په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د عدالت او حسابورکونې لپاره ځانګړې غونډه ترسره کېږي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې په څنډه کې د «افغانستان لپاره د عدالت او حسابورکونې غږونه» تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې په څنډه کې د «افغانستان لپاره د عدالت او حسابورکونې غږونه» تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه ترسره کېږي.
دغه غونډه به د افغان بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو مبارزین، حقوقي کارپوهان، د ملګرو ملتونو استازي، د غړو هېوادونو نمایندهګان او د مدني ټولنې استازي سره راټول کړي، څو د افغانستان د روان بشري حقونو کړکېچ ته د حل لارې ولټوي.
د ۲۰۲۱کال له اګسټ میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، دغه هېواد د نړۍ له تر ټولو ژورو بشري کړکېچونو سره مخ شوی دی. ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زدهکړې، کار، تګ راتګ او عامه ژوند څخه اېستل شوې دي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د ظلم او جبر یوه بڼه ګڼل کېږي. د بشري حقونو د څار نړۍوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکونکو او یوناما په پراخ ډول د دغو سرغړونو اسناد ثبت کړي دي.
همدارنګه مذهبي او قومي لږکیان، اقلیتونه، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د پخواني حکومت مامورین او امنیتي ځواکونه له خپلسرو نیونو، شکنجو، جبري تري تم کېدو او ان له محکمو پرته اعدامونو سره مخ دي.
په دې غونډه کې به د بشري حقونو د سرغړونو د کچې او بڼې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د ظلم په اړه خبرې وشي. ګډونوال به د حسابورکونې لپاره د نړۍوالو میکانېزمونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړي، د بقا کوونکو د تجربو په محور ولاړ عدالت ته به وده ورکړي او غړو هېوادونو ته به مشخصې پالیسۍ وړاندیز کړي.
د یادولو وړ ده، چې له دې غونډې تمه کېږي چې د نړۍوالې ټولنې په کچه د افغانستان د قضیې لپاره یو ځل بیا سیاسي او حقوقي ملاتړ راژوندی کړي او د ښځو، قربانیانو او مدني ټولنې غږونه تر لوړو نړۍوالو کړنو ورسوي.

دوو باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې ملا هبتالله اخوندزاده په همدې لنډو ورځو کې خپل ځان ته نږدې یو شمېر ملایان غوښتي، چې د «جزیې» په نوم ورته یوه «شرعي» لاره جوړه کړي څو ورسره له امریکا خوندي شي او همداراز واکمني یې دوام ومومي.
د امریکا د ولسمشر له لوري د بګرام له پرلهپسې غوښتنو او ورسره د دوامداره فشارونو له امله د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده د خپلې واکمنۍ دوام ته اندېښمن شوی او دا وېره ورسره پیدا شوې چې ګنې د ملا عمر له برخلیک سره به مخ شي.
دی غواړي د «جزیې» په بدل کې بګرام امریکا ته وسپاري.
د روان زېږیز کال په پیل کې سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیا رسېدو سره سم، ټرمپ په دوامداره توګه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې کړي او همداراز یې ویلي، چې جو بایډن باید بګرام اډه نه وای پرېښې.
ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ څو ځلي د بګرام د هوايي اډې د ورکړې غوښتنه وکړه او یو ځلي یې طالبانو ته خبرداری ورکړ، که چېرې دغه اډه ژر تر ژره ور ونه سپارل شي، نو «بدې پېښې به رامنځته شي.»
دې موضوع ګڼ غبرګونونه په ځانګړي ډول د طالبانو په منځ کې راوپارول. د دغې ډلې ویاند وویل، چې بګرام اډه نه د چین ده او نه هم د امریکا او هېچا ته یې د سپارلو نیت نه لري. خو په دې وروستیو لنډو ورځو کې په کندهار کې د طالبانو په مشرتابه کې د «جزیې» په نوم د یوې شرعي لارې د جوړولو موضوع ګرمه شوې ده.
ویل کېږي، ملا هبتالله اخوندزاده خپلو نږدې ملایانو ته ویلي، چې داسې یوه «شرعي» لاره جوړه کړي، څو ورسره د ده واکمني دوام ومومي او له امریکا څخه د خوندي کېدو سربېره له دغه هېواد سره اړیکو او همکاریو ته لاره هواره شي.
«جزیه» څه شی ده؟
«جزیه» هغه مالیه ده، چې پخوا به د اسلامي دولت تر واک لاندې غېرمسلمان اوسېدونکو ورکوله. دغه مالیه هم یوازې له شتمنو نارینه و اخیستل کېده او ښځې، ماشومان، زاړه، ناروغان او بې وزلي ترې معاف وو.
د «جزیې» په بدل کې اسلامي دولت د هغوی ژوند، شتمنیو، عبادتونو او د دین د ساتنې ضمانت ورکاوه او له جګړو او پوځي خدمتونو هم معاف وو.
سره له دې چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ملا هبتالله اخوندزاده د علماو په یوې غونډه کې د «جزیې» طرحه مطرح کړې، په کندهار کې سرچینې وايي چې یو شمېر طالب چارواکو له دغې طرحې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ملا هبتالله اخوندزاه له مخالفتونو سره سره له دیني عالمانو غوښتي، چې داسې یوه «شرعي» لاره جوړه کړي، چې ورسره د بګرام هوايي اډه د «جزیې» په بدل کې امریکا ته وسپاري.
طالبان او په کندهار کې د علماوو شورا غړي په دې اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.
د سرچینې په وینا، د پاکستاني او امریکايي چارواکو پرله پسې لیدنو هم طالب چارواکي وارخطا کړي، ځکه دوی یې داسې انګېري چې امریکا به یو ځل بیا د ۲۰۰۱ کال په څېر د پاکستان له هوايي اډو په استفادې سره پر افغانستان برید وکړي او د ملا هبتالله په مشرۍ د طالبانو اوسنۍ واکمني هم د ملا عمر د واکمنۍ له برخلیک سره مخ شي.
که څه هم دا موضوع تر اوسه د منځنۍ کچې طالبانو په منځ کې تر ډېره داسې برېښي چې امکان نه لري، خو د سرچینې په خبره، د ملا یعقوب او ملا برادر په ګډون ځينې طالب چارواکي پر دې راضي دي، چې د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره امریکا ته د بګرام د ورکړې په موخه یوه شرعي لاره جوړه شي.
د بګرام په اړه د چین، ایران، روسیې او پاکستان اندېښې
د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د چین او پاکستان له ډيپلوماټانو سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د څلورویشتمې غونډې په څنډه کې سیمې ته د امریکا د احتمالي بېرته تګ او په ځانګړې توګه د بګرام هوايي اډې د نیولو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، چې دا کار به د سیمې سوله او امنیت زیانمن کړي.
بېجېنګ له دې امله اندېښمن دی چې ډونالډ ټرمپ تل د بګرام له نوم سره د چین هېواد د نوم یادونه هم کوي. دا اډه د چین له اټومي تاسیساتو یوازې یو ساعت واټن لري، چین داسې انګیري چې د امریکا موخه د دوی مهارول دي.
چین لا پر دې نه پوهېږي چې امریکا یوازې بګرام غواړي که د نورو ګامونو اخیستلو پلان هم لري، د بېلګې په توګه د اویغور له مسلمانانو ملاتړ او د چین پر وړاندې د طالبانو کارول.
په دې تړاو د روسیې دریځ له نورو توپیر لري، مسکو وایي چې امریکا ځکه له افغانستان څخه ووتله چې پر اوکراین تمرکز وکړي.