د بشري حقونو فعالانې: افغان ځوانان دې د نیپالیانو په څېر د خپلو حقونو لپاره راپورته شي

د «پنجره امید» په نوم د بشري حقونو بنسټ ځینو غړو له افغان ځوانانو غوښتي چې د نیپال ځوانانو په څېر دې د حاکم نظام د محدودیتونو پر وړاندې ودرېږي.

د «پنجره امید» په نوم د بشري حقونو بنسټ ځینو غړو له افغان ځوانانو غوښتي چې د نیپال ځوانانو په څېر دې د حاکم نظام د محدودیتونو پر وړاندې ودرېږي.
د یاد بنسټ یو شمېر غړو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې پر انټرنېټ د طالبانو بندیز د خلکو د غږونو د بندولو په معنا دی. د دې بنسټ یوې غړې ویلي چې انټرنېټ د دوی حق دی او دا حق باید بند نه شي.
نوموړې زیاتوي، «د انټرنېت بندول د افغان ښځې د ازادۍ بندول دي».
د بنسټ یوی بلې غړې وویل: «انټرنېټ یوازېنۍ لاره وه چې خلکو د طالبانو ظلمونه نړیوالو ته رسول.»
همدا راز یوې بلې غړې ویلي چې طالبان د انټرنېټ په بندولو سره غواړي د ښځو د درد غږ نړېوالو ته ونه رسیږي.
یوې بلې غړې بیا په انټرنېټ ترسره کیدونکو وړو سوداګریو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي: «د انټرنېټ بندول به هغه واړه کاروبارونه چې په انلاین ډول جوړ شوي، له منځه یوسي».
د «پنجره امید» بنسټ بلې غړې وویل: «د نیپال د ځوانانو په څېر راشئ چې پاڅیږو او خپل حقونه له حاکم نظام څخه ترلاسه کړو.»
په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو امر کړی، چې د دغه امر پلي کېدو لړۍ لومړی له بلخ ولایت څخه پیل او بیا ۱۳ ولایتونو ته وغځېده.
طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخنیوي لپاره یې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده، خو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي دي.


