مکرون: د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» فعالېدل حتمي دي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» د فعالېدو پرېکړه وروستۍ ده او دا به د سپټمبر میاشتې په پای کې عملي شي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د ایران پر وړاندې د «ماشه مکانېزم» د فعالېدو پرېکړه وروستۍ ده او دا به د سپټمبر میاشتې په پای کې عملي شي.
مکرون د اسراییلو د « ۱۲شبکه» رسنۍ له یوه خبریال سره په مرکه کې وویل: «هو، زه داسې فکر کوم، ځکه وروستي وړاندیزونه چې له ایران څخه مو ترلاسه کړي جدي نه دي.»
د هغه په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هڅه وکړه یو منطقي وړاندیز وړاندې کړي، خو د خپل حکومت دننه یې اړین ملاتړ تر لاسه نه کړ.
مکرون زیاته کړه، د ایران وروستی وړاندیز چې اروپایي درېګونو ته شوی و، یوازې د څو میاشتو ځنډ غوښتنه وه او هېڅ عملي اقدام پکې نه و.
د مکرون په وینا، ایران یوازې سیاسي ژمنې کړي، خو پر عمل یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.


درې باوري سرچینو (سي این این) ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.
ټرمپ نن په ښکاره ډول وویل، چې هڅه کوي دغه اډه بیرته تر خپل واک لاندي راولي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د لومړي ځل لپاره د پنجشنبه په ورځ (د وږي ۲۷مه) په ښکار ډول د طالبانو څخه د بګرام اډې نیولو ته په اشاره سره خبريالانو ته وویل: «د دوی اداره هڅه کوي دا اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.»
د جمهوریت له پرځېدو او د افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو له وتلو وروسته طالبانو دغه اډه تر خپل واک لاندې راوستله.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر کیېر سټارمر سره د ګډې خبري غونډې پر مهال هم وویل: «موږ دغه اډه طالبانو ته وړیا ورکړې. موږ هڅه کوو چې دا بیرته ترلاسه کړو.»
سرچینو سي این این ته ویلي، چې د بګرام اډې د بیا نیولو خبرې شاوخوا د مارچ له میاشتې راهيسې روانې دي.
ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري، چې دغه اډه په افغانستان کې د ځمکنیو عناصرو او کانونو ته د لاس رسي، د داعش په نښه کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د یو مرکز جوړولو، د یو ډيپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د چین د څارنې لپاره چې له دې ځایه ۵۰۰ میله لرې ده مهمه ده.
یوې سرچینې ویلي، چې دا ټولې موخې به د امریکا د پوځي حضور پرته ناممکن وي.
ټرمپ د خپلي حکومتولۍ په لومړۍ دورې کې له طالبانو سره یو تړون کړی و، چې د امریکا سرتیرو بشپړ وتل یې لازمې کړي وو.
دا معلومه نده، چې طالبانو څنګه د دې مهمې اډې د کنټرول پرېښېدو په اړه له امریکا سره په اړیکه کې دي؛ خو ټرمپ د پنجشنبه په ورځ اشاره وکړه، چې امریکا پر دې ډله باندې نفوذ لري.
ټرمپ په بکینګهمشایر کې خبریالانو ته وویل: «موږ هڅه کوو چې دا بیرته ترلاسه کړو ځکه چې طالبان له موږ څخه ډیرې اړتیاوې لري. موږ دا اډه بیرته غواړو.»
ټرمپ مخکې هم ویلي وو، که چیرې د ۲۰۲۱ کال د وتلو پرېکړه د هغه د ادارې پر مهال شوې وای، نو نوموړي به بګرام اډه تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وای.
هغه د دې اډې ستراتیژیک موقعیت ته اشاره کړې، چې دا د افغانستان او چین ترمنځ پولې ته نږدې ده.
همداراز، ټرمپ د همدې روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو، چې د بایډن اداره «ډېره احمقانه» وه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له دې اډې نه امریکايي ځواکونه وایستل.

د متخصصینو یوې ۵۰کسیزې ډلې ویلي چې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د رامنځته شوې شکرې ناروغۍ بڼه باید په رسمي ډول وپېژندل شي، ځکه ښایي شاوخوا ۲۵ میلیونه کسان پرې اخته وي.
د ناروغۍ دغه لږ پېژندل شوې بڼه چې «د شکرۍ ۵ ډول» بلل کېږي، زیاتره د هغو تنکیو ځوانانو او ځوانانو ترمنځ لیدل کېږي چې وزن یې کم وي یا یې په ماشومتوب کې سخته لوږه لیدلې وي.
خو اندېښنه داده چې دغه اغیزمن خلک زیاتره په افریقا او د سویلي اسیا په لرې پرتو او بیوزلو سیمو کې ژوند کوي چېرې چې سمه درملنه نه شي ترلاسه کولی.
دغه متخصصین وایي چې د پنځم ډول شکرې له نورو ډولونو سره ګډېدل مرګونې پایلې لرلای شي.
