
په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) خبرداری ورکړی چې د ختیځو ولایاتو له وروستۍ زلزلې ژغورل شوي کسان لا هم له پراخو اړتیاوو سره مخامخ دي، او د ژمي په رارسېدو سره د هغوی حالت ښايي لا ډېر کړکېچن شي.
یوناما پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا،د کونړ ولایت د زلزله ځپلو کورنیو له لیدنې وروسته ویلي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید بېړني ګامونه واخلي، څو د زلزلې له قربانیانو سره د اړتیا وړ مرسته وشي.
د هغې په وینا، د اغېزمنو شویو خلکو تر ټولو مهمې اړتیاوې اوس مهال د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو برابرول دي.
اوتنبایوا زیاته کړه: «که د مرستو په رسولو کې ځنډ رامنځته شي، په راتلونکي ژمي کې به دا وضعیت له جدي پایلو سره مخامخ کړي».

په ورته وخت کې، اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم وینا کړې او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو د بودیجې ۵۰سلنه کمښت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې بندیز د مرستندویو عملیاتو بهیر په جدي توګه ګډوډ کړی دی.
کارپوهان باور لري چې که نړیواله ټولنه ژر ګام وانخلي، نو د ختیځو سیمو زلزله ځپلي خلک به نه یوازې په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي، بلکې د لوږې، ناروغیو او بېسرپناه پاتې کېدو ګواښ به هم ورسره مل وي.

په اسلام کلا کې تېز بادونه، خاورو، دوړو، وچ چاپيريال او د تودخې لوړې درجې له کلونو وروسته د ستانه شویو کډوالو لپاره د وطن لومړۍ منظرې دي. په افغانستان کې نازک اقتصاد له ایران او پاکستان څخه د ستانه شویو کډوالو د جذب توان نه لري.
الجزیرې ټلویزیون د پنجشنبه په ورځ په خپل یوه خبر کې ویلي، چې په اسلام کلا کې کډوالې کورنۍ په تنګو ځایونو کې سیوري ته ناست، ماشومان په دستمالونو خپلې څېرې له خاورو پاکوي او د مرستو په تمه انتظار باسي.
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهيسې له پاکستان او ایران څخه له ۴ میلیونو زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په کور دننه او بهر نږدې ۳۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي
د خلکو دا پراخه کډوالي تر ډېره د خراب اقتصاديوضعیت او د اقلیم د بدلون د اغېز زیاتېدو سره تړاو لري.
په ایران کې هم افغانان یوازي لنډمهاله کارګر نه وه بلکي د اقتصاد مهمه برخه و، چې په ودانیزو چارو، کرنې او تولیدي سکتورونو کې یې کارونه کول.
دوی چې اوس مهال افغانستان ته ستانه شوي د یو نامعلوم برخلیک او لویو ستونزو سره مخ دي.
مریم یوه کونډه ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره یې شپږ کاله په ایران کې ژوند کړی اوس وايي: «زما هیڅ نه دي پاتې، نه کور، نه کار او نه هم څوک چې مرسته راسره وکړي.»
مریم د پښتورګو ناروغي هم لري تر ټولو دردناک حالت یې دادی، چې د دې ۱۵ کلن زوی صادق ښوونځي ته د تګ پر ځای د کار په لټه کې وي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د پراختیایي راپور له مخې د افغانستان اقتصاد لا هم له نازک حالت سره مخ دی.
د راستنیدونکو لوی شمیر د بیکارۍ فشارونه زیات کړي دي، اټکل کیږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به ۱.۷ ملیون نور ځوانان د کار لپاره بازار ته ننوځي چې لا دمخه له ګڼې ګوڼې ډک دی.
که چېرې د مهارتونو په پراختیا، پانګوالې او د کار په رامنځته کولو کې د پام وړ پانګونه ونه شي نو ډېر خلک به بیا اړ شي چې کډوالۍ ته مخه کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام یو ځل بیا د افغانستان د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د پرلهپسې اقتصادي، سیاسي او بشري بحرانونو له امله په دې هېواد کې د لوږې ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.
دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د مرستو د لېږد او وېش لپاره بېړنیو مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی، که نړیواله ټولنه بېړنۍ مرسته ونه کړي، نو د ژمي په موسم کې به د افغانستان ډېری لرې پرتو سیمو ته د رسېدو لارې وتړل شي او مرستې به د اړتیا وړ خلکو ته ونه رسېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې اجرایوي مشرې رانیا ډګش، ویلي: «په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې ډېرې پراخې او بېړنۍ دي. که کافي منابع برابرې نه شي، نو میلیونونه کسان به د سختې لوږې له ګواښ سره مخ شي. موږ د ژمي تر راتلو وړاندې باید د مرستو رسولو ته چمتو اوسو».
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د سپتمبر له ۹مې نېټې راهیسې یې په ټول افغانستان کې د نغدو پیسو وېش مرکزونه تړلي دي. دغه پرېکړه د طالبانو له هغه اقدام وروسته وشوه چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکې یې د فعالیت له حقه محرومې کړې. ددغه ادارې په وینا، د ښځو په نه شتون کې د مرستو ډېری بهیرونه، په ځانګړې توګه د کورنیو په کچه، له ستونزو سره مخ کېږي.
کارپوهان وايي، دخوړو نړۍوال پروګرام د اندېښنو او د نورو نړیوالو ادارو د محدود شویو فعالیتونو دوام ښيي چې د افغانستان د خوراکي امنیت وضعیت لا هم په چټکۍ سره خرابېږي.
