• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او سعودي عربستان «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره لیدلي او دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خوا په یوه خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د لیدنې پر مهال د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اوږدې او تاریخي ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی.

اعلامیه زیاتوي، د پاکستان او سعودي اړیکې له نږدې اتو لسیزو راهیسې پر ورورولۍ، اسلامي یووالي، ګډو ستراتیژیکو ګټو او ژورې دفاعي همکارۍ ولاړې دي. د همدې اوږدمهالو اړیکو پر بنسټ، دواړو مشرانو «ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ.

دغه تړون د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي، چې د خپلو خلکو امنیت خوندي کړي، د سیمه‌ییزې او نړۍوالې سولې د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وکړي او د دفاعي همکارۍ نوې لارې پرانیزي. د تړون په چوکاټ کې به د پوځي تجربو تبادله، ګډ روزنیز پروګرامونه، پرمختللې وسلې او د ګډو عملیاتو د همغږۍ پراختیا شامل وي.

د تړون یوه مهمه ماده دا ده، چې که پر هر یوه هېواد برید وشي، هغه به د دواړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي او دواړه لوري به په ګډه د دې برید د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي.

د پاکستان د لومړي وزیر محمد شهباز شریف په وینا، دا تړون د پاکستان او سعودي ترمنځ د اعتماد نوې مرحله ده، چې د دواړو هېوادونو ولسونه به د امنیتي ډاډ ترڅنګ د اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو نوي فرصتونه هم ترلاسه کړي.

د سعودي چارواکو بیا ویلي، چې د دې تړون عملي کېدل به د سیمې د ثبات او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د قوي دېوال په توګه عمل وکړي.

د شنونکو په باور، دا تړون یوازې د دفاعي همکارۍ په برخه کې ګام نه دی، بلکې د پاکستان او سعودي عربستان اړیکو ته به یو نوی ستراتیژیک بُعد ورکړي، چې اغېزې به یې نه یوازې په سیمه کې، بلکې په نړۍواله کچه هم څرګندې شي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

عمران خان: عاصیم منیر زما د ماتېدو لپاره ما او مېرمن مې ذهني شکنجه کوي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱
عمران خان: عاصیم منیر زما د ماتېدو لپاره ما او مېرمن مې ذهني شکنجه کوي
100%

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وایي: «په زندان کې پر ما او بشری بي بي د ذهني شکنجې چې کوم ظلم روان دی، هغه ټول عاصم منیر کوي.» خان ويلي، چې عاصم منیر غواړي ما مات او یا تسلیم کړي، خو «زه هېڅ ظلم ته سر نه ټيټوم.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «عاصم منیر د پوځ له نوم څخه استفاده کوي، قانون ته سپکاوی کوي‌او یو فاشیستي چاپېریال یې جوړ کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړی له ډېره وخته له زندان څخه د پاکستان د پوځ پر مشر عاصم منير باندې سختې نیوکې کوي. هغه یو ځل بیا ویلي، چې عاصم منیر له واک څخه ناسمه ګټه اخلي.

عمران خان زياته کړې: «په پاکستان کې ازاد مطبوعات نه شته او د رسنیو ازادي یې ختمه کړې.»

د خان په خبره، واک ته د عاصم منیر له رسېدو را وروسته نوموړی له افغانستان سره د اړیکو د خرابولو هڅې کوي.

عمران خان وایي: «پاکستان لومړی افغانستان ته ګواښونه وکړه، افغان کډوالو اېستل یې پيل کړل، ډرون بریدنه یې وکړل، افغانستان پاروي چې له پاکستان سره وجنګېږي.»

عمران خان په دې لیکنه کې د پاکستا لوېدلي اقتصادي‌ حالت ته اشاره وکړه او زياته یې کړه، چې پاکستان اقتصاد تاريخي رکود کړی، بهرنۍ پانګونه صفر شوې، د هېواد قرضونه څو برابره شوي.»