د سویډن د لونډ پوهنتون د اندوکراینولوژۍ پروفیسور او د "لانسیټ" په معتبر ژورنال کې د خپرې شوې مقالې شریک لیکوال ډاکټر الان واګ ټینګار کوي چې دا ناروغي باید جدي وپېژندل شي.
هغه وویل: «موږ په دقیق ډول نه پوهېږو چې څومره کسان پرې اخته دي، ځکه دوی د نړۍ په هغو سیمو کې ژوند کوي چې تر ټولو لږې روغتیايي اسانتیاوې او څېړنې پکې شته.
د هغه په وینا، اوږدې خوارځواکۍ د پانکراس وده ټکنۍ کړې ده، هغه غړی چې انسولین تولیدوي او د وینې بوره تنظیموي او بدن نشي کولی کافي انسولین جوړ کړي.پایله یې یوه سخته او وژونکې ناروغي ده چې کولی شي د شکرې د نورو ډولونو په څېر ستونزې وزېږوي لکه ړوندوالی، عصبي زیان، د پښتورګو کمزورتیا، د پښو یا لاسونو داسې ټپونه چې نه رغېږي او د پرې کولو لامل کېږي یا حتا له وخت نه مخکې مړینه.
کارپوهان وايي، پنځم ډول شکر له لومړي او دویم ډول څخه په بیولوژیکي ډول بېل دی او د درملنې بله تګلاره غواړي.
لومړی ډول شکر، چې شاوخوا ۱۰ میلیونه کسان پرې اخته دي، د بدن د دفاعي سیستم ناروغي ده چې د پانکراس انسولین جوړوونکې حجرې له منځه وړي. ناروغان هېڅ انسولین نه تولیدوي او باید ټول عمر د انسولین ستنې یا پمپونه وکاروي.
دویم ډول شکر، چې د نړۍ ۹۵ سلنه پېښې جوړوي، هغه وخت رامنځته کېږي چې بدن انسولین جوړوي خو ورته مقاومت پیدا کوي. دا ناروغي له چاغښت سره تړاو لري او د خوړو کنټرول، ورزش او درملو په وسیله اداره کېږي.
درېیم او څلورم ډولونه چې نادر دي، د پانکراس ځانګړو ناروغیو لکه (سیسټیک فایبروسس) او یا د امیندوارۍ له امله رامنځته کېږي.
خو پنځم ډول د ډاکټرانو په وینا، نه د معافیتي برید له امله دی او نه د انسولین مقاومت له کبله؛ بلکې یوه جلا ناروغي ده. په دې ډول کې ناروغان انسولین تولیدوي او مقاومت هم نه لري، خو د هغوی پانکراس پوره نه وي وده کړې او انسولین یې کافي نه وي.
همدا لامل دی چې د پنځم ډول ناروغانو د لومړي یا دویم ډول په طریقه درملنه اغېزناکه نه ده، ان تاواني هم کیدلی شي. دوی ته یوه جلا درملنیزه تګلاره په کار ده، د انسولین ورکول، خو ورسره د اوږدمهاله خوارځواکۍ ستونزې او د ماشومتوب د خوړو د کمي اغېزې هم باید په پام کې ونیول شي.
څېړونکي اوس هڅه کوي چې پنځم ډول شکر په رسمي ډول وپېژندل شي، څو د څېړنې او مالي مرستو دروازې ورته پرانستل شي او د درملنې لارې چارې په ښه ډول وموندل شي.
نړیوال روغتیايي سازمان په ۱۹۸۵م کال کې دغه ناروغي د "خوارځواکۍ اړوند شکرې" تر نوم لاندې وپېژندله، خو په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې له رسمي لېست څخه لرې کړه، ځکه بحث په دې و چې ایا یوازې خوارځواکي کولی شي شکر رامنځته کړي که نه.
خو د امریکا د البرت انشټاین طبي پوهنتون او د هند د ویلور د شکر څېړنیز مرکز یوې ګډې څېړنې، چې ۸ کاله یې دوام وکړ، زرګونه داسې ناروغان وموندل چې د خوارځواکۍ اړوند شکر یې درلود او دا موضوع یو ځل بیا راپورته شوه.
په جنورۍ کې له ۵۰ زیات نړیوال متخصصین په ویلور کې راټول شول، څېړنې یې وکړې او پرېکړه یې وکړه چې دا پایلې دومره پیاوړې دي چې د شکر لپاره یوه نوې طبقه بندي رامنځته کړي.
دوی په "لانسیټ" کې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «موږ د شکرې ناروغۍ له ټولنې غواړو چې د ناروغۍ دغه جلا بڼه په رسمیت وپېژني، د هغې په فیزیولوژي، بڼې او درملنې باندې نورې څېړنې وهڅوي، څو میلیونونو ناروغانو ته ګټه ورسوي، په ځانګړې توګه په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې.»
د امریکا او هند ډاکټرانو د تحقیق له مخې، د پنځم ډول شکرې ډېرې پېښې په بېوزلو او کلیوالو سیمو کې لیدل شوې، په ځانګړي ډول په پاکستان، ایتوپیا او اندونیزیا کې.

