• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند استازی: د طالبانو پر ضد د فشار سیاست ناکام شوی دی

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د هند استازي پارواتانني هرېش ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې د فشار او مجازاتو سیاست تر اوسه خپلې موخې ته نه دی رسېدلی. نوموړي ټینګار کړی، چې باید د طالبانو د مثبتو ګامونو ستاینه وشي او له دې ډلې سره د ناسمو تګلارو په اصلاح کې مرسته وشي.

د هند استازي ویلي، چې د نوي ډیلي اصلي لومړیتوب په افغانستان کې سوله او ثبات دی. هغه د پاکستان له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ ته په اشارې سره له نړۍوالو هېوادونو وغوښتل، چې دوی باید په ګډه د افغانستان له خاورې د دې ډلو د استفادې مخه ونیسي.

نوموړي وویل، چې هېواد یې د افغانستان امنیتي وضعیت په غور سره څاري او غواړي له افغان ولس سره خپلې تاریخي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

هغه زیاته کړه، چې د هند او افغانستان تر منځ څو پېړۍ لرونکې تمدني او کلتوري اړیکې د ډیلي لپاره یو هڅوونکی ځواک دی، څو له افغانانو سره نږدې تعامل او پراخه همکاري ولري.

هغه د افغانستان په اړه د سیمه‌ییز اجماع پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هېواد یې په ملګرو ملتونو کې او همدارنګه په دوحه کې د خبرو اترو بهیر او نورو سیمه‌ییزو غونډو کې د ثبات د تامین لپاره فعاله ونډه اخلي.

هغه څرګنده کړه، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر سره اړیکې لري. نوموړي د طالبانو له لوري د ۲۰۲۵کال د اپرېل پر ۲۲مه د «پهلګام» برید غندنه هم په مثبت ډول یادونه وکړه.

ښاغلي هرېش زیاته کړه، چې باید د افغانستان په اړه متوازن سیاست غوره شي، ځکه اوسنی چلند د وضعیت د بدلون سبب نه کېږي او باید ترې ډډه وشي.

هند د تېرو لسیزو په پرتله اوس له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، که څه هم د دې ډلې حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په لوړه کچه د بهرنیو چارو وزیر ورسره په تماس کې دی.

بلخوا، امریکا بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د سفر د اجازې په نه ورکولو سره د ډیلي او طالبانو د اړیکو د پراختیا مخه نیولې ده. متقي ته د هند د بهرنیو چارو وزیر بلنه ورکړې وه، خو د واشنګټن د مخالفت له امله دغه غوښتنه بېرته اخیستل شوې ده.

چین او روسیې په یاده ناسته کې امریکا تورنه کړه، چې د بندیزونو له میکانیزمونو ناوړه ګټه اخلي. دوی وویل، چې له طالبانو سره د اړیکو پراخول نه‌ څرګندېدونکی انتخاب دی او امریکا د خپلو وګړو د خلاصون لپاره له دغو بندیزونو د فشار وسیلې په توګه کار اخلي.

د هند استازي څرګندونې ښيي، چې دغه هېواد د چین، روسیې او ایران له دریځونو سره چې د طالبانو سره د نړۍوالو اړیکو د پراخېدو ملاتړ کوي، همغږي لري.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۵

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

•
•
•

نور کیسې

د اروپايي ټولنې ژمنه؛ د افغانستان د پياوړي خوراکي سکټور په جوړولو کې مرسته کوو

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۱
د اروپايي ټولنې ژمنه؛ د افغانستان د پياوړي خوراکي سکټور په جوړولو کې مرسته کوو
100%

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي سرپرسته وایي: «اروپايي ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان د یوه پیاوړي او دوامدار خوراکي سکټور په جوړولو کې مرسته وکړي.» هغې وویل، چې په دې سره به افغان تولیدونکي ارزښتناکو بازارونو ته لاسرسی ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د خونړو نړۍوال پروګرام د اروپايي ټولنې په مالي‌ مرستې د خوړو د خوندیتوب معیارونو اړوند د ورکشاپونو لړۍ پيل کړې ده.

مسوولینو ویلي، چې په دې پروګرام کې به «افغان تولیدوونکو ته د نړۍوالو او اروپایي خوړو د خوندیتوب مهم معیارونه ور وپېژندل شي، چې د اروپايي ټولنې د لوړ ارزښت لرونکو بازارونو کې اړین دي.»

