پاکستان او ازبکستان د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار هارون اختر ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبک چارواکو سره په کتنه کې پر خپل وخت د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار هارون اختر ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبک چارواکو سره په کتنه کې پر خپل وخت د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی دی.
د راپورونو پربنسټ؛ هارون اختر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عریپوف سره په کتنه کې ویلي، چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پلي کول د پاکستان او ازبکستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز کوي.
د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ټرانس رېل پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ تړون د روان ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې لاسلیک شو. د راپورونو پربنسټ؛ د دغه پروژې له مخې به له ازبکستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته څه باندې ۶سوه کلیومټره د رېل پټلۍ وغځول شي.
د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان ته له ازبکستان نه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد سربېره پاکستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد له کبله د ټرانزیت عاید زمینه برابره شي.
که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، چې یاده پروژه به کله او په څومره وخت کې عملي شي؛ خو وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و، چې دغه پروژه د سیمهییز اتصال په برخه کې مهم ګام دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې په افغانستان کې به د نجونو د زدهکړو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د یونېسف اجرایوي مرستیال تد چایبان ویلي، چې افغان نجونې له دوی د زدهکړو د دوام غوښتنه کوي او دوی به د زدهکړو لپاره خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي کندوز ولایت ته د سفر په لړ کې په سې درک سیمه کې د افغان نجونو له یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې « د دغه ښوونیز مرکز ټولو ګډونوالو موږ ته وویل، چې غواړي زدهکړې وکړي. دوی غواړي چې ډاکټرانې، انجنیرانې او یاهم په نورو برخو کې زدهکړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تازه یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي څه باندې دوه مېلیونه نجونې په افغانستان کې له زدهکړو بېبرخې شوې دي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا ځل واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته پر افغان نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له پراخو غوښتنو سره، سره یې دغه بندیز ته دوام ورکړی دی.

ځینې اوسني او پخواني امریکایی چارواکي وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه طرحه چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا په واک کې واخلي، یوازې د یوه نوي پوځي یرغل په بڼه عملي کېدای شي، چې له ګڼو ستونزو، درنو لګښتونو او ستراتیژیکو ګواښونو سره مل ده.
ټرمپ د بریتانیا له لومړي وزیر کیېر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي وو چې «موږ هڅه کوو بګرام بېرته ترلاسه کړو. طالبان له موږ غوښتنې لري، خو موږ هم دا اډه غواړو.» دې خبرو په امریکا کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د بګرام د بېرته نیولو لپاره باید لسګونه زره سرتېري، پرمختللي نظامي تجهیزات او پراخ لوژستیکي عملیات ځای پر ځای شي. د اډې د بیا جوړولو لګښت به په میلیاردونو ډالرو حساب شي، او د شاوخوا سیمې امنیت ساتل به تر ټولو ستره ننګونه وي».
د امریکا د دفاع وزارت یو پخواني چارواکي هم څرګنده کړې چې «په هغه سیمه کې ځانګړې پوځي ګټه نه شته، برعکس، ګواښونه یې له احتمالي ګټو ډېر دي».
سره له دې، ټرمپ ټینګار کوي چې بګرام د چین اټومي تاسیساتو ته د نږدېوالي له امله ستراتیژیک ارزښت لري، او دا اډه د امریکا لپاره د څارنې او د سیمې د کنټرول مهمه وسیله ده.
درې باوري سرچینو (سي این این) ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.
دغو سرچینو سي این این ته ویلي، چې د بګرام اډې د بیا نیولو خبرې شاوخوا د مارچ له میاشتې راهيسې روانې دي.
ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري، چې دغه اډه په افغانستان کې د ځمکنیو عناصرو او کانونو ته د لاس رسي، د داعش په نښه کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د یو مرکز جوړولو، د یو ډيپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د چین د څارنې لپاره مهمه ده.
ټرمپ تل د پخواني ولسمشر جو بایډن پرېکړه غندلې چې ولې یې د ۲۰۲۱کال په اوړي کې له افغانستان څخهټول ځواکونه وایستل او بګرام یې پرېښود. خو شنونکي وایي، ټرمپ دا موضوع د بایډن پر حکومت د فشار لپاره په سیاسي وسله بدله کړې ده.
د یادونې ده چې په خپله ټرمپ په ۲۰۲۰کال کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړی و، چې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل پکې شرط و.
طالبانو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو هر ډول حضور په افغانستان کې د دوی لپاره د منلو وړنه دی، او دا دریځ یې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال هم په ښکاره ډول اعلان کړی و.
کارپوهان باور لري، که امریکا د بګرام د بېرته نیولو هڅه وکړي، نه یوازې د سیمې امنیت به له ګواښ سره مخ شي، بلکې د امریکا او طالبانو اړیکې به بیا یو ځل د تاوتریخوالي پر لور ولاړې شي. همدارنګه، د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونه به د هر ډول پوځي ګام پر وړاندې سخت عکسالعمل وښيي، چې ښايي د یوې نوې نړیوالې کړکېچنۍ فضا لامل شي.

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) خبرداری ورکړی چې د ختیځو ولایاتو له وروستۍ زلزلې ژغورل شوي کسان لا هم له پراخو اړتیاوو سره مخامخ دي، او د ژمي په رارسېدو سره د هغوی حالت ښايي لا ډېر کړکېچن شي.
یوناما پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا،د کونړ ولایت د زلزله ځپلو کورنیو له لیدنې وروسته ویلي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید بېړني ګامونه واخلي، څو د زلزلې له قربانیانو سره د اړتیا وړ مرسته وشي.
د هغې په وینا، د اغېزمنو شویو خلکو تر ټولو مهمې اړتیاوې اوس مهال د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو برابرول دي.
اوتنبایوا زیاته کړه: «که د مرستو په رسولو کې ځنډ رامنځته شي، په راتلونکي ژمي کې به دا وضعیت له جدي پایلو سره مخامخ کړي».

