زېلېنسکي به د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې له ټرمپ سره هم وګوري

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي چې نوموړی به راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. زېلنسکي ویلي چې په دې لیدنه کې به د اوکراین پر امنیتي تضمینونو او نویو بندیزونو خبرې وکړي.