د خونړو نړۍوال پروګرام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ګډونوالو ته به د صادراتو د ردېدو، د افت وژونکو درملو پاتې شونې، حساسیت پارونکو موادو او نورو برخو کې عملي زده کړې ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي سرپرستې ورونیکا بوسکویچ پوهار زياته کړه: «د خوړو د خوندیتوب او کیفیت ښه کولو له لارې موږ نه یوازې مصرفوونکي خوندي کوو، بلکې افغان تولیدوونکو ته دا توان ورکوو چې نویو او لوړ ارزښت لرونکو بازارونو ته لاسرسی ومومي. موږ خوښ یو چې دا روزنه مو د WFP سره یو ځای پیل کړه. دا د یو خپلواک اقتصادي نظام د جوړولو په لور یو مهم ګام دی.»

په ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلي د خیمو لاندې د سخت ژمي له راتلو څخه وېرېږي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۱
په ختیځ افغانستان کې زلزله‌ځپلي د خیمو لاندې د سخت ژمي له راتلو څخه وېرېږي
100%

په ختیځ افغانستان کونړ کې وروستۍ زلزلې نه یوازې زرګونه کورونه نړولي، بلکې د خلکو د ژوند ټولې هیلې یې هم له خاورو سره خاورې کړې دي. اوس سلګونه کورنۍ د خیمو لاندې د سخت ژمي د راتلو په وېره کې دي.

د اګسټ پر ۳۱مه د کونړ ولایت د یوه‌ګل درې په اندرلچک کلي کې د ځمکې لړزې د خلکو نازک ژوند د کورونو د دېوالونو په څېر راونړاوه.

عبدالوحید چې ۳۳ کلن دی او په کونړ کې د یوه ښوونځي د انګلیسي ژبې ښوونکی دی، الجزیرې ټلوېزیون ته ویلي: «زموږ کورونه اوس یا لوی درزونه لري او یا یې دېوالونه نړېدلي دي. موږ په خپلو کورونو کې نه شو اوسېدلی. د لرګیو ستنې مو هم ماتې شوې دي. د کلیو ټول اوسېدونکي اوس په بېلابېلو کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.»

له مرګونې زلزلې وروسته اوس په زرګونه کسان د ختیځ افغانستان په دې دره کې د لنډمهالو خیمو لاندې ژوند کوي او د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د طالب چارواکو په وینا، د ریښتر په کچه د ۶ درجې زلزلې له ۵۰۰۰زیات کورونه ویجاړ کړي او لږ تر لږه ۲۲۰۰کسان یې مړه کړي دي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، نیم میلیون کسان اغېزمن شوي دي.

محمد خادر چې د نورګل ولسوالۍ د ایریت کلي اوسېدونکی دی او د زلزلې له امله کلی یې ویجاړ شوی، وایي: «زموږ کلی ډېر لرې د غره پر سر پروت دی. زلزله ډېره زوروره وه. هلته د اوسېدو ځای نه دی پاتې، د هېڅ کور چت نه دی پاتې. هلته نور انسان نه شي اوسېدلی. خو که دولت مو په بیا رغونه کې مرسته وکړي، حتمي به خپل کلي ته ستانه شو.»

بلخوا، طالب چارواکي وایي چې بېړني اقدامات روان دي او هغه موټرونه چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۲۱ کې د وتلو پر مهال پرېښي وو، اوس د مرستو د لېږد لپاره کارول کېږي.

د کونړ لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر نجیب‌الله حقاني ویلي، چې حکومت درې پړاويز پلان تعقیبوي: د زیانمن شویو خلکو اېستل، په کمپونو کې د خوراک، سرپناه او درملنې برابرول او وروسته د کورونو د بیا رغونې یا دایمي استوګنځایونو برابرول، خو کلیوال بیا وایي چې خیمې د سخت ژمي پر وړاندې د دوی د ساتنې توان نه لري.

100%

عظیم خان چې ۳۷ کلن بزګر او د ګاګیزو د کلي اوسېدونکی دی، وایي: «زموږ ټول کورونه زیانمن شوي دي. لا هم ځمکې لړزې شته او د کورونو د نړېدو ګواښ موجود دی. موږ د بیا رغونې وس نه لرو، ټول بزګران یو. له دولت او نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې یا مو کورونه بیا جوړ کړي او یا دایمي سرپناه راکړي. په کور کې موږ اور بلولی شو چې د ژمي له سړې هوا ځان وساتو، خو په خیمه کې څنګه تودوخه پیدا کړو؟»

د کونړ لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت‌الله وایي، چې د نغدو مرستو یوه برخه د بیا رغونې لپاره ځانګړې شوې او له غیر دولتي موسسو او خصوصي مرسته کوونکو سره د زیات ملاتړ ژمنې شوې دي.

