• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: چارلي کرک ډېر ستر شخصیت او د ولسمشر کېدو ښه چانس یې درلود

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۲ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ د چارلي کرک چې یو ښي‌ اړخه او د هغه د ادارې ملاتړی شخصیت و د ترور په اړه یې ویلي چې هغه یو ستر انسان و. ټرمپ زیاته کړه: «ریښتیا هم هغه یو لوی انسان و. ما ورته ویلي وو، چارلي، زه فکر کوم یوه ورځ به ته د ولسمشر کېدو ښه چانس ولرې. فکر کوم ښايي ته ولسمشر شې.»

د امریکا ولسمشر وویل چې چارلي کرک به ځوانان ځان ته راجلبول.

ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې په اړه د ولادیمیر پوتین سره د هغه خفګان ته په اشارې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو له‌خوا د پولنډ هوایي حریم ته د ننوتلو په اړه وویل:

«زه نه شم ویلی چې دا یوه تېروتنه وه او که نه. واقعا روسي ډرونونه باید هلته نه وای تللي.»

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

هند: د سعودي عربستان او پاکستان د ستراتیژیک تړون پایلې به وڅېړو

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱
هند: د سعودي عربستان او پاکستان د ستراتیژیک تړون پایلې به وڅېړو
100%

هند په یو محتاطانه غبرګون کې اعلان کړی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیژیک دفاعي تړون پایلې به د خپل ملي امنیت، د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره وارزوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نوی ډیلی له وړاندې خبر و، چې د دغه تړون د لاسلیک پرېکړه روانه ده.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د ګډې دفاع متقابل ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې، هر ډول برید پر یو هېواد، به پر دې بل هېواد هم د بریدپه توګه به ګڼل کېږي.

مکرون: د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» فعالېدل حتمي دي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۳ GMT+۱
مکرون: د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» فعالېدل حتمي دي
100%

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» د فعالېدو پرېکړه وروستۍ ده او دا به د سپټمبر میاشتې په پای کې عملي شي.

مکرون د اسراییلو د « ۱۲شبکه» رسنۍ له یوه خبریال سره په مرکه کې وویل: «هو، زه داسې فکر کوم، ځکه وروستي وړاندیزونه چې له ایران څخه مو ترلاسه کړي جدي نه دي.»

د هغه په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هڅه وکړه یو منطقي وړاندیز وړاندې کړي، خو د خپل حکومت دننه یې اړین ملاتړ تر لاسه نه کړ.

مکرون زیاته کړه، د ایران وروستی وړاندیز چې اروپایي درې‌ګونو ته شوی و، یوازې د څو میاشتو ځنډ غوښتنه وه او هېڅ عملي اقدام پکې نه و.

د مکرون په وینا، ایران یوازې سیاسي ژمنې کړي، خو پر عمل یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

سي این این: د ټرمپ اداره هڅه کوي چې له طالبانو څخه د بګرام اډه بېرته تر لاسه کړي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱
سي این این: د ټرمپ اداره هڅه کوي چې له طالبانو څخه د بګرام اډه بېرته تر لاسه کړي
100%

درې باوري سرچینو (سي این این) ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.

ټرمپ نن په ښکاره ډول وویل، چې هڅه کوي‌ دغه اډه بیرته تر خپل واک لاندي راولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د لومړي ځل لپاره د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۲۷مه) په ښکار ډول د طالبانو څخه د بګرام اډې نیولو ته په اشاره سره خبريالانو ته وویل: «د دوی اداره‌ هڅه کوي دا اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

د جمهوریت له پرځېدو او د افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته طالبانو دغه اډه تر خپل واک لاندې راوستله.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر سره د ګډې خبري غونډې پر مهال هم وویل: «موږ دغه اډه طالبانو ته وړیا ورکړې. موږ هڅه کوو چې دا بیرته ترلاسه کړو.»

سرچینو سي این این ته ویلي، چې د بګرام اډې د بیا نیولو خبرې شاوخوا د مارچ له میاشتې راهيسې روانې دي.

ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري، چې دغه اډه په افغانستان کې د ځمکنیو عناصرو او کانونو ته د لاس رسي، د داعش په نښه کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د یو مرکز جوړولو، د یو ډيپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د چین د څارنې لپاره چې له دې ځایه ۵۰۰ میله لرې ده مهمه ده.

