• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلامیک ریلیف اداره: له ایران او پاکستان څخه د افغانانو شړل د بشري ناورین لامل ګرځي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۳ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دا د نړۍ تر ټولو ستره سرحدي کډوالي بلل کېږي. د دې پراخ بهیر له امله د هېواد نفوس یوازې په ۹ میاشتو کې ۶.۵سلنه زیات شوی. هره ورځ د ۱۰ تر ۱۵ زره کسانو راستنېدنه د افغانستان پر محدودو سرچینو دروند فشار راولي.

د اسلامیک ریلیف اداره وایي، هره ورځ د یاد شمېر کډوالو راستنېدل د افغانستان پر محدودو سرچینو دروند فشار راولي، هغه سرچینې چې د مرستو له کمښت، وژونکو زلزلو او سختې وچکالۍ سره مخ دي.

دغه راستنېدونکي افغانان هغه کسان دي، چې له ګاونډیو هېوادونو شړل شوي دي. د راپورونو له مخې، نږدې ۸۰ سلنه یې نه په افغانستان کې زېږېدلي او نه یې هم په هېواد کې ژوند کړی. له دې ډلې شاوخوا دوه میلیونه کسان له ایران، نږدې اووه لکه له پاکستان او لږ شمېر یې له تاجکستان څخه راستانه شوي دي.

د اسلامیک ریلیف ادارې مرسته کوونکي وایي، چې ډېری کډوال په ستړي، بېوزلي او بې‌سرپناه حالت کې افغانستان ته راځي او په بېړني ډول سرپناه، خوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو او کار ته اړتیا لري.

د وږي په میاشت کې د ختیځ افغانستان په کونړ، ننګرهار او لغمان کې زلزلو ځیني کلي له منځه یووړل، له ۲زرو ډېر کسان یې ووژل او زرګونه یې بې‌کوره کړل، چې په هغوی کې د تازه راستنېدونکو کورنۍ هم شاملې وې.

د ۲۰۲۱کال راهیسې د هېواد اقتصاد نږدې په درېیمه برخه راټیټ شوی او د بېکارۍ کچه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۳.۳سلنې ته لوړه شوې ده. بهرنۍ مرستې هم په بې‌سارې توګه کمې شوې؛ د امریکا پرمختیایي ادارې خپلې ټولې مرستې بندې کړې او نور مرسته کوونکي یې ځای نه شي ډکولی. د ۲۰۲۵ کال د بشري اړتیاوو پلان یوازې ۲۸سلنه تمویل شوی دی.

له پنځو کلونو راهیسې وچکالۍ د هېواد له ۱۹ زیات ولایتونه اغېزمن کړې دي. یوازې د ۲۰۲۵کال په لومړیو کې شاوخوا ۵میلیونه وګړي د وچکالۍ او سېلابونو له امله زیانمن شوي او نږدې ۴لکه کډوال شوي دي. اوسمهال ۲۲.۹میلیونه افغانان (د نفوس ۵۵سلنه) بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري او شاوخوا ۱۰میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي.

راستنېدونکي په ځانګړي ډول ځوانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، ځکه ډېری یې په ایران او پاکستان کې زېږېدلي او پر ځایي ژبو او ټولنیزو اړیکو نه پوهېږي. نږدې ۹۹سلنه یې بې اسناده راستانه شوي دي. د ښځو او نجونو شمېر له ایران څخه درېیمه برخه او له پاکستان نیمايي برخه جوړوي.

د ضیاالله په نوم د کندز اوسېدونکی چې د تورخم له لارې بېرته راستون شوی، اسلامیک ریلیف ته ویلي دي: «زه له پاکستان څخه په بېړنۍ توګه راوخوځېدم او ډېری توکي مې هلته پاتې شول. اوس په موقتي کمپ کې اوسېږم او نه پوهېږم چې راتلونکی به مې څه ډول وي. ټول ماشومان مې په پاکستان کې زېږېدلي دي، زه ډاډه نه یم چې دلته به د زده‌کړې او سرپناه کوم فرصتونه ولرم او که نه.»

د راپورونو پربنسټ، یو شمېر هغه کورنۍ چې له پاکستانه بېرته راستانه شوي وو، د وروستۍ زلزلې له امله یا خو مړه شوي او یا هم بې‌کوره شوي دي. دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د ژمي سړه هوا رانږدې شوې ده.