هغه زیاتوي: «د درېیم پړاو د بیا رغونې لپاره موږ د نړۍوالې ټولنې او غیر دولتي موسسو مرستې ته اړتیا لرو. له هغوی سره خبرې شوې دي. ځینو موسسو د سروې کارونه پیل کړي او د امکان سنجونې وروسته یې د روغتیا، ښوونې، بیارغونې، د اوبو رسونې او نورو اړینو خدمتونو مرستې ژمنې کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د راتلونکي نامعلوم وضعیت او د ژمي د راتګ وېره د زلزله‌ځپلو پر اوږو درنه ده.

حمدالله فطرت: ویاندویان دې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دوښمن د تبلیغاتو مخه ونیسي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۵ GMT+۱
حمدالله فطرت: ویاندویان دې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دوښمن د تبلیغاتو مخه ونیسي
100%

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، چې اوسمهال په افغانستان کې نظامي جګړه ختمه شوې او د تبلیغاتي جګړې څپه پیل شوې ده. نوموړي له ویاندویانو غوښتي: «تاسو کولی شئ د دې جګړې په لومړۍ کرښه کې د دوښمن د تبلیغاتي څپې مخه ونيسئ.»

نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د طالبانو فرهنګي مسوولانو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له دولتي ویاندویانو سره کتلي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس مسوول ضياءالحق حقمل ادعا کړې، چې یو شمېر رسنۍ د ژورنالیزم اخلاقي کوډونه نه مراعتوي.

نوموړي هم له ویاندویانو څخه غوښتي: «د دوښمن د دغه شان ناوړه کړنو او دسیسو د شنډولو لپاره باید ډېرې هڅې وکړي او له رسنیو سره پر وخت اطلاعات او د اسلامي نظام لاسته راوړنې شریکې کړي.»

طالبانو پر داسي مهال په ښکاره ډول خپلو ویاندیانو ته د معلوماتو پر ورکړه ټينګار کوي، چې دغه ډلې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکې یې د انتقادونو په تور په زندانونو کې اچولي دي.

د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د بیان د ازادۍ پر وړاندې خنډونه لرې او د ژورنالیزم اصولو ته غاړه کېږدي، خو دغه ډله یوازې د زور له لارې خپل اصول مراعتوي.

د ډنمارک استازې: د طالبانو پالیسي د ښځو د حقونو تر ټولو لوی نړۍوال ناورین دی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۱
د ډنمارک استازې: د طالبانو پالیسي د ښځو د حقونو تر ټولو لوی نړۍوال ناورین دی
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوس لاسن پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دې ډلې پالیسۍ د نړۍ تر ټولو جدي او ګواښونکی بشري ناورین رامنځته کړی دی.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د طالبانو د تبعیضي تګلارو عادي کېدل د منلو وړ نه دي او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې بې‌پروا پاتې نه شي.

د ډنمارک استازې د افغانستان د ختیځې برخې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند د بشري مرستو او د انسانانو د ژغورنې بهیر هم اغېزمن کړی دی.

هغې وویل: «ښځې د طب له زده‌کړو محرومې شوې دي، په داسې حال کې چې نارینه ډاکتران هم د ښځو د معاینې اجازه نه لري.»

مارکوس لاسن د افغانستان د بشري حقونو وضعیت «کړکېچن، نازک او د پرځېدو پر لور روان» وباله.

د هغې په وینا، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې کوم بندیز نه دی لرې کړی، بلکې پر ښځو او نجونو یې د سیسټماتیک حذف لپاره نوي قوانين او پالیسۍ جوړې کړې دي. نوموړې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تطبیق یادونه وکړه او دا یې د ښځو د حقونو پر وړاندې د سخت محدودیت یو څرګند مثال وباله.

100%

د ډنمارک استازې غوښتنه وکړه، چې طالبان باید ژر تر ژره د لوړو زده‌کړو او کار اجازه ښځو ته ورکړي او ټول تبعیضي قوانین لغوه کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکړي او د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د هغوی پر ضد د نیولو حکمونه عملي شي.

لاسن د دوحې د بهیر ملاتړ اعلان کړ، خو ټینګار یې وکړ چې دغه بهیر باید ټولګډونه وي او د ښځو، مدني ټولنو، قومي او مذهبي لږکیو ګډون پکې تضمین شي.

هغې په پای کې وویل: «د افغانستان خلک داسې راتلونکي ته اړتیا لري چې د کرامت، فرصت او هیلو پر بنسټ ولاړ وي، نه د حذف پر اساس. ډنمارک د افغانانو د حقونو او ارمانونو په ملاتړ کې ولاړ دی.»

