• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي استازي:هغه پاکستاني چارواکي چې له بشري حقونو سرغړونه کوي، باید پرې بندیز ولګول شي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۹ GMT+۱

د امریکا استازو جرګې داسې لایحه چمتو کړې، چې په تصویبېدو سره به یې پر هغو پاکستاني چارواکو چې له بشري حقونو یې سرغړونې کړې دي؛ بندویزونه ولګول شي. د ازادۍ او حساب ورکونې په نامه د دغه لایحې په ترتیب کې د دواړو ګوندونو جمهوریت غوښتونکو او ډیموکراټانو استازو برخه اخیستې ده.

د استازو په جرګه کې د کلفورنیا ایالت استازې سیډني کاملګر ویلي، چې ترتیب شوې لایحه له پراخ ملاتړه برخمنه ده او د دې شونتیا شته چې د جرګې له لوري تصویب شي.

د ازادۍ او حساب ورکونې لایحه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ته د دې واک ورکوي، چې په هغو کسانو او مسوولو چارواکو چې د بشري حقونو په سرغړونه او فساد کې ښکېل وبلل شي؛ سخت بندیزونه ولګول شي.

د امریکا د استازو جرګې ویلي، چې د یادې لایحې په تصوبېدو سره به د پاکستان په یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو د بشري حقونو د سړغړونې له کبله بندیزونه ولګول شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د هوا د ککړتیا د مخنیوي هڅه؛ طالبانو په کابل کې ۳۵ لوګي کوونکي موټر ضبط کړي دي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د ټرافیک ریاست د کابل ښار په شاوخوا سیمو کې د لوګي خپرونکو ۷۰ موټر ارزولي او له یاد شمېر څخه یې ۳۵ موټر ضبط کړي دي.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاتې موټرو مالکانو ته پر ټولنې د لوګي د منفي اغېز په تړاو معلومات ورکړل شوي او همداراز ورته ویل شوي چې خپل موټر جوړ کړي، څو دود ونه کړي.

دغو ادارو له دغې چارې موخه په هوا کې د معلقو مضرو ذراتو راکمول بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د زمري په ۲۶مه د ککړې هوا د کنټرول په موخه د کابل په یو شمېر سیمو کې د لوګي خپرونکو ۱۱۷ موټرو ارزونه کړې وه او د هغوی اسناد یې ضبط او ټرافیکو ته سپارلي وو.

د یادونې وړ ده، چې د غېر معیاري صنعتي پارکونو، لوګي کوونکو موټرو، حمامونو او نورو ورته برخو له امله د کابل په ګډون د ځينو لویو ښارونو هوا ډېره ککړه ده او ورسره په بېلابېلو موسمونو کې خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکو په ځلونو د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شویو تنفسي ناروغیو له امله شکایت کړی او وایي، چې په دې برخه کې یوازې کابل ښاریان ګرم نه دي؛ بلکې د دوی په خبره تر ډېره حکومت هم پړ دی، چې د بې کیفیته سون توکو د پلور او پېر مخه نه نیسي او سوداګر هم تر ډېره په خلاص مټ بې کیفیته سون توکي واردوي او پر خلکو یې پلوري.

طالبان: په کندوز کې د منفي تبلیغاتو په تړاو ۲ او د جنايي جرمونو په تړاو ۶ کسان نیول شوي دي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

طالبانو په کندوز ولایت کې ۲ کسان د دوی پر ضد د «منفي تبلیغاتو» او «ناسمو» ویډیوګانو د جوړولو او همدارنګه د «نامشروع اړیکو او غلا» په تور د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان نیولي دي.

د کندوز ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، دوه کسان یې د دغه ولایت په خانه اباد ولسوالۍ کې په داسې حال کې نیولي، چې د طالبانو پر ضد د «ناسم» او «منفي تبلیغاتو» په تړاو د ویډیوګانو پر جوړولو بوخت و.

