• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ: ایران په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله لږترلږه ۵۸ افغانان اعدام کړي دي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، ایران په روان زېږدیز کال کې تر دې مهاله ۱۰۰۰ کسان اعدام کړي چې لږترلږه ۵۸ یې افغانان دي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو دغه وضعیت د ژوند له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې او د اعدامونو سملاسي ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.

ریچارډ بېنېټ د کارپوهانو له خولې لیکلي، چې د اعدامونو شمېرې خورا حیرانوونکې او خواشینوونکې دي؛ ایران په دې کار سره د انساني ژوند د ارزښت له ټولو منل شویو معیارونو څخه سرغړونه کوي.

بېنېټ زیاته کړې ده، چې ایران په وروستیو اونیو کې په منځنۍ کچه هره ورځ نهه کسان په دار ځړولي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان (د تلې په لومړۍ نېټه) په یوه راپور کې لیکلي و، چې د ایران حکومت د سیاسي موخو او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي.

یاد سازمان دارنګه د بشري حقونو شورا له حقیقت موندنې کمیټې وغوښتل، چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

فایق: طالبان د «شریعت» په نوم جنسيتي توپیر او بشري جنایتونه کوي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې طالبان د «شریعت» په نوم جنسيتي توپیر او د بشريت ضد جنایتونه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه د دغې ناستې لپاره خپله وینا خپره کړې ده. هغه وايي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې غونډې په څنډه کې جوړې شوې ناسته کې په افغانستان کې پر عدالت او ځواب ویلو بحث وشو.

ښاغلي فایق زیاته کړې، چې طالبانو هسې «شریعت» پلمه کړی او په دې نوم یې جنسيتي توپیر پيل کړی، د افغانانو اساسي حقونه او په تېره بیا د ښځو حقونه یې غصب کړي دي.

هغه زیاتوي، چې په یاده غونډه کې د نړۍوال عدالت محکمې نوښتونه مثبت وبلل شول.

ښاغلي فایق په یاده ناسته کې د بشري حقونو په برخه کې د څارنې او پلټنې د تګلارې پياوړتیا، قرباني‌ محوره سیاست او د سزاوو په اړه د معافيت پر وړاندې د نړۍوالې اجماع غوښتنه کړې ده.

قطر د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د مرستو بهیر ته دوام ورکوي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۱ GMT+۱

د قطر خېریه بنست وایي، چې د اګسټ میاشتې په وروستیو کې په ختیځ افغانستان کې د رامنځته شوې ویجاړوونکې زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د مرستندویو کسانو په ملاتړ د مرستو دوه بېړني پروګرامونه یې پلي کړي دي.

په دې مرستو کې د کورنیو لپاره د خیمو وېش، د خوړو بستې او د پخلنځي وسایل شامل وو چې د کونړ ولایت زرګونه کورنیو ته د سرپناه او خوراکي توکو د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.

د قطر خېریه بنسټ د مرستو په دې لړۍ کې ۳۹۳خیمې وېشلي دي، چې د اور، رطوبت او د موسم له سختیو سره د مقاومت وړ دي او هغو کورنیو ته خوندي سرپناه برابروي چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.

سربېره پر دې، د «خوراک ژوند دی» د کمپاین تر چتر لاندې یاد بنسټ ۲۶۰ د خوړو بستې او ۲۶۰ د پخلنځي وسایل یې هم ویشلې دي. هره بسته د یوې کورنۍ لپاره د یوې میاشتې اړین خوراکي توکي لري.

د مرستندویو ادارو په وینا، تر ټولو زیانمنې شوې کورنۍ هغه دي چې ښځې یې سرپرستي کوي. د طالبانو له محدودیتونو او د ژوند د سختو شرایطو له امله دا کورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د قطر خېریه بنسټ چارواکي ټینګار کوي، چې د دغو کورنیو ملاتړ د دوی د مرستو په لومړیتوبونو کې دی.

د یادولو وړ ده، چې د دې ډول طبیعي ناورینونو پر مهال د نړۍوالو مرستندویو ادارو هڅې د خلکو د ژوند ژغورنې او د ټولنې د بیا ودانولو لپاره حیاتي ارزښت لري. د قطر خېریه بنسټ د مرستو دوام ښيي، چې نړۍوالې ټولنې د افغانانو له کړاوونو سترګې نه دي پټې کړي.

عمران خان:د افغانستان په تړاو د څرګندونو په اړه د فډرالي تحقيقاتي ادارې له لوري وپوښتل شوم

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د څلورو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د څرګندونو له امله پوښتل شوی دی. دی وايي، د یادې ادارې کارکوونکو ورته ویلي چې ولې هرکله د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کوې؟

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په ګډون د پنځو مسایلو (د دولت ضد، د عاصم قانون، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو او په زندان کې د رواني شکنجې) په تړاو د کړو څرګندونو له امله پوښتل شوی دی.

عمران خان وايي، د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د یادې ادارې د مامورینو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د ده په مشرۍ د تحریک انصاف د حکومت پر مهال سره له دې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د پاکستان ضد حکومت حاکم و، خو بیا هم د خبرو له لارې قبایلي سیمې امن او له اوږدې مودې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د ثبات فضا حاکمه شوه.

خان زیاتوي: «هغه مهال د ای‌،‌اېس،‌ای پالیسي هم همدا وه، خو کله چې عاصم منیر د پوځ مشر شو، نو د پاکستان دوست افغان حکومت ته یې ګواښونه وکړل او قصداً یې حالات خراب کړل.»

