ملګري‌ ملتونه په افغانستان کې د کرنیزو تولیداتو پر زیاتېدو بوخت دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې د اروپايي ټولنې په ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې کرنیز تولیدات ډېر کړي چې په دې سره د عوایدو سرچینې ډېرې شي. د نوموړي بنسټ په خبره، دا چاره په اقلیمي بدلون کې هم ګټور تمامېږي.