• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د مرستو نشتوالی د ښځو لپاره اوږدمهاله ناورین رامنځته کوي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۱

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د مرګونې زلزلې له اغېزو خلاصې نه دي او دا مهال د خپل ژوند او روزګار د بیا جوړولو په هڅه کې له ډېرو کړاونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرکوسن وویل، چې په دغه هېواد کې د وروستیو لویو زلزلو له تېرېدو وروسته که اغېزمنو سیمو ته مرستې ونه رسیږي ښځې د اوږدمهاله ناورین سره مخ دي.

فرګوسن، د جنیوا په غونډه کې خبریالانو ته وویل: «زموږ یوې ملاتړې ښځې د غرونو په څنډو کې د تېښتې کیسه کوله، چې څنګه به هر ځل زلزله کېدله د لویو ډبرو له لوېدو به یې ځان ژغوره.»

هغې دا هم ویلي: «یوه بله ښځه چې زموږ د ټيمونو سره یو ځای وه، وویل، چې د خپلو اړتیاو او اندېښنو له څرګندولو پرته بله هيڅ لاره نه شته، ځکه له نارینه وو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.»

د افغانستان په ختیځ کې د ۶،۰ درجې زلزلې څخه دوې اونۍ تېريږي، چې ژغورونکې په ستونزمن حالت کې د کونړ تر ټولو لرې پرتو سیمو ته ځي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، چې په دې زلزلو کې شاوخو ۲۲۰۰ کسان وژل شوي او د غرو په څنډو کې کورونه هم نړېدلي‌ دي.

فرګوسن، د کونړ مرکزي ولسوالۍ چوکۍ کې له زلزلې د پاته شوي یوې کورنۍ سره تر لیدنې وروسته وویل: «دوی بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري؛ ځکه هوا پر یخېدو ده. دغه ښځې د زلزلې پر مهال د شپې په منځ کې له خپل کلي وتلي او څو ساعته یې مزل کړی، چې لنډمهاله سرپناه پيدا کړي.»

د ښځينه کارکوونکو بندیز

د طالبانو د مشر له خوا پر ښځینه کارمندانو د کار د بندیز او د ملګرو ملتونو په کمپونو کې د ښځو د نشتوالي له کبله ناورین او د خلکو غبرګونونه زيات شوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې وويل: «دا بنديز موږ اغېزمن کړي یو، ځکه زموږ ښځينه کارکوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دفتر ته راشي او کار وکړي.»

هغې زیاته کړه: «خو ښځينه کارکوونکې او د بشري مرستو ښځينه غړي لا هم په زلزله ځپلو سيمو کې کار کولی شي. دا ډېر مهم دي او دې واقعیت ته په کتو باید د دې اهمیت وپېژندل شي.»

د ملګرونو ملتونو د راپور له مخي، چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو تر نیمايي زيات یې ښځې او نجونې دي.

کلتوري خنډ

د دې ناورین د ژغورل شویو کسانو لپاره روغتیايي خدمتونه برابرول یو مهم لومړیتوب دی او د دې کار لپاره باید د کلتوري دودونو سره سم ښځې وموندل شي.

فرګوسن زياته کړه:«هغه څه مې له روغتیایي کارکوونکو او ځینو ښځو څخه اوریدلي دا و چې په زلزله ځپلو سیمو کې داسې یوه ځانګړې سیمه وه چې هلته کلتوري دودونه داسې وو چې ښځې نه غوښتل نارینه ورسره تماس ونيسي او نارینه هم نه غوښتل د ښځو ژغورولو لپاره هغو ته لاس وروړي.»

د کورونو ویجاړتیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر زیات کړی او هغوی مجبور دی چې د تشناب یا د اوبو راوړلو لپاره مزل وکړي.

دا کار ښځې او نجونې د تاوتریخوالي او ځمکني ماینونو له خطر سره مخ کوي.

فرګوسن وویل: «د ورځني ژوند په دې کلتوري چاپیریال کې، دا ښځې هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي. اوس، د زلزلې له امله په ګډوډۍ او ناورین کې دا ښځې به د خپلو ماشومانو د خوراک او د خوندي ځای موندلو لپاره لا ډېرې سختۍ وویني.»

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

یو افغان زده کړیال په انډونیزیا کې د مخترعانو په سیالیو کې لومړی مقام وګاټه

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۱
یو افغان زده کړیال په انډونیزیا کې د مخترعانو په سیالیو کې لومړی مقام وګاټه
100%

په انډونیزیا کې افغان زده کړیال عدنان خطیبي په دغه هېواد کې د مخترعانو په دولسم پړاو سیالیو کې لومړی مقام وګاټه. په دغو سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا سلو نورو زده کړیالانو هم ګډون درلود.

