
د کاناډا په ختیځ کبیک ایالت کې پولیسو ویلي، چې په دغه ایالت کې د نوران رضايي په نامه د یوه تنکي افغان ځوان د وژنې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. د پولیسو د څېړنې خپلواکې ادارې ویلي، چې دغه افغان درې ورځې وړاندې د کبیک ایالت په مونټریال ښار کې د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د سېنټ هوبرټ لانګي له سیمې چې معمولا ډېره ارامه سیمه ده پولیسو ته خبر ورکړل شوی و، چې په دغه سیمه کې د ځوانانو له یوې ډلې سره وسلې دي.
د څېړونو ادارې ویلي، چې سیمې ته د پولیسو له رسېدو سره سم یاده پېښه رامنځته شوې؛ خو د نوران کورنۍ بیا ویلي، چې نوموړی بېګناه دی او له هغه سره د کتابونو له یوې بکسې پرته نور څه نه وو.
د نوران رضايي مور او پلار له رسنیو سره په خبرو کې د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د دغه پېښې د لامل په اړه هیڅ معلومات نهلري او په دې هم نه پوهېږي چې ولې پولیسو یې پر زوی ډزې کړې دي؟ دوی وایي، له پېښې پنځه ساعته وروسته پولیس یې کور ته ورغلي او د نوران د مرګ خبر یې ورکړی دی.
د راپورونو پربنسټ؛ نوران رضايي د پولیسو په ډزو کې لومړی سخت ټپی شوی و، چې بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. د سیمې خلکو له ځايي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نوران رضايي یو ټولنیز او ښه شخصیت لاره او دوی ترې ښې خاطرې لري.
دوی ویلي، پولیس د خلکو د ساتنې مسوولیت لري؛ نه دا چې خلک په ډزو ووژني.
په ورته وخت کې د کبیک پولیسو د څېړونو د خپلواکې ادارې مشرې بیا ویلي، له لومړنیو څېړونو وروسته دا روښانه شوې چې له مقتول سره وسله نه وه؛ خو لاهم په دې اړه څېړنې روانې دي او ښايي څېړنې څو میاشتې وخت ونیسي.

د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکو د سېشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی بېګاه شپه وایفای انټرنېټ ته لاسرسی نه لاره. دوی وايي، چې د شپې له لسو بجو وروسته طالبانو د انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.
په ورته وخت کې په هرات کې د انټرنېټي خدمتونو یوه وړاندې کوونکي شرکت کې یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو له کوم دلیل پرته په لنډمهالي ډول د انټرنېټ د بندېدو امر کړی دی. طالبانو په هرات کې د انټرنېټ وړاندې کوونکو شرکتونو ته د دغه امر د نه پلي کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
افغانستان انټرنشنل ته د هرات یوه اوسېدونکي په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په هرات کې یوازې د سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټ خدمتونه کار کوي. خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو وړمه شپه هم په هرات کې د ۱۲ ساعتونو لپاره د انټرنېټ ټول خدمتونه بند کړي و.
په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو امر کړی، چې د دغه امر پلي کېدو لړۍ لومړی له بلخ ولایت څخه پیل او بیا ۱۳ ولایتونو ته وغځېده.
د راپورونو پربنسټ؛ د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه پنځه ورځې وړاندې په هرات کې بند شوي دي. طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخنیوي لپاره د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده؛ خو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
که څه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو په اړه به د طالبانو د مشر امر په ټولو ولایتونو کې پلی شي؛ خو ځینو هېوادوالو بیا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام دوی له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.
د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دا د نړۍ تر ټولو ستره سرحدي کډوالي بلل کېږي. د دې پراخ بهیر له امله د هېواد نفوس یوازې په ۹ میاشتو کې ۶.۵سلنه زیات شوی. هره ورځ د ۱۰ تر ۱۵ زره کسانو راستنېدنه د افغانستان پر محدودو سرچینو دروند فشار راولي.
د اسلامیک ریلیف اداره وایي، هره ورځ د یاد شمېر کډوالو راستنېدل د افغانستان پر محدودو سرچینو دروند فشار راولي، هغه سرچینې چې د مرستو له کمښت، وژونکو زلزلو او سختې وچکالۍ سره مخ دي.
