د یاد سازمان د تازه راپور له مخې، د خوړو د بیو دا زیاتوالی تر ډېره د انرژۍ او تېلو د بیو له لوړوالي سره تړاو لري، چې اصلي لامل یې د سیمې اوسنی کړکېچ بلل کېږي.
د دغه سازمان اقتصادپوه ماکسیمو تورېرو وایي، که څه هم تر اوسه د بیو لوړوالی یو څه محدود و او د غلو دانو کافي نړیوالو زېرمو مهار کړی و، خو د جګړې اوږدېدل دا وضعیت بدلولی شي.
نوموړي خبرداری ورکړی، او زیاته کړې یې ده:«که جګړه تر ۴۰ ورځو زیاته وغځېږي او د تولید لګښتونه لوړ پاتې شي، بزګران به اړ شي چې د کرنې لپاره لږ مواد وکاروي، کرنیزه ځمکه کمه کړي او یا هم داسې فصلونه وکري چې سرې ته لږ اړتیا لري».
د تورېرو په وینا، دا بدلونونه به د حاصلاتو کچه راکمه کړي او د روان او راتلونکي کال لپاره به د خوړو عرضه او بیې په منفي ډول اغېزمنې کړي.
د احصایو له مخې، د خوړو د بیو شاخص د فبرورۍ په پرتله ۲.۴ سلنه او د تېر کال په پرتله ۱ سلنه زیاتوالی ښيي؛ که څه هم دا کچه لا هم د ۲۰۲۲ کال له تاریخي حد څخه ۲۰ سلنه ټیټه ده.
د سیمې د امنیتي او سیاسي کړکېچونو له امله هند ته د افغانستان او ایران د وچو مېوو واردات له جدي ستونزو سره مخ شوي، چې له امله یې په بازارونو کې د بادامو، پستو او نورو توکو بیې له ۷۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، سوداګر وایي چې د افغانستان د وچو مېوو عرضه د پام وړ کمه شوې او بیې یې له ۷۰تر ۱۰۰سلنې پورې لوړې شوې دي. د ممرا بادامو بیه له ۱۷۰۰ څخه نږدې ۲۸۰۰ روپیو رسېدلې، د ایراني پستو بیه له ۸۰۰ څخه تر ۱۳۰۰هندي کالدارولوړه شوې او د وچو زردالو بیه نږدې دوه برابره شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د وارداتو د مسیرونو بندېدل او د ټرانزیټي لارو بدلون د دې وضعیت اساسي لاملونه دي. د پاکستان له لارې د سوداګرۍ مسیر په ځلونو تړل شوی، چې له امله یې سوداګر اړ شوي خپل توکي د ایران یا دوبۍ له لارې وارد کړي، خو دا بدیل مسیرونه خورا زیات لګښت او وخت ته اړتیا لري.
دغه بدلونونه نه یوازې په عمده بازارونو، بلکې په پرچون پلور کې هم اغېز کړی دی. پېرودونکي اوس د پخوا په څېر په زیاته اندازه توکي نه اخلي، چې له امله یې د پلور عمومي حجم کم شوی دی.
همدا راز د خوږو، بیکرۍ، هوټلونو او کټرینګ صنعتونه چې په پراخه کچه پر وچو مېوو تکیه لري، د لوړو بیو له امله له زیات فشار سره مخ دي. سوداګر خبرداری ورکوي چې که د ایران له لارې وارداتي مسیر هم له ستونزو سره مخ شي، نو شته زېرمي به ډېر ژر پای ته ورسېږي او بیې به لا پ لوړې شي.
بلخوا د افغانستان سوداګر د چابهار بندر او هوايي دهلېزونو په څیر د بدیلو لارو په لټه کې دي، خو د لوړ لګښت او لوژستیکي محدودیتونو له امله دا لارې هم دایمي حل نه ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي: «له نوموړي څخه غوښتنه شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳مې ګڼي کړنلارې له مخې ووځي؛ دا یو داخلي بهیر دی چې د ډېپلوماټانو د چوپه خوله اېستلو لپاره کارول کېږي، پرته له دې چې هغوی رسما نامطلوب شخص اعلان شي».
