

یاده دې وي چې ایران د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دې ډلې له مهمو اقتصادي شریکانو بلل کېږي.

که څه هم ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو بیا هم تهران له کابل سره د سوداګرۍ او ترانزیټي دهلیزونو د پراخولو ترڅنګ، د چابهار بندر له لارې د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ځانګړې لارې پرانېستې دي.

سربېره پر دې، دواړو لوریو د تېلو، برېښنا او کانونو په برخو کې هم پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.

د طالبانو د مرستیال لوی درستیز زوی: ظالم حکومتونه یو هم نه دی بریالی شوی

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د لوی درستیز د مرستیال زوی وايي، چې ګڼ نظامونه راغلي او تللي، خو د ظلم په نوم یو هم داسې نه دی پاتې شوی چې بریالی شوی وي. نوموړی وايي، «ظلم د انسانیت د وینو په څښلو دوام کوي او د وینو سیندونه د تل لپاره نه بهیږي».

د طالبانو د مرستیال لوی درستیز مالي خان صدیق زوی برهان اتل پر خپله فیسبوک پاڼه د طالبانو وروستیو بندیزونو او د منتقدانو نیولو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې ګڼ نظامونه راغلي او بېرته تللي، خو ظالم حکومتونه نه دي پاتې شوي.

نوموړی وايي، « د تاریخ په پاڼو کې هر څه تکرار شوي، د کفر نظامونه راغلي او تللي دي، خو د ظلم په نوم یو هم داسې نه دی پاتې شوی چې کامیاب شوی وي».

نوموړي دغه راز په یوه بل پوسټ کې لیکلي، چې طاهر اشرفي، مفتي عبدالرحیم، طارق مسعود او د پاکستان لسګونه نور ملایان لګیا دي او د افغانستان خلاف فتوې ور کوي خو طالبان ستانکزی په سپینه ږیره جلا وطن کوي او د شکر ناروغ مبین غږ د زندان د پنجرو تر شا ورکوي او ۸۰ کلن ډاکټر فاروق اعظم زندانيکوي.

د طالبانو مشر تازه په بلخ ولایت کې پر انټرنېت بندیز لګولی او دلیل یې د« منکراتو» مخنیوی بللی دی.

دې ډلې خپل د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار له دې امله زندان ته اچولی، چې د ښځو د زده کړو او عصري علومو ملاتړ یې کاوه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د نوموړي قضیه خپلې نظامي محکمې ته راجع کړې ده.

د طالبانو په ځوان نسل کې یو شمېر کسان وخت ناوخته ددې ډلې د مشرانو د بندیزونو او سخت دریځیو مخالفت کوي.

له دې وړاندې د حقاني شبکې اړوند کسانو هم ددې ډلې د حکومت پر څرنګتیا او د مولوي هبت الله پر فرمانونو او حکمونو نیوکې کړې وې.

د اسلامي هېوادونو په بیړنۍ غونډه کې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ درول شوی و

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۱

د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو په وروستۍ بیړنۍ غونډه کې، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه، د هېوادونو د بېرغونو په کتار کې د افغانستان ملي بېرغ درول شوی و او د طالبانو استازي پکې ګډون نه درلود. قطر ته د امیرخان متقي پرځای د طالبانو دفاع وزیر تللی.

قطر د طالبانو نږدې متحد ګڼل کیږي او د دغې ډلې د سیاسي دفتر کوربه هېواد دی، خو په دوحه کې د اسلامي او عربي هېوادونو په بیړنۍ غونډه کې ددې ډلې استازی نه و او ددې ډلې د بیرغ پرځای، د هېوادونو د بیرغونو په کتار کې د افغانستان ملي بیرغ درول شوی و.

د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي، خو د اسلامي هېوادونو د غونډې په څنډه او خپاره شوي انځور کې د طلبانو د هیڅ استازي انځور نه لیدل کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د بندیزونو له امله دې غونډې ته نه دی بلل شوی.

دغه غونډه د اسراییل وروستي برید د غندنې او له قطر سره د یووالي د څرګندولو لپاره جوړه شوې وه.

د غونډې د ګډونوالوګډې اعلامیې د فلسطین د خلکو پر ملاتړ ټینګار کړی، د اسراییل بریدونه یې غندلي او پر نړیوالو یې غږ کړی، چې د بشري حقونو د نقض د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

قطر ته د متقي پرځای د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب تللی

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نوموړی له قطر سره د غم شریکي لپاره دوحې ته تللی.

ویاند زیاتوي چې « یعقوب، قطر هېواد ته د ملاتړ او همدردۍ ډاډ ورکړی دی».

امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې شامل دی چې د سفر بندیزونه هم پکې شامل دي. خو ملا یعقوب مجاهد د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې شامل نه دی.

هغه طالب چارواکي چې د بندیزونو په تور لېست کې شامل دي، د سفر لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمیټې اجازې ته اړتیا لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې ونه توانېد چې هند او پاکستان ته سفر وکړي،ځکه چې د سفر اجازه ورته ورنه کړل شوه.