په کابل کې د قطر د سفیر ماموریت پای ته ورسېد

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته ورسېد. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته ورسېد. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دو شنبه د (وږي ۳۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د یاد وزارت وزیر د طالبانو او قطر اړیکې تاریخي او ورورګلویزې وبللې.
متقي له افغانانو سره د قطر دولت له بشري مرستو مننه کړې او د سفیر د ماموریت دوره یې ستایلې ده.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د قطر دولت تلونکي سفیر په حواله لیکل شوي، چې نوموړي په خپل وار د د طالبانو او قطر اړیکې دوستانه وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دوه اړخیزې اړیکې په ګڼو برخو کې لا پراخې شي.
قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پل حیثیت لري او له دې ډلې سره نژدې اړیکې پالي.
طالبانو د نوي سفیر د راتک او ګومارنې په اړه څه نه دي ویلي.


په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا په امر ددغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د افغانستان شمال ته د ملا هــبت الله د سفر په تړاو د لیکل شوې سفرنامې کتاب خپور کړی. طالب چارواکي وايي، په دغه کتاب کې «ټول ولس» او په ځانګړې توګه مسوولانو ته مهمې لارښوونې او سپارښتنې راټولې شوې دي.
د طالبانو د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمدالله ضرار نن دوشنبه د ( وږي ۳۱مه) وویل چې ددغه کتاب د مخکتنې لپاره نن ځانکړي مراسم نیول شوي ول.
دوی همدراز وايي دا کتاب د طالبانو د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریيس ذبيح الله نوراني ليکلی دی.
د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا ددې ډلې مشر ملاهبت الله ته نژدې کس بلل کېږي.

د جمعیت ګوند جګپوړی غړی عطامحمد نور وايي، د جهاد کلونو کې پاکستان د مجاهدینو او هند، روسیې، تاجکستان، ایران او ازبکستان د برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود په مشرۍ د لومړي مقاومت مرسته کوله. نوموړي یوځل بیا ټینګار کړی، چې «طالبان متحجر او متعصب دي خو خاوره یې نه ده پلورلې».
عطا محمد نور پر ایکس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، تعامل او امنیتي تړون هغه وخت د منلو وړ دی چې د مشروع او د خلکو د ارادې پر بنسټ جوړ شوي حکومت تر منځ وشي، نه د طالبانو په څېر یوې ډلې سره.
د نوموړي په وینا، «امریکا هم له طالبانو سره د کوم تړون کولو حق نه لري، ځکه دغه ډله له مشروعیت بې برخې ده او لا هم د نړۍ، حتا د امریکا له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.»
د بلخ دغه پخواني والي، پر طالبانو نیوکه کړې چې هغوی یوه «متحجره، متعصبه او وینه تویوونکې ډله» ده، چې دین د خپلو قومي او ګروپي ګټو لپاره کاروي، خو په ورته وخت کې وايي، چې خاوره یې نه ده پلورلې.
نور د خپلو مخکینیو څرګندونو په توضیح کې لیکي، چې « تر اوسه موږ د طالبانو په کړنو کې د خاورې پلورلو نښې نه دي لیدلي، که د پاکستان ملاتړ د خاورې پلورل ګڼل کېږي، نو په افغانستان کې هېڅ جریان، رهبر او ډله له دې تور څخه خلاصه نشي بلل کېدای.»
نور د تاریخي پېښو په یادولو سره لیکلي، چې د شوروي پر ضد جهاد او وروسته د لومړي مقاومت پر مهال، مجاهدین د ایران، روسیې، هند، تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو له مرستو برخمن شول، «خو دا مرسته د خاورې پلورلو نه، بلکې اړتیا وه.»
نوموړي په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې، چې احمد شاه مسعود هم د وخت د ملي مصلحت لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو هڅې کړې وې او حتا رسمي پلاوي ترکمنستان او غزني ته د مذاکراتو لپاره استول شوي وو.
د هغه په وینا، «دغه ډول اړیکې د مشروعیت په معنا نه وې، بلکې د وطن د ګټو لپاره مصلحت و.»
عطا محمد نور ټینګار کړی، چې د کمونیستي رژیم پر مهال د جګړې مشران حاضر نه شول د کابل له واکمنانو سره خبرې وکړي، ځکه هغوی د اشغالګرو لاسپوڅي بلل کېدل.
یاده دې وي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي که طالبان د بګرام هوايي اډه امریکا ته بېرته ونه سپاري، «بدې پېښې به وشي»، ټرمپ دا غوښتنه څو ځلې تکرار کړې خو د طالبانو له خوا رد شوې ده.
طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان پر خپلواکي او حاکمیت معامله نه کوي.