خان د دې حالت څخه د وتلو لار ولسي‌حکومت رامنځته کول یاد کړي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران پر ملکي‌ کسانو د پوځ بریدونه، ظلمونه او د ځوانانو ترې تم کېدو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي: «د هېڅ سیاستوال د کور ښځو سره داسې سلوک نه دی شوی لکه زما د مېرمنې او کورنۍ سره.»

د یادولو ده، چې عمران خان تر دې وړاندې هم د پوځ پر مشر عاصم منیر سختې نیوکې کړي او هغه یې یو ظالم کس یاد کړی دی.

مسکو او بلاروس د تاکتیکي اټومي وسلو د کارونې تمرینات ترسره کړل

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱
مسکو او بلاروس د تاکتیکي اټومي وسلو د کارونې تمرینات ترسره کړل
100%

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو ویلي، روسیې او بلاروس په ګډو پوځي تمرینونو کې د روسيې د تاکتیکي اتومي وسلو د کارونې سناریو تمرین کړې ده. روسیې او بلاروس پنځه ورځني پوځي تمرینونه، چې «زاپاد» نومېږي، پای ته رسولي دي.

د بلاروس د پوځ د لوی درستیز په وینا، د دې تمرین یوه برخه کې د روسیې «اورېشنیک» هایپرسونیک توغندی هم شامل و.دغه توغندی تېر کال د اوکراین په جګړه کې کارول شوی و.

روسیې او بلاروس پنځه ورځني پوځي تمرینونه، چې «زاپاد» نومېږي، پای ته رسولي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې پوځي جامې یې په تن وې د تمرین په ځای کې د نیژني نووګورود په سیمه کې د پوځ له مشرانو سره وکتل.

د کرملین په وینا، نږدې ۱۰۰ زره عسکر او ۱۰ زره پوځي وسایل د دغو تمرینونو برخه وو.

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۱
پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی
100%

پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر احضار کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او د دې ډلې د له‌منځه وړو په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي کړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې که افغان طالبان دا کار ونه کړي، نو دا به «دښمني» وګڼل شي.

اسلام اباد خپله دا غوښتنه په یاد هېواد کې د طالبانو سفیر احمد شکیب ته ویلې چې طالبانو ته یې ورسوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ طالب سفیر احمد شکیب احضار کړی و. نوموړي ته په ښکاره وویل شول چې چې افغان طالبان باید ډاډ ورکړي چې افغان خاوره د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي.

تر دې مخکې هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له طالبانو غوښتي و چې «زموږ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ باید یو وټاکی.» د شهباز شریف دغو څرګندونو څخه څو ورځې تېریږي خو طالبانو یې ځواب نه دی ورکړی.

پاکستاني رسنۍ جیو‌نیوز راپور ورکړی چې د طالبانو سفیر د دې لپاره احضار شوی و چې په دې وروستیو کې "فتنه الخوارج" ترهګرو فعالیتونو کچه لوړه شوې ده، د دوی په وینا دغې ډلې افغانستان کې پنا اخیستي چې د هند د استخباراتي ادارې له خوا تمویلیږي او ملاتړ یې کیږي.

تمه کېږي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به د دې اوونۍ په پای کې د لوړپوړو چارواکو له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي او هلته به له طالبانو سره د وروستیو پرمختګونو او دوه اړخیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

صادق خان به د پاکستان د مشرتابه له لوري یو جدي پیغام د افغانستان پلازمېنې چارواکو ته ورسوي. نوموړی به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره هم وګوري.

ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه شکایت کړی او د ۱۵ میلیارده ډالرو د غرامت غوښتنه یې وکړه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱
ټرمپ له نیویارک ټایمز څخه شکایت کړی او د ۱۵ میلیارده ډالرو د غرامت غوښتنه یې وکړه
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک ټایمز او د هغه له څلورو خبریالانو د افترا له امله شکایت کړی او ورسره یې د ۱۵ میلیارده ډالرو د غرامت غوښتنه کړې ده. په دغه شکایت کې یو کتاب او ۳ مقالې شاملې دي چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو دوه میاشتې مخکې خپاره شوي و.

