• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ په اسیا جام سیالیو کې د افغان لوبډلې د سفر پای، لاسته راوړنې او ستونزې څه وې؟

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۲ GMT+۱

د ۲۰۲۵کال د کرېکټ په اسیا جام شل اوریزو سیالیو کې افغان لوبډلې تېره شپه له سرېلانکا څخه په ماتې سره له دغه سیالیو بهر شوه. که څه هم افغان لوبډلې د دغه سیالیو پیل په نسبتا ښې بریا سره وکړ؛ خو وروستۍ دوه لوبې یې وبایلودې او له دغه سیالیو بهر شوه.

د کرېکټ یو شمېر پوهان او مبصرین وايي، چې افغان لوبډلې د تمې خلاف په اسیا جام کې او له هغې وړاندې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره په درې اړخیزې لوبلړۍ کې ښې لوبې ونه‌کړې.

کرېکټ پوه سمیع الله هلال وايي، په اسیا جام کې د افغان لوبډلې نیمګړتیاوو وښوده چې د راتلونکو شل اوریز جام لپاره ډېر کار ته اړتیا ده. نوموړی وايي، په اسیا جام او له هغه وړاندې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د افغان لوبډلې له ورو توپ اچونې برخې ور هاخوا نورې برخې ناکامه وې.

هغه وایي:« درې لویې ستونزې چې باید له ځنډ پرته پرې فکر وشي؛ لومړی د توپ وهنې په برخه کې جدي ستونزه لرو، لږ تر لږه باید په لوبډله کې پنځه مسلکي توپ وهونکي ولرو. دویمه مسله د تېزو توپ اچوونکو ده، چې دې برخه کې هم کمزوري یو او تر ټولو مهمه دا چې د غوراوي برخه کې باید مسلکي چلند وشي.»

د ښاغلي هلال په خبره، که افغان لوبډله د خپلو نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې جدي او ژر ګامونه پورته نه کړي؛ نو له نړۍوال شل اوریز جام څخه هم ښه پایله نه‌شي اخېستی. د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام د راتلونکي ۲۰۲۶کال په فبرورۍ میاشت کې پیلېږي، چې افغان لوبډله هم په‌کې ګډون کوي.

په ورته وخت کې د کرېکټ یو بل پوه او څارونکی حکیم الله رحماني بیا په اسیا جام کې د افغان لوبډلې د ناکامیو پړه د غوراوي پر کمېټې ور اچوي. نوموړی وايي، د غوراوي کمېټه باید هغه ځوانو لوبغاړو ته چې په کورني کرېکټ کې ښه ځلېدلي وو؛ چانس ورکړی و.

هغه وایي:« په نړۍوالو سیالیو کې له مسلکي توپ وهونکي پرته د لوبو ګټل ډېر سخت وي. موږ ښه او ځوان لوبغاړي لرو؛ خو د غوراوي کمېټه د ځینو مشهورو لوبغاړو تر اغېز لاندې په دوامداره توګه هغوی ته چانس ورکوي، چې نور باید له ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړي.»

د ښاغلي رحماني په خبره؛ په اسیا جام کې افغان کرېکټ لوبډلې د تمې خلاف لوبو سره وښوده، چې په راتلونکي شل اوریز نړۍوال جام کې له هر اړخیزو بدلونونو پرته به ګډون له نهیلۍ پرته بله پایله ونه لري.

په ورته وخت کې د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو او د کرېکټ نړۍوالو مبصرینو هم د افغان لوبډلې په ستونزو تبصرې او پوسټونه کړي دي. یو شمېر نړۍوالو مبصرینو ویلي، چې د افغانستان کرېکټ له سخت پړاو څخه تېرېږي او باید روحیه ونه بایلي او په پوره ځواک نړۍوال شل اوریز جام سیالیو کې ګډون وکړي.

دوی وايي، د افغانستان لوبډله یوازې د افغانانو نه؛ بلکې په نړۍواله کچه د کرېکټ د مینه‌والو د پام وړ ده او باید په نړۍوالو لوبو کې په شور او ځوږ ګډون وکړي او د کرېکټ د مینه‌والو تنده ماته کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

بنګله‌دېش د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان ته د ۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۲۵مه) له بنګله‌دېش څخه د ۸ منډو په توپیر خپله ماتې ومنله.

دغه لوبه نن ماښام په متحده عربي امارات کې د بنګله‌دېش په توپ وهنې سره پیل شوه او بنګله‌دېش د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

افغان اتلانو بیا په شلو اورونو کې اېله ۱۴۶ منډې جوړې کړې او بالاخره لوبه یې د ۸ منډو په توپیر بایلوده.

افغان اتلانو تر دې مخکې په اسیا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د پنجشنبې په ورځ د دغو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

بنګله دېش افغان ملي لوبډلې ته د ۱۵۵ مڼدو هدف وټاکه

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د ۲۰۲۵کال د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له بنګله دېش سره پیل کړه. بنګله دېش د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې وکړې او افغان ملي لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

تر ټولو ښه توپ اچونه راشد خان وکړه چې په ۴ اورونو کې یې ۸ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخیستې. فاروقي هم ښه توپ اچونه کړې او په ۴ اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې خو هېڅ وېکټه یې نه ده ترلاسه کړې.

