• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرېس د ۲۰۲۴ کال په مناظره کې د بایډن له خوا د کابل هوايي ډګر پېښې هېرول حیرانوونکي بللي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د امریکا پخوانۍ مرستیال ولسمشرې کاملا هریس په خپل تازه کتاب «۱۰۷ورځې» کې څرګنده کړې چې د۲۰۲۴ کال په مناظره کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال د برید په تړاو د جوبایډن ځواب د حیرانتیا وړ و.

کمالا هرېس ویلي، په ۲۰۲۴ کال کې د مناظرې پرمهال له افغانستان څخه د امریکا د ناکامه وتلو او هلته د ۱۳ امریکايي سرتیرو وژلو په اړه د جوبایډن ځواب د حیرانتیا وړ و.

په ۲۰۲۴ کال کې د جوبایډن او ټرمپ د ټاکنیزې مناظرې پرمهال بایډن د خبرو پرمهال فکر ګډوډ و او د زکام له امله یې دروند غږ درلود.

هرېس د خپلو یادښتونو په کتاب کې لیکلي چې جوبایډن ونه شو کولی چې د پوځ په اړه ساده پوښتنه ځواب کړي او د هغو ۱۳ سرتیرو یادونه یې ونه کړه چې د کابل هوايي ډګر په برېد کې وژل شوي وو.

هرېس لیکلي:« بایډن وویل د هغه په واکمنۍ کې هېڅ سرتیری په جګړه کې نه دی وژل شوی، خو د کابل هوايي ډګر خونړۍ پېښه یې هیره کړې وه. زه هغه مهال په ایر فورس ټو کې وم او زموږ د الوتنې پلان بدل شو، سملاسي واشنګټن ته ستانه شوو. زه حیرانه وم چې هغه څنګه دا ورځ هېره کړه.»

د جوبایډن اداره له افغانستان څخه له بې نظمه وتلو وروسته له سختو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ شوه.

هغه مهال د امریکا د جمهوري غوښتونکو یوه استازي ټیډ کروز ویلي وو، چې له افغانستان څخه په ناکامه ډول وتل د امریکا نړیوال حیثییت ته دروند زیان واړاوه او روسیې ته یې لاره هواره کړه چې پر اوکراین برید وکړي.

د کمالا هرېس د سیاسي یاداښتونو کتاب « ۱۰۷ ورځې» د سې شنبې په ورځ خپور شو. په دغه کتاب کې هرېس د ولسمشریزو ټاکنیزو خاطرې لیکلې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

خلیلزاد وايي طالبان دې پایلې ته رسېدلي چې یرغمل امریکایان یې پر اوږو بار دي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد وايي، طالبان دې پایلې ته رسیدلي چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی. خلیلزاد د بندیانو مساله د امریکا او طالبانو د اړیکو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بولي، خو هیله ښيي چې په دې برخه کې زر پرمختګ وشي.

زلمي خلیلزاد نن یکشنبه د (تلې ۶مه) پر خپل اېکس ولیکل، چې افغانستان او د امریکا متحده ایالات د خپلو ملي ګټو د پرمخ وړلو لپاره د غوره اړیکو په لټه کې دي، خو پر وړاندې یې یو مهم او بیړنی خنډ زندانیان او یرغمل کسان دي.

خلیلزاد زیاته کړې، « دواړې خواوې هڅه کوي، چې دا خنډونه له مخې لرې کړي او داسې ښکاري طالبان دې ته ځیر شوي، چې له دوی سره اسیر امریکایان د شتمنۍ پرځای، ددوی پر اوږو بار شوي دي».

خلیلزاد وايي، « هغوی سم وايي. له هېواده بهر د بندي امریکایانو په تړاو د ټرمپ د دولت سخت دریځه سیاست له یوې خوا او له طالبانو سره یې تماس بل پلو، په ښکاره ډول په دغه تغییر کې رول لرلی دی».

خلیلزاد هیله ښودلې، چې زر په دې برخه کې پرمختګ وشي.

د یرغمل شویو امریکایانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ استازی ادم بولر، دوه اونۍ وړاندې له زلمي خلیلزاد سره یوځای کابل ته لاړ.

وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت اسټیکني له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل، چې امریکایي بندیان سملاسي خوشې کړي.

جرمنی له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته پلاوی استوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۳ GMT+۱

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وايي، په اکتوبر میاشت کې به د کورنیو چارو وزارت لوړپوړي چارواکي کابل ته ولاړ شي چې د طالبانو له چارواکو سره له جرمني نه د اېستل کېدونکو افغانانو په تړاو خبرې اترې وکړي.

دوبرینت له بیلډ ام زونټاګ سره په مرکه کې وویل: « افغانستان ته اخراج باید په منظم ډول ترسره شي. له همدې امله موږ اوس په کابل کې مستقیمې خبرې کوو، چې مجرمان او امنیتي ګواښ رامنځته کوونکي کسان په پرله‌پسې ډول اخراج شي».