د اسلامیک ریلیف ادارې د اړتیاوو وروستۍ سروې ښيي، چې د اسلام کلا بندر کې ۱۰۰سلنه راستنېدونکي د خوړو، ۶۸سلنه د خیمو او ۹۱سلنه یې د ډاکټر د مشورې اړتیا لري. دغه سازمان د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا په پولو کې تازه راستنېدونکو ته د اوبو او خوړو ۲۹۰زره کڅوړې وېشلې دي.

خو د نړۍوالو مرستندویه مرکزونو کارونه د ملي پالیسۍ له امله اغېزمن شوي دي. د بېلګې په توګه، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دې میاشت کې خپل اته مرکزونه وتړل، ځکه د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې وه.

د یادې ادارې د افغانستان د پروګرامونو مشر ابراهیم احمد الحامدي وایي: «دغه خلک په خپله خوښه افغانستان ته نه راځي، بلکې دوی اړ کړل شوي دي، افغانستان له اقتصادي، اقلیمي او بشري ناورینونو ځورېږي او د طالبانوسرچینې د دې پراخ ناورین د مدیریت توان نه لري.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

عبدالحکیم حقاني: په افغانستان کې داسې اسلامي نظام حاکم دی چې اسلامي نړۍ یې غوښتونکې ده

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سې‌شنبه په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې داسې اسلامي نظام حاکم شوی چې ټوله اسلامي نړۍ یې غوښتونکې ده. اخو، ډېریو اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې عبدالحکیم حقاني وویل چې له ډېرو کلونو جګړو وروسته په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی، چې اوس یې ټول اسلامي هېوادونه په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري.

په داسې حال کې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار اجازه لري، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او همداراز ښځې د کار اجازه نه لري.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان چې کابو ټول اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زده کړو د دوام او همداراز ښځو ته د کار د دوام اجازه ورکړي.

عبدالحکیم حقاني زیاته کړه: «له ډېرو کلونو جګړو او کړاوونو وروسته په افغانستان کې د ولس له غوښتنې سره سم یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی دی، داسې نظام چې د افغانانو د قربانیو نتیجه ده او نن ټوله اسلامي نړۍ په خپلو هېوادونو کې د داسې نظام د تطبیق غوښتنه لري.»

د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه وايي، د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د ځپنې لپاره جوړې شوي، خو عبدالحکیم حقاني وايي چې د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه د عدل رامنځته کول دي.

د یادونې وړ ده، چې له هبت الله اخوندزاده سربېره عبدالحکیم حقاني داسې کس دی چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکم صادر شوی دی.

ازبکستان په ملګرو ملتونو کې: نړۍ باید د افغانستان د منزوي کېدو مخه ونیسي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې وویل، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره نړۍواله ټولنه باید په متحد ډول هڅې وکړي. هغه زیاته کړه، د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د افغانستان وضعیت ته باید په نه سترګه ونه کتل شي.

میرضیایف وویل: «د سوله ییز او هوسا ژوند لپاره د افغان ولس له هیلو ملاتړ د نړۍوالو ټولیزې همکارۍ ته اړتیا لري.» هغه زیاته کړه، د دغه هېواد له منزوي کېدو مخنیوی ډېر اهمیت لري.

د ازبکستان ولسمشر اعلان وکړ، هېواد یې هوډ لري چې په افغانستان کې یو شمېر لویې بنسټيزې او اقتصادي پروژې عملي کړي. هغه په دې برخه کې وړاندیز وکړ، چې د افغانستان په خاوره کې د نړۍوال اهمیت لرونکو د ټرانزیټي او انرژۍ لارو د پراختیا په اړه یو ځانګړی پرېکړه لیک تصویب کړي.

ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لسګونه اقتصادي پروژې لاسلیک کړي. ازبکستان له طالبانو سره د نږدې اړیکو له لرلو سره سره په افغان خاوره کې د خپلو مخالفو وسله والو د حضور او فعالیتونو په اړه اندېښمن دی.

تاشکند په افغان خاوره کې د داعش خراسان څانګې له فعالیتونو سخت اندېښمن دی، ځکه دغې ډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو او په ځانګړې توګه ازبکستانیان جذب کړي دي.

طالبانو بیا ویلي، داعش په افغانستان کې ځپل شوی او دمګړی هېڅ ترهګره ډله په دغه هېواد کې نشته.