په ورته وخت کې، اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم وینا کړې او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو د بودیجې ۵۰سلنه کمښت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې بندیز د مرستندویو عملیاتو بهیر په جدي توګه ګډوډ کړی دی.
کارپوهان باور لري چې که نړیواله ټولنه ژر ګام وانخلي، نو د ختیځو سیمو زلزله ځپلي خلک به نه یوازې په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي، بلکې د لوږې، ناروغیو او بېسرپناه پاتې کېدو ګواښ به هم ورسره مل وي.

په اسلام کلا کې تېز بادونه، خاورو، دوړو، وچ چاپيريال او د تودخې لوړې درجې له کلونو وروسته د ستانه شویو کډوالو لپاره د وطن لومړۍ منظرې دي. په افغانستان کې نازک اقتصاد له ایران او پاکستان څخه د ستانه شویو کډوالو د جذب توان نه لري.
الجزیرې ټلویزیون د پنجشنبه په ورځ په خپل یوه خبر کې ویلي، چې په اسلام کلا کې کډوالې کورنۍ په تنګو ځایونو کې سیوري ته ناست، ماشومان په دستمالونو خپلې څېرې له خاورو پاکوي او د مرستو په تمه انتظار باسي.
د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهيسې له پاکستان او ایران څخه له ۴ میلیونو زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان شمېرې ښيې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په کور دننه او بهر نږدې ۳۵۰ زره افغانان بې ځایه شوي
د خلکو دا پراخه کډوالي تر ډېره د خراب اقتصاديوضعیت او د اقلیم د بدلون د اغېز زیاتېدو سره تړاو لري.
په ایران کې هم افغانان یوازي لنډمهاله کارګر نه وه بلکي د اقتصاد مهمه برخه و، چې په ودانیزو چارو، کرنې او تولیدي سکتورونو کې یې کارونه کول.
دوی چې اوس مهال افغانستان ته ستانه شوي د یو نامعلوم برخلیک او لویو ستونزو سره مخ دي.
مریم یوه کونډه ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره یې شپږ کاله په ایران کې ژوند کړی اوس وايي: «زما هیڅ نه دي پاتې، نه کور، نه کار او نه هم څوک چې مرسته راسره وکړي.»
مریم د پښتورګو ناروغي هم لري تر ټولو دردناک حالت یې دادی، چې د دې ۱۵ کلن زوی صادق ښوونځي ته د تګ پر ځای د کار په لټه کې وي.
د نړیوال بانک د ۲۰۲۵ کال د پراختیایي راپور له مخې د افغانستان اقتصاد لا هم له نازک حالت سره مخ دی.
د راستنیدونکو لوی شمیر د بیکارۍ فشارونه زیات کړي دي، اټکل کیږي چې تر ۲۰۳۰ پورې به ۱.۷ ملیون نور ځوانان د کار لپاره بازار ته ننوځي چې لا دمخه له ګڼې ګوڼې ډک دی.
که چېرې د مهارتونو په پراختیا، پانګوالې او د کار په رامنځته کولو کې د پام وړ پانګونه ونه شي نو ډېر خلک به بیا اړ شي چې کډوالۍ ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام یو ځل بیا د افغانستان د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه جدي خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د پرلهپسې اقتصادي، سیاسي او بشري بحرانونو له امله په دې هېواد کې د لوږې ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.
دغه ادارې د پنجشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د مرستو د لېږد او وېش لپاره بېړنیو مالي سرچینو ته اړتیا لري.
د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی، که نړیواله ټولنه بېړنۍ مرسته ونه کړي، نو د ژمي په موسم کې به د افغانستان ډېری لرې پرتو سیمو ته د رسېدو لارې وتړل شي او مرستې به د اړتیا وړ خلکو ته ونه رسېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیالې اجرایوي مشرې رانیا ډګش، ویلي: «په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې ډېرې پراخې او بېړنۍ دي. که کافي منابع برابرې نه شي، نو میلیونونه کسان به د سختې لوږې له ګواښ سره مخ شي. موږ د ژمي تر راتلو وړاندې باید د مرستو رسولو ته چمتو اوسو».
په عین حال کې، د ملګرو ملتونو دکډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د سپتمبر له ۹مې نېټې راهیسې یې په ټول افغانستان کې د نغدو پیسو وېش مرکزونه تړلي دي. دغه پرېکړه د طالبانو له هغه اقدام وروسته وشوه چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکې یې د فعالیت له حقه محرومې کړې. ددغه ادارې په وینا، د ښځو په نه شتون کې د مرستو ډېری بهیرونه، په ځانګړې توګه د کورنیو په کچه، له ستونزو سره مخ کېږي.
کارپوهان وايي، دخوړو نړۍوال پروګرام د اندېښنو او د نورو نړیوالو ادارو د محدود شویو فعالیتونو دوام ښيي چې د افغانستان د خوراکي امنیت وضعیت لا هم په چټکۍ سره خرابېږي.
د هغوی په وینا، د جګړو، بېکارۍ، وچکالۍ او اقتصادي بندیزونو تر څنګ، پر مرستندویو ادارو د محدودیتونو زیاتېدل د دې لامل ګرځي چې د افغانانو ژوند له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.
