• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرانسې پخوانی ولسمشر سارکوزی په ۵ کاله بند محکوم شوی

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د پاریس محکمې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سارکوزي ته د پنجشنبې په ورځ د پنځو کلونو سزا واوروله. نوموړی له ليبيا څخه د انتخاباتي فنډونو د ترلاسه کولو هڅو کې د جنايي توطیې په تور محکوم شوی. سارکوزي دا پرېکړه غندلې او وايي، بښنه نه غواړي، ځکه بې ګناه دی.

د محکمې پرېکړه د توقع خلاف ډېره سخته ده او که پخوانی ولسمشر د پرېکړې پر وړاندې استیناف هم وغواړي، په زندان کې به وخت تېروي.

سارکوزي د محکمې پر پرېکړه غبرګون وښود او ویې ویل، « هغه څه چې نن وشول، د قانون د حاکمیت او پر عدلي سیسټم د باور لپاره خورا جدي دي.». هغه وايي، بښنه نه غواړي، ځکه دی بې ګناه دی.

هغه تورن دی، چې د معمر قذافي په وخت کې یې د ټاکنو پرمهال له نوموړي فنډ تر لاسه کړی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د سوریې دولتي خبري اژانس: الشرع او ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې سره ولیدل

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۵ GMT+۱

د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې د سوریې حکومت مشر احمد الشرع په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د امریکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره ولیدل.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د مې په میاشت کې هم په سعودي عربستان کې له احمد الشرع سره لیدلي و او اعلان یې کړی و، چې هغه به د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال پر سوریه لګول شوي لسیزې بندیزونه لرې کړي.

وروسته ټرمپ د دغو بندیزونو د یوې لویې برخې د لرې کولو او ځنډولو امر وکړ.

په ورته وخت کې تر ټولو سخت بندیزونه بیا چې په ۲۰۱۹ کال کې د کانګرس له خوا لګول شوي و، په خپل ځای پاتې دي او د دایمي لرې کولو لپاره د کانګرس رایې ته اړتیا لري.

د فرانسې ولسمشر مسعود پزشکیان ته؛ ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه‌ لري

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ په څنډه کې د ایران له ولسمشر سره په کتنه کې وویل: «ایران باید هېڅکله اټومي‌ وسلو ته لاسرسی ونه لري.» نوموړي زياته کړې، چې درېیو اروپايي هېوادونو د ایران پروړاندې «د ماشې میکانیزم» فعال کړی.

د فرانسې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ایران د خپلو اټومي ژمنو په برخه کې ولاړ نه دی پاتې شوی.

نوموړي زياته کړې، چې له همدې امله «فرانسې، المان او برېتانیا پرېکړه کړې، چې د میکانیزم ماشې بهیر فعال کړي.»

د مکرون په خبره، د دې بهیر له مخې به پر ایران بیا بندیزونه ولګوي.

مکرون ویلي، چې د نړۍوالې اټومي انرژۍ د ادارې تفتیشوونکو ته د لاسرسي امکانات، د غني شویو موادو د زېرمو په اړه شفافیت او د خبرو سمدستي بیا پیل غوښتنې یې د ایران ولسمشر مسعود پزشکان ته وړاندې کړي او هغه ته یې په ډاګه کړې ده، چې په دې برخه کې هېڅ ډول ځنډ د منلو نه دی.

مکرون د حل لارې په ډول زياته کړې، چې د دوی له خوا د ټاکل شویو قانوني شرایطو ته د ځواب لپاره ایران یوازي‌ څو ساعته وخت لري، چې موافقه وکړي او د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مثبت ځواب ووايي.

احمد الشرع د ملګرو ملتونو اسمبلۍ ته: له تبعیض پرته حکومت جوړوو، چې د ټولو حقونه خوندي کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۱

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو اسمبلۍ کې وینا وکړه او څرګنده یې کړه، چې هېواد یې له «جګړې څخه د بیارغونې پر لور» یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی. هغه وویل، نوی حکومت به د ټولو د حقونو او ازادیو د خوندي کولو لپاره کار وکړي او هېڅ ډول تبعیض به د منلو نه وي.

الشرع وویل، چې د بشار الاسد د رژیم له پرځېدو وروسته سوریه د اوږدې ډیکتاتورۍ له تورو فصلونو خلاصه شوې او د نړۍوالې ټولنې غېږ ته بېرته ورګرځېدلې ده.

د هغه په وینا، د شاوخوا شپېتو کلونو استبداد چې د نږدې یو میلیون انسانانو ژوند یې واخیست او سلګونه زره کسان یې زندانونو کې وځورول، اوس پای ته رسېدلی دی.

د سوریې ولسمشر په خپله وینا کې د حکومت د وروستیو لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ملي او ټول‌شموله خبرو اترو لړۍ پیل شوې، د وړ کسانو پر بنسټ حکومت جوړ شوی او د ولس د پراخې ونډې اصل پیاوړی شوی دی. هغه وویل، چې د سوریې پارلماني ټاکنې د روان کال د تلې په ۱۳مه ترسره کېږي او خلک به د خپلې ملي شورا استازي وټاکي.

احمد الشرع د سوریې د نوې تګلارې درې بنسټیز محورونه د ملګرو ملتونو اسامبلۍ غړو ته ور وپېژندل، متعادله ډيپلوماسي، امنیت او ثبات، او اقتصادي پرمختګ.