یوې سرچینې ویلي، چې دا ټولې موخې به د امریکا د پوځي حضور پرته ناممکن وي.

ټرمپ د خپلي حکومتولۍ په لومړۍ دورې کې له طالبانو سره یو تړون کړی و، چې د امریکا سرتیرو بشپړ وتل یې لازمې کړي وو.

دا معلومه نده، چې طالبانو څنګه د دې مهمې اډې د کنټرول پرېښېدو په اړه له امریکا سره په اړیکه کې دي؛ خو ټرمپ د پنجشنبه په ورځ اشاره وکړه، چې امریکا پر دې ډله باندې نفوذ لري.

ټرمپ په بکینګهمشایر کې خبریالانو ته وویل: «موږ هڅه کوو چې دا بیرته ترلاسه کړو ځکه چې طالبان له موږ څخه ډیرې اړتیاوې لري. موږ دا اډه بیرته غواړو.»

ټرمپ مخکې هم ویلي وو، که چیرې د ۲۰۲۱ کال د وتلو پرېکړه د هغه د ادارې پر مهال شوې وای، نو نوموړي به بګرام اډه تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وای.

هغه د دې اډې ستراتیژیک موقعیت ته اشاره کړې، چې دا د افغانستان او چین ترمنځ پولې ته نږدې ده.

همداراز، ټرمپ د همدې روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې د بایډن اداره «ډېره احمقانه» وه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له دې اډې نه امریکايي ځواکونه وایستل.

د متخصصانو خبرداری: څیړنه ښيي چې لوږې د شکرې ناروغۍ یو نوی پټ ناورین راټوکولی

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱
د متخصصانو خبرداری: څیړنه ښيي چې لوږې د شکرې ناروغۍ یو نوی پټ ناورین راټوکولی
100%

د متخصصینو یوې ۵۰کسیزې ډلې ویلي چې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د رامنځته شوې شکرې ناروغۍ بڼه باید په رسمي ډول وپېژندل شي، ځکه ښایي شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان پرې اخته وي.

د ناروغۍ دغه لږ پېژندل شوې بڼه چې «د شکرۍ ۵ ډول» بلل کېږي، زیاتره د هغو تنکیو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ لیدل کېږي چې وزن یې کم وي یا یې په ماشومتوب کې سخته لوږه لیدلې وي.

خو اندېښنه داده چې دغه اغیزمن خلک زیاتره په افریقا او د سویلي اسیا په لرې پرتو او بیوزلو سیمو کې ژوند کوي چېرې چې سمه درملنه نه شي‌ ترلاسه کولی.

دغه متخصصین وایي چې د پنځم ډول شکرې له نورو ډولونو سره ګډېدل مرګونې پایلې لرلای شي.

د سویډن د لونډ پوهنتون د اندوکراینولوژۍ پروفیسور او د "لانسیټ" په معتبر ژورنال کې د خپرې شوې مقالې شریک لیکوال ډاکټر الان واګ ټینګار کوي چې دا ناروغي باید جدي وپېژندل شي.

هغه وویل: «موږ په دقیق ډول نه پوهېږو چې څومره کسان پرې اخته دي، ځکه دوی د نړۍ په هغو سیمو کې ژوند کوي چې تر ټولو لږې روغتیايي اسانتیاوې او څېړنې پکې شته.

د هغه په وینا، اوږدې خوارځواکۍ د پانکراس وده ټکنۍ کړې ده، هغه غړی چې انسولین تولیدوي او د وینې بوره تنظیموي او بدن نشي کولی کافي انسولین جوړ کړي.پایله یې یوه سخته او وژونکې ناروغي ده چې کولی شي د شکرې د نورو ډولونو په څېر ستونزې وزېږوي لکه ړوندوالی، عصبي زیان، د پښتورګو کمزورتیا، د پښو یا لاسونو داسې ټپونه چې نه رغېږي او د پرې کولو لامل کېږي یا حتا له وخت نه مخکې مړینه.

کارپوهان وايي، پنځم ډول شکر له لومړي او دویم ډول څخه په بیولوژیکي ډول بېل دی او د درملنې بله تګلاره غواړي.

لومړی ډول شکر، چې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان پرې اخته دي، د بدن د دفاعي سیستم ناروغي ده چې د پانکراس انسولین جوړوونکې حجرې له منځه وړي. ناروغان هېڅ انسولین نه تولیدوي او باید ټول عمر د انسولین ستنې یا پمپونه وکاروي.

