• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ذبیح الله مجاهد: د ملګروملتونو مشر باید «بې سنجشه» توري ونه کاروي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۱

طالبانو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې وغندلې او وايي، د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي. انتونیو ګوترېش په افغانستان کې روان وضعیت «احمقانه» بللی دی.

ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل: «په افغانستان کې د ښځو او نارینه وو په اړه قوانین اولارښونې د اسلامي شریعت پر اساس او له هغو سره مطابق دي.»

مجاهد زیاته کړه: «که څوک پخپله د شرعي قوانینو په اړه معلومات ونه لري دا د هغو خپله ناپوهي ده چې باید د نورو د تورنولو پرځای خپل معلومات بشپړ کړي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې شنبې په ماښام په نیویارک کې په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې په دغه هېواد کې وضعیت بوږنوونکی او «احمقانه» دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

کانګرس د طالبانو مخالفو افغان ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو تعدیل تصویب کړی

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱
کانګرس د طالبانو مخالفو افغان ځواکونو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو تعدیل تصویب کړی
100%

د امریکا د کانگرس ځینو غړو د ۲۰۲۶ کال دفاعي بودیجې د طرحې په چوکاټ کې یو نوی تعدیل تصویب کړی، چې له مخې یې د امریکا دفاع وزارت ته د طالبانو له مخالفو پخوانیو افغان نظامیانو سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو اجازه ور کول کیږي.

د دغه تعدیل پر بنسټ، د امریکا پوځ له له پخوانيو افغان پوځیانو، پولیسو او نورو وسله والو ډلو سره چې لا هم په افغانستان کې دي او د طالبانو پر ضد مقاومت کوي، استخباراتي معلومات شریکولای شي.

د دغه تعدیل وړاندې کوونکی د امریکا د اریزونا ایالت استازی الي کرېن دی او د تعدیل په متن کې راغلي:«د دفاع وزیر به لکه څنګه چې مناسب ګڼي، د طالبانو ضد پخوانیو افغان پوځیانو، پولیسو او همدارنګه نورو ډلو سره چې د مقاومت په توګه پیژندل کېږي، استخباراتي معلومات شریک کړي.»

په تعدیل کې د پوځي تجهیزاتو ورکول نه دي شامل، یوازې د استخباراتي معلوماتو شکریکول په پام کې نیول شوي دي.

دغه تعدیل به د ګانګرس په راتلونکو ناستو کې وڅېړل شي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې د سنا جرګې او یا هم د ولسمشر دفتر ملاتړ به ترلاسه کړي او که نه.

دغه تعدیل د روانې میاشتې د سپټمبر پر ۹مه نېټه تصویب شوی دی.

طالبان د ۷ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱
طالبان د ۷ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو معاشونه ور کوي
100%

د طالبانو مالیې وزارت د پخوانۍ ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ښځو چارو وزارت او نورو ادارو په ګډون د ۷ ادارو د متقاعدینو د معاشونو ورکولو مهالویش اعلان کړ. دغه وزارت وایي، په یوه میاشت کې به د دغو ادارو متقاعدینو ته د هغوی حقوق ورکړل شي.

د طالبانو د مالیې وزارت نن شنبه د ۷ نورو تثبیت شویو ادارو د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې مهالویش اعلان کړ. دغه وزارت ویلې د یوې میاشتې په موده کې به د افغانستان د اراضی خپلواکې ادارې، د ښځو چارو وزارت، پارلماني چارو کې د دولت وزارت، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د المپیک ملي کمیټې او د دولتي جګپوړو چارواکو د ساتنې او امنیت ریاست متقاعدینو د حقوقو د ورکړې پروسه طی مراحل کیږي.

یاد وزارت له متقاعدینو غوښتي، چې که په دغه نوملړ کې شامل نه وي د تقاعد عمومي ریاست ته دې مراجعه وکړي.

یاد وزارت متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو لړۍ داسې مهال پېل کړې چې په کوردننه سلګونه متقاعدین د خپلو حقوقو د نه ترلاسه کولو او بې برخلیکه توب څخه شکایت لري.

د تقاعد د حقوقو د ورکړې لړۍ د روان کال د وږي میاشتې له دویمې نېټې پیل شوې ده. دویمه لړۍ یې د تلې له ۵مې نېټې پیل او په ۳۰مه پای ته رسیږي.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي چې د پاتې نورو ادارو مهالوېش د روان کال د تلې میاشتې پر ۲۵مه اعلانیږي.

