دوی له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان باید له ځنډ پرته د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونو د فعالیت اجازه ورکړي او که داسې نه کوي؛ نو پر وړاندې به یې کرکه نوره هم زیاته شي.
د راپورونو پربنسټ؛ طالبانو د بلخ په ګډون په کندهار، هلمند، هرات، روزګان، نیمروز، بغلان، تخار او کندوز ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه بند کړي دي.
په هرات کې د یوه سیاحتي شرکت مسوول صفيالله ( مستعارنوم) وايي، کارونه یې تر ډېره له انټرنېټ سره تړلي دي؛ خو له هغه راهیسې چې د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه په دغه ولایت کې بند شوي؛ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.
هغه وايي، د نوري فایبر انټرنېټ ارازنه او چټک و؛ خو د نورو شبکو انټرنېټ چې بیې یې هم لوړې دي؛ د ټیټ سرعت له کبله د دوی فعالیتونه ټکني شوي دي.
هغه وایي:«د نوري فایبر انټرنېټ بند شوی او موږ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو. موږ یو شرکت لرو، چې اوسمهال یې کارونه په ټپه درېدلي دي. که څه هم اوس د مخابراتي شبکو له انټرنېټ نه استفاده کوو؛ خو هغه موږ ته واره نه کوي، بیه یې ډېره لوړه ده او سرعت یې کم دی.»
په ورته وخت کې په بلخ کې د یوه بل سیاحتي شرکت مسوول نعمان ( مستعار نوم) هم د ورته ستونزې په شریکو سره وايي، که طالبان له ځنډ پرته د نوري فایبر انټرنېټي خدومتونو ته اجازه ورنهکړي؛ نو پر وړاندې به یې د خلکو کرکه نوره هم زیاته شي.
هغه وایي:« له کومې ورځې چې دوی راغلي، موږ ته ستونزې جوړوي. د انټرنېټ په بندېدو موږ له جدي ستونزو سره مخامخ یو، د دې پرځای چې طالبان له خلکو سره مرسته وکړي دوی یې ستونزې نورې هم ډېروي چې دا له شک پرته د دوی پر وړاندې کرکه او نفرت زیاتوي.»
هاخوا د کندوز ولایت یوې اوسېدونکې ثنا چې انلاین زدهکړې کولې وايي، د انټرنېټ له بندېدو سره یې د زدهکړو بهیر زیانمن شوی دی. هغه وایي:« ما کورته د نوري فایبر انټرنېټ راتېر کړی و، بیه یې مناسبه وه او ښه کار یې کاوه؛ خو اوس بند شوی. زه دوه وخته خپله درس وایم او دوه وخته بل ځای انلاین درس ورکوم. د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه مې څارل او خپله مې پنځه شاګردان لاره، چې هغوی ته مې د قران کریم او تجوید درسونه ورکول.»
تېره اوونۍ د طالبانو د مشر په امر د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند شو. د راپورونو پربنسټ؛ هبت الله اخوندزاده پرېکړه کړې، چې په ټول هېواد کې د نوري فایبر یا کېبلي انټرنېټ بند کړي.
ځینو سرچینو افغانستان انټرنېشل ته ویلي و، چې د طالبانو مشر دغه پرېکړه په کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره په ناسته کې کړې ده. طالبان وایي، چې دغه اقدام له «منکراتو» نه د مخنیوي لپاره شوی دی؛ خو یو شمېر دیني عالمانو بیا په دې تړاو توند غبرګون ښودلی و.