په جاکارتا کې د طالبانو سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د عدنان خطیبي له دغې لاسته راوړنې ستاینه وکړه.

سعدالله بلوچ، افغان زده کړیال عدنان خطیبي ته د یوه ستاینلیک په ورکړې سره وویل، په پوهه او ټکنالوژۍ کې افغان ځوانانو لوړ علمي ظرفیت لري.

د یادونې وړ ده، په دغه علمي سیالۍ کې چې د وږي په ۲۰مه په انډونیزیا کې پیل او په ۲۳مه پایته ورسېده د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا سلو زده کړیالانو ګډون درلود.

خو دا مهال په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له امله نجونې او ښځې له تعلیم او لوړو زده‌کړو څخه بې‌برخې دي. د هغوی پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او د علمي لاسته راوړنو فرصتونه یې ترې اخیستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد بهر افغان ځوانان، لکه عدنان خطیبي، لا هم د نړیوالو علمي ډګرونو په سیالیو کې د افغانستان نوم ځلوي.

دغه تضاد د افغان ټولنې د یوې برخې پر وړاندې د پراخ محرومیت ښکارندوی دی؛ هلته چې د زلمیانو لاسته راوړنې ستایل کېږي، خو زرګونه نجونې او ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو څخه محرومې پاتې دي.

عبداللطیف منصور: خلک باید په سر او مال له اوسني نظام څخه دفاع وکړي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۱
عبداللطیف منصور: خلک باید په سر او مال له اوسني نظام څخه دفاع وکړي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د پکتيا په سید کرم ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شویو کسانو په یاد غونډه کې وویل، خلک باید په سر او مال له اوسني نظام څخه دفاع وکړي.

منصور په دې غونډه کې په تېرو شلو کلونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته له تسلیت ویلو سربېره وویل، «له خپل اسلامي نظام څخه چې د زرګونو شهیدانو،کونډو،یتیمانو او اسیرانو د وینو او اوښکو ثمره ده په سر او مال سره دفاع وکړئ.»

نوموړي همداراز د ملت د ټولو پرګنو تر منځ پر بشپړ یووالي باندې ټينګار وکړ .

دغه غونډه په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د وژل شویو طالب جنګیالیو یو شمېر کورنۍ له اوسنیو طالب چارواکو ګیله مند دي چې واک ته تر رسېدو وروسته هېر شوي او دوی ته هېڅ ډول پام نه دی شوی.

پاکستان: ناقانونه افغان وګړي او هندي پوځیان د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ښکېل دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۱
پاکستان: ناقانونه افغان وګړي او هندي پوځیان د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ښکېل دي
100%

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې پاکستان د باور وړ شواهد لري چې ناقانونه افغان وګړي د هند پوځ افسران په پاکستان کې د ترهګریزو او جدي جرمونو په فعالیتونو کې ښکېل دي.

د پاکستان د پوځ ویانداحمد شریف چودري د جمعې په ورځ یوې مرکه کې وویل: «موږ د باور وړ اسناد لرو چې ناقانونه افغان وګړي او د هند پوځي افسران په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو او جدي جرمونو سره تړاو لري.»

هغه یادونه وکړه چې د افغان کډوالو اصلي پناه د بهرنیو مداخلو او کورنیو جګړو له امله وه، خو اوس دغه لاملونه نشته او پاکستان د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو مېلمه پالنه کړې او د هغوی د باعزته ستنېدو لپاره یې منظم اقدامات کړي دي.

جنرال چودري وویل، «پاکستان د انساني اړخونو له مخې د کډوالو د ستنېدو موده څو ځله تمدید کړه، خو ناقانونه افغان وګړي اوس هم په ترهګرۍ او جدي جرمونو کې ښکېل دي.»

هغه همدارنګه په هند نیوکه وکړ او ویې ویل چې د هند داخلي تاوتریخوالی د حکومت د سخت دریځو پالیسو پایله ده او هند خپلو داخلي ستونزو ته بهرنۍ بڼه ورکوي.

د پاکستان د پوځ ویاند زیاته کړه، «هند د دولت په ملاتړ د پاکستان دننه په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دی او د هندي پوځ افسرانو په دې پېښو کې لاس لرلو ثابت اسناد شتون لري، پاکستان دا اسناد څو ځله نړیوالو ادارو ته وړاندې کړي دي.»