دغه راستنېدونکي افغانان هغه کسان دي، چې له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي دي. د راپورونو له مخې، نږدې ۸۰ سلنه یې نه په افغانستان کې زېږېدلي او نه یې هم په هېواد کې ژوند کړی. له دې ډلې شاوخوا دوه میلیونه کسان له ایران، نږدې اووه لکه له پاکستان او لږ شمېر یې له تاجکستان څخه راستانه شوي دي.
د اسلامیک ریلیف ادارې مرسته کوونکي وایي، چې ډېری کډوال په ستړي، بېوزلي او بېسرپناه حالت کې افغانستان ته راځي او په بېړني ډول سرپناه، خوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو او کار ته اړتیا لري.
د وږي په میاشت کې د ختیځ افغانستان په کونړ، ننګرهار او لغمان کې زلزلو ځیني کلي له منځه یووړل، له ۲زرو ډېر کسان یې ووژل او زرګونه یې بېکوره کړل، چې په هغوی کې د تازه راستنېدونکو کورنۍ هم شاملې وې.
د ۲۰۲۱کال راهیسې د هېواد اقتصاد نږدې په درېیمه برخه راټیټ شوی او د بېکارۍ کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۳.۳سلنې ته لوړه شوې ده. بهرنۍ مرستې هم په بېسارې توګه کمې شوې؛ د امریکا پرمختیایي ادارې خپلې ټولې مرستې بندې کړې او نور مرسته کوونکي یې ځای نه شي ډکولی. د ۲۰۲۵ کال د بشري اړتیاوو پلان یوازې ۲۸سلنه تمویل شوی دی.
له پنځو کلونو راهیسې وچکالۍ د هېواد له ۱۹ زیات ولایتونه اغېزمن کړې دي. یوازې د ۲۰۲۵کال په لومړیو کې شاوخوا ۵میلیونه وګړي د وچکالۍ او سېلابونو له امله زیانمن شوي او نږدې ۴لکه کډوال شوي دي. اوسمهال ۲۲.۹میلیونه افغانان (د نفوس ۵۵سلنه) بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۰میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي.
راستنېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری یې په ایران او پاکستان کې زېږېدلي او پر ځایي ژبو او ټولنیزو اړیکو نه پوهېږي. نږدې ۹۹سلنه یې بې اسناده راستانه شوي دي. د ښځو او نجونو شمېر له ایران څخه درېیمه برخه او له پاکستان نیمايي برخه جوړوي.
د ضیاالله په نوم د کندز اوسېدونکی چې د تورخم له لارې بېرته راستون شوی، اسلامیک ریلیف ته ویلي دي: «زه له پاکستان څخه په بېړنۍ توګه راوخوځېدم او ډېری توکي مې هلته پاتې شول. اوس په موقتي کمپ کې اوسېږم او نه پوهېږم چې راتلونکی به مې څه ډول وي. ټول ماشومان مې په پاکستان کې زېږېدلي دي، زه ډاډه نه یم چې دلته به د زدهکړې او سرپناه کوم فرصتونه ولرم او که نه.»
د راپورونو پربنسټ، یو شمېر هغه کورنۍ چې له پاکستانه بېرته راستانه شوي وو، د وروستۍ زلزلې له امله یا خو مړه شوي او یا هم بېکوره شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د ژمي سړه هوا رانږدې شوې ده.
د اسلامیک ریلیف ادارې د اړتیاوو وروستۍ سروې ښيي، چې د اسلام کلا بندر کې ۱۰۰سلنه راستنېدونکي د خوړو، ۶۸سلنه د خیمو او ۹۱سلنه یې د ډاکټر د مشورې اړتیا لري. دغه سازمان د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا په پولو کې تازه راستنېدونکو ته د اوبو او خوړو ۲۹۰زره کڅوړې وېشلې دي.
خو د نړۍوالو مرستندویه مرکزونو کارونه د ملي پالیسۍ له امله اغېزمن شوي دي. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دې میاشت کې خپل اته مرکزونه وتړل، ځکه د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې وه.
د یادې ادارې د افغانستان د پروګرامونو مشر ابراهیم احمد الحامدي وایي: «دغه خلک په خپله خوښه افغانستان ته نه راځي، بلکې دوی اړ کړل شوي دي، افغانستان له اقتصادي، اقلیمي او بشري ناورینونو ځورېږي او د طالبانوسرچینې د دې پراخ ناورین د مدیریت توان نه لري.»