د طالبانو مشر یو کال وړاندې د علماوو له شورا د ځیرک ټلیفونونو د بندېدو شرعي لاره غوښتې وه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۱ GMT+۱
د طالبانو مشر یو کال وړاندې د علماوو له شورا د ځیرک ټلیفونونو د بندېدو شرعي لاره غوښتې وه
100%

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده شاوخوا یو کال وړاندې په کندهار کې د علماوو له شورا ځانګړې غوښتنه کړې وه، چې د سمارټ یا ځیرک ټلیفونونو د بندېدو لپاره ورته یوه «شرعي لاره» پیدا کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دې اقدام موخه د طالبانو پر ضد د خلکو تبلیغات، نیوکې او هغه خبرې بندول دي چې دغه ډله یې «فساد» بولي.

شنونکي ټینګار کوي، چې د دې پرېکړې تر شا اصلي موخه د خلکو د بیان د ازادۍ مخنیوی دی.

د دوی په باور، د طالبانو لوی مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده غواړي چې خلک د دوی پر وړاندې غږ پورته نه کړي، شکایت ونه کړي او د دوی د کړنو انځور نړۍ ته ونه رسوي. له همدې امله طالبان هڅه کوي، چې د سمارټ‌فون او انټرنېټ له لارې د خلکو د اړیکو لارې وتړي.

په کندهار کې یوې باوري سرچینې ویلي، چې د علماوو شورا ملا هبت الله ته نږدې یو کال وړاندې ځواب ورکړی وو، چې د سمارټ ټلیفونونو بندېدل ناشونې ده، ځکه خلک په دې برخه کې میلیاردونه ډالره پانګونه کړې ده.

د شورا د غړو په وینا، د ټېکنالوژۍ دا ډول پرېکون د خلکو ورځنۍ ژوند، سوداګري او تعلیمي برخې له لویو ستونزو سره مخ کوي.

سرچینې وایي، د علماوو د منفي ځواب وروسته هڅې پیل شوې چې انټرنېټ فلټر شي، تر څو هېڅوک د طالبانو پر وړاندې تبلیغات ونه شي کولی. خو د سرچینو په وینا، دا کار د طالبانو له وسه وتلی، ځکه د انټرنېټ فلټر کول پرمختللي تخنیکي وسایل، مسلکي انجنیران او ډېرې مالي سرچینې غواړي، کومې چې دغه ډله یې نه لري.

د معلوماتو له مخې، شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کندهار کې پرېکړه وشوه چې د نوري فایبر خدمات باید لومړی بند او وروسته د مخابراتي شبکو انټرنېټ هم تر سختو محدودیتونو لاندې ونیول شي، څو خلک په اسانۍ سره نړۍوالو شبکو او د ټولنیزو رسنیو له لارې خپل نظر شریک نه کړي.

سرچینې زیاتوي، چې له کابل څخه د بېلابېلو ادارو پلاويو څو ځله د انټرنېټ د بندېدو د اقتصادي او ټولنیزو زیانونو په اړه د کندهار سپین‌ږیرو په ملتیا ملا هبت‌الله ته وضاحت ورکړی دی او دوی ټینګار کړی چې دا پرېکړه د خلکو ژوند، زده کړې او کاروبار سخت اغېزمنوي؛ خو ملا هبت الله یې خبرې نه دي منلې او پر خپلې پرېکړې ولاړ پاتې شوی دی.

د ځینو سرچینو په وینا، طالبان اوس پلان لري چې په دویم پړاو کې د سمارټ ټلیفونونو کارونه هم سخت محدود کړي.

د دې طرحې له مخې به داسې سخت شرایط ولګول شي چې خلک په خپله له ځیرک ټلیفونونو لاس په سر شي، یا به د کارونې لپاره یې درانه قانوني او تخنیکي شرطونه وټاکل شي او یا به یوازې ځینې ځانګړي کسان یې وکارولی شي.

د طالبانو دا ډول پرېکړې د خلکو پر ژوند ژور اغېز کوي، ځکه نه یوازې د ازادې څرګندونې حق محدودوي، بلکې د زده‌کړې، سوداګرۍ، روغتیايي خدمتونو او د نړۍ له نورو برخو سره د اړیکو ټولو برخو ته مستقیم زیان رسوي.

د شنونکو په وینا، د انټرنېټ بندېدل یوازې د پیل ټکی دی او که د سمارټ‌فون د بندېدو طرحه عملي شي، نو افغانستان به د ټېکنالوژۍ له نړۍ څخه په بشپړ ډول ګوښه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د نوري فایبر او انټرنېټ د پرې کولو په تړاو د طالبانو د مشر تصمیم نهايي دی او له کابل نه د ورغلي پلاوي خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې. د طالبانو مشر ویلي، چې دولتي ادارو او ډیپلوماتیکو استازځایونو ته د انټرنیټ ورکولو لپاره دې نوې کمپنۍ ایجاد شي.

په کندهار کې سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر او انټرنېټ د پرې کولو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده پرېکړه نهايي ده.