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په دویمه ورځ د خپلې وینا پر مهال د افغانستان وضعیت ته په اشاره وویل، چې طالبانو ټول هېواد د تیارو پیړیو دور ته بیولی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله.
زېلېنسکي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې روانو جګړو ته په اشارې وویل:«موږ باید د خلکو د حقونو او د هغو هېوادونو د حقونه ساتنه له پامه ونه غورځوو، چې په سیمه کې تر ګواښ لاندې دي.»
زېلېنسکي زیاته کړه:«د اسراییل یرغمل شوي کسان لا هم نه دي خوشې شوي. له کلونو راهیسې د کیمیاوي وسلو په ګډون د نورو ګواښونو په وړاندې هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی او د روسیې بریدونه لا دوام لري.»
پر همدغه مهال زېلېنسکي د غزې وضعیت ته په اشارې وویل:« هلته په څرګند ډول هېڅ حل لاره نه تر سترګو کېږي.»
د اوکراین ولسمشر په اوکراین او نورو هېوادونو کې روانو جګړو ته په اشاره وویل، چې د جګړو د دوام له امله زرګونه ماشومان وژل کېږي.
زېلېنسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله او له هېوادونو یې وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې د برېدونو مخه ونیسي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې هېواد یې د خپلو دفاعي صنایعو پر پیاوړتیا پانګونه کوي.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وایي، د دوحې تړون حواله ورکول د حاکمې ډلې د بقا او مشروعیت لپاره بېځایه او بېاساسه خوشبیني ده. فضلي وايي، چې له امریکا او ناټو سره د افغانستان تړونونه د جمهوریت د بقا تضمین ونه ګرځېدل.
فضل محمود فضلي په خپله لیکنه کې چې په ایکس خپره شوې ویلي چې حاکمه ډله د خپلې بقا لپاره تل د دوحې تړون ته اشاره کوي، خو دا کار د سیاسي مشروعیت د تامینولو هیڅ تضمین نه شي برابرولای.
هغه ټینګار کړی: «د یو سیاسي نظام د مشروعیت او د هېواد د ستر ملي او نړیوالو اړیکو د پرېکړو واک او سرچینه یوازې ولس دی، دا ولسونه دي چې په نهایت کې د هېواد اصلي څښتنان دي او د دې واک لري چې زعامت، د حاکمیت مشروعیت او د سیاسي اقشارو استازي وټاکي.»
فضلي زیاتوي، چې که څه هم پخوانی جمهوریت په کاغذ ملي او نړیوال مشروعیت درلود، خو له امریکا سره د ستراتېژیکې ملګرتیا تړون ترڅنګ یې د امنیتي همکاریو تړون او له ناټو سره د ځواکونو د حضور تړون هم د بقا تضمین ونه ګرځېدل.
فضلي لیکلي: «کله چې د دې تړونونو پلي کېدو ته اړتیا رامنځته شوه، امریکا او ناټو خپلې ژمنې پلې نه کړې او حتا د تړونونو د برخو په اړه یې افغان لوري ته خبر هم ورنه کړ».
دغه پخواني چارواکي د اوسني رژیم د برخلیک په اړه خبرداری ورکړی چې وضعیت یې تر پخواني جمهوریت هم نازک دی، ځکه دا رژیم حتا په کاغذ هم د ملي او نړیوال مشروعیت نښې نه لري.
نوموړي له همدې امله د دوحې پر تړون د نړیوال مشروعیت لپاره تکیه «له پیل څخه بېځایه، خوشبینانه او بېنتیجې» بللې ده.
فضل محمود فضلي د ځینو غیر طالب او د پخواني جمهوریت سیاستوالو پر دریځ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دوحې تړون په عملي کېدو ټینګار کوي.
فضلي زیاتوي: «ټول هغه کسان چې د ولس پر ځای پر پټو او شرمناکو استخباراتي تړونونو ډډه لګوي، سره له ډېرو تفاوتونو، اصل کې په یوه لیکه کې ولاړ دي.»
هغه له ځوانانو غوښتي چې د استعماري ژمنو ترخه حقیقتونه هېر نه کړي او له هغو ډلو او اشخاصو فاصله ونیسي چې پرون یې د ولسواکۍ او د ښځو او نارینهوو د حقونو شعارونه ورکول، خو نن د بهرنیانو د څرګندونو پر اساس خپل دریځ بدلوي.
فضلي په پای کې ټینګار کړی چې هر ډول بهرنۍ پوځي او سیاسي مداخله باید رد شي.
نوموړي زیاته کړې: «بهرنۍ مداخله ردول، د خپلواک ملي سیاسي بهیر د پیل لومړنی او اساسي ګام دی.»

له دوو میاشتو ډېر وخت کېږي چې سلګونه افغان کډوالو د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د «ارجنټینا پارک» په نوم ځای کې د پرلت خیمې وهلې دي، خو لا هم ددوی ستونزو ته رسیده ګي نه ده شوې. پرلت وال وايي، له ۴۰۰ د ډېرو کورنیو غوښتنه دا ده چې عدالت او برابر انساني حقونه ورکړل شي.
دغه پرلت چې نږدې ۴۰۰افغان کورنۍ پکې برخه لري، د بشري حقونو، عدالت او د کډوالو د اساسي اړتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
د پرلت ګډونوال هره ورځ ملي سرود غږوي، وطني سندرې وایي او په شعارونو کې د خپل حق غوښتنه کوي.
استاد احمد ضیا فیض، چې د دې پرلت مشر دی، افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل:«موږ د ۲۰۲۲ کال له اپریل راهیسې څو ځله مظاهرې کړې دي، زه درې کاله په زندان کې وم، اوس بیا له اګست ۲۰۲۵ راهیسې د ارجنټینا پارک پرلت روان ساتم، زموږ له ۴۰۰ د ډېرو کورنیو غوښتنه دا ده چې عدالت او برابر انساني حقونه موږ ته راکړل شي، نړیوال بنسټونه باید د خپلې بېپروایۍ او کمکفایته توب پر وړاندې ځواب ووایي.»
احمد ضیا فیض وایي، تر هغه چې یې غوښتنې نه وي منل شوي دا پرلت په دوام ولري.

