طالبان وایي، هرات کې یې د ۶ ښوونځیو د ودانیو رغولو چارې پیل کړې

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې په رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې یې د شپږو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو چارې پیل کړې دي. دوی وايي، ټول‌ټال پرې ۴۰۰زره امریکایي ډالره لګښت راځي او هر ښوونځی به شپږ درسي خونې ولري.