د سوریې بهرنیو چارو وزیر ۲۵ کاله وروسته واشنګټن ته په یوه رسمي سفر تللی

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشباني د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد، چې دا په تېرو شاوخوا ۲۵کلونو کې د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشباني د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد، چې دا په تېرو شاوخوا ۲۵کلونو کې د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.
دغه سفر د امریکا له لوري د دمشق پر وړاندې د نوې تګلارې د بدلون په ترڅ کې ترسره کېږي، چې پکې د بندیزونو د لرې کولو او د سیمې په سیاسي ترتیباتو کې د منځګړیتوب هڅې شاملې دي.
د راپورونو له مخې، اسعد الشباني به د امریکا له یو شمېر قانون جوړوونکو سره د لیدنې پر مهال د پاتې اقتصادي بندیزونو د لرې کولو موضوع مطرح کړي.
د امریکا د سنا غړي لېنډسي ګراهام رسنیو ته ویلي چې د دغه سفر یوه مهمه اجنډا همدا ده. دوو نوروسرچینو هم رویټرز خبري اژانس ته د دغه سفر پخلی کړی دی.
دغه پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سوریې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي، او واشنګټن هڅه کوي د سوریې کُردي ملګري د ولسمشر احمد الشرع له مرکزي ادارې سره مدغم کړي.
په ورته وخت کې، امریکا د اسراییلو او سوریې ترمنځ هم د منځګړیتوب هڅې کوي. ولسمشر الشرع، چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې لپاره نیویارک ته ځي، ویلي چې د اسراییل سره د یوه امنیتي تړون خبرې ښايي «په راتلونکو ورځو کې پایله ورکړي».
امریکا له ۲۰۱۱کال راهیسې پر سوریه سخت اقتصادي بندیزونه لګول کله چې د پخواني ولسمشر بشارالاسد پر ضد د خلکو پاڅون د یوه اوږدېکورني جګړې لامل شو. خو د تېر دسمبر په میاشت کې د الشرع ځواکونو په چټکو عملیاتو کې واک ترلاسه کړ او د اسد واک یې پای ته ورساوه.
تر دې وروسته، واشنګټن او دمشق د اړیکو د تودېدو هڅې پیل کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې له ولسمشر الشرع سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د سوریې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.