• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه تر ۵۰ډېر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تر ۵۰ ډېر هغه افغانان چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل؛ په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې ۲۱ کسان نارینه، ۸ مېرمنې او ۲۰ ماشومان وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي دي، چې له یادې ډلې دوه کسان د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له کبله روغتون ته لېږدول شوي دي. په راپور کې راغلي، په وروستیو کې یوازې په راولپنډۍ کې تر ۳۵۰۰ زیات افغانان نیول شوي چې ټول بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې د امنیتي چارواکو له حوالې راغلي، چې په یادو ښارونو کې به د هغو افغانانو پر وړاندې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ د نیولو لړۍ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان نه په خپله خوښه د زرګونه افغانانو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت ویلي، چې یوازې پرون له پاکستان نه تر ۵ زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

یونېسف وايي، په افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه مخ په پراخېدو ده

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکو زلزلو له کبله په ماشومانو کې د خورځواکۍ کچه لوړه شوې ده. دغه بنسټ ویلي، یوازې په تېرو درېیو اوونیو کې په هغو روغتیايي مرکزونو چې دوی یې ملاتړ کوي؛ تر زرو ډېرو ماشومانو درملنه شوې ده.

دغه صندوق نن چهارشنبه (د تلې ۲مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه کونړ کې د ویجاړوونکو زلزلو له امله د استوګنې زرګونه کورونه نړېدلي، ګڼې کرنیزې ځمکې له‌منځه تللې او په ډېر شمېر کې څاروي تلف شوي دي.

یاد بنسټ زیاته کړې ده، چې د رامنځته شویو ویجاړیو له کبله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه د پراخېدو په حال کې ده.

یادې ادارې د یوه تفصیلي راپور له مخې چې درې ورځې وړاندې یې خپور کړی ویلي، چې په کونړ کې د زلزلې له کبله ۸۵۰۰ کورونه نړېدلي او د ارزونو له مخې څه باندې نیم مېلیون کسان اغېزمن شوي دي.

په راپور کې راغلي، که څه هم د نورو مرسته کوونکو بسټونو په همکارۍ یې د ډېرو زیانمنو لاسنیوی کړی؛ خو رامنځته شوې مرګ ژوبله او ویجاړي دومره زیاته ده، چې په پراخه کچه هلو ځلو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغه راز ویلي، که څه هم د کونړ له زلزلې څه باندې درې اونۍ اوړي؛ خو لاهم خلک له جدي ننګونو سره مخامخ دي او که بېړني ګامونه پورته نه‌شي، د هوا په سړېدو به خلک له لا زیاتو کړاوونو سره مخامخ شي.

د افغانستان په ختیځ او بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې (د اګسټ میاشتې په ۳۱مې نېټې) د رامنځته شوې زلزلې اغېزې ورځ تر بلې څرګندېږي. د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې؛ په کونړ کې د وروستیو زلزلو له کبله ۲۲۰۵ کسان مړه او له ۳۶۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

اروپايي ټولنې د بشري مرستو په برخه کې له افغانستان سره ۴مېلیونه یورو مرسته وکړه

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونو سره د اروپايي ټولنې له مرستې هرکلی کړی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنې د بشري مرستو په برخه کې له افغانستان سره ۴مېلیونه یورو مرسته کړې ده.

یاد پروګرام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اروپايي ټولنه به ۴میلیونه یورو چې څه باندې ۴.۵مېلیونه ډالر کېږي د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د بشري مرستو په برخه کې ولګوي.

په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو دوام په اړه راغلي، د دغو الوتنو دوام به هغو سیمو ته هم د بشري مرستو د لېږد امکان برابر کړي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی.

په خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د برخې مشرې فرانسوا ګومانس له حوالې راغلي، چې د افغانستان لرو پرتو سیمو ته د بشري مرستو لېږد لپاره د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونو دوام د پام وړ اهمیت لري.

هغه وایي:« د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو دوام د مرستندویه کارکوونکو د تګ راتګ او د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د لېږد په برخه کې مهم رول لري. موږ به په افغانستان کې ټولو زیانمنو کسانو او ټولنو ته د مرستې رسونې په برخه کې ژمن پاتې شو.»

په خبرپاڼه کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د افغانستان څانګې مشر جان ایلیف له قوله راغلي، چې د ملګرو ملتونو د بشرپاله هوايي خدمتونه د افغانستان په کچه مرستندویان له خلکو سره نښلوي او د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د اروپايي ټولنې له مرستو پرته د دغه مهم ماموریت دوام ناشونی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ په افغانستان له سلو زیات نړۍوال بنسټونه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د الوتنو له خدمتونو ګټه اخلي او د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې یې شاوخوا ۱۶۰۰ الوتنې کړې دي.

د بلوچستان سترې محکمې د لنډې مودې لپاره د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ درېدو امر کړی دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۱

د بلوچستان سترې محکمې هغه عریضه منلې، چې په‌کې تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغان کډوالو د نه ستنولو غوښتنه شوې ده. په عریضه کې راغلي، دا مهال زرګونه افغان ماشومان او ځوانان د بلوچستان په ښوونیزو ادارو کې پر زده‌کړو بوخت دي چې بېرته ستنول به یې د زده‌کړو روان بهیر ګډوډ کړي.

