• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د م م د سرمنشي ځانګړې استازې: د طالبانو ځپونکي اقدامات او محدودیتونه ورځ تر بلې ډېریږي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د دغه سازمان امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او وايي، د درې نیمو کلونو په تېرېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز له امله اوس یو بشپړ نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

روزا اوتنبایوا د چارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه خپل وروستی رپوټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړ.

د هغې ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیدلی دی.

هغې وویل چې د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان وروستۍ سروې ښيي چې د افغانستان اکثریت خلک د نجونو پر زده‌کړو د بندیز مخالف دي. د نړیوال بانک اټکل هم ښيي چې دغه بندیز هر کال د هېواد اقتصاد ته ۱،۴ میلیارد ډالر زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو استازې د طالبانو د دوه‌ګوني چلند یادونه وکړه او ویې ویل: «له یوې خوا د طالبانو استازي له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په برخه کې له نړیوالو موسسو سره همکاري کوي، خو له بلې خوا د ښځینه مرستندویانو د فعالیتونو پر وړاندې خنډ جوړوي».

هغې زیاته کړه چې د ښځو او ټولنیزو پاړکو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات او محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او پوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه تر څو له دغه رژیم سره تعامل ته دوام ورکولی شي، چې پر خپلو خلکو ظلم کوي.

اوتنبایوا وویل چې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې، په تېرو څلورو کلونو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره۱۳ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

هغې وویل چې ۷۵ سلنه خلک د نړیوالو بشري مرستو په تمه دي. هغې همداراز وویل چې افغان مهاجر په هېواد کې یو میلیارد ډالره اقتصادي ونډه لري.

هغې د تیرو څلورو کلونو مثبت ټکي د امنیت نسبي ښه‌والی، د کوکنارو کښت کمېدل او د طالبانو «ټولبښنه» وبلل.

خو اوتنبایوا خبرداری ورکړ چې د ښځو او نجونو پر وړاندې زیاتېدونکي محدودیتونه، د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړیوالو مرستو ۵۰ سلنه کموالی، وچکالي او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخې ستنیدنې افغانستان له یو لړ هممهاله بحرانونو سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

محمد اغا حکیم د طالبانو اداره «بې‌بدیله نظام» وباله

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۱
محمد اغا حکیم د طالبانو اداره «بې‌بدیله نظام» وباله
100%

د طالبانو د د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم، د دغه ولایت د رخه ولسوالۍ په یوه ولسي غونډه کې ویلي، «د هغو تجارانو او پروژه‌ یانو وخت پای ته رسېدلی چې د بوش تر بیرغ لاندې یې د افغانستان د شتمنیو لوټ او د خلکو وینې تویې کړې». حکیم د طالبانو نظام «بې‌بدیله» وباله.

محمد اغا حکیم د چارشنبې په ورځ دې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې، «د طالبانو حکومت به هېڅکله دغو څېرو ته د بیا ناوړه استفادې اجازه ور نه کړي، دا کسان د میلیاردونو افغانیو په اختلاس او د بهرنیو بادارانو په لارښوونه د اسلامي نظام د کمزوري کولو هڅه کوي، خو خلک باید بیدار پاتې شي.»

طالب والي د خپلو وروستیو لاسته راوړنو په اړه وویل چې سږکال نږدې دوه زره ځوانان د پولیسو او امنیتي ځواکونو لیکو ته جذب شوي، سلګونه تنه د ولایت په کانونو کې په کار بوخت دي او یو شمېر نور د ازاد رقابت له لارې ملکي ادارو ته ورګډ شوي دي.

نوموړې همدا راز د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د کار پیل ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په دې پروژه کې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

حکیم د طالبانو نظام «بې‌بدیله» وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د دغه نظام د استحکام لپاره همکاري وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ: «د جګړې فصل پای ته رسېدلی، راځئ د طالبانو حکومت تر سیوري لاندې په ازادۍ او عزت سره ژوند وکړو.»

یاده غونډه د طالبانو د مشر هبت الله د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه.

طالبان وايي په هرات کې یې درې ماشومان له کورني بند او وهلو ډبولو وژغورل

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۱
طالبان وايي په هرات کې یې درې ماشومان له کورني بند او وهلو ډبولو وژغورل
100%

طالبان وايي، په هرات کې ددې ډلې د امر بالمعروف محتسبانو درې یتیم ماشومان چې د خپلې میرې له خوا شکنجه او په کورني بند کې ساتل کېدل، ژغورلي دي.

په هرات کې د طالبانو امر بالمعروف رییس عزیزالرحمن المهاجر د دې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې درې یتیم ماشومان یې، چې د خپلې میرې له لوري شکنجه شوي او په کورني زندان کې ساتل کېدل، ژغورلي دي.

نوموړي ویلي چې د ماشومانو میره مور یې عدلي او قضايي ادارو ته ورپیژندلې ده.

طالبانو د یادو ماشومانو انځورونه هم خپاره کړې، چې پر بدن یې د وهلو ډبولو نښې هم ښکاريږي.

په هرات کې سیمه ییزو طالب چارواکو ویلي، چې د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان له کورني زندان او شکنجو ژغورلي دي.