جنرال چودري همدارنګه د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې یادونه وکړه او وې ویل: «پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړنۍ کرښه کې ولاړ دی او په دې لار کې یې بې‌شمېره قربانۍ ورکړې دي.»

هغه څرګنده کړه چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پرېښودل شوې وسلې اوس د ترهګرۍ په پېښو کې کارول کېږي، چې امریکا هم پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوسف وفا: موږ یوازې یو امیر لرو، اوامر یې اول باید په ځان عملي کړو

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱
 یوسف وفا: موږ یوازې یو امیر لرو، اوامر یې اول باید په ځان عملي کړو
100%

د بلخ لپاره د طالبانو والي او ملا هبت‌الله ته نږدې کس یوسف وفا د شمال زون د طالب مسولینو سره د همغږۍ په ناسته کې ویلي، چې یوازې یو امیر او یوه قومانده لري او له هغه به اطاعت کوي. هغه ویلي د امیر اوامر او فرامین اول باید په ځان او بیایې پر ولس عملي کړو.

د یوسف وفا ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نوموړي په مشرۍ د شمال زون د والیانو، امنیه قوماندانانو او د استخباراتو رییسانو ترمنځ په مزارشریف کې د همغږۍ ناسته شوې.

یوسف وفا د یادې ناستې پرمهال د شمالي ولایتونو طالب مسوولینو ته ویلي:«دا سپیڅلی نظام یو امیر لري یوه قومانده او مرکزیت لري، موږ او تاسې باید لومړی پر خپل ځان د هبت‌الله اوامر او فرامین پلي کړو، بیايي پر خپلو ولسونو عملي کړو.»

یوسف وفا په دغه ناسته کې د امر بالمعروف د قانون پر عملي کېدو هم ټینګار کړی او وايي، چې باید پر خلکو عملي شي.

یوسف وفا دا څرګنددونې په داسې حال کې کوي، چې نوموړي څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف د قانون د ښه پلي کولو په موخه په بلخ ولایت کې د فایبر نوري انټرنېټ پر خدماتو بندیز ولګاوه چې وروسته دا بندیز په څو نورو ولایتونو کې هم پلی شو.

د چین او امریکا د سیالۍ تګلاره؛ ولې بګرام د نړۍوالو قدرتونو لپاره مهم دی؟

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
د چین او امریکا د سیالۍ تګلاره؛ ولې بګرام د نړۍوالو قدرتونو لپاره مهم دی؟
100%

بګرام هوايي اډه د شاوخوا شل کلونو لپاره د امریکا او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره نظامي پایګاه وه. دغه ځای یوازې د یوې پوځي اډې حیثیت نه درلود، بلکې د امریکا د ستراتیژیکو محاسبو د محراق حیثیت یې درلود.

له دې ځایه د نړۍ تر ټولو سترو پوځونو د افغانستان او پاکستان جګړه اداره کوله، په ګاونډیانو یې نظر ساته او متحده ایالاتو دا اډه نړۍوال تروریزم پر وړاندې د خپلو عملیاتو مرکز باله. اوس چې د امریکا پوځ له دې ځایه وتلی، پوښتنه دا ده، چې ولې بګرام دومره مهم و/دی؟

دا اډه د چین لپاره څه اهمیت لري؟ او ایا امکان شته چې امریکا دا اډه تر لاسه کړي؟

ولې بګرام د امریکا لپاره مهم دی؟

بګرام د افغانستان د جغرافیې په زړه کې واقع دی. له دې ځایه امریکا کولای شوه د څلورو مهمو هېوادونو – ایران، پاکستان، چین او روسیې – پر تحرکاتو مستقیمه څارنه وکړي. د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس په یوې مرکې کې ویلي وو:

"په داسې نړۍ کې چې لوی قدرتونه بیا سر راپورته کوي، افغانستان او په ځانګړي ډول بګرام، د امریکا لپاره د ستراتیژیک لید برج و."

یوه بېلګه یې د ایران د اټومي پروګرام څارنه وه. امریکایي څارګرو له بګرامه کار اخیسته، څو د ایران د بالستیک توغندیو ازموینې تعقیب کړي. همدارنګه د پاکستان د قبایلي سیمو د جهادي ډلو د خوځښتونو ثبت او شننه هم له همدې ځایه کېده.

دویمه مساله د تروریزم پر وړاندې جګړه وه، بګرام د امریکا د هوایي بریدونو د اصلي مرکز په توګه پیژندل کېده. بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونز)، د ځانګړو ځواکونو عملیات او د القاعده د مشرتابه پر ضد حملې ټول له همدې ځای څخه همغږې کېدلې. د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې هغه برید چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، د بګرام د لوجستیکي ملاتړ او استخباراتي همغږۍ پرته ممکن نه و.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وینا:

"موږ په افغانستان کې یوازې د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره جګړه کوو او بګرام زموږ د دې جګړې د زړه په څېر دی."