د پرلت یوه بله ګډونواله حسینه رفیع افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل چې، د اسلاماباد ګرمي، بارانونو او د بېسرپناهۍ کړاوونو یې د ژوند پر ټولو برخو ناوړه اغېز کړی، خو دوی لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي.
نوموړې زیاته کړه: «دوه میاشتې کېږي دلته یم، زموږ رواني او جسمي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، خو د خپل انساني حق لپاره مبارزه کوو، له نړیوالو بشري سازمانونو غواړم چې هر څومره ژر کېدای شي زموږ ستونزو ته رسېدګي وکړي.»
ددغه پرلت ګډونوال وخت ناوخت د خپل بد حالت هغه ویډيوګانې په سوشل میډیا خپروي چې دوی ورسره مخ دي.
د همدې سختیو په اړه د پرلت ګډونوالې زرمینې حسیني وویل:«یوه خوا خوشحاله یم چې له خپلو ماشومانو سره دلته خوندي یم او د ایستلو وېره نه لرم، بله خوا د تودو ورځو او بارانونو شپې سختې تېرېږي، د ژوند لومړني امکانات نه لرو، زما ماشومان ښوونې او ښه ژوند ته اړتیا لري، هېڅ بنسټ تر اوسه زموږ پوښتنې نه دي اورېدلې، خو مبارزې ته به دوام ورکړم.»

د پرلت ګډونوال وایي چې غوښتنې یې له نړیوالو قوانینو سره سمې او انساني دي.
پاکستان له څلوېښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه هېواد دی خو اوس مهال دغه هېواد د زرګونو کډوالو د جبري ایستلو پروسه ګړندۍ کړې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او ګڼو نړیوالو بنسټونو پر پاکستان غږ کړی چې کډوالو ته د ایستلو پر ځای د هغوی د حقونو د خوندیتوب لارې ولټوي.
خو د اسلاماباد د ارجنټینا پارک پرلت ښيي چې ګڼ افغان کډوال ځان د نړۍ له پاملرنې بې برخې ګڼي او د «بشري چلند» غوښتنه کوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر له تېرو دریو ورځو راهیسې په مکرر ډول خپل استوګنځای بدلوي. نوموړی پخوا په منډیګک، عینو مېنه کې د جنرال رازق په کور او کله د کندهار په زړه قول اردو کې اوسېده، خو اوس یې مشخص استوګنځای معلوم نه دی.
د طالبانو لوړپوړي چارواکي د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته اندېښمن دي.
په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده له تېرو دریو ورځو راهیسې خپل د استوګنې ځای په پرلهپسې ډول بدلوي. سرچینې وايي، « نوموړی کله په منډیګک، کله د جنرال رازق په کور (عینو مېنه) او کله د کندهار د پخوانۍ قول اردو په قرارګاه کې اوسېده، خو اوس یې مشخص ځای معلوم نه دی».
له دې وړاندې هغه هره اونۍ د دیني عالمانو له شورا او قومي سپین ږیرو سره ناستې کولې، خو دا اونۍ کومه ناسته نه ده ترسره شوې.
د سرچینو په باور،هغه په خپله نږدې حلقه کې د هر ډول سمارټ فون او عادي ټیلیفونونو کارول هم منع کړي دي.
سرچینو د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، اوس هېڅوک اجازه نه لري چې د هبت الله د اوسېدو ځای او شاوخوا کې عادي موبایل هم وکاروي.

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه ۲۸نور افغانان نن ماسپښین د جرمني د هانوور په لانګنهګن هوايي ډګر کې کوزیږي. دا ټول د پنځو کورنیو غړي دي او درې کاله په اسلام اباد کې منتظر وو. دوی به د فریدلنډ ګوټینګن ولسوالۍ د جذب کمپ ته ولیږدول شي.
د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد نه د پنځو افغان کورنیو ۲۸ تنه غړي، چې د جرمني د منلو پروګرام په لړ کې ویزې ورته صادرې شوې، د هانوور هوايي ډګر ته رسیږي.
د دوی الوتکه نن د غرمي شاوخوا ۲ بجې په لانګنهګن کې راښکته کیږي او لومړی به د فریدلند (ګوټینګن ولسوالۍ) د جذب کمپ ته انتقال شي او له هغه ځایه به په بېلابېلو ایالتونو وویشل شي.
د یادونې وړ ده چې د تېر سپتمبر په پیل کې هم ۴۷ افغانان په همدې لاره هانوور ته رسېدلي وو.
اوس مهال شاوخوا ۱۹۱۰ کسان په پاکستان کې د جرمني د جذب پروګرام له لارې د ورتګ انتظار کوي.
همدارنګه شاوخوا ۲۵۰ افغانان چې ویزه یا د ورتګ اجازه لري، له پاکستان څخه افغانستان ته شړل شوي او د دوی د بیرته ستنونې هڅې روانې دي.