د هغوی په وینا، د جګړو، بېکارۍ، وچکالۍ او اقتصادي بندیزونو تر څنګ، پر مرستندویو ادارو د محدودیتونو زیاتېدل د دې لامل ګرځي چې د افغانانو ژوند له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه ۶۹۴ افغان کډوال تر راخوشي کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي. خوشي شویو زندانیانو له یوې ورځې څخه تر پنځو ورځو پوري په زندانو کې تېرې کړې وې.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په همدې اونۍ کې د پاکستان له بېلابیلو زندانونو څخه ۶۹۴ افغان کډوال را خوشي شوي او هېواد ته راغلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه افغان کډوال په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وه.
طالبانو زياته کړې، چې خوشي شوي زندانیان د کندهار سپين بولدک لسوالۍ له لارې افغانستان ته راغلي او تر ثبت وروسته خپلو مېنو ته انتقال شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ په اصل کې د سیاست تر څنګ یو سوداګر او معاملهګر دی، او د بګرام هوايي اډې د بېرته اخیستلو خبره یې هم د یوې معاملې په چوکاټ کې مطرح کړې ده.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې امریکا غواړي د بګرام هوايي اډه، چې د چین اټومي زېرمتونونو ته نږدې پرته ده، بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.
جلالي پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «ډونالډ ټرمپ تر سیاست ډېر یو تاجر دی. د بګرام د بېرته اخیستلو یادونه یې هم د یوې معاملې په بڼه ده.» هغه زیاته کړه، چې که څه هم افغانستان او امریکا کولای شي پر اقتصادي او سیاسي همکارۍ د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خبرې وکړي، خو هر ډول پوځي حضور د افغانانو لپاره د منلو وړ نه دی.
دغه طالب چارواکي ټینګار کړی: «په تاریخ کې هېڅکله بهرنی پوځي حضور د افغانانو لهخوا نه دی منل شوی، دا موضوع په دوحه کې هم په بشپړ ډول رد شوې وه».
له بلې خوا، درې سرچینو سي این این ته ویلي چې ټرمپ له خپلو ملي امنیتي چارواکو غواړي د بګرام د بېرته نیولو لپاره لاره پیدا کړي.
د هغوی په وینا، دغه هڅې لږ تر لږه د مارچ میاشتې راهیسې روانې دي، او ټرمپ باور لري چې بګرام د څو دلایلو له مخې حیاتي ارزښت لري: د چین څارنه، د افغانستان پر طبیعي زیرمو د لاسرسي امکان، د داعش پر ضد د مرکز جوړول او د یوې دیپلوماتیکې اډې د پرانیستلو وړتیا.
خو یوه سرچینه وايي چې د دغو ټولو موخو پلي کول یوازې د امریکا د پوځي حضور له لارې امکان لري. تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان د بګرام په اړه د امریکا غوښتنې ته څنګه ځواب ورکوي.
ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل: «موږ هڅه کوو بګرام بېرته واخلو، ځکه طالبان له موږ څخه غوښتنې لري. موږ دغه اډه غواړو».
ټرمپ مخکې هم پر دې ټینګار کړی چې که د ۲۰۲۱کال د وتلو پرېکړه د هغه د ادارې پر مهال شوې وای، نو بګرام به یې هېڅکله طالبانو ته نه وای پرې ایښی.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او طالبانو اړیکې لا هم ترینګلې دي. امریکا د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو د کابل سفر کوونکي امریکایي پلاوي هڅې بې پایلې پاتې شوي دي. سربېره پر دې، واشنګټن د طالبانو د ځینو چارواکو د سیمې په مهمو غونډو کې د ګډون مخه هم نیولې ده. د بېلګې په توګه، امیرخان متقي نه دی توانېدلی چې د اسلامي هېوادونو په وروستي غونډه کې ګډون وکړي، او د هغه سفرونه پاکستان او هندوستان ته هم لغوه شوي دي.
دغو محدودیتونو د طالبانو سیمهییز متحدان لکه چین، روسیه او ایران هم ناخوښ کړي دي. د چین استازي په ملګرو ملتونو کې ویلي چې امریکا د خپلو بندیانو د نه خوشې کېدو له امله د طالبانو پر سفرونو بندیزونه لګولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد اندیشه، وایي، هغه مرحلهیي توازن چې په نړۍواله او سیمهییزه کچه په وروستیو څلورو کلونو کې د طالبانو د بیا راژوندي کېدو او پراخېدونکي ځواک لامل شوی و، اوس د پای ته رسېدو په حال کې دی.
په ایکس خواله رسنۍ کې د هغه له لیکنې داسې څرګندېږي چې په تېرو کلونو کې د لویو قدرتونو ترمنځ د تعامل، سیالیو او مصلحتونو له امله په افغانستان کې د طالبانو دریځ پیاوړی شوی و، خو اوس د نړیوالو اړیکو د بدلېدونکو شرایطو او سیمهییزو تحرکاتو له کبله دغه فضا ورو ورو بدلېږي.
اندیشه زیاته کړې، چې د نړۍ په سیاسي تقویم کې «سپټمبر او اکټوبر میاشتې»تل د پېښو، بدلونونو او حیرانتیاوو ډکې میاشتي ګڼل کېږي، او امکان شته چې په دې میاشتو کې د نړیوالو او سیمهییزو سیاستونو په کچه نوې څپې رامنځته شي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړ چې د راتلونکو تحولاتو اغېزې به په مستقیم ډول د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیز وضعیت ولګېږي او د طالبانو د راتلونکې لپاره به مهمې پایلې ولري.
د اندیشه له خبرو داسې جوتېږي چې د افغانستان راتلونکی نه یوازې د کورنیو عواملو، بلکې د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو تر اغېز لاندې دی، او باید له دې پړاو څخه د هېواد سیاسي راتلونکی په دقیق ډول وارزول شي.