• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان له طالبانو سره د زلزله ‌ځپلو د درملنې او روغتیایي همکارۍ ژمنه کړې

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره لیدلي او د زلزله‌ځپلو درملنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د طبي وسایلو برابرولو پر موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي. سفیر ویلي چې د ټپیانو د عملیاتو لپاره به د قزاقستان یوه ۲۰ کسیزه ډله کابل ته لاړه شي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې په ایکس خپره شوې راغلي، جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ روغتیایي همکارۍ اړینې وبللې او زیاته یې کړه: «له دې امله چې ختیزو ولایتونو کې وروستیو زلزلو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي، اړینه ده چې ټپيانو ته ښه او اغېزناک روغتیایي خدمتونه وړاندې شي.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، جلالي له قزاقستان څخه د زړه او سرطان ناروغیو، رادیولوژۍ او عصبي جراحي په برخه کې د تجربو د شریکولو غوښتنه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې تېرې همکارۍ دوامدارې شي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، د قزاقستان سفیر افغانستان "دوست هېواد" بللی او ویلي یې دي چې قزاقستان به د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزنې ترڅنګ، دوامدارې همکارۍ وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، نوموړي ویلي په نږدې راتلونکې کې به د ۲۰ کسانو تخنیکي جراحي ډله کابل ته واستول شي چې د زلزله‌ځپلو ناروغانو وړیا عملیات ترسره کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

عوامي نېشنل ګوند په باجوړ کې د خپل یوه جګپوړي غړي ترور په کلکه غندلی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند غړی میر اعظم خان د ناپېژاندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. یاد ګوند د نوموړي ترور لویه ضایع بللې او له حکومت یې غوښتي چې د پېښې عاملان ونیسي.

د راپورونو له مخې، پېښه د خار ـ ناوګۍ سړک په خزانې سیمه کې شوې ده.

د دوی په وینا، میر اعظم خان چې ۴۵ کاله عمر یې درلود، له کوره د خزانې ډاګ سیمې پر لور روان و، چې وسله والو پرې ډزې وکړې او سخت ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.

عوامي نېشنل ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د میر اعظم خان وژنه غندلې او هغه یې د سیمې لپاره یوه زړور او ولس‌پاله څېره بللې ده.

د عوامي نشنل ګوندپه اعلامیه کې ټینګار شوی چې تاوتریخوالي او دغه ډول بریدونه به د دوی او ولس اراده کمزورې نه کړي، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې به یې د مبارزې هوډ لا پیاوړی کړي.

ګوند د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د میر اعظم خان قاتلان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ضمیر کابلوف: د بګرام خبرې د ګرینلنډ او کاناډا په څېر تبلیغاتي شور ته ورته دي

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې امریکا به پر افغانستان د نوي پوځي برید جرئت و نه کړي. کابلوف زیاته کړې، چې «زه داسې فکر نه کوم. دا خبره د ګرینلنډ او کاناډا له تبلیغاتي شور سره ورته ده».

د روسي رسنیو د رپوټ له مخې، ضمیر کابلوف ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د حضور په تړاو د امریکا هر ډول هڅه د واشنګټن لپاره ډېرې منفي پایلې لرلای شي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ طالب چارواکو ته ګواښ کړی و چې که د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري، بدې پایلې پېښېدای شي.

امرالله صالح وايي د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د وېش پیل دی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د لسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د خیبر پښتونخوا برید د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش پیل دی. صالح وايي، دی ډاډه نه دی، چې د پاکستان اصلي اردو او انګریزي ژیرسنیو دې ددغه برید په اړه رپوټ خپور کړی وي.

امرالله صالح پر ایکس لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک په خیبر پښتونخوا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمونه غورځولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي.

هغه پوښتنه کړې: «ایا فکر کوئ که په پنجاب کې ۲۳ ملکي کسان وژل کېدلای، څه به پېښ وای؟»

صالح ټینګار کړی، چې د پخوانيو قبایلي سیمو خلک تل د پاکستان د سیاست د قربانۍ برخه ګرځول شوي او ان د دغه هېواد اصلي رسنۍ هم ورته پوره پام نه کوي.

د ده په وینا، دا ډول کړنې د پاکستان د بالکاني کېدو یا وېش او ټوټې کېدو پیل ښيي.

نوموړي زیاته کړې: «طالبان، که د افغانستان دي او که د پاکستان، د اسلام‌اباد جوړ شوي زهر دي، پوځ یې هم حل لري، خو دا حل د ایف ۱۶ الوتکو له لارې د ملکي خلکو وژل نه دي.»

پخواني مرستیال ولسمشر څرګنده کړې، چې د پاکستان اوسنی دفاع وزیر باید د خپلو پخوانیو څرګندونو له امله، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د طالبانو او ترهګرۍ ستاینه کړې وه، له افغانانو بښنه وغواړي.

په کابل کې د قطر د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته ورسېد. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دو شنبه د (وږي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د یاد وزارت وزیر د طالبانو او قطر اړیکې تاریخي او ورورګلویزې وبللې.

متقي له افغانانو سره د قطر دولت له بشري مرستو مننه کړې او د سفیر د ماموریت دوره یې ستایلې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د قطر دولت تلونکي سفیر په حواله لیکل شوي، چې نوموړي په خپل وار د د طالبانو او قطر اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.

قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پل حیثیت لري او له دې ډلې سره نژدې اړیکې پالي.

طالبانو د نوي سفیر د راتک او ګومارنې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د افغانستان شمال ته د ملاهبت الله د «سفرنامې کتاب» خپور کړی

۳۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۴ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا په امر ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغانستان شمال ته د ملا هــبت الله د سفر په تړاو د لیکل شوې سفرنامې کتاب خپور کړی. طالب چارواکي وايي، په دغه کتاب کې «ټول ولس» او په ځانګړې توګه مسوولانو ته مهمې لارښوونې او سپارښتنې راټولې شوې دي.

د طالبانو د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدالله ضرار نن دوشنبه د ( وږي ۳۱مه) وویل چې ددغه کتاب د مخکتنې لپاره نن ځانکړي مراسم نیول شوي ول.

دوی همدراز وايي دا کتاب د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریيس ذبيح الله نوراني ليکلی دی.

د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا ددې ډلې مشر ملاهبت الله ته نژدې کس بلل کېږي.