دویم ډول شکر، چې د نړۍ ۹۵ سلنه پېښې جوړوي، هغه وخت رامنځته کېږي چې بدن انسولین جوړوي خو ورته مقاومت پیدا کوي. دا ناروغي له چاغښت سره تړاو لري او د خوړو کنټرول، ورزش او درملو په وسیله اداره کېږي.

درېیم او څلورم ډولونه چې نادر دي، د پانکراس ځانګړو ناروغیو لکه (سیسټیک فایبروسس) او یا د امیندوارۍ له امله رامنځته کېږي.

خو پنځم ډول د ډاکټرانو په وینا، نه د معافیتي برید له امله دی او نه د انسولین مقاومت له کبله؛ بلکې یوه جلا ناروغي ده. په دې ډول کې ناروغان انسولین تولیدوي او مقاومت هم نه لري، خو د هغوی پانکراس پوره نه وي وده کړې او انسولین یې کافي نه وي.

همدا لامل دی چې د پنځم ډول ناروغانو د لومړي یا دویم ډول په طریقه درملنه اغېزناکه نه ده، ان تاواني هم کیدلی شي. دوی ته یوه جلا درملنیزه تګلاره په کار ده، د انسولین ورکول، خو ورسره د اوږدمهاله خوارځواکۍ ستونزې او د ماشومتوب د خوړو د کمي اغېزې هم باید په پام کې ونیول شي.

څېړونکي اوس هڅه کوي چې پنځم ډول شکر په رسمي ډول وپېژندل شي، څو د څېړنې او مالي مرستو دروازې ورته پرانستل شي او د درملنې لارې چارې په ښه ډول وموندل شي.

نړیوال روغتیايي سازمان په ۱۹۸۵م کال کې دغه ناروغي د "خوارځواکۍ اړوند شکرې" تر نوم لاندې وپېژندله، خو په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې له رسمي لېست څخه لرې کړه، ځکه بحث په دې و چې ایا یوازې خوارځواکي کولی شي شکر رامنځته کړي که نه.

خو د امریکا د البرت انشټاین طبي پوهنتون او د هند د ویلور د شکر څېړنیز مرکز یوې ګډې څېړنې، چې ۸ کاله یې دوام وکړ، زرګونه داسې ناروغان وموندل چې د خوارځواکۍ اړوند شکر یې درلود او دا موضوع یو ځل بیا راپورته شوه.

په جنورۍ کې له ۵۰ زیات نړیوال متخصصین په ویلور کې راټول شول، څېړنې یې وکړې او پرېکړه یې وکړه چې دا پایلې دومره پیاوړې دي چې د شکر لپاره یوه نوې طبقه بندي رامنځته کړي.

دوی په "لانسیټ" کې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «موږ د شکرې ناروغۍ له ټولنې غواړو چې د ناروغۍ دغه جلا بڼه په رسمیت وپېژني، د هغې په فیزیولوژي، بڼې او درملنې باندې نورې څېړنې وهڅوي، څو میلیونونو ناروغانو ته ګټه ورسوي، په ځانګړې توګه په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې.»

د امریکا او هند ډاکټرانو د تحقیق له مخې، د پنځم ډول شکرې ډېرې پېښې په بېوزلو او کلیوالو سیمو کې لیدل شوې، په ځانګړي ډول په پاکستان، ایتوپیا او اندونیزیا کې.

لویدیزې غاړې د الحاق په صورت کې؛ متحده عرب امارات له اسراییل سره د اړیکو پر کمولو غور کوي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱
لویدیزې غاړې د الحاق په صورت کې؛ متحده عرب امارات له اسراییل سره د اړیکو پر کمولو غور کوي
100%

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې که اسراییل د لویزې غاړې نیول شوې سیمې له خپلې خاورې سره الحاق کړي، متحده عربي امارات د تل ابیب له حکومت سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو پر کمولو غور کوي.

رویټرز وایي، دغه ګام به د ابراهیم تړون لپاره ستره ضربه وي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د اسراییل او اماراتو اړیکې عادي کړې.

ابوظبي د نتنیاهو ایتلافي حکومت ته خبرداری ورکړی چې له اسراییل سره د لویدیزې غاړې ضمیمه کول به "سره کرښه" وي.

د اړیکو بشپړ پرېکون تر بحث لاندې نه دی، خو دغه اړیکې واردمخه سړې شوې دي.