خلیلزاد د حزب اسلامي مشر حکمتیار «د کابل قصاب» بللی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۱
 خلیلزاد د حزب اسلامي مشر حکمتیار «د کابل قصاب» بللی
100%

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په یوه اېکس پوسټ کې د حزب اسلامي مشر حکمتیار «د کابل قصاب» یاد کړی او وايي، نوموړی اوس هڅه کوي ځان د سیاسي او اخلاقي مرجع په توګه معرفي کړي. خلیلزاد دغه پوسټ د حزب اسلامي اړوندو اکاونټونو د یوې لیکنې په غبرګون کې کړی.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې په توندو الفاظو حکمتیار د کابل قصاب یاد کړی او لیکلي یې دي «هغه کس چې په کابل کې یې د نجونو پر مخونو تیزاب شیندل، په پېښور کې د نورو مقاومت ډلو د غړو د وژلو او تښتولو له امله بدنام و، هغه اوس هڅه کوي چې ځان د سیاسي او اخلاقي مرجع په توګه بیا معرفي کړي».

خلیلزاد دغه پوسټ د حزب اسلامي اړوندو اکاونټونو د یوې لیکنې په غبرګون کې کړی، چې نوموړی یې د افغانستان نا علان شوی ولسمشر بللی و، خو دغه لیکنه وروسته حذف شوې ده.

خلیلزاد د چارشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته حکمتیار په خونړۍ کورنۍ جګړه کې ښکېل شو، پر خپل ښار یې بمونه واچول، جوړې کوڅې او سیمې یې ورانې کړې او سلګونه کسان یې ووژل.

خلیلزاد زیاته کړې چې خلک دا هر څه نه هېروي «زه خو یې هېڅکله نه هېروم.»

هغه دغه رز ویلي چې حکمتیار په مسکو کې له ملا برادر سره د لیدو لپاره ډېر ناکراره و او غوښتل یې چې له هغه سره یوې معاملې ته ورسېږي، خو خلیلزاد وایي، طالبانو رد کړ.

هغه زیاته کړې چې حکمتیار په تېرو وختونو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای‌ایس‌ای) او د ایران د قدس ځواک خدمت کړی دی.

حکمتیار تراوسه د خلیلزاد ځواب نه دی ویلی او نه یې هم پر اېکس د نوموړي په اړه څه ویلي دي.

د حزب اسلامي ځینې سرچینې شهادت ورځپاڼه او ځینې نور اکاونټونه د حکمتیار د رسمي نظر ښکارندوی

کابلوف د طالبانو سفیر ته ژمنه ورکړې چې د شانګهای راتلونکې غونډې ته به وبلل شي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۱
کابلوف د طالبانو سفیر ته ژمنه ورکړې چې د شانګهای راتلونکې غونډې ته به وبلل شي
100%

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې د طالبانو سفیر ته ژمنه ور کړې، چې د شانګهای راتلونکې غونډې ته به طالبان وبلل شي. کابلوف ویلي، د شانګهای همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د ناظر غړیتوب ورکولو په تړاو اکثریت رایې ورکړل شوې دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د چار شنبې په ورځ وویل، چې په ورسیه کې د دې ډلې سفیر مولوي ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت د کابلوف له قوله لیکلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په وروستۍ غونډه کې افغانستان ته د ناظر غړیتوب د ورکولو لپاره اکثریت رایې کارول شوې او افغانستان به د شانګهای همکارۍ سازمان په راتلونکو غونډو کې رسمي ګډون وکړای شي.

پر همدغه مهال په مسکو کې د طالبانو سفیر د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډو کې ګډون اړین بللی دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ غونډه د وږي میاشت په ۱۱ نېټه د چین په تیانجین ښار کې ترسره شوه چې د نړۍ له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و، خو طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۱
پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی
100%

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او د دې ډلې د له‌منځه وړو په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې که افغان طالبان دا کار ونه کړي، نو دا به «دښمني» وګڼل شي.

اسلام اباد خپله دا غوښتنه په یاد هېواد کې د طالبانو سفیر احمد شکیب ته ویلې چې طالبانو ته یې ورسوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ طالب سفیر احمد شکیب احضار کړی و. نوموړي ته په ښکاره وویل شول چې چې افغان طالبان باید ډاډ ورکړي چې افغان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.

تر دې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له طالبانو غوښتي و چې «زموږ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ باید یو وټاکی.» د شهباز شریف دغو څرګندونو څخه څو ورځې تېریږي خو طالبانو یې ځواب نه دی ورکړی.

پاکستاني رسنۍ جیو‌نیوز راپور ورکړی چې د طالبانو سفیر د دې لپاره احضار شوی و چې په دې وروستیو کې "فتنه الخوارج" ترهګرو فعالیتونو کچه لوړه شوې ده، د دوی په وینا دغې ډلې افغانستان کې پنا اخیستي چې د هند د استخباراتي ادارې له خوا تمویلیږي او ملاتړ یې کیږي.

تمه کېږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به د دې اوونۍ په پای کې د لوړپوړو چارواکو له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي او هلته به له طالبانو سره د وروستیو پرمختګونو او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

صادق خان به د پاکستان د مشرتابه له لوري یو جدي پیغام د افغانستان پلازمېنې چارواکو ته ورسوي. نوموړی به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره هم وګوري.