دغه عریضه چې د افغانانو په استازولۍ د سید نظیر اغا په نوم د یوه پاکستاني وکیل له لوري محکمې ته وړاندې شوې وه په‌کې راغلي دي، هغو افغانانو چې له پاکستانیانو سره ودونه کړي؛ د اساسي قانون له مخې باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په عریضه کې له محکمې غوښتنه شوې، چې اړونده چارواکي دې د افغان کډوالو له ستنولو راوګرځوي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د بلوچستان سترې محکمې په عریضه کې د ترتیب شویو لاملونو له اورېدو وروسته اړونده ادارو ته د افغان کډوالو د نه ستنولو په اړه لارښوونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې په بلوچستان کې چارواکو ویلي و چې د روانې سپټمبر میاشتې راهیسې له دغه ایالته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د سپټمبر میاشتې له پیله د روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې تر ۳۰زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې ده. د راپورونو پربنسټ؛ په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې تر دوه نیم مېلیونه ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو د ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان په یوه وار د دومره لوی شمېر کډوالو د مدیریت وس نه‌لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وړاندې ویلي و، چې په یوه وار له ګاونډیو هېوادونو د افغان ګډوالو ستنول ځورونکی او په ټکو یې لوی ظلم دی؛ خو له دې ټولو سره، سره په پاکستان او ایران کې بېلابېلو حکومتي چارواکو ویلي، چې له خپلې خاورې د هغو افغان کډوالو د ستنولو په اړه جدي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

په کاناډا کې د یوه تنکي افغان ځوان د وژنې په اړه څېړنې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د کاناډا په ختیځ کبیک ایالت کې پولیسو ویلي، چې په دغه ایالت کې د نوران رضايي په نامه د یوه تنکي افغان ځوان د وژنې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. د پولیسو د څېړنې خپلواکې ادارې ویلي، چې دغه افغان درې ورځې وړاندې د کبیک ایالت په مونټریال ښار کې د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د سېنټ هوبرټ لانګي له سیمې چې معمولا ډېره ارامه سیمه ده پولیسو ته خبر ورکړل شوی و، چې په دغه سیمه کې د ځوانانو له یوې ډلې سره وسلې دي.

د څېړونو ادارې ویلي، چې سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم یاده پېښه رامنځته شوې؛ خو د نوران کورنۍ بیا ویلي، چې نوموړی بې‌ګناه دی او له هغه سره د کتابونو له یوې بکسې پرته نور څه نه وو.

د نوران رضايي مور او پلار له رسنیو سره په خبرو کې د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د دغه پېښې د لامل په اړه هیڅ معلومات نه‌لري او په دې هم نه پوهېږي چې ولې پولیسو یې پر زوی ډزې کړې دي؟ دوی وایي، له پېښې پنځه ساعته وروسته پولیس یې کور ته ورغلي او د نوران د مرګ خبر یې ورکړی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ نوران رضايي د پولیسو په ډزو کې لومړی سخت ټپی شوی و، چې بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. د سیمې خلکو له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نوران رضايي یو ټولنیز او ښه شخصیت لاره او دوی ترې ښې خاطرې لري.

دوی ویلي، پولیس د خلکو د ساتنې مسوولیت لري؛ نه دا چې خلک په ډزو ووژني.

په ورته وخت کې د کبیک پولیسو د څېړونو د خپلواکې ادارې مشرې بیا ویلي، له لومړنیو څېړونو وروسته دا روښانه شوې چې له مقتول سره وسله نه وه؛ خو لاهم په دې اړه څېړنې روانې دي او ښايي څېړنې څو میاشتې وخت ونیسي.

طالبانو په هرات کې د دویمې پرله‌پسې شپې لپاره د انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکو د سې‌شنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی بېګاه شپه وایفای انټرنېټ ته لاسرسی نه لاره. دوی وايي، چې د شپې له لسو بجو وروسته طالبانو د انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.

په ورته وخت کې په هرات کې د انټرنېټي خدمتونو یوه وړاندې کوونکي شرکت کې یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو له کوم دلیل پرته په لنډمهالي ډول د انټرنېټ د بندېدو امر کړی دی. طالبانو په هرات کې د انټرنېټ وړاندې کوونکو شرکتونو ته د دغه امر د نه پلي کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

افغانستان انټرنشنل ته د هرات یوه اوسېدونکي په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په هرات کې یوازې د سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټ خدمتونه کار کوي. خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو وړمه شپه هم په هرات کې د ۱۲ ساعتونو لپاره د انټرنېټ ټول خدمتونه بند کړي و.

په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو امر کړی، چې د دغه امر پلي کېدو لړۍ لومړی له بلخ ولایت څخه پیل او بیا ۱۳ ولایتونو ته وغځېده.

د راپورونو پربنسټ؛ د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه پنځه ورځې وړاندې په هرات کې بند شوي دي. طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخنیوي لپاره د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده؛ خو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

که څه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو په اړه به د طالبانو د مشر امر په ټولو ولایتونو کې پلی شي؛ خو ځینو هېوادوالو بیا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام دوی له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.