هغه وویل، چې د ادارو او پوځ بیا رغونه شوې، پخوانۍ بوروکراسي له منځه وړل شوې او پر ځای یې د «وړتیا پر بنسټ دولت» جوړ شوی، چې د ولس د ګډون او باور د زیاتوالي سبب ګرځي.

نوموړي د نړۍوالو اړیکو د بیا رغونې خبرې هم وکړې او څرګنده یې کړه، چې د سوریې پر وړاندې د ځینو بندیزونو نرمېدل د نړۍوال باور یوه ښکاره نښه ده.

هغه زیاته کړه، چې د سیمې او نړۍ ستر شرکتونه د بیارغونې او پانګونې لپاره سوریې ته داخل شوي دي، خو ټینګار یې وکړ چې د ټولو بندیزونو بشپړ لغوه کېدل اړین دي تر څو د خلکو له اوږو د اقتصادي ستونزو «زنځیرونه» لرې شي.

ولسمشر الشرع وویل، چې د سوریې د خلکو د حقونو د تضمین لپاره د انتقالي عدالت کمېسیونونه جوړ شوي او د تېر رژیم د جنایتونو د څېړنې بهیر پیل شوی دی.

هغه ژمنه وکړه، چې ټول هغه کسان به د عدالت مخې ته ودرېږي چې د وینې بهېدو او ظلمونو مسوول ګڼل کېږي.

هغه په خپله وینا کې پر اسراییل هم توندې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته هم د اسراییل ګواښونه نه دي درېدلي. الشرع زیاته کړه، چې د ۱۹۷۴د اوربند تړون د بیا عملي کېدو لپاره خبرې روانې دي، که څه هم د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو یې امکان کم بللی دی.

د یادولو وړ ده، چې د احمد الشرع وینا ځکه د نړۍوالو پام ځانته اړولی چې یو وخت نوموړی د یوې وسله‌والې ډلې جهادي مشر و، خو اوس د یوې دولتي پروژې پر مخ وړونکی ولسمشر دی. هغه کس چې د امریکا له لوري د نیولو لپاره یې لس میلیونه ډالره جایزه ټاکل شوې وه، نن د ملګرو ملتونو په نړۍواله غونډه کې د یو مشروع رهبر په توګه څرګندېږي.

د هغه د مشرۍ په پایله کې د بشار الاسد اوږدمهاله واکمنۍ او ۱۴کلنې کورنۍ جګړې ته د پای ټکی کېښودل شو او سوریه د بیارغونې، سولې او نړۍوالې همکارۍ پر لور ګام اخلي.

فرانسې له ایران څخه غوښتي چې د دوی بندیان ژر تر ژره خوشې کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ په څنډه کې د ایران له ولسمشر څخه غوښتي، چې د دوی یرغمل شوي‌ دولتي‌ کسان ژر تر ژر خوشې کړي. مکرون زياته کړې، چې دغه وګړي په غېرانساني‌ او خپلسري ډول نیول شوي‌ دي.

د فرانسې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په لیدنه کې د خپلو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د مکرون په خبره، ایران د دوی درې دولتي یرغمل په خپل سري‌او غېري انساني ډول نیولي.

مکرون زياته کړې: «تر هر څه مخکې ما یو ځل بیا خپل روښانه غوښتنلیک تکرا کړ، سیسیل کوهلر، ژاک پاریس او لنارټ موټرلوس هغه دولتي یرغمل شوي کسان دي‌، چې ایران په خپلسري‌ او غېري‌انساني‌ډول نیولي او دوی یې باید ژر تر ژره خوشې کړي.»

مکرون لیکلي: «فرانسه هېڅ وخت خپل اولادونه یوازې نه پرېږدي.»

امریکا له طالبانو غواړي چې امریکایي بندیان سمدستي خوشې کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل، ټول امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي، سمدستي خوشې کړي.

نوموړې د بګرام هوایي اډې د احتمالي کارونې په اړه د امریکا د تګلارې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل، چې په دې اړه باید سپینه ماڼۍ نظر ورکړي. خو هغې ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید د خپلو ژمنو پابند پاتې شي.

دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افشا کړه چې د واشنګټن چارواکي له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د کارولو په اړه خبرې کوي.

ټرمپ په ګواښوونکي لهجه له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې یاده اډه امریکا ته وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې او پر ځای یې له واشنګټن سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.

امریکا چې طالبان «ترهګره ډله» ګڼي، تراوسه یې د یادې ډلې واکمني د بشري حقونو د نقض او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له امله په رسمیت نه ده پېژندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «موږ غواړو چې ټول هغه امریکایان چې په ناحقه نیول شوي دي، ژر تر ژره خوشې شي.»

امریکا تر اوسه نه ده څرګنده کړې، چې له محمود شاه حبیبي پرته څو نور امریکایي وګړي د طالبانو په بند کې دي. په وروستیو کې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار اډم بولر په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر وکړ، څو د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د دغې لیدنې پایلې لا نه دي اعلان شوي.

100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه، چې د طالبانو "ظالمانه سیاستونه" د افغانستان ټولنیز او بشري ناورین نور هم ژور کړی دی. هغې د فقر، بېکارۍ او د اساسي خدمتونو د نشتون یادونه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

هغې په ډاګه کړه، چې امریکا په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ولس ملاتړ کړی او اوس وخت د طالبانو دی چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.

د یادولو وړ ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې امریکا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د نږدې څلور میلیارد ډالرو مرسته کړې، خو د ټرمپ په حکومت کې دغه بشري مرستې بندې شوې دي.