د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سېشنبه په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې داسې اسلامي نظام حاکم شوی چې ټوله اسلامي نړۍ یې غوښتونکې ده. اخو، ډېریو اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې عبدالحکیم حقاني وویل چې له ډېرو کلونو جګړو وروسته په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی، چې اوس یې ټول اسلامي هېوادونه په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري.
په داسې حال کې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار اجازه لري، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او همداراز ښځې د کار اجازه نه لري.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان چې کابو ټول اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زده کړو د دوام او همداراز ښځو ته د کار د دوام اجازه ورکړي.
عبدالحکیم حقاني زیاته کړه: «له ډېرو کلونو جګړو او کړاوونو وروسته په افغانستان کې د ولس له غوښتنې سره سم یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی دی، داسې نظام چې د افغانانو د قربانیو نتیجه ده او نن ټوله اسلامي نړۍ په خپلو هېوادونو کې د داسې نظام د تطبیق غوښتنه لري.»
د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه وايي، د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د ځپنې لپاره جوړې شوي، خو عبدالحکیم حقاني وايي چې د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه د عدل رامنځته کول دي.
د یادونې وړ ده، چې له هبت الله اخوندزاده سربېره عبدالحکیم حقاني داسې کس دی چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکم صادر شوی دی.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې وویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره نړۍواله ټولنه باید په متحد ډول هڅې وکړي. هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د افغانستان وضعیت ته باید په نه سترګه ونه کتل شي.
میرضیایف وویل: «د سوله ییز او هوسا ژوند لپاره د افغان ولس له هیلو ملاتړ د نړۍوالو ټولیزې همکارۍ ته اړتیا لري.» هغه زیاته کړه، د دغه هېواد له منزوي کېدو مخنیوی ډېر اهمیت لري.
د ازبکستان ولسمشر اعلان وکړ، هېواد یې هوډ لري چې په افغانستان کې یو شمېر لویې بنسټيزې او اقتصادي پروژې عملي کړي. هغه په دې برخه کې وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په خاوره کې د نړۍوال اهمیت لرونکو د ټرانزیټي او انرژۍ لارو د پراختیا په اړه یو ځانګړی پرېکړه لیک تصویب کړي.
ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه اقتصادي پروژې لاسلیک کړي. ازبکستان له طالبانو سره د نږدې اړیکو له لرلو سره سره په افغان خاوره کې د خپلو مخالفو وسله والو د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښمن دی.
تاشکند په افغان خاوره کې د داعش خراسان څانګې له فعالیتونو سخت اندېښمن دی، ځکه دغې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه ازبکستانیان جذب کړي دي.
طالبانو بیا ویلي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی او دمګړی هېڅ ترهګره ډله په دغه هېواد کې نشته.
ازبکستان د خپل متحد روسیې پر خلاف لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.
طالبانو د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز لګولو وروسته اوس په هرات کې هم د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه. د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان دا پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو پر دغې چارې د ژورې اندېښنې په څرګندولو او غندلو سره ویلي، د طالبانو دغه اقدام نه یوازې د بیان ازادي او ازادو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودوي، بلکې د هېواد رسنیزو، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو ته هم سخت زیان اړوي.
دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) په همدې تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «طالبان په داسې محدودیتونو سره نه پرېږدي چې رسنۍ خلکو ته د معلوماتو رسولو، د ټولنې د واقعیتونو انعکاس او د بیان ازادۍ د ارزښتونو دفاع برخه کې خپل رول ولوبوي.»
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان همداراز په ټينګار سره ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو او میثاقونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې او د مدني او سیاسي حقونو له نړۍوال میثاق سره چې د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو حق ته ځانګړی اهمیت ورکوي، په ټکر کې ده.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې د فشار او سانسور پر ځای دې رسنیو ته اجازه ورکړي، څو په ازاد، خپلواک او مسلکي ډول خلکو ته اطلاعات ورسوي او همداراز یې ویلي: «د خبریالانو د حقونو له ملاتړو بنسټونو، اړوندو نړۍوالو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې څخه غواړو چې د دغو زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره کوټلي او عملي ګامونه واخلي.»
د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګولی او په دې وروستیو ورځو کې یې د نوري فایبر انټرنېټ چې چټک انټرنېټ بلل کېږي هم په ډېریو ولایتونو کې قطع کړی دی.
دغو چارو په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو په ظاهره داسې ښکاري چې طالبانو ته دغه ډول غبرګونونه هېڅ ارزښت نه لري.