طالبان وايي یوازې د روغتیا وزارت جواز لرونکي کسان د درملو او خوراکي توکو سوداګري کولای شي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱
طالبان وايي یوازې د روغتیا وزارت جواز لرونکي کسان د درملو او خوراکي توکو سوداګري کولای شي
100%

د طالبانو عدلیې وزارت وايي، د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي توشیح شوي قانون له مخې یوازې هغه کسان د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو کاروبار کولای شي، چې له روغتیا وزارت څخه یې د سوداګرۍ رسمي جواز او د وارداتو اجازه لیک اخېستی وي.

د طالبانو عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خوراکي موادو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله له لوري توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو.

د طالبانو د عدلیې وزارت په وینا، یاد قانون یوه سریزه، څلور بابه، درې فصلونه او ۳۴ مادې لري.

یاد وزارت زیاته کړې، ددغه قانون له مخې ټرانسپورټي شرکتونه، د هوايي ډګرونو کار کوونکي، کورنۍ او بهرنۍ روغتیايي موسسې او دودیز ډاکټران له جواز پرته نه شي کولی هېواد ته واردات وکړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي افغانستان ته د اخراج بهیر چټکوي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي افغانستان ته د اخراج بهیر چټکوي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبیرینټ ددغه هېواد پارلمان ته وویل، چې غواړي افغانستان ته د ستنولو بهیر ګړندی کړي.د کیڼ ګوند استازي دیتمار بارچ له افغان محلي همکارانو سره د دولت چلند ناسم وباله او ویې ویې، چې له طالبانو سره د اخراج پر سر خبرې د سیاسي تابو ماتول دي.

دوبیرینټ په بوندستاګ کې د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې هغه غواړي په دوامداره او منظمه توګه مجرمان افغانستان ته واستوي. نوموړي وویل: «موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې دغه الوتنې په دوامدار، منظم او سم ډول مجرمان افغانستان ته بېرته ورسوي».

هممهاله، وزیر له طالبانو سره د اخراج په تړاو د شویو خبرو اترو دفاع وکړه، «موږ مجرمین او جدي مجرمین افغانستان ته استوو. دا کار د جرمني د خلکو د امنیت په ګټه دی».

هغه د زرغون ګوند دا تورونه رد کړل، چې ګني په خبرو اترو د طالبانو ملاتړ شوی.

دوبیرینټ وویل، څوک چې غواړي افغانستان ته د بیرته ستنونو پر وړاندې ودریږي، ښايي په جرمني کې د مجرمانو په ملاتړ منتج شي، خو دې خبرو د کیڼ اړخو او زرغون ګوند د استازو غبرګونونه وپارول.

د زرغون ګوند غړي لیون اکرټ د کورنیو چارو پر وزارت نیوکې وکړې، چې قانوني منل شوي پروګرامونه درول شوي، یا د افغان ځایي کارکوونکو انتقال د «بې پایه اوږدو امنیتي څیړنو» او «اداري خنډونو» له لارې ځنډول شوي.

د کیڼ یا دې لېنکه ګوند استازي دیتمار بارچ له افغان محلي کارکوونکو سره د دولت چلند ترټونکی وباله او ویې ویې، چې له طالبانو سره د اخراج پر سر خبرې د سیاسي تابو ماتول دي.

د دوبیرینټ د وزارت په وینا، د سپتمبر په پیل کې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د نورو اخراجونو په اړه «تخنیکي» خبرې شوې. حکومت ټینګار وکړ چې دا په هیڅ ډول د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې په معنا نه دي.

په دوو اوونیو کې د پاکستان له زندانونو نږدې ۷۰۰ افغان بندیان خوشې شوي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱
په دوو اوونیو کې د پاکستان له زندانونو نږدې ۷۰۰ افغان بندیان خوشې شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دوو اوونیو په جریان کې ۶۹۴ افغان بندیان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه افغان بندیان د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

طالبانو ویلي، چې یاد کسان له یوې تر پنځو ورځو د پاکستان په بېلابېلو بند خونو کې بندیان وو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یادو افغانانو په بلوچستان ایالت کې د نشه یي توکو په کروندو کې کار کاوه.