ازبکستان د خپل متحد روسیې پر خلاف لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: په هرات کې د ساکښو پر انځورونو بندیز د بشري حقونو پر ضد دی

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

طالبانو د کندهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز لګولو وروسته اوس په هرات کې هم د ساکښو د انځورونو پر خپرولو بندیز ولګاوه. د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان دا پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو پر دغې چارې د ژورې اندېښنې په څرګندولو او غندلو سره ویلي، د طالبانو دغه اقدام نه یوازې د بیان ازادي او ازادو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودوي، بلکې د هېواد رسنیزو، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو ته هم سخت زیان اړوي.

دغه سازمان د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ) په همدې تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «طالبان په داسې محدودیتونو سره نه پرېږدي چې رسنۍ خلکو ته د معلوماتو رسولو، د ټولنې د واقعیتونو انعکاس او د بیان ازادۍ د ارزښتونو دفاع برخه کې خپل رول ولوبوي.»

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان همداراز په ټينګار سره ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د بشري حقونو له نړۍوالو قوانینو او میثاقونو او په ځانګړې توګه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د ۱۹مې مادې او د مدني او سیاسي حقونو له نړۍوال میثاق سره چې د بیان ازادۍ او د ازادو رسنیو حق ته ځانګړی اهمیت ورکوي، په ټکر کې ده.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې د فشار او سانسور پر ځای دې رسنیو ته اجازه ورکړي، څو په ازاد، خپلواک او مسلکي ډول خلکو ته اطلاعات ورسوي او همداراز یې ویلي: «د خبریالانو د حقونو له ملاتړو بنسټونو، اړوندو نړۍوالو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې څخه غواړو چې د دغو زیاتېدونکو محدودیتونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره کوټلي او عملي ګامونه واخلي.»

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګولی او په دې وروستیو ورځو کې یې د نوري فایبر انټرنېټ چې چټک انټرنېټ بلل کېږي هم په ډېریو ولایتونو کې قطع کړی دی.

دغو چارو په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي، خو په ظاهره داسې ښکاري چې طالبانو ته دغه ډول غبرګونونه هېڅ ارزښت نه لري.

بشردوست: په افغانستان کې داسې کس نه وینم چې په ملګرو ملتونو کې د افغانانو په ګټه خبرې وکړي

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۱

د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان په جمهوري نظام کې د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست وايي، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د طالبانو ګډون یا نه ګډون د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري او په وینا یې اوس داسې کس نشته، چې په دغه ډول غونډو کې ګډون او د افغان ولس په ګټه خبرې وکړي.

بشردوست د سې شنبې په ورځ (د تلې لومړۍ نېټه) د افغانستان انټرنشنل په سپړنه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل: «د ملګرو ملتونو په روانه غونډه او ورته نورو غونډو کې د طالبانو ګډون او یا هم نه ګډون د افغانانو لپاره څه ګټه نه لري، دوی [طالبان] د خپل نظام ګټو ته د ولس تر ګټو لومړیتوب ورکوي او زه هیله لرم چې داسې ورځ راشي چې د ولس ګټې په نظر کې ونیسي.»

نوموړی زیاتوي: «اوس داسې کس نه وینم چې هلته [ملګرو ملتونو] ته ولاړ شي او د افغان ولس د ګټو په اړه خبرې وکړي.»

رمضان بشر دوست د ملګرو ملتونو پر سرمنشي او د امریکا په ولسمشر په نیوکو سره وویل، دغو دوو مهمو چارواکو د نورو هېوادونو په تړاو خبرې وکړې، خو د افغانستان یادونه یې ونه کړه، دا ځکه چې «لومړی افغانستان هلته [ملګرو ملتونو] کې څوک نه لري، د افغان ولس وینه دومره سره نه ده چې دوی [ملګري ملتونه] ځانته زحمت ورکړي چې د افغانستان د ښځو د حقونو او د پاکستان د پرله پسې تېریو په اړه خبرې وکړي.»

د نوموړي په وینا: «افغانستان اوس په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخه کې د نړۍ لپاره لومړیتوب نه دی. ان تر دې چې ټرمپ هم د افغانستان، حتی د بګرام په اړه خبرې ونه کړې؛ هغه یوازې د ایران، وېنزویلا او اروپا یادونه وکړه. دا ځکه چې د افغانستان مسایل اوس د هېڅ هېواد لپاره مهم نه ګڼل کېږي.»

