• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازري ولسوالۍ اوسېدونکي له طالبانو غواړي، چې خرقه مبارکه دې خپله اصلي سیمه کې کېښودل شي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

په لوګر کې د طالبانو یو شمېر زورواکو حضرت محمد (ص) ته منسوب کمېس او خولۍ له ازري ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز پل‌علم ته انتقال کړې او هلته پرې ودانۍ جوړوي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له هبت‌الله غوښتنه کړې، چې د خرقې مبارکې لپاره دې د مرکز پر ځای په اصلي سیمه کې ودانۍ جوړه شي.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې خرقه مبارکه له ۱۰۳ کلونو راهیسې د احمدزیو قوم اړوند د منګل په دره کې د ملک ادم خان د کورنۍ له خوا ساتل کېده.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د محمدالدین شاه محبت په نوم د طالبانو یوه واکمن زورواکي دغه خرقه مبارکه له یادې کورنۍ څخه مرکز ته یووړه او غوښتل یې چې لومړی یې پاکستان ته انتقال کړي، خو د موضوع له افشا کېدو وروسته یې د حقانیانو په مرسته غوښتل ترې سیاسي استفاده وکړي.

د سیمې خلکو زیاته کړې: «طالب قومندان محبت غوښتل دغه خرقه پاکستان ته یوسي، خو کله چې موضوع افشا شوه، بیا یې د حقانیانو په مرسته هڅه وکړه، چې په پکتیا کې د کندهار د خرقې په څېر لویه ودانۍ پرې جوړه کړي، څو ترې سیاسي استفاده وکړي.»

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالب مشرانو له خبرو وروسته د هبت‌الله ځانګړې قطعې د محمدالدین شاه محبت پر کور عملیات وکړل، هغه یې له خرقې مبارکې سره یو ځای ونیوو او بې‌وسله یې کړ.

ځایي خلک وایي، چې خرقه مبارکه له هغه وخت راهیسې د لوګر په مرکز کې پاتې شوه او اوس طالبان غواړي هلته پرې ودانۍ جوړه کړي.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ د منګل د سیمې اوسېدونکو د طالبانو له لوی مشر هبت‌الله څخه غوښتنه کړې، چې د خرقې مبارکې لپاره ودانۍ دې په اصلي سیمه یعنې ازرې ولسوالۍ کې جوړه شي، ترڅو ګټه او برکتونه یې د سیمې خلکو ته پاتې شي.

د ځایي خلکو په خبره: «په اوس وخت کې د خرقې مبارکې د انتقال په برخه کې پر موږ لوی ظلم شوی دی. تېرو حکومتونو ان ملا محمد عمر هم د خرقې لپاره درناوی درلود او هېڅ تغیر یې پرې نه دی راوړی. باید په خپله اصلي سیمه کې ورته ودانۍ جوړه شي.»

په لوګر کې د احمدزیو شورا هم ورته غوښتنه لري او په خپلو ناستو کې یې له ولسوالۍ څخه د خرقې د انتقال پر موضوع نیوکې کړې او خپلې اندېښنې یې شریکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د لوګر د طالبانو مسوولینو خبر ورکړ، چې د هبت‌الله د ځانګړي حکم له مخې د مرکز پل‌عالم اړوند د «عبدالله بن مسعود» جامع جومات کې د حضرت محمد (ص) منسوبې خرقې شریفې لپاره د ۳۴ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.

د طالبانو د لوګر والي صلاح‌الدین ایوبي وویل، چې د دې ودانۍ جوړول نه یوازې د لوګر د اوسېدونکو، بلکې د ټولو افغانانو لپاره قیمتي میراث او ویاړ دی.

اوس مهال د ازرې ولسوالۍ خلکو غبرګون ښودلی او ټینګار کوي، چې د خرقې مبارکې لپاره دې دغه ودانۍ د مرکز پر ځای په اصلي سیمه کې جوړه شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: د امریکا بېرته راتګ به طالبان له سیمه‌ییز ملاتړ څخه بې‌برخې کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۵ GMT+۱

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو د کمېسیون غړی او په افغانستان کې د دغه هېواد پخوانی سفیر ابوالفضل ظهره‌وند وایي، که امریکا یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې ته راستنه شي، نو د مقاومت جبهه به پیاوړې شي او طالبان به د سیمې له ملاتړ څخه بې‌برخې شي.

هغه له ایراني رسنۍ «اېراف» سره په یوې مرکه کې ټینګار کړی: «که امریکایان بېرته افغانستان ته راستانه شي، طالبان به د مقاومت د ځواکونو له خوا وشړل شي، د چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونه به له طالبانو خپل ملاتړ پای ته ورسوي.»

