ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې وویل، که په هغه وخت کې د امریکا ولسمشر وای، نو د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه هېڅکله هم نه پیلېده. هغه زیاته کړه، «له درې نیمو کلونو راهیسې دغه جګړه روانه ده، په داسې حال کې چې باید په یوه اوونۍ کې پای ته رسېدلې وای.»
ټرمپ د اوکراین د جګړې د دوام لامل روسیه وبلله او ویې ویل، چین او هند هم له روسیې د نفتي موادو په پېرلو سره د دغې جګړې د دوام لپاره مرسته کوي. هغه د ناټو پر ځینو هېوادونو هم نیوکې وکړې چې لا هم له روسیې انرژي پېري.
ډونالډ ټرمپ په خپلې دغې وینا کې په ډاګه کړه، واشنګټن چمتو دی چې د روسیې پر وړاندې نوي بندیزونه ولګوي او له اروپا یې هم وغوښتل چې له ده سره یو ځای شي.
هغه په ټينګار سره وویل: «اروپاییان جګړې ته ډېر نږدې دي او دا ورته شرم دی چې لا هم له روسیې انرژي پېري.»
هغه زیاته کړه: «تېر د نن له معیارونو سره نشو سنجولای او نن د تېر له معیارونو سره نه شي قضاوت کېدای.»
الشرع په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د هغه حکومت د بیارغونې، اقتصادي پراختیا او ملي یووالي پر پروګرام تمرکز لري او یوازې پوځ او حکومت باید د وسلو د کارونې مشروع حق ولري.
هغه وویل، د اساسي قانون په رڼا کې به د لږکیو حقونه په ځانګړي ډول د کردانو خوندي شي، خو د کردانو وسلهوال ځواکونه باید د دولت له چوکاټ بهر فعالیت ونه کړي.
الشرع د اسراییل په اړه وویل، چې د بشار الاسد د حکومت له پرځېدو وروسته یې تراوسه پر سوریې له زرو ډېر بریدونه کړي او د جولان د لوړو سیمه یې لا هم اشغال کړې ده، خو د ده په وینا، د دمشق تمرکز پر بیارغونې او د نوي جګړې د مخنیوي دی او له اسراییل سره د ۱۹۷۴ د اوربند پر اساس امنیتي خبرې روانې دي.