• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

علي میثم نظري: د طالبانو دغه بې پروايي د ځینو هېوادونو د نرم چلند پایله ده

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري په افغانستان کې د انټرنېټ د قطع کېدو په غبرګون کې وايي، د طالبانو دغه بې پروايي د ځینو هېوادونو د نرم چلند پایله ده.

علي میثم نظري په افغانستان کې د انټرنېټ قطع کول د افغان ولس پر وړاندې ستر «ظلم» بولي او زیاتوي، چې طالبانو په قصدي ډول له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې کړې دي.

هغه ویلي، دغه ډول «استبدادي» عمل په داسې پېر کې چې د بشري ژوند ټول اړخونه له ټکنالوژۍ سره تړلي دي، جرم دی او باید په کلکه وغندل شي. هغه په ټينګار سره ویلي، افغانستان «شمالي کوریا» نه دی او په وینا یې «افغان ولس هېڅکله هم نشي مجبورېدای چې د یوې ترهګریزې او جنایتکاره ډلې له لوري د انزوا په تیارو کې وساتل شي.»

د نظري په وینا، نړۍوالې ټولنې اوس باید دا درک کړې وي چې د طالبانو دغه بې پروايي او زړورتیا د هغو کلونو پایله ده، چې ځينو هېوادونو ورسره نرم چلند غوره کړی و.

هغه زیاته کړې: «اوس بایده یوه څرګنده سره کرښه وکښل شي او نړۍوالې ټولنې ته پکار ده چې پرېکنده عمل وکړي، څو افغانستان د طالبانو تر واک لاندې پر یوه منزوي هېواد بدل نه‌شي.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د انټرنېټ له بندېدو وروسته د کام ایر هوایي شرکت اړیکې له خپلو استازو سره پرې شوې دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په ټول افغانستان کې د انټرنېټ تر بشپړ بندېدو وروسته، د کام ایر هوايي شرکت استازو ویلي، چې د کابل له دفتر سره یې اړیکې پرې شوې دي.

د کام ایر هوایي شرکت یو استازی چې له هېواده بهر مېشت دی، وایي: «موږ نشو کولای له خپلو مسوولینو سره په کابل کې اړیکه ونیسو. نه پوهېږو چې الوتنې به لغوه شي او که نه. په بشپړه توګه د ګډوډۍ په حالت کې یو، ځکه هېڅ ډول مشخص هدایت نه لرو او نه پوهېږو څه باید وکړو.»

د انټرنېټ د بندېدو له امله نه یوازې د کام ایر په څېر خصوصي شرکتونه، بلکې ګڼې ادارې، رسنۍ او د عامو وګړو ورځنۍ چارې هم له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.

بلخوا، دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د اریانا افغان هوايي شرکت سهارنۍ ټولې الوتنې ځنډول شوي، خو لا تراوسه روښانه نه ده چې دغې ستونزې ته څه حل لاره په پام کې نیول شوې ده؟

په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره د میلیونونو افغانانو تر منځ د اړیکو له پرې کېدو سربېره په هېواد کې د رسنیو خپرونې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

په افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو سره د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې هم وځنډول شوې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته له نن مازدیګر (دوشنبه د تلې ۷مه) راهیسې د یو شمېر مخابراتي شبکو انټرنېټ هم پرې شوی دی. په دې سره له افغانستان څخه او افغانستان ته کېدونکې د اریانا افغان هوايي شرکت ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د اریانا افغان هوايي شرکت سهارنۍ ټولې الوتنې ځنډول شوي، خو لا تراوسه روښانه نه ده چې دغې ستونزې ته څه حل لاره په پام کې نیول شوې ده؟

په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره د میلیونونو افغانانو تر منځ د اړیکو له پرې کېدو سربېره په هېواد کې د رسنیو خپرونې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

همدا څو ورځې مخکې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړ، خو له نن مازدیګر راهیسې په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو انټرنېټ هم قطع شوی او طالبانو لا تر اوسه په دې اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د طالبانو یو شمېر چارواکي د «سټارلېنک» له لارې انټرنېټ ته لاسرسی لري

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې د ټول افغانستان د عامو وګړو لپاره انټرنېټ او ټلیفوني شبکې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په فرمان پرې شوې، خو د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي د سټارلېنک سپوږمکیزې انټرنېټي شبکې له لارې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

اوسمهال دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو چارواکو دغه پرمختللي دستګاوې څه وخت او څنګه افغانستان ته راوړې دي. ځینې سرچینې وایي، کېدای شي دوی د سټارلېنک سیسټم د انټرنېټ د بشپړ پرې کېدو د احتمالي سناریو په پام کې نیولو سره له وړاندې رانیولې وي.

د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته د طالبانو د ډېرو وزارتونو وېبپاڼې له کاره لوېدلې دي، خو د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه لا هم فعاله ده.

د شنونکو په باور، دا ښيي چې د دې وزارت تخنیکي ټیم د سټارلېنک له لارې په انلاین بڼه فعال پاتې شوی دی.

د اتریش لپاره د افغانستان سفیر دغه اقدام د طالبانو له لوري «په تیارو کې د خلکو ډوبول» بللي دي.

نوموړي ویلي، د انټرنېټ پرې کول نه یوازې د افغانانو د بیان د ازادۍ پر ضد کړنه ده، بلکې د نړۍوالو اړیکو، زده‌کړو او د زرګونو خلکو د مسلکي کارونو پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.

سټارلېنک د امریکایي سوداګر او پانګه‌وال اېلان ماسک د شرکت اړوند شبکه ده، چې له لارې یې کاروونکي د کوچنیو دېشونو په وسیله نېغ په نېغه سپوږمکیو ته وصلېږي.

