• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان ایواک : د متحده ایالاتو د ۲۰۲۷ کال بودجه د افغانانو قانوني ورتګ محدودوي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۳ GMT+۱

په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې همکاره اداره افغان ایواک وایي، داسې ښکاري چې امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال په وړاندیز شوې بودجه کې د افغان متحدینو د اېستلو یوازنی پروګرام «دایمي هرکلی» بندوي او ورسره به امریکا ته د افغانانو قانوني تګ لا ستونزمن شي.

د افغان ایواک د خبرپاڼې له مخې، په دې بودجه کې د کډوالو د مېشتېدو او ادغام پر ځای د توقیف، شړلو او د کډوالۍ د مخنیوي لپاره ډېره بودجه ځانګړې شوې ده.

افغان ایواک وایي، دا بدلون په داسې حال کې راځي چې د افغان کډوالو د دوسیو پروسس لا له وړاندې ځنډول شوی او د ځانګړو کډوالۍ ویزو لرونکو افغانانو ورتګ هم عملا درېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، که دا بودجه عملي شي، د افغان متحدینو د انتقال پروګرام «دایمي هرکلی» به په بشپړه توګه وتړل شي او ورته کوم بدیل نه‌دی وړاندیز شوی. د دوی په وینا: «که څه هم قانوني لارې به پاتې وي، خو عملي سیستمونه له منځه وړل کېږي، چې خلک پرې امریکا ته لاړ شي.»

د افغان ایواک د معلوماتو له مخې، په وړاندیز کې د «کډوالو او کډوالي د مرستو» پروګرام لپاره هم صفر بودجه غوښتل شوې، چې د کډوالو د پروسس، د دوسیو د مدیریت او امریکا ته د هغوی د لېږد لپاره مهم بنسټ بلل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د کډوالو د مېشتېدو پر پروګرامونو ۷۶۸ میلیونه ډالره کموالی هم د دې لامل کېږي چې د منل شویو کسانو د انتقال ظرفیت راکم شي او «منل کېدل نور د ورتګ ضمانت نه شي کېدای.»

د افغان ایواک په وینا، دا بودجه د بشري مرستو پر ځای د مخنیوي پالیسۍ ته لومړیتوب ورکوي او سرچینې د کډوالو د بېرته ستنولو او د کډوالۍ د مهارولو پر لور اړوي.

د افغان متحدینو په اړه ویل شوي، که څه هم د ځانګړو کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونه لا هم تر پروسس لاندې دي، خو ویزې نه‌ورکول کېږي او د خلکو انتقال نه‌ترسره کېږي. خبرپاڼه ټینګار کوي، چې «دا ځانګړې ویزې په قانون کې شته، خو په عمل کې کار نه‌کوي.»

په ټوله کې، افغان ایواک خبرداری ورکوي، چې دا بودجه یوازې پالیسۍ نه‌بدلوي، بلکې د کډوالۍ د سیستم جوړښت بدلوي، داسې چې قانوني لارې په کاغذ کې پاتې کېږي، خو عملي لاسرسی ورته له منځه ځي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

زلزلې کابل او ختیځ ولایتونه ولړزول؛ د طالبانو روغتیايي ادارو د چمتووالي اعلان کړی

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د ۵.۸ درجې زلزلې له ټکانونو وروسته چې کابل او د هېواد یو شمېر ولایتونه یې ولړزول، روغتیايي مسوولینو ته د بشپړ چمتووالي امر شوی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل او ننګرهار ولایتونو کې، د ۵.۸ درجې نسبتا قوي زلزلې ټکانونه احساس شوي.

