• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلزلې کابل او ختیځ ولایتونه ولړزول؛ د طالبانو روغتیايي ادارو د چمتووالي اعلان کړی

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، د ۵.۸ درجې زلزلې له ټکانونو وروسته چې کابل او د هېواد یو شمېر ولایتونه یې ولړزول، روغتیايي مسوولینو ته د بشپړ چمتووالي امر شوی، خو تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي راپورونه نه‌دي خپاره شوي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول کابل او ننګرهار ولایتونو کې، د ۵.۸ درجې نسبتا قوي زلزلې ټکانونه احساس شوي.

د زلزله پېژندنې نړیوالو ادارو د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د کابل پر وخت نن شپه شاوخوا ۸:۴۲ بجې رامنځته شوې، چې مرکز یې د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې د ځمکې په تل کې نږدې ۱۸۶ کیلومتره ثبت شوی دی.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د دې زلزلې نسبتا سخت ټکانونه احساس شوي دي. د رسنیو دفتر په وینا، دا زلزله په پرله‌پسې ډول په دوو جټکو کې رامنځته شوې او خلک یې وېرولي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي، چې د رهبرۍ له لوري د کابل او ولایتونو روغتیايي مسوولینو ته د بشپړې چمتووالي سپارښتنه شوې ده. هغه زیاته کړې، که چېرې خلک له دې پېښې زیانمن شوي وي، روغتیايي مرکزونه چمتو دي چې بیړنۍ رسېدنه ورته وکړي.

نوموړي همداراز له خلکو غوښتي، چې د اړتیا په صورت کې د عامې روغتیا وزارت له ۱۰۲ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.

تر دې مهاله د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه کره معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ولایتي ادارې د معلوماتو د راټولولو په حال کې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان ته ۷۸،۵ ټُنه بېړني طبي تجهيزات راورسېدل

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو یوه بېړنۍ هوايي محموله، چې ۷۸،۵ ټُنه وزن لري، د جمعې په ورځ دوبۍ کې د دغه سازمان له لوژستیکي مرکز څخه افغانستان ته ورسېده.

یاد سازمان د جمعې په ورځ (د وري ۱۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې محموله کې د شري د درملنې ځانګړي کېټونه، د سینه‌بغل درمل، د هغو ماشومانو لپاره تغذیوي مواد چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، جراحي وسایل او نور اړین طبي توکي شامل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې دغه حیاتي تجهیزات به له ۴۱۹ زرو څخه زیاتو کسانو ته روغتیايي مرستې برابرې کړي او په ټول هېواد کې به د ۱۳ زرو او ۶۰۰ ژوند ژغورونکو جراحي عملیاتو د ترسره کېدو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان د یادو مرستو د لېږد په برخه کې د متحده عربي امارات له همکاریو هم مننه کړې ده.

سوداګر: د سیمه‌‌یزو کړکېچونو له امله د افغانستان د وچو مېوو بیې بې‌سارې لوړې شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د سیمې د امنیتي او سیاسي کړکېچونو له امله هند ته د افغانستان او ایران د وچو مېوو واردات له جدي ستونزو سره مخ شوي، چې له امله یې په بازارونو کې د بادامو، پستو او نورو توکو بیې له ۷۰ تر ۱۰۰ سلنې پورې لوړې شوې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، سوداګر وایي چې د افغانستان د وچو مېوو عرضه د پام وړ کمه شوې او بیې یې له ۷۰تر ۱۰۰سلنې پورې لوړې شوې دي. د ممرا بادامو بیه له ۱۷۰۰ څخه نږدې ۲۸۰۰ روپیو رسېدلې، د ایراني پستو بیه له ۸۰۰ څخه تر ۱۳۰۰هندي کالدارولوړه شوې او د وچو زردالو بیه نږدې دوه برابره شوې ده.

راپور زیاتوي، چې د وارداتو د مسیرونو بندېدل او د ټرانزیټي لارو بدلون د دې وضعیت اساسي لاملونه دي. د پاکستان له لارې د سوداګرۍ مسیر په ځلونو تړل شوی، چې له امله یې سوداګر اړ شوي خپل توکي د ایران یا دوبۍ له لارې وارد کړي، خو دا بدیل مسیرونه خورا زیات لګښت او وخت ته اړتیا لري.

دغه بدلونونه نه یوازې په عمده بازارونو، بلکې په پرچون پلور کې هم اغېز کړی دی. پېرودونکي اوس د پخوا په څېر په زیاته اندازه توکي نه اخلي، چې له امله یې د پلور عمومي حجم کم شوی دی.

همدا راز د خوږو، بیکرۍ، هوټلونو او کټرینګ صنعتونه چې په پراخه کچه پر وچو مېوو تکیه لري، د لوړو بیو له امله له زیات فشار سره مخ دي. سوداګر خبرداری ورکوي چې که د ایران له لارې وارداتي مسیر هم له ستونزو سره مخ شي، نو شته زېرمي به ډېر ژر پای ته ورسېږي او بیې به لا پ لوړې شي.