بشردوست د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو پر دوه ګوني چلند په نیوکو سره وویل، پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې څو ځلي پر افغانستان تېری کړی، خو امنیت شورا نه غونډه راوبلله او نه هم کوم هېواد د پاکستان یاد بریدونه وغندل، مګر پر قطر چې کله اسراییل برید وکړ، نو امنیت شورا غونډه راوبلله او کابو ټولې نړۍ یاد برید وغانده: «دا په دې معنا ده چې د افغانستان خاوره د قطر له خاورې سره یو ډول ارزښت نه لري او د افغان ولس وینه د بل هېواد له وینې سره برابره نه ده.»

د بشردوست په باور، د ملګرو ملتونو په منشور کې اساسي موضوع بشري حقونه دي چې باید مراعات شي، د جګړې مخه ونیول او سوله رامنځته شي او همداراز سوله د بشري حقونو اساسي برخه ده: «خو هېڅوک د بشري حقونو په کیسه کې نه دي تر هغه وخته چې پکې یې ګټه نه وي، هغه وخت چې د یوه هېواد ګټه پکې وي بیا یې په اړه خبرې کوي.»

نوموړي په دې خپرونه کې په ډاګه کړه، چې د طالبانو په راتګ سره امنیت په نسبي بڼه تامین دی، خو برکت نشته: «له بده مرغه دوی [طالبان] پر دې نه دي بریالي شوي چې برکت راولي، فابریکې جوړې او کارونه او همداراز ښه اقتصادي ستراتیژي رامنځته کړي او مسلکي حکومت جوړې کړي.»

100%

رمضان بشردوست د سپړنې خپرونې په پای کې په پوهنتونونو کې د ځينو مضامینو پر حذفېدو په نیوکو سره وویل، په پوهنتونونو کې د نړۍوال حقوق او بشري حقونو مضامین حذف شوي او «که چېرې زموږ د پوهنتون فارغان په نوره نړۍ کې کار وکړي، نو پر دې [نړۍوال او بشري حقونو] پر څه نه پوهېږي.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې افغان خبریال جواد اعتماد نیولی دی

۱ تله ۱۴۰۴ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۱ GMT+۱

پاکستاني پولیسو افغان خبریال جواد اعتماد د سې‌شنبه سهار په اسلام‌اباد کې نیولی دی. د هغه د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان وایي، پولیس شاوخوا لس بجې د فیصل ښارګوټي په سیمه کې د هغه کور ته ورغلي او پرته له دې چې نوموړی وضاحت ورکړي، له ځان سره یې بیولی دی.

د جواد اعتماد نږدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د نوموړي د نیولو دلیل د هغه د ویزې د مودې پای ته رسېدل او د اقامتي اسنادو ستونزه ښودلې ده.

سرچینې زیاتوي، چې جواد اعتماد دا مهال د پولیسو په توقیف کې دی او امکان شته چې ډېر ژر افغانستان ته وشړل شي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي، له څو میاشتو راهیسې د پاکستان حکومت د افغانانو د ویزو د غځولو بهیر درولی دی.

د دوی په وینا، لسګونه زره افغان کورنۍ د تمدید نشتوالي له امله د نیولو او بېرته ستنېدلو له جدي ګواښ سره مخ دي. ډېری افغانان وايي، چې د قانوني ویزو نه غځېدل هغوی له زده‌کړې، روغتیايي خدماتو او کاري فرصتونو څخه بې برخې کړي دي.

جواد اعتماد له هغو خبریالانو دی چې په افغانستان او سیمه کې د رسنیزو چارو تجربه لري.

100%

د خبریالانو د ملاتړ ځینې بنسټونو د ده د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې باید خبریالان د سیاسي او حقوقي فشارونو ښکار نه شي.

هغوی له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د خبریال د وضعیت په اړه روڼتیا رامنځته کړي او د رسنیزو اصولو په رڼا کې پرېکړه وکړي.

د افغان کډوالو د ټولنو مشران وايي، که د ویزو د تمدید ستونزه حل نه شي، ګڼ شمېر افغانان به د اجباري اېستلو له ګواښ سره مخامخ شي.

د هغوی په وینا، د اوږدې کډوالۍ وروسته د بېرته ستنېدلو پروسه د ډېرو افغانانو ژوند له سختو ننګونو سره مخامخ کوي، ځکه په افغانستان کې نه د کار زمینه شته او نه هم د امنیت بشپړ تضمین.

په همدې حال کې، د جواد اعتماد کورنۍ او نږدې ملګري د مدني ټولنو او نړۍوالو بنسټونو پر مداخلې ټینګار کوي، ترڅو د هغه قانوني او بشري حقونه خوندي پاتې شي.