پاتې درې وېکټو کې دوه یې نور احمد او بله یې عمرزي واخیسته

نننۍ لوبه د دواړو افغانستان او بنګله دېش لوبډلو لپاره ځکه مهمه ده، چې که افغانستان لوبه وګټي نو بل پړاو ته یې تګ یقیني کېږي او که بنګله دېش یې وبایلي نو ښایي له بل پړاو سیالیو پاتې شي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

د افغانستان درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د سپټمبر په ۱۸مه) نېټه له سریلانکا سره وي.

د اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان نن د بنګله دېش پر وړاندې لوبېږي

۲۵ وږی ۱۴۰۴ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د ۲۰۲۵کال د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له بنګله دېش سره کوي. دغه لوبه به نن سې‌شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو په ابوظبي کې پیل شي.

ننۍ لوبه د دواړو افغانستان او بنګله دېش لوبډلو لپاره ځکه مهمه ده، که افغانستان لوبه وګټي؛ نو بل پړاو ته یې تګ یقیني کېږي او که بنګله دېش یې وبایلي نو ښایي له بل پړاو سیالیو پاتې شي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

د افغانستان درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د سپټمبر په ۱۸مه) نېټه له سریلانکا سره وي.

د اسیا جام سیالۍ؛ سبا افغانستان له بنګله دېش سره مخامخ کېږي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۷ GMT+۱

د ۲۰۲۵کال د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه سبا له بنګله دېش سره کوي. دغه لوبه به سبا سې‌شنبه (د وږي ۲۵مه) ماښام مهال په ابوظبي کې ترسره شي.

سبانۍ لوبه د دواړو افغانستان او بنګله دېش لوبډلو لپاره ځکه مهمه ده، که افغانستان لوبه وګټي؛ نو بل پړاو ته یې تګ یقیني کېږي او که بنګله دېش یې وبایلي نو ښایي له بل پړاو سیالیو پاتې شي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له هانګ کانګ لوبډلې څخه په لوی توپیر ګټلې او اوس د خپل ګروپ په سر کې ځای لري.

د افغانستان راتلونکې لوبه به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه له سریلانکا سره وي.

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی. تېره شپه د هند او پاکستان لوبډلې د اسیا جام په شل اوریزه سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شوې، چې هند په خورا اسانۍ پاکستاني لوبډله ماته کړه.

لوبه د پاکستان په توپ وهنې سره پیل شوه او په شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ. هند بیا دغه هدف د درېیو وېکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۶م اور کې پوره کړ او ورسره یې د ۷ وېکټو په توپیر لوبه وګټله.

له لوبې ووروسته د معمول په څېر د دواړو لوبډلو لوبغاړو باید له یو بل سره ستړي مه شي کړې وه او لاسونه یې ورکړي وای؛ خو هندي لوبغاړو له دغه کار څخه ډډه وکړه.

پاکستاني لوبغاړي په تمه وو، چې هندي لوبغاړي به په دودیز ډول میدان ته ورځي او ورسره به په لاس روغبړ کوي او یو بل ته به د ښې لوبې خبرې کوي؛ خو هندي لوبغاړي خپلې خونې ته ننوتل او دروازه یې وتړله. د هندي لوبغاړو دغه اقدام په پاکستان کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

ځینو پاکستاني مبصرینو ویلي، چې لوبغاړي باید په سیاسي مسایلو کې ښکېل نه‌شي او سپورټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

خو د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر سوریا کمار له لوبې وروسته په خبري غونډه کې ویلي، چې په ژوند کې ځینې مسایل تر ورزشي اخلاقو او روحیې پورته وي.

هغه ویلي:« ځینې مسایل په ژوند کې تر ورزشي روحیې پورته وي. موږ د پهلګام ترهګریز برید له ټولو قربانیانو کورنیو ترڅنګ ولاړ یو او ورسره خپله خواخوږي څرګندوو او خپله بریا هغو سرتېرو ته ډالۍ کوو، چې په وروستیو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.»

نوموړي همدا راز ویلي، دا چې تل هندي سرتېرو هڅه کړې له خپلو خلکو په مېړانې دفاع وکړي؛ نو دوی هم داسې فرصت له لاسه نه ورکوي او غواړي په دې ډول معنوي ډالیو هغوی ونازوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ لوبې تل له جنجالونو او داسې کیسو سره ملې وي، چې تر ډېره یې خلک یادوي. که څه هم د هندي لوبغاړو بېګاني اقدام په پاکستان کې توند غبرګونونه راپارولي؛ خو په هند کې بیا ترې په پراخه کچه هرکلی شوی دی.

د کرېکټ د چارو پوه سمیع الله هلال بیا وايي، په اوس وخت کې د دې شونتیا شته چې سپورټ دې له سیاست څخه لرې وساتل شي. نوموړی وايي، اوس ټول هېوادونه غواړي چې په یوه ډول ملي ارزښتونه د سپورټ له لارې وپالي.

هغه وایي:« ماته جالبه وي، چې څوک وايي سپورټ دې له سیاست څخه لرې وساتل شي؛ ځکه په سیاست کې خو ټول مسایل راځي او نن سبا چې څومره سیاست په سپورټ کېږي، فکر نه کوم چې له کومې بلې لارې دې وشي.»

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ سیالۍ تر ټولو ډېرې جنجالي کړې دي، چې بېګانۍ هغه یې ښه بېلګه کېدای شي.