• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیزونو کډوالې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښوولې، چې طالبانو د بېرته راستنېدونکو مرکزونو اړوند ښځینه کارکوونکې له دندو منعه کړې او له دې سره دغه مرکزونه لا هم تړلي دي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه اقدام تازه ستنېدونکې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.

یونسیار وایي، د دوی ښځینه کارکوونکو د راستنېدونکو مېرمنو سره مرکې کولې، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې مشخص کولې او بیا یې ورته د خدمتونو برابریدو لارې چارې لټولې. د یاد سازمان په باور که دغه بندیز دوام وکړي؛ نو د ښځو لپاره به روان ناورین لا پراخ شي.

یونسیار دا خبره هم کړې، چې له طالبانو سره یې د دغه بندیز د مخنېوي او د دوی ښځینه کارکونکو ته بېرته د کاري اجازې ورکړې په تړاو خبرې اترې پیل کړې دي؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. دغه سازمان هیله څرګنده کړې، که د دوی ښځینه مامورانې بېرته دندو ته ستنې شي؛‌ نو اړمنې ښځې او ماشومان به له خدمتونو برخمن شي.

طالبانو له تېرو درېیو اونیو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو بندرونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ښځینه کارکونکې له دندو شړلې او ورته یې سپارښتنه کړې، چې نور باید دندو ته لاړې نه شي. طالبانو تر دې دمخه هم ورته اقدامات کړي‌ او ښځینه یې له دندو منعه کړې دي.

سره له دې چې اوس د‌ طالبانو تر واک لاندې ښځینه له محرم سره دندو ته ځي؛ خو په ډېرو نادولتي ادارو کې بیا طالبان لا دا هم نه مني. د بشري حقونو او ښځو د ملاتړ نړۍوال سازمانونه اندېښنه لري، چې د طالبانو دغو افراطي بندیزونو افغانستان کې مېرمنې ان له رواني ستونزو سره مخ کړې او اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب شوی دی.

د طالبانو سختدریځه مشر ملاهبت الله په تېرو څلورو کلونو کې یوازې د ښځو د ژوند محدودولو او پرې د بندیزونو لګولو اړوند له ۱۰۰ ډېر بندیزونه لګولي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱
یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې په افغانستان کې به د نجونو د زده‌کړو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د یونېسف اجرایوي مرستیال تد چایبان ویلي، چې افغان نجونې له دوی د زده‌کړو د دوام غوښتنه کوي او دوی به د زده‌کړو لپاره خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي کندوز ولایت ته د سفر په لړ کې په سې درک سیمه کې د افغان نجونو له یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې « د دغه ښوونیز مرکز ټولو ګډونوالو موږ ته وویل، چې غواړي زده‌کړې وکړي. دوی غواړي چې ډاکټرانې، انجنیرانې او یاهم په نورو برخو کې زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي څه باندې دوه مېلیونه نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځل واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته پر افغان نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له پراخو غوښتنو سره، سره یې دغه بندیز ته دوام ورکړی دی.

ملاله یوسفزۍ: د انټرنټ بندیز د افغان ښځو او نجونو د لا زیاتو ازادیو محدودولو هڅه ده

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: د انټرنټ بندیز د افغان ښځو او نجونو د لا زیاتو ازادیو محدودولو هڅه ده
100%

د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د تعلیم نړیواله ملاتړې،ملالې یوسفزۍ،د طالبانو له لوري په افغانستان کې د انټرنټ محدودولو او بندولو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو دا اقدام د هغوی د استبدادي سیاستونو دوام دی، چې موخه یې د افغان ښځو او نجونو لا زیات ګوښه کول او له نړۍ جودا کول دي.

ملالې په خپلو توندو څرګندونو کې ویلي: «د انټرنټ بندول د طالبانو تر سیوري لاندې د جنسیتي اپارتاید یوه بله نښه ده. له انټرنټ څخه د محرومېدو له امله افغان نجونې نه شي کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او نه هم د خپلو استادانو او همصنفيانو سره اړیکه ټینکولی شي. دا کار په بشپړ ډول د منلو وړ نه دی».

هغې ټینګار کړی، چې نړۍوال حکومتونه باید د طالبانو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي او له هغوی سره د اړیکو په هره برخه کې فشار زیات کړي، څو دوی اړ شي چې د انټرنټ بندیز پای ته ورسوي.