دا سیسټم د فایبر نوري او ځمکنيو مخابراتي شبکو اړتیا نه لري او کولی شي په لرې پرتو یا د بحران لاندې سیمو کې هم د لوړ سرعت انټرنېټ برابر کړي.

کارپوهان وایي، طالبان په داسې حال کې چې پر خلکو انټرنېټ بندوي، خپله د سټارلېنک څخه کار اخلي، نو دا د هغوی د سیاست دوه مخېتوب ښيي او د نړۍوالو د نیوکو لامل به شي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان: د انټرنېټ پرې کېدل د ښځو زده‌کړې او مسلکي راتلونکی ګواښي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټې (ام‌سو) د طالبانو له‌خوا د انټرنېټ قصدي پرې کېدل د جدي اندېښنې وړ بللی او دا یې د ښځو د زده کړو او مسلکي راتلونکي لپاره ستر ګواښ په ګوته کړی دی.

یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د تلې ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د انټرنېټ پرې کېدل په سلګونو ښځینه خبریالانو ته چې د اوسنیو شرایطو له امله یوازې د انلاین زده‌کړو له لارې خپل مسلک او زده‌کړې پر مخ وړي، ستر زیان اړولی دی.

د اعلامیې له مخې، د انټرنېټ د بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړه نه یوازې د ښځینه خبریالانو د زده‌کړې بهیر له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د مسلکي ودې او له نړۍوالو فرصتونو څخه بې برخې کوي.

اعلامیه زیاتوي: «زده‌کړو او معلوماتو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي بندول د نړۍوالو اصولو او بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي او د افغانستان د ازادو او مسلکي رسنیو راتلونکي ته یو سترګواښ پېښوي.»

د ښځینه خبریالانو د عدالت غوښتنې کمېټې له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو بنسټونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې له ډیپلوماټیکو او حقوقي لارو څخه د ښځو د زده‌کړې د ملاتړ او انټرنېټ ته د لاسرسي د خوندي کولو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) مسوولانو نن دوشنبه د نوري فایبر انټرنېټ شبکو له مسوولینو سره په ناسته کې وویل، چې د طالبانو د مشر په امر د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې باید نوري فایبر پرې شي.

له دې ناستې وروسته د حکم پلي کېدو سملاسي د خلکو ورځنی ژوند، سوداګري، انلاین کاروبارونه او د نړۍوالو مرستندویه ادارو برنامې ټول له ستونزو سره مخ کړل.

یوه طالب چارواکي له افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې تایید کړې، چې دغه ګام د اترا ریاست او د مخابراتو وزارت د حکم پر اساس اخیستل شوی.

ورته حکم روشن، اتصالات، افغان بېسیم او افغان ټلېکام شبکو ته هم ورکړل شوی چې خپل ټول خدمات ودروي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې نن ورځ د اترا ادارې او د انټرنېټي شرکتونو ترمنځ ناسته له سختو شخړو سره مل وه.

د سرچینې په وینا، د طالبانو د مخابراتو وزارت د هبت‌الله اخوندزاده د پرېکړې له امله سخت ناخوښ دی، خو امر یې کړی چې بشپړ بندیز باید پلی شي.

دغه سرچینه زیاتوي، چې د وزارت ځینې مسوولان هیله لري چې د خلکو او نړۍوالو فشار به د طالبانو مشر د پرېکړې بدلولو ته اړ باسي.

ملګري ملتونه: د انټرنېټ بندېدو له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ کړی دی

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چې د افغانستان په ختیځ کې د نوري فایبر شرکت انټرنېټ بندېدو له امله له زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر ګډوډ شوی دی. د مرستندویه بنسټونو او د ژغورنې ډلو ترمنځ اړیکې ستونزمنې شوې او د مرستو رسولو بهیر سوکه شوی دی.

د انټرنېټي خدمتونو محدودیت د سوداګرۍ، بانکونو او ښوونیزو بنسټونو چارې هم ګډوډې کړې دي؛ خو طالبانو پام نه‌دی ورته کړی. یادې ډلې ویلي، چې بدیله لاره ورته لټوي؛ خو په دې اړه یې نور وضاحت نه‌دی ورکړی.

طالبانو تازه په هرات ولایت کې مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته امر کړی، چې د شپې له‌خوا انټرنېټ بند کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په دغه راپور کې ویلي، چې د کونړ د زلزله ځپلو ۹۴ سلنه خلک پر سپېره ډاګ يا لنډمهاله سرپناه کې ژوند کوي. دغه اداره وايي، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.

د راپور له مخې؛ مرستندویه بنسټونو تر اوسه ۱۰۵ زره زلزله ځپلو ته مرستې رسولې دي؛ خو (د وږي له ۲۴مې) نېټې راهیسې د نوري فایبر انټرنېټ بندېدو له امله د ځايي دفترونو او مرکز تر منځ اړیکې ګډوډې شوې او د مرستو بهیر ټکنی شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې تر اوسه د زلزله ځپلو لپاره تر ۲۳ مېلیونه ډالرو ډېرې پيسې ځانګړې شوې؛ خو دغه پيسې کافي نه‌دي او ۱۱۵ مېلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې د زیانمن شویو خلکو اړتیاوې په بشپړه توګه پوره شي.

دغه مرګونې زلزله (د وږي میاشتې په ۹مه نېټه) په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وشوه، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي تلفات واړول. اوچا څرګنده کړې، په دغه زلزله کې لږ تر لږه ۸ زره او ۴۷۱ کورنۍ چې شاوخوا ۵۶ زره کسان کېږي زیانمن شوي دي.

د دغه زلزلې له امله نږدې ۲ زره کسان مړه او تر ۳زره او ۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. دغه ډول تر ۷زره ډېر څاروي تلف شوي او ګڼې کورنۍ له خپلو اصلي خوراکي سرچینو بې‌برخې شوې دي.