درېیمه مساله دا وه چې بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه وه، بلکې د امریکا د سی ای اې د پټو عملیاتو او پلټنو مرکز هم و. دلته د بندیانو لپاره زندان هم جوړ شوی و، چې وروسته د بشري حقونو د سازمانونو لخوا پرې سختې نیوکې وشوې. خو له دې سره سره، د امریکا لپاره دا ځای د سیمې د ټولو سیاسي بدلونونو د څار ستره نقطه پاتې وه.

د امریکا له وتلو وروسته دا اډه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده
100%
د امریکا له وتلو وروسته دا اډه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده

بګرام د چین لپاره څه اهمیت لري؟

چین له اوږدې مودې د سینکیانګ ایالت په مسلمانانو کې د افراطي ډلو د نفوذ له امله اندېښنه لري. بګرام له سینکیانګ سره یوازې څو سوه کیلومتره واټن لري. د امریکا حضور دلته د چین لپاره داسې ګڼل کېده لکه د یو دایمي څارګر د سترګو لاندې اوسېدل.

د چین د پخواني ولسمشر هو جنتاو له چینايي تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو:

"هره پوځي اډه چې زموږ له پولو سره نږدې جوړه شي، د چین د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي."

پس دا اډه د چین د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېده.

همدا راز چین هڅه کوي د "یو کمربند، یو لار" سترې اقتصادي پروژې (Belt and Road Initiative) له لارې منځنۍ اسیا، پاکستان او منځنی ختیځ سره ونښلوي. افغانستان د دې لارې طبیعي څلورلارې ده. که بګرام د امریکا تر لاس لاندې پاتې شوی وی؛ نو چین به وېره لرله چې امریکا یې د دې سترې اقتصادي لارې د خوندي کولو توان له منځه یوسي.

اوس چې امریکا وتلې، چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ۲۰۲۱ کال په سفر کې په ښکاره وویل:

"افغانستان باید د سیمې د ناامنۍ د سرچینې پر ځای د اقتصادي همکارۍ پر مرکز بدل شي."

دا څرګندونه ښيي چې چین غواړي د امریکا له وتلو وروسته بګرام او ټول افغانستان د اقتصادي نفوذ لپاره یو فرصت وګڼي، نه یو ګواښ.

ایا د امریکا له خوا د بګرام د تر لاسه کولو امکان شته؟

که له افغانستانه یو ځل بیا نړۍوال تروریزم د امریکا پر ضد ګواښ شي، امکان شته چې امریکا د طالبانو یا د سیمې د نورو لوبغاړو سره خبرې وکړي څو بګرام د محدودو عملیاتو لپاره وکاروي. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په وینا:

"موږ د افغانستان جګړه پای ته رسولې، خو که زموږ د امنیت پر ضد کوم ګواښ راپورته شي، موږ به د اړتیا وړ ګامونه واخلو."

په اوسني وخت کې د امریکا او چین ترمنځ ستراتیژیکه سیالي شدیده شوې ده. د دې سیالۍ یوه جیوپولیټیکي نقطه هم افغانستان ګڼل کېږي. که اړتیا پېښه شي، امریکا ښايي هڅه وکړي د بګرام د بیا کارونې لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ په لټه کې شي، که څه هم ښکاره نظامي حضور ستونزمن ښکاري.

یو باور دا هم دی چې امریکا ښايي د قراردادي ځواکونو، استخباراتي همکارانو یا د سیمه‌ییزو تړونونو له لارې په بګرام کې خپل اغېز وساتي. ښکاره حضور یې ډېر کم احتمال لري، خو پټه همکاري بیا تل شونې ده.

بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه ده، بلکې د نړۍوال سیاست یوه مهمه نقطه ده. د امریکا لپاره دا د تروریزم ضد جګړې زړه و، د چین لپاره د ستراتیژیکې اندېښنې سرچینه ده او د طالبانو لپاره د "بریا" سمبول دی، د دوی په باور چې امریکا یې له دې ځایه وتلو ته اړ کړه. د نړۍ جیوپولټیک بدلونونه ښيي چې بګرام لا هم د سیالیو په محاسبو کې ځای لري او کېدای شي یو ځل بیا د راتلونکي ستراتیژیکو لوبو مهم ټکی شي.