ملاله زیاتوي: «حکومتونه باید سمدستي تر ټولو ډېر فشار پر طالبانو راوړي. افغان ښځې او نجونې د انټرنټ حق لري، د زده‌کړې حق لري، او د دې هېواد د راتلونکي جوړولو حق لري. د انټرنټ بندیز یوازې د طالبانو هغه هڅه ده چې دوی د نړۍ له پامه پټې کړي».

افغانستان لا له وړاندې د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږي چې د ښځو د زده‌کړې حق یې تر ټولو سخت محدود شوی. د نجونو له منځنۍ او لوړو زده کړو محرومیت، د ښځو د کار مخنیوی، او د ټولنیزو ازادیو کمېدل د طالبانو د تګلارو ښکاره بېلګې دي. اوس د انټرنټ بندیز د دې فشارونو یوه بله کړۍ بلل کېږي.

د پوهانو په باور، د انټرنټ نشتوالی نه یوازې د زده‌کړو بهیر ګډوډوي، بلکې د ښځو اقتصادي فرصتونه، د کار انلاین لارې، او د نړۍ له علمي سرچینو سره د اړیکو امکانات هم له منځه وړي.

ملاله یوسفزۍ له نړیوالو غوښتنه کوي چې یوازې غندنه کافي نه ده، بلکې باید عملي ګامونه پورته شي. د هغې په وینا، د نړیوالو فشارونو پرته به طالبان پر خپل دریځ ولاړ پاتې شي او د ښځو او نجونو د حقونو له منځه وړل به دوام وکړي.

ملاله یو ځل بیا په څرګند ډول وویل چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې مبارزه یوازې د هغوی مبارزه نه ده، بلکې دا د بشري حقونو یوه نړیواله موضوع ده، او ټول هېوادونه دنده لري چې د دې غږ ملاتړ وکړي.

د افغان کډوالو اېستل؛ له بلوچستان ایالت نه څه باندې ۳۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۷ وږی ۱۴۰۴ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۱
د افغان کډوالو اېستل؛ له بلوچستان ایالت نه څه باندې ۳۰زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ځايي چارواکو ویلي، چې له دغه ایالت نه د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې تراوسه څه باندې ۳۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه چارواکو د معلوماتو له مخې؛ په یاد شمېر کې شاوخوا ۲۰زره کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د بلوچستان ځايي چارواکي وايي، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې له بلوچستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده.

په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې هم ویلي، چې یوازې تېره ورځ څه باندې ۲۵۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه ادارې د شمېرو له مخې؛ د تېرې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د روانې سپټمبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې ټولټال یو لک او ۹۱۸۷ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ډنمارک استازې: د طالبانو پالیسي د ښځو د حقونو تر ټولو لوی نړۍوال ناورین دی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۱
د ډنمارک استازې: د طالبانو پالیسي د ښځو د حقونو تر ټولو لوی نړۍوال ناورین دی
100%

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د ډنمارک استازې کریسټینا مارکوس لاسن پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د دې ډلې پالیسۍ د نړۍ تر ټولو جدي او ګواښونکی بشري ناورین رامنځته کړی دی.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د طالبانو د تبعیضي تګلارو عادي کېدل د منلو وړ نه دي او نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې بې‌پروا پاتې نه شي.

د ډنمارک استازې د افغانستان د ختیځې برخې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده او زیاته یې کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي چلند د بشري مرستو او د انسانانو د ژغورنې بهیر هم اغېزمن کړی دی.

هغې وویل: «ښځې د طب له زده‌کړو محرومې شوې دي، په داسې حال کې چې نارینه ډاکتران هم د ښځو د معاینې اجازه نه لري.»

مارکوس لاسن د افغانستان د بشري حقونو وضعیت «کړکېچن، نازک او د پرځېدو پر لور روان» وباله.

د هغې په وینا، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې نه یوازې کوم بندیز نه دی لرې کړی، بلکې پر ښځو او نجونو یې د سیسټماتیک حذف لپاره نوي قوانين او پالیسۍ جوړې کړې دي. نوموړې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تطبیق یادونه وکړه او دا یې د ښځو د حقونو پر وړاندې د سخت محدودیت یو څرګند مثال وباله.

100%

د ډنمارک استازې غوښتنه وکړه، چې طالبان باید ژر تر ژره د لوړو زده‌کړو او کار اجازه ښځو ته ورکړي او ټول تبعیضي قوانین لغوه کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکړي او د جرمونو نړۍوالې محکمې له خوا د هغوی پر ضد د نیولو حکمونه عملي شي.

لاسن د دوحې د بهیر ملاتړ اعلان کړ، خو ټینګار یې وکړ چې دغه بهیر باید ټولګډونه وي او د ښځو، مدني ټولنو، قومي او مذهبي لږکیو ګډون پکې تضمین شي.