عمران خان زیاتوي: «عاصم منیر له دې سربېره له درېیو نسلونو راهیسې دلته اوسېدونکي افغان کډوال هم په زوره وشړل، هلته یې د بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړې او د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو امن یې له‌منځه یووړ.»

د نوموړي په وینا، تر هغو چې د سیمې څلور اړخونه یعنې افغان حکومت، افغان ولس، د پاکستان حکومت او د خېبرپښتونخوا خلک سره جرګه نه‌شي، نو امن به را نه‌شي او زیاتوي: «تاریخ ثابته کړې چې د پوځي عملیاتو له لارې امن نه‌رامنځته کېږي.»

عمران خان د «دولت ضد» څرګندونو په اړه په ځواب کې ویلي، د هېواد د پخواني لومړي وزیر په توګه یې حق دی چې د خپل ولس لپاره غږ پورته کړي، د «عاصم قانون» په اړه یې ویلي، په هېواد کې هره بربادي د «عاصم قانون» تر سیوري لاندې روانه ده، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو په تړاو یې ویلي، یحیی خان د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره هېواد ووېشه، نن عاصم منیر هم هماغه کار کوي او په زندان کې د شکنجې په تړاو د څرګندونو په اړه یې ویلي، د نورو بندیانو خلاف له هېڅ ډول اسانتیاوو برخمن نه‌دی او همداراز د زندان د اصولو خلاف ورسره چلند کېږي.

عمران خان د دوشنبې په شپه (د تلې ۷مه) په خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو په پای کې ځان ته د «ناحقه» بندي خطاب هم کړی دی.

مایکل سمپل: د یوه امریکایي خوشې کول د واشنګټن او طالبانو د نږدې اړیکو نښه نه ګڼل کېږي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له بند څخه د یوه امریکایي وګړي خوشې کېدل یوازې د بندیانو د قضیې پورې تړاو لري او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نږدې کېدو نښه نه ده.

هغه په خپلو خبرو کې همداراز یادونه وکړه، د امیر امیري خوشې کېدل چې د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي د سفر په پایله کې ترسره شو، د یوې ځانګړې اجنډا برخه وه.

د هغه په وینا، د واشنګټن او طالبانو ترمنځ وروستۍ اړیکې یوازې پر موضوعاتو لکه د یرغمل شویو امریکایانو او پر نورو بندیانو متمرکز دي.

سمپل زیاته کړه: «امریکایي چارواکو څو ځله څرګنده کړې چې له طالبانو سره د اړیکو څرنګوالی به یوازې هغه وخت معلوم شي، چې د یرغمل شویو امریکایانو موضوع بشپړه حل او فصل شي.» هغه ټینګار وکړ، لا هم څرګنده نه ده چې راتلونکي کې به امریکا له طالبانو سره د تعامل کومه بڼه غوره کړي.

100%

د اروپایي ټولنې دغه پخواني استازي طالبان د هغو هېوادونو او ډلو په کتار کې یاد کړل، چې د «یرغمل نیولو» په تګلاره کې شهرت لري. نوموړي د روسیې، شمالي کوریا، ایران او وینزویلا یادونه وکړه او ویې ویل: «امریکا له داسې هېوادونو او ډلو سره چې د یرغمل ‌نیولو له لارې فشار راوړي، د نږدې اړیکو تمه نه لري.»

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه درې امریکایي وګړي لا هم د طالبانو په بند کې دي. دواړو لوریو تراوسه د دغو بندیانو په اړه کوم څرګند او رسمي معلومات نه دي وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د عدالت او حساب‌ورکونې لپاره ځانګړې غونډه ترسره کېږي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې په څنډه کې د «افغانستان لپاره د عدالت او حساب‌ورکونې غږونه» تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه ترسره کېږي.

دغه غونډه به د افغان بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو مبارزین، حقوقي کارپوهان، د ملګرو ملتونو استازي، د غړو هېوادونو نماینده‌ګان او د مدني ټولنې استازي سره راټول کړي، څو د افغانستان د روان بشري حقونو کړکېچ ته د حل لارې ولټوي.

د ۲۰۲۱کال له اګسټ میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، دغه هېواد د نړۍ له تر ټولو ژورو بشري کړکېچونو سره مخ شوی دی. ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زده‌کړې، کار، تګ راتګ او عامه ژوند څخه اېستل شوې دي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د ظلم او جبر یوه بڼه ګڼل کېږي. د بشري حقونو د څار نړۍوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکونکو او یوناما په پراخ ډول د دغو سرغړونو اسناد ثبت کړي دي.

همدارنګه مذهبي او قومي لږکیان، اقلیتونه، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د پخواني حکومت مامورین او امنیتي ځواکونه له خپل‌سرو نیونو، شکنجو، جبري تري تم کېدو او ان له محکمو پرته اعدامونو سره مخ دي.

په دې غونډه کې به د بشري حقونو د سرغړونو د کچې او بڼې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د ظلم په اړه خبرې وشي. ګډونوال به د حساب‌ورکونې لپاره د نړۍوالو میکانېزمونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړي، د بقا کوونکو د تجربو په محور ولاړ عدالت ته به وده ورکړي او غړو هېوادونو ته به مشخصې پالیسۍ وړاندیز کړي.

د یادولو وړ ده، چې له دې غونډې تمه کېږي چې د نړۍوالې ټولنې په کچه د افغانستان د قضیې لپاره یو ځل بیا سیاسي او حقوقي ملاتړ راژوندی کړي او د ښځو، قربانیانو او مدني ټولنې غږونه تر لوړو نړۍوالو کړنو ورسوي.