د زلزله پېژندنې نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د کابل پر وخت نن شپه شاوخوا ۸:۴۲ بجې رامنځته شوې، چې مرکز یې د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې د ځمکې په تل کې نږدې ۱۸۶ کیلومتره ثبت شوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د دې زلزلې نسبتا سخت ټکانونه احساس شوي دي. د رسنیو دفتر په وینا، دا زلزله په پرله‌پسې ډول په دوو جټکو کې رامنځته شوې او خلک یې وېرولي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، چې د رهبرۍ له لوري د کابل او ولایتونو روغتیايي مسوولینو ته د بشپړې چمتووالي سپارښتنه شوې ده. هغه زیاته کړې، که چېرې خلک له دې پېښې زیانمن شوي وي، روغتیايي مرکزونه چمتو دي چې بیړنۍ رسېدنه ورته وکړي.

نوموړي همداراز له خلکو غوښتي، چې د اړتیا په صورت کې د عامې روغتیا وزارت له ۱۰۲ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.

تر دې مهاله د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارې د معلوماتو د راټولولو په حال کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته ۷۸،۵ ټُنه بېړني طبي تجهيزات راورسېدل

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو یوه بېړنۍ هوايي محموله، چې ۷۸،۵ ټُنه وزن لري، د جمعې په ورځ دوبۍ کې د دغه سازمان له لوژستیکي مرکز څخه افغانستان ته ورسېده.

یاد سازمان د جمعې په ورځ (د وري ۱۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې محموله کې د شري د درملنې ځانګړي کېټونه، د سینه‌بغل درمل، د هغو ماشومانو لپاره تغذیوي مواد چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، جراحي وسایل او نور اړین طبي توکي شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې دغه حیاتي تجهیزات به له ۴۱۹ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي مرستې برابرې کړي او په ټول هېواد کې به د ۱۳ زرو او ۶۰۰ ژوند ژغورونکو جراحي عملیاتو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان د یادو مرستو د لېږد په برخه کې د متحده عربي امارات له همکاریو هم مننه کړې ده.

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۷ کال بودجې کې د ۱،۵ ټریلیون ډالرو دفاعي لګښت غوښتنه کړې

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

سپینې ماڼۍ د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره په خپلې نوې بودجوي غوښتنه کې له کانګرس څخه د شاوخوا ۱،۵ ټریلیون ډالرو دفاعي بودجې د تصویب غوښتنه کړې او دا به د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لوړه پوځي بودجه وي.

د راپور له‌مخې، دا اندازه د ۲۰۲۶ کال د دفاعي لګښتونو پر تله شاوخوا ۴۴۵ میلیارد ډالره یا نږدې ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ وړاندیز کړی، چې غیر دفاعي لګښتونه دې ۷۳ میلیارد ډالره یا شاوخوا ۱۰ سلنه راکم شي.

دا بودجوي غوښتنه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې امریکا له ایران سره د جګړې په پنځمه اونۍ کې ده او حکومت هڅه کوي خپل دفاعي ظرفیتونه نور هم پیاوړي کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا بودجه لا تر اوسه نهايي شوې نه‌ده او د عملي کېدو لپاره باید د کانګرس له خوا تصویب شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان: د جګړو له امله په نړۍ کې د خوړو بیې لوړې شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمانویلي، چې د خوراکي توکو نړیوالې بیې د تېر کال د سپټمبر راهیسې په مارچ میاشت کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که په منځني ختیځ کې روانه جګړه دوام وکړي، ښايي د خوراکي توکو بیې لا پسې لوړې شي.

د یاد سازمان د تازه راپور له مخې، د خوړو د بیو دا زیاتوالی تر ډېره د انرژۍ او تېلو د بیو له لوړوالي سره تړاو لري، چې اصلي لامل یې د سیمې اوسنی کړکېچ بلل کېږي.

د دغه سازمان اقتصادپوه ماکسیمو تورېرو وایي، که څه هم تر اوسه د بیو لوړوالی یو څه محدود و او د غلو دانو کافي نړیوالو زېرمو مهار کړی و، خو د جګړې اوږدېدل دا وضعیت بدلولی شي.