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د قومي مشر او په لومړۍ دوره کې د افغانستان د پخواني پارلمان غړي پاچا خان ځدراڼ شخصي کور د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کسانو نیولی دی. طالبانو له دې وړاندې هم د نوموړي یو شخصي کور په خوست کې وېجاړ کړی و.
په کابل کې ځايي سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۳۱مه) وویل چې د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ کور د کابل وزیر اکبر په ۱۵ سرک کې موقعیت لري.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، « تېره اونۍ څو مخپټو طالبانو چې په وسلو سمبال ول د کور د خالي کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې باید ژر تر ژره له دې کوره بهر شئ.»
سرچینه وايي، پاچا خان ځدراڼ خپل کور له ټولو وسایلو سره پرېښود او خپله بل ځای ته انتقال شوی دی.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، پاچا خان ځدراڼ د طالبانو له بېلابېلو ادارو سره هم تماس نیولی خو ورته ویل شوي، چې د موضوع په حل کې ورسره مرسته نشي کولی.
تر اوسه پورې طالبانو ددې کور د قبضه کولو په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو له بیا راتګ سره دې ډلې د پخوانیو افغان چارواکو کورونه نیولي دي او ځینې طالب مشران په دغو کورونو کې مېشته دي.
شاوخوا دوه کاله وړاندې هم طالبانو په خوست کې د قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي پاچا خان ځدراڼ کلا ونړوله چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر اساس ورکړل شوې وه.
افغانستان انټرنشنل ته په خوست کې ځايي سرچینو وویل، د حقاني شبکې مشر او د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني چې په قوم ځدراڼ دی، له پاچا خان ځدراڼ سره د ځدراڼو د قبیلې د مشرۍ او په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د برید پرمهال ددې ډلې پر ضد د عملیاتو له امله پخوانۍ ستونزې لري.
د امریکا په مشرۍ پر افغانستان د نړیوالې ټولنې له بریدونو سره هممهاله باچاخان په خوست، پکتیا او پکتیکا کې عملیات پیل کړل او وروسته تر یوه وخته د پکتیا والي و.
پاچا خان ځدراڼ د بن په لومړي کنفرانس کې هم ګډون درلود او د ولسي جر ګې په لومړۍ دوره کې د پکتیا د خلکو استازی پاتې شوی دی.
د جمهوریت پر مهال د پاچا خان ځدراڼ پر کور څو ځله طالبانو بریدونه وکړل او په ۲۰۰۷ کال کې یې پر موټر یو ځانمرګی برید هم شوی و.
د ۲۰۱۲ کال په اګسټ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د نوموړي یو ورور، وراره او ماما ووژل شول.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی چې د باغدرې بند د ډبرو څېړنیزه پروسه د چین په کیومینګ ښار کې د «پاورچاینا» شرکت له لوري پېل شوې. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بند د ۲۴۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.
د وزارت په وینا، د وزارت د مشورتي انجنیرۍ خدماتو (واپیکا) رییس انجنیر محمد اسماعیل عمار مموزي او ورسره تخنیکي پلاوي د چین د سفر پر مهال د «پاورچاینا» له عمومي رییس یاو زونګ او د دغه شرکت له مسوولانو سره لیدلي او د څېړنو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په رسمي مراسمو کې یاد شرکت د دغې څېړنیزې پروسې پرانیسته کړې.
خبرپاڼه زیاتوي، د «پاورچاینا» عمومي رییس ډاډ ورکړی چې په څېړنیزو چارو کې به دقت ته جدي پام وکړي او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې هم کړې.
افغانستان د پراخو اوبي سرچینو هېواد دی، خو د اوږدو جګړو، د زیربناوو نشتوالي او د مسلکي ظرفیت کمښت له امله نهدی توانېدلی چې خپلې اوبه په اغېزناک ډول مهار او مدیریت کړي.
وروستیو وچکالیو او د اقلیم بدلون اوبه، په ځانګړې توګه تر ځمکې لاندې اوبه لا کمې کړې دي.

د ایران د تایباد ولسوال وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له دوغارون ګمرک څخه نږدې ۴۷۱ زره ټنه توکي د افغانستان پر لور صادر شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۵۹۶میلیونه ډالره دی. دا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له مخې ۳۰سلنه او د ارزښت له مخې ۶۰سلنه زیاتوالی ښيي.
د تایباد ولسوال حسین جمشیدي زیاته کړه چې په همدې موده کې نږدې ۴۹زره ټنه توکي د افغانستان له لوري ټرانزیټ شوي او همدارنګه شاوخوا ۸۵۸ زره ټنه توکي د نورو هېوادونو له لارې د دوغارون بندر ته لېږدول شوي دي.
د ایران د مهمو صادراتي توکو په ډله کې چې افغانستان ته صادریږي، د ودانیزو موادو، خوراکي توکو، مېوې او ترکاري، د نفتو محصولاتو او مایع ګاز یادونه شوې ده.
په مقابل کې، د افغانستان د صادراتو مهمه برخه غلې دانې او ودانیزېډبرې دي.
جمشیدي ټینګار کړی، چې د دوغارون په رسمي بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او د قانوني راکړې ورکړې اسانتیا کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې کړي.