بلخوا د افغانستان سوداګر د چابهار بندر او هوايي دهلېزونو په څیر د بدیلو لارو په لټه کې دي، خو د لوړ لګښت او لوژستیکي محدودیتونو له امله دا لارې هم دایمي حل نه ګڼل کېږي.

د شانګهای د ترهګرۍ ضد بنسټ: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت مخ په زیاتېدو دی

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د شانګهای همکارۍ سازمان سره تړلې یوې امنیتي ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتوالی د سیمې د هېوادونو امنیت ته یو جدي ګواښ دی.

د شانګهای همکارۍ سازمان د ترهګرۍ ضد سیمه ییز جوړښت په تاشکند کې په خپله وروستۍ غونډه کې اعلان وکړ، چې په افغانستان او سوریه کې ترهګریزو ډلو خپل جنګي او عملیاتي وړتیاوې د پام وړ پیاوړې کړې دي.

دا غونډه د جمعې په ورځ، د وري پر ۱۴مه د پاکستان په مشرۍ په تاشکند کې وشوه.

غړو هېوادونو په سیمه کې د افراطي، وسله والو او بېلتون غوښتونکو ډلو له خوا د مخ په زیاتېدونکي ګواښونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

ګډونوالو د امنیتي ننګونو سره د مقابلې او د پولو هاخوا د بې ثباتۍ د خپرېدو مخنیوي لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ د نږدې همغږۍ اړتیا باندې ټینګار وکړ.

د شانګهای همکارۍ سازمان چې چین، روسیه، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه پکې شامل دي، په وروستیو کلونو کې د ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

په غونډه کې چارواکو د شانګهای سیمه ایز تروریزم ضد جوړښت رول د غړو هیوادونو ترمنځ د استخباراتو تبادلې او ګډ امنیتي اقداماتو همغږي کولو لپاره د یو مهم پلیټ فارم په توګه روښانه کړ.

پاکستان د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون غوښتونکو په اړه، روسیې او د مرکزي اسیا هیوادونو د اسلامي دولت خراسان ډلې «داعش» او په مرکزي اسیا کې د سخت دریځو غورځنګونو په اړه او چین د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ وسله‌والې دلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

روسیې په ځانګړي ډول ټینګار وکړ چې له منځني ختیځ او سوریې څخه ګڼې ترهګرې ډلې د افغانستان په لور روانې دي.

په خوست او پکتیا کې وروستیو سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۵ GMT+۱

په پکتیا او خوست ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او اورښتونو له امله د دوه مېرمنو په ګډون ۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په خوست کې ۳۰ جریبه کرنیزې ځمګې حاصلات له منځه تللې، ۶۵ کورونه او ۸۰ جریبه ځمکه وېجاړ شوې او په پکتیا کې بیا ۲۴ کورونه وېجاړ شوي او ۳۰ څاروي تلف شوي دي.

د طالبانو د خوست او پکتیا ولایتونو والیانو رسنیز دفترونو نن جمعې ورځ، د وري پر ۱۴مه په اېکس پاڼو کې لیکلي، چې د یادو ولایتونو په یو شمیر سیمو کې وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو ځايي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دی.

په دغو ولایتونو کې د وروستیو سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د دوو ښځو په ګډون ۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله د یادو پېښو له امله د پکتیا ولایت په مرکز کې یو تن مړ شوی او په جاني‌خېلو او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

همدارنګه په پکتیکا کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې اړوند ادارې په زیانمنو سیمو کې د متوجې ګواښونو د مخنیوي لپاره چمتو حالت کې دي او هڅې روانې دي، څو زیانمنو ته پر وخت لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د وروستیو ورښتونو له امله په درېیو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوې دي

۱۴ وری ۱۴۰۵ - ۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د وروستیو سختو ورښتونو، سېلابونو او غره ښویېدنې له امله په درېیو ولایتونو کې ځینې مهمې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. یاد وزارت له مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر خپلېاېک‌س پاڼې لیکلي، چې د کابل – جلال‌اباد لویه لاره د "تنګي غارو" په سیمه کې د خټو او تیږو د ښویېدو له امله بنده شوې،همدارنګه د پروان – بامیان لاره د سیاه‌ګرد په سیمه کې د سېلابونو د راوتلو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، د هرات – فراه لویه لاره هم د تېرو څو ساعتونو پرله پسې ورښتونو له امله زیانمنه شوې او ځینې برخې یې د موټرو د تګ راتګ لپاره خطرناکې بلل شوې دي، چې دا مهال یاده لاره هم بنده ده.

د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتنه کړې چې د یادو لارو د بیا خلاصون تر رسمي اعلان پورې له سفره ډډه وکړي او یا هم له بدیلو مسیرونو څخه ګټه پورته کړي.