ډونالډ ټرمپ خپل دغه شکایت د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴) د فلورېډا ایالت په محکمې کې ثبت کړ.

ټرمپ په ټروت سوشل کې نیویارک ټایمز «د امریکا په تاریخ کې یو له تر ټولو بده او فاسده ورځپاڼه» بللې او هغه یې د ډېموکراتانو تبلیغاتي وسیله په ګوته کړې ده.

د امریکا ولسمشر ویلي، د نیویارک ټایمز دغې مقالې افترا له دوښمنۍ ډکې او ناسمې وې او د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ده د چانس د خرابولو لپاره خپرې شوې وې.

په یو له دغو مقالو کې ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ لپاره نامناسب کس بلل شوی و.

یاد کتاب هم په ۲۰۲۴ کال کې خپور شو او عنوان یې هم «بد چانسه ګټونکی؛ ټرمپ څنګه د خپل پلار شتمنۍ بربادې کړې...» و.

نیویارک ټایمز بیا د ټرمپ دغه شکایت بې بنسټه بللی او هغه یې «له خپلواکه خبریالۍ د زړه توري لپاره هڅه» بللې ده. د دغې ورځپاڼې ویاند شتات لندر ویلي: «نیویارک ټایمز به په دغه ډول ګواښوونکو تکتیکونو متوقف نشي.»

دغه شکایت هم له لېبرالو رسنیو سره د ډونالډ ټرمپ د حقوقي جنجالونو د دوام یوه برخه ده. هغه تر دې مخکې د «اې، بي، سي» او «سي، بي، اېس» خبري شبکو پر وړاندې هم د دعوا اقامه کړې وه او بیا یادو شبکو له محکمې بهر ټرمپ ته د پیسو ورکړې له لارې یادې دعوې حل کړې.

له دې سربېره ټرمپ له وال سټریټ ورځپاڼې هم وروسته له هغې شکایت وکړ، چې له جفري اپسټین سره د ټرمپ د اړیکو په تړاو یې یوه مقاله خپره کړه.

ملګري ملتونه: په افغانستان او سیمه کې د لوږې ستونزه د پراخېدو په حال کې ده

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱
ملګري ملتونه: په افغانستان او سیمه کې د لوږې ستونزه د پراخېدو په حال کې ده
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د طبیعي ناورینونو، جګړو او نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د لوږې ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.

کارل سکاو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي: «موږ د یو بشپړ طوفاني حالت سره مخ یو، د خوراکي امنیت اړتیاوې په بې‌ساري ډول لوړې شوې، خو د بودیجې له کمېدو سره سره د(ډبلیو اېف پي) مالي سرچینې د ۴۰سلنې کسر سره مخ دي.»

سکاو ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د خوراکي اړتیاوو کچه درې برابره زیاته شوې ده. د هغه په خبره، روان کال په ځانګړې توګه د جګړو، سختو اقلیمي پېښو او مالي ستونزو له امله ډېر ستونزمن تېرېږي.

په افغانستان کې د وروستیو زلزلو او وچکالۍ له امله میلیونونه خلک د خوراکي توکو له شدید کموالي سره مخ دي. په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د میلیونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکي په وینا، د خوړو نړۍوال پروګرام هڅه کوي د ټولنو د ځان‌بسیايۍ پروګرامونه پیاوړې کړي، له نویو سرچینو مرسته ترلاسه کړي او د هرې ممکنې لارې د مرستو د اغېز زیاتولو هڅه وکړي.

خو هغه خبرداری ورکړ، چې که نړۍوال تمویل بېرته لوړ نه شي، نو په راتلونکو میاشتو کې به په ډېرو هېوادونو کې د خوراکي مرستو کمښت د بېوزلو خلکو پر ژوند ویجاړونکي اغېز ولري.