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې که اسراییل د لویزې غاړې نیول شوې سیمې له خپلې خاورې سره الحاق کړي، متحده عربي امارات د تل ابیب له حکومت سره د خپلو دیپلوماتیکو اړیکو پر کمولو غور کوي.
رویټرز وایي، دغه ګام به د ابراهیم تړون لپاره ستره ضربه وي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د اسراییل او اماراتو اړیکې عادي کړې.
ابوظبي د نتنیاهو ایتلافي حکومت ته خبرداری ورکړی چې له اسراییل سره د لویدیزې غاړې ضمیمه کول به "سره کرښه" وي.
د اړیکو بشپړ پرېکون تر بحث لاندې نه دی، خو دغه اړیکې واردمخه سړې شوې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د افغانستان د کړکېچ حل یوازې د یوې ټولګډونه سیاسي پروسې له لارې ممکن دی، داسې پروسه چې د هېواد قومي او سیاسي تنوع منعکس کړي.
هغه دا هم وویل، چې نړۍ له طالبانو سره له تعامل پرته بله چاره نه لري.
د ایران استازي ټینګار وکړ: «د افغانستان راتلونکی باید د دې هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي او هغه حللارې چې له بهر څخه په زور تحمیل شي نه د منلو وړ دي او نه دوامداره دي.»
د نوموړي په وینا: «طالبان د افغانستان نه ردېدونکی واقعیت دی، او نړۍواله ټولنه مجبوره ده چې له دوی سره عملي او رغنده تعامل وکړي، تر څو د بشري او اقتصادي ناورینونو مخه ونیول شي.»
د ایران استازي د بشري مرستو د سیاسي کولو څخه د مخنیوي اړتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې بندیزونه باید د سیاسي فشار لپاره د وسیلې په توګه یا د اقتصادي ثبات او طالبانو سره د ښکېلتیا په وړاندې د خنډ په توګه ونه کارول شي.
هغه د طالبانو د غړو لپاره د سفر د بندیز معافیتونو له سیاسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي غوښتنه هم وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د طالبانو د چارواکو د سفر بندیز له ختمېدو سره مخالفت کړی.
دې اقدام د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې، چین او ایران د استازو غبرګون راپارولی دی.
دوی وویل، چې امریکا د سفر د اجازې له ورکولو سره مخالفه ده، ځکه چې د دوی اتباع لا هم د طالبانو له زندانونو څخه نه دي خوشې شوي.
کله چې دا موضوع افشا شوه د امریکا استازی غوسه شو او له امنیت شورا یې وغوښتل: «د بندیزونو کمېټې داخلي خبرې باید افشا نه شي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د سعودي عربستان د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز ال سعود سره لیدلي او دواړو لوریو «ګډ ستراتیژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خوا په یوه خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د لیدنې پر مهال د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اوږدې او تاریخي ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی.
اعلامیه زیاتوي، د پاکستان او سعودي اړیکې له نږدې اتو لسیزو راهیسې پر ورورولۍ، اسلامي یووالي، ګډو ستراتیژیکو ګټو او ژورې دفاعي همکارۍ ولاړې دي. د همدې اوږدمهالو اړیکو پر بنسټ، دواړو مشرانو «ګډ ستراتېژیک دفاعي تړون» لاسلیک کړ.
دغه تړون د دواړو هېوادونو د ګډې ژمنتیا څرګندونه کوي، چې د خپلو خلکو امنیت خوندي کړي، د سیمهییزې او نړۍوالې سولې د ټینګښت لپاره ګډې هڅې وکړي او د دفاعي همکارۍ نوې لارې پرانیزي. د تړون په چوکاټ کې به د پوځي تجربو تبادله، ګډ روزنیز پروګرامونه، پرمختللې وسلې او د ګډو عملیاتو د همغږۍ پراختیا شامل وي.
د تړون یوه مهمه ماده دا ده، چې که پر هر یوه هېواد برید وشي، هغه به د دواړو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي او دواړه لوري به په ګډه د دې برید د دفاع مسوولیت پر غاړه واخلي.
د پاکستان د لومړي وزیر محمد شهباز شریف په وینا، دا تړون د پاکستان او سعودي ترمنځ د اعتماد نوې مرحله ده، چې د دواړو هېوادونو ولسونه به د امنیتي ډاډ ترڅنګ د اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو نوي فرصتونه هم ترلاسه کړي.
د سعودي چارواکو بیا ویلي، چې د دې تړون عملي کېدل به د سیمې د ثبات او د ګډو ګواښونو پر وړاندې د قوي دېوال په توګه عمل وکړي.
د شنونکو په باور، دا تړون یوازې د دفاعي همکارۍ په برخه کې ګام نه دی، بلکې د پاکستان او سعودي عربستان اړیکو ته به یو نوی ستراتیژیک بُعد ورکړي، چې اغېزې به یې نه یوازې په سیمه کې، بلکې په نړۍواله کچه هم څرګندې شي.