نوموړي خبرداری ورکړی، او زیاته کړې یې ده:«که جګړه تر ۴۰ ورځو زیاته وغځېږي او د تولید لګښتونه لوړ پاتې شي، بزګران به اړ شي چې د کرنې لپاره لږ مواد وکاروي، کرنیزه ځمکه کمه کړي او یا هم داسې فصلونه وکري چې سرې ته لږ اړتیا لري».

د تورېرو په وینا، دا بدلونونه به د حاصلاتو کچه راکمه کړي او د روان او راتلونکي کال لپاره به د خوړو عرضه او بیې په منفي ډول اغېزمنې کړي.

د احصایو له مخې، د خوړو د بیو شاخص د فبرورۍ په پرتله ۲.۴ سلنه او د تېر کال په پرتله ۱ سلنه زیاتوالی ښيي؛ که څه هم دا کچه لا هم د ۲۰۲۲ کال له تاریخي حد څخه ۲۰ سلنه ټیټه ده.

راپور زیاتوي چې په نړیوالو بازارونو کې د غلو دانو، نباتي تېلو، بورې او غوښې بیې لوړې شوې دي، خو برعکس د وریجو بیو کې کموالی راغلی دی. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان همداراز ویلي، سره له دې چې د ۲۰۲۶ کال لپاره د نړۍ د غلو دانو د تولید د زیاتېدو تمه شته، خو د جګړو دوام کولی شي نړیوال بازارونه له سختې بې‌ثباتۍ سره مخ کړي.

سوداګر: د سیمه‌‌یزو کړکېچونو له امله د افغانستان د وچو مېوو بیې بې‌سارې لوړې شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د سیمې د امنیتي او سیاسي کړکېچونو له امله هند ته د افغانستان او ایران د وچو مېوو واردات له جدي ستونزو سره مخ شوي، چې له امله یې په بازارونو کې د بادامو، پستو او نورو توکو بیې له ۷۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، سوداګر وایي چې د افغانستان د وچو مېوو عرضه د پام وړ کمه شوې او بیې یې له ۷۰تر ۱۰۰سلنې پورې لوړې شوې دي. د ممرا بادامو بیه له ۱۷۰۰ څخه نږدې ۲۸۰۰ روپیو رسېدلې، د ایراني پستو بیه له ۸۰۰ څخه تر ۱۳۰۰هندي کالدارولوړه شوې او د وچو زردالو بیه نږدې دوه برابره شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د وارداتو د مسیرونو بندېدل او د ټرانزیټي لارو بدلون د دې وضعیت اساسي لاملونه دي. د پاکستان له لارې د سوداګرۍ مسیر په ځلونو تړل شوی، چې له امله یې سوداګر اړ شوي خپل توکي د ایران یا دوبۍ له لارې وارد کړي، خو دا بدیل مسیرونه خورا زیات لګښت او وخت ته اړتیا لري.

دغه بدلونونه نه یوازې په عمده بازارونو، بلکې په پرچون پلور کې هم اغېز کړی دی. پېرودونکي اوس د پخوا په څېر په زیاته اندازه توکي نه اخلي، چې له امله یې د پلور عمومي حجم کم شوی دی.

همدا راز د خوږو، بیکرۍ، هوټلونو او کټرینګ صنعتونه چې په پراخه کچه پر وچو مېوو تکیه لري، د لوړو بیو له امله له زیات فشار سره مخ دي. سوداګر خبرداری ورکوي چې که د ایران له لارې وارداتي مسیر هم له ستونزو سره مخ شي، نو شته زېرمي به ډېر ژر پای ته ورسېږي او بیې به لا پ لوړې شي.

بلخوا د افغانستان سوداګر د چابهار بندر او هوايي دهلېزونو په څیر د بدیلو لارو په لټه کې دي، خو د لوړ لګښت او لوژستیکي محدودیتونو له امله دا لارې هم دایمي حل نه ګڼل کېږي.