هغې په پای کې وویل: «د افغانستان خلک داسې راتلونکي ته اړتیا لري چې د کرامت، فرصت او هیلو پر بنسټ ولاړ وي، نه د حذف پر اساس. ډنمارک د افغانانو د حقونو او ارمانونو په ملاتړ کې ولاړ دی.»

له زده کړو څلور کلن محرومیت: طالبانو لا هم د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې ساتلې دي

۲۶ وږی ۱۴۰۴ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱
له زده کړو څلور کلن محرومیت: طالبانو لا هم د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې ساتلې دي
100%

څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي. دا بندیز د هغو پراخو بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو لګول شوي دي.

کله چې د ۲۰۲۱کال په وروستیو کې دغه پرېکړه عملي شوه، ډېرې زده‌کوونکې د افراطي بریدونو له ګواښونو سره هم مخ وې.

فاطمه امیري چې هغه مهال ۱۷کلنه وه، د کابل په یوه ښوونځي کې د ځانمرګي برید ښکار شوه. په دې برید کې له ۵۰زیاتې زده‌کوونکې ووژل شوې او فاطمه د تل لپاره معلوله شوه.

هغه اوس له هېواده بهر ژوند کوي او د افغان نجونو د زده کړو لپاره غږ پورته کوي.

فاطمې نن په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپله وینا کې وویل: «زما همزولې ژاړي، ماته پیغامونه را استوي او وايي چې موږ د زده‌کړې حق غواړو. د دوی یوازینۍ هیله زده‌کړه وه، خو له هغوی څخه دا حق اخیستل شوی دی.»

د ملګرو ملتونو د مېرمنو ادارې د یوې سروې له مخې، د افغانستان له لسو وګړو څخه نهه یې د نجونو دزده‌کړو ملاتړ کوي. سره له دې چې طالبان لا هم پر دې بندیز ټینګار کوي او ان د ښځینه مرستندویانو کار یې هم محدود کړی دی.

100%

د ملګرو ملتونو او د هغوی همکارو ادارو بیا په پرله‌پسې ډول د دې پرېکړې غندنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان نجونو د زده‌کړو ملاتړ وکړي.

د تازه ارقامو له مخې، شاوخوا ۲،۲میلیونه افغان نجونې له منځنۍ زده‌کړې بې‌برخې دي او په ټوله کې تر اوو میلیونو ډېر ماشومان د ښوونځي له درسي چوکاټه بهر پاتې دي.

فاطمه چې خپله یوه سترګه او یو غوږ یې له لاسه ورکړي، وایي چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت د روښانه راتلونکې له لاسه ورکولو په معنا دی.

هغه زیاتوي: «کله چې ته زده‌کړه ونه کړې، د راتلونکي لپاره لید نه لرې. ته شپه او ورځ په کور کې ناست یې، بې‌ښوونځي، بې‌تعلیمه؛ دا خپله ړندوالی دی.»

هغې وویل، چې له ډېرو نجونو سره په اړیکه کې ده او هغوی په پټه زده‌کړو ته دوام ورکوي: «نجونې په کورونو کې له زړو کتابونو سره یا له انټرنېټي کورسونو سره چې ډېر لږ ورته لاسرسی لري، بیا هم هڅه کوي چې نوي څه زده کړي. هغوی له دې کار څخه لاس نه اخلي.»

100%

فاطمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل، چې نړۍوال باید یوازې په خبرو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه پورته کړي. هغې وړاندیز وکړ چې هغو نجونو ته دې بورسونه برابر شي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، د انلاین زده‌کړې فرصتونه دې رامنځته شي او نړۍواله ټولنه دې د افغان نجونو د اساسي حقونو په دفاع کې واحد دریځ خپل کړي.

نن څلور کاله کېږي چې د افغانستان زرګونه نجونې د زده‌کړې له حقه بې‌برخې دي. هغوی چې د راتلونکي د جوړولو هیلې یې درلودې، اوس د تیارو او نامعلوم برخلیک سره مخامخې دي.

د یادولو وړ ده، چې اوس تازه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د فایبر نوري انټرنېټ د بندولو امر کړی دی او په ځینو ولایتونو کې دا شبکه رښتیا هم تړل شوې ده. د څارونکو په باور، دا پرېکړه به د هغو نجونو پر انلاین زده‌کړو هم دروند اغېز وکړي، چې د ښوونځي له دروازو د تړل کېدو وروسته یې هڅه کوله له انټرنېټي کورسونو او پروګرامونو ګټه واخلي.