د ده په وینا، تر اوسه پورې خبرې یوازې په «تخنیکي کچه» شوې وې، خو اوس د طالبانو له چارواکو سره مستقیمې کېږي.

د۲۰۲۱کال له اګست وروسته، چې طالبان پر کابل واکمن شوي، جرمني د قطر په همکارۍ دوه ځله افغانان اخراج کړي دي.

سره له دې چې جرمني له طالبانو سره رسمي ډيپلوماټیکې اړیکې نه لري، خو د سیاسي فشار له امله نوی ایتلافي حکومت هڅه کوي د کډوالۍ په برخه کې خپل سخت دریځ عملي کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې ټاکل شوې ددغه وزارت یو پلاوی په اکتوبر میاشت کې کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له چارواکو سره وغږیږي.

د مسیحي دیموکارت اتحاد د کورني سیاست ویاند الکساندر تروم ویلي، چې د دوی لپاره د جرمني د خلکو امنیت مطلق لومړیتوب لري او له همدې امله باید خطرناک بهرني مجرمان د خپلې سزا تر بشپړېدو وروسته په جرمني کې ازاد ونه ګرځي.

طالبانو ته د عبدالسلام ضعیف کنایه؛ خلک په زور نه بلکې په حقیقي عدالت سمیږي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف د اموي خلیفه عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر لیک ته په اشاره ویلي، چې خلک په زور نه، بلکې په حقیقي عدالت سمیږي.

عبدالسلام ضعیف چې وړاندې تردې یې هم په خپلو پیغامونو کې په غیر مستقیم ډول د طالبانو پر حکومتدارۍ نیوکې کړې دي، یو ځل بیا پر خپله اېکسپاڼه د عمر بن عبدالعزیز او د خراسان د امیر ترمنځ هغه لیک ته اشاره کړې چې د تورې په زور یې د خراسان د خلکو د اصلاح غوښتنه کړې وه.

عمر بن عبدالعزیز د خراسان امیر ته د لیک په ځواب کې لیکلي و:« درواغ دې وویل، خلک په زور نه بلکې په حقیقي عدالت سمیږي، عدالت ته سم متوجې سه او عملي یې کړه.»

یاد پخواني طالب چارواکي د اموي خلافت د خلیفه دغه لیک ته په داسې مهال اشاره کړې، چې طالبان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د زور او سخت دریځۍ سیاستونه پر خلکو عملي کوي او پر ښځو د زده کړو بندیز ترڅنګ نږدې هره اونۍ پر خلکو په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګوي.

طالبان د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې ددې ډلې دفاع وزارت د پامیر اوسیدونکو لپاره یو ښارګوټی جوړوي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح الله امیري وايي، د ښارګوټي په جوړېدو سره به د پامیر ټول اوسیدونکي یو ځای راټول شي او د ژوند ستونزې به یې حل شي.

د طالبانو د استخباراتو اړوند حریت راډيو ته د طالبانو د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې د لوی پامیر سړک له بشپړیدو وروسته، د دې سیمې د قرغیزي کورنیو لپاره به یو ښارګوټی جوړ شي.

دوی همدراز زیاتوي د بدخشان د پامیر اوسیدونکي له کلونو راهیسې په سختو شرایطو کې ژوند کوي او له اساسي خدماتو څخه بې برخې دي

د طالبانو چاوراکو ویلی، چې په دې ښارګوتي کې به کورونه، کلینیکونه، مدرسې او جوماتونه جوړ کړي.

یاده رسنۍ وايي، چې د لوی پامیر اوسیدونکي هم د ښارګوټي جوړېدو ته خوښ دي او زیاتوي په دغه ښارګوټي سره به د دوی ژوند بدل شي او له خدماتو څخه برخمن شي.

د طالبانو د دفاع وزارت تر اوسه د ښارګوټي د جوړېدو پیل نېټه او موقعیت نه دی ډاکه کړی.

د ښارګوټو د جوړولو مسوولیت عموما د ښارجوړونې وزارت دنده ده، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزارت په یوه لرې پرته سیمه کې د ښارګوټي د جوړولو اقدام کوي.

د طالبانو عدلیې وزارت په کابل کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه تړلي دي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت ویلي چې د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو د چارو ریاست په وږي میاشت کې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۱۶ دفترونو څخه د نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۴۴ دفترونه تړلي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاملاتو د لارښوونې یاد دفترونه یې د غیر قانوني فعالیتونو له امله تړلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست په تېره میاشت کې ۱۷۳ کسانو ته د معاملاتو لارښوونې دفترونو د فعالیت جوازونه هم ویشلي دي.

طالبانو تردې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې لسګونه دفترونه د سرغړونو، لوړو کرایو اخېستلو او قانوني جواز نه لرلو په تور تړلي وو.