د دغې قومندانۍ ویاند وايي، دغه کسان چې د خان اباد ولسوالۍ د فېروز کوهي سیمې اوسېدونکي دي، تېره ورځ د وږي په ۲۳مه په داسې حال کې ونیول شول چې د طالبانو پر ضد یې «تبلیغاتي ویډيوګانې» جوړولې او په وینا یې «له دې سره به یې د خلکو ذهنونه خرابول.»

ویل کېږي، چې له یادو نیول شویو کسانو په زور اعترافونه هم اخیستل شوي چې ورته ډېر کارونه یې کړي دي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیان ازادي ډېره محدوده شوې او هېڅوک په خپله خوښه ویډيو او یا هم عکسونه نه شي اخیستلای.

له دې سره سم، طالبانو په تېره اوونۍ کې د کندوز ښار له شاوخوا سیمو د «نامشروع اړیکو او غلا» په تور د یوې ښځې په ګډون ۶ کسان هم نیولي دي.

د مقاومت جبهه: په بغلان کې مو په مخامخ جګړه کې ۲ طالبان وژلي او بل مو ټپي کړی دی

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې د بغلان په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې یې تېره شپه (د وږي ۲۳مه) له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ۲ طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د مقاومت جبهه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه جګړه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې په «جریان» کلي کې رامنځته شوې او شاوخوا ۲۰ دقیقې یې دوام وکړ.

دغه جبهه ادعا کوي، چې په یاده جګړه کې د دوی ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

د چین، ازبکستان او تاجکستان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي یو شیایویونګ د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف او د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي خسرو صاحب‌زاده سره د افغانستان په تړاو ځانګړې کتنې کړې دي.

د دغه وزارت په وینا، ښاغلي یونګ د سفر پر مهال لومړی ازبکستان او بیا تاجکستان ته تللی او د دواړو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره یې د افغانستان د روان وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د دغو لیدنو موخه د شانګهای د همکارۍ سازمان (اېس سي او) د غړو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو په بهیر کې ګډون او د افغانستان اړوند مسایلو په اړه سیمه‌ییزو همغږیو ته وده ورکول بلل شوی دی.

په دې کتنو کې د درې واړو هېوادونو استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ ګواښونو، د نشه يي توکو د قاچاق او د کډوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

هغوی ټینګار کړی، چې د افغانستان بې‌ثباتي یوازې په دغه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې پر امنیت او اقتصادي پرمختګ مستقیم اغېز لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره سیمه‌ییزې همکارۍ ډېرې اړینې دي او چین هڅه کوي له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامداره تماسونو او ګډو غونډو له لارې یوه ګډه لاره ومومي.

دغه لیدنې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پراخو همکاريو یوه برخه ده. یاد سازمان چې چین، روسیه، هند، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان یې غړي دي، د افغانستان وضعیت د سیمې د امنیت لپاره مهم ګڼي او په تکرار سره یې له طالبانو غوښتي، چې د ټولګډونه حکومت جوړېدو، د ترهګرو ډلو پر وړاندې د جدي اقدام او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ګامونه واخلي.

کارپوهان باور لري، چې د چین، ازبکستان او تاجکستان دا همغږي ښيي چې د سیمې هېوادونه د افغانستان راتلونکی یوازې د یوه داخلي بحران په سترګه نه، بلکې د ګډو سیمه‌ییزو ګواښونو یوه سرچینه بولي.

طالبان: په ننګرهار کې یوې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوې ۲۶ کلنې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان زندۍ کړی دی.

د نوموړي په وینا، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) رامنځته شوې او د لومړنیو معلوماتو له مخې، د پېښې اصلي لامل کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.

یادې قومندانۍ په دې اړه چې ایا په دې تړاو څوک نیول شوي او که نه، څه نه دي ویلي، خو په اړه یې د څېړنو له دوامه خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د زده کړو دروازو له بندېدو وروسته له وخت مخکې د ودونو او همداراز د ځان وژنو پېښې ډېرې شوي دي.