د معلوماتو له مخې، امریکا معمولا دغه بهیر د هغو ډېپلوماټانو لپاره کاروي چې پر جاسوسۍ یا د امریکا د ملي ګټو پر ضد فعالیتونو شکمن پېژندل شوي وي، که څه هم د اقاجاني پر وړاندې کوم مشخص تور نه دی لګول شوی.
د پاکستان د بشري حقونو شورا د پاکستان د حکومت له لوري د پټرول او ډیزل په بیو کې د وروستي زیاتوالي په اړه شدیده اندېښنه او «اصولي اعتراض» څرګند کړی دی. دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې پر خپلې کړې پرېکړې بیا کتنه وکړي، ګنې اقتصادي بېثباتي به رامنځته شي.
دغې شورا د پنجشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه هېواد کې د نفتي موادو بیې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته د رسولو پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې پاکستانی ولس لا له وړاندې له سختې ګرانۍ او اقتصادي فشار سره مخ دی.
د پاکستان د بشري حقونو شورا زیاته کړې: «د سیمهییزو یا نړیوالو ترینګلتیاوو په پلمه په بیو کې دومره غیرمعمولي زیاتوالی مناسب جواز نهلري؛ په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د تېلو رسول په بشپړه توګه نهدي بند شوي او هېواد د انرژۍ نورې بديلې سرچینې هم لري».
خبرپاڼه کاږي، د نفتي موادو په بیو کې دومره زیات لوړوالی د پالیسۍ له روڼتیا او د ولسي ګټو له غوښتنو سره سمون نهلري او دا پرېکړه به نهیوازې د انفلاسیون فشار نور هم زیات کړي، بلکې د ټرانسپورټ، د اړتیا وړ توکو او خدماتو په برخو کې د اضافي بار له لارې به د عامو خلکو ورځنی ژوند په مستقیم ډول اغېزمن کړي، چې دا د بنسټیزو بشري حقونو، په ځانګړې توګه د وقار لرونکي ژوند پر معیارونو منفي اغېزې شیندي.
دغې شورا د پاکستان له حکومت څخه غوښتي، چې پر دې پرېکړې سمدستي بیا کتنه وکړي، ولس ته د عملي کېدو وړ اسانتیاوې برابرې کړي او د نفتي موادو د بیو ټاکلو په پروسه کې روڼتیا او ځواب وینه یقیني کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، که داسې ونه شي، نو د خلکو مخ په زیاتېدونکې ناخوښي او اضطراب د ټولنیز او اقتصادي بې ثباتۍ لامل شي او مسوولیت به یې هم پر پالیسي جوړونکو وي.
د امریکا د جګړې وزارت ویلي، جنرال رېنډياې جورج به ډېر ژر د پوځ له لوی درستیزۍ ګوښه او ورسره سم به تقاعدۍ ته سوق شي. له دغه اعلان څخه څو ساعته مخکې د امریکا ولسمشر د دغه هېواد لویه څارنواله پامبانډي هم له دندې ګوښه کړه.
د اعلامیې لهمخې، په بغداد کې د ایټالیا سفیر له عراقي بنسټونو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر هم له هغې رسنۍ سره په اړیکه کې دی چې کیټلسن ورسره کار کاوه.
کیټلسن په منځني ختیځ او په ځانګړې توګه په عراق او سوریې کې د خبریالۍ ډېره اوږده کاري مخینه لري.
د یادونې وړ ده، چې دغه امریکایۍ خبریاله دوه ورځې مخکې (سېشنبه د وري ۱۱مه) د عراق له پلازمېنې بغداد څخه د ناپېژندو کسانو له لوري تښتول شوې او لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دغې تښتونې مسوولیت نهدی منلی.