د هغه په وینا، د خلیج وروستیو پېښو لکه پر قطر د اسراییل برید دا وښودله چې امریکا د سیمې د هېوادونو د امنیت د ساتلو توان نه لري. د خلیج هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د امریکا په پوځي پانګونه تکیه نه شي کولای، ځکه په بحراني حالاتو کې ګټوره نه ده.

ظهره‌وند زیاته کړه، چې د بګرام هوايي اډه د امریکا لپاره ځانګړی جیوستراتیژیک اهمیت لري او د روسیې، چین او ایران پر وړاندې د یوې احتمالي وسیلې په څېر عمل کولای شي. له همدې امله، مسکو او په ځانګړي ډول ولادیمیر پوتین د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو پر وړاندې اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي وویل، طالبان نه شي کولای د امریکا حضور ته اجازه ورکړي او نه د واشنګټن مالي فشارونه له پامه غورځولی شي. امریکا کولای شي له پاکستان څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

ظهره‌وند څرګنده کړه، چې د بګرام د بیا نیولو بحث د شانګهای د همکاریو د سازمان له ګټو سره په ټکر کې دی. د ده په وینا، د چین له‌خوا د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب ته د سفر بلنه د پیکېنګ د اندېښنو څرګندونه کوي.

هغه وویل، که امریکا پر طالبانو فشار زیات کړي، ایران، روسیه، چین، تاجکستان او ازبکستان به په ګډه د امریکا پر وړاندې دریځ ونیسي.

ظهره‌وند ټینګار وکړ: «که سیمه‌ییز هېوادونه جدي دریځ ونیسي، بګرام به د امریکایي سرتېرو لپاره په ګورستان بدل شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا د احتمالي بېرته راتګ په صورت کې طالبان به د مقاومت له ځواکمن فشار سره مخ شي او سیمه‌ییز ملاتړ به له لاسه ورکړي.

د هغه په وینا، دا وضعیت به د سیمې لپاره ستراتیژیک ګواښ وي، خو په عین حال کې د مقاومت لپاره په یوه ستراتیژیک فرصت هم بدلېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه اعلان کړی چې بګرام باید بېرته د امریکا تر واک لاندې راشي، ځکه د بایډن د حکومت پرېکړه چې له افغانستانه ووځي، یوه ستره تېروتنه وه. ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که طالبان مخالفت وکړي ډېرې بدې پېښې به په افغانستان کې رامنځته شي.

بګرام هوايي اډه چې د افغانستان په پروان ولایت کې موقعیت لري، د امریکا له مهمو پوځي اډو څخه وه او د ستراتیژیک ځای له امله یې تل د ایران، روسیې او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره یو احتمالي ګواښ ګڼل کېده. امریکا په ۲۰۲۱کال کې د خپلو ځواکونو له اېستلو سره دغه اډه پرېښوده.

طالبانو په کندهار کې نارینه ډاکټران د ښځو د غاښونو له درملنې منع کړل

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د‌ طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د کندهار ښار د څلورمې، ۱۱مې او دویمې حوزې اړوند سیمو کې د غاښونو د تداوي کلینیکونو ته امر کړی، چې نور به د نارینه ډاکټر له خوا د ښځو د غاښونو درملنه نه کوي. طالبانو ښځینه ناروغانې له کلینیکونو اېستلې دي.

له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې د سې شنبې په ورځ د امر بالمعروف محتسبانو د کندهار ښار د څلورمې، ۱۱مې او دویمې حوزې اړوند سیمو کې د غاښونو د تداوي کلینیکونو ته امر کړی، چې نور به د نارینه ډاکټر له خوا د ښځو د غاښونو درملنه نه کوي.

سرچینې زیاتوي، چې د امر بالمعروف محتسبانو هغه ښځینه ناروغانې له کلینیکونو څخه ځواب کړې، چې د خپلو غاښونو د درملنې په موخه ورغلې وي.

په کندهار ښار کې د غاښونو د درملنې د یو کلینیک مسوول د نوم نه اخېستلو په شرط وویل:«سهار لس بجې وي، چې د امر بالمعروف کسان راغلل او زموږ له کلینیک څخه یې ښځینه مراجعینې ځواب کړې او موږ ته یې وویل چې له دې وروسته نارینه ډاکټر د ښځو د غاښونو د جوړولو اجازه نه لري.»

سرچیني وايي، د امر بالمعروف محتسبانو د غاښونو نارینه ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له امر څخه د سرغړونې په صورت کې به زندان ته واچول شي.

طالبانو په کندهار کې د غاښونو پر نارینه ډاکټرانو د ښځو د غاښونو د درملنې نه کولو بندیز په داسې حال کې لګولی، چې دې ډلې وړاندې تردې هم په دغه ولایت کې له محرم پرته هټیو کې پر سودا رانیولو، یوازې سفر کولو او نورو برخو کې هم سخت بندییزونه لګولي دي.

یوه افغانه جوړه د سپاه پاسداران په اېښودل شوي ماین کې وژل شوې

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان هینګاو خبر ورکړی چې د ایران سرحدي سیمه کې د ماین چاودنې له امله یوه افغانه جوړه (ښځه او خاوند) مړه شوي دي. یاد سازمان د دغه ماین د اېښودو مسوولیت د ایران سپاه پاسداران ډلې ته راجع کړی دی.

د هینګاو بشري حقونو سازمان په وینا، پېښه د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په کله ګیران سیمه کې د دوشنبې په ورځ شوې ده.

د راپور له مخې، دغه جوړه د ماین چاودنې په پېښه کې ځای پر ځای مړه شوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د ماین د شته والي د خبردارۍ نښه نه وه لګول شوې.

هینګاو د دې ماین مسوولیت د ایران سپاه پاسداران ته منسوب کړی، چې د ایران په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

دغه سازمان ویلي د ۲۰۲۴ کال په جریان کې لږ تر لږه ۱۷ افغان وګړي په ایران کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د پاتې شونو له امله مړه شوي دي.

د بشري حقونو فعالانې: افغان ځوانان دې د نیپالیانو په څېر د خپلو حقونو لپاره راپورته شي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د «پنجره امید» په نوم د بشري حقونو بنسټ ځینو غړو له افغان ځوانانو غوښتي چې د نیپال ځوانانو په څېر دې د حاکم نظام د محدودیتونو پر وړاندې ودرېږي.

د یاد بنسټ یو شمېر غړو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې پر انټرنېټ د طالبانو بندیز د خلکو د غږونو د بندولو په معنا دی. د دې بنسټ یوې غړې ویلي چې انټرنېټ د دوی حق دی او دا حق باید بند نه شي.

نوموړې زیاتوي، «د انټرنېت بندول د افغان ښځې د ازادۍ بندول دي».

د بنسټ یوی بلې غړې وویل: «انټرنېټ یوازېنۍ لاره وه چې خلکو د طالبانو ظلمونه نړیوالو ته رسول.»

همدا راز یوې بلې غړې ویلي چې طالبان د انټرنېټ په بندولو سره غواړي د ښځو د درد غږ نړېوالو ته ونه رسیږي.

یوې بلې غړې بیا په انټرنېټ ترسره کیدونکو وړو سوداګریو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي: «د انټرنېټ بندول به هغه واړه کاروبارونه چې په انلاین ډول جوړ شوي، له منځه یوسي».

د «پنجره امید» بنسټ بلې غړې وویل: «د نیپال د ځوانانو په څېر راشئ چې پاڅیږو او خپل حقونه له حاکم نظام څخه ترلاسه کړو.»

په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو امر کړی، چې د دغه امر پلي کېدو لړۍ لومړی له بلخ ولایت څخه پیل او بیا ۱۳ ولایتونو ته وغځېده.

طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخنیوي لپاره یې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده، خو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي: طالبانو ټول افغانستان بېرته تیارو پېړیو ته بېولی دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په دویمه ورځ د خپلې وینا پر مهال د افغانستان وضعیت ته په اشاره وویل، چې طالبانو ټول هېواد د تیارو پیړیو دور ته بیولی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله.

زېلېنسکي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې روانو جګړو ته په اشارې وویل:«موږ باید د خلکو د حقونو او د هغو هېوادونو د حقونه ساتنه له پامه ونه غورځوو، چې په سیمه کې تر ګواښ لاندې دي.»

زېلېنسکي زیاته کړه:«د اسراییل یرغمل شوي کسان لا هم نه دي خوشې شوي. له کلونو راهیسې د کیمیاوي وسلو په ګډون د نورو ګواښونو په وړاندې هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی او د روسیې بریدونه لا دوام لري.»

پر همدغه مهال زېلېنسکي د غزې وضعیت ته په اشارې وویل:« هلته په څرګند ډول هېڅ حل لاره نه تر سترګو کېږي.»

د اوکراین ولسمشر په اوکراین او نورو هېوادونو کې روانو جګړو ته په اشاره وویل، چې د جګړو د دوام له امله زرګونه ماشومان وژل کېږي.

زېلېنسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله او له هېوادونو یې وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې د برېدونو مخه ونیسي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې هېواد یې د خپلو دفاعي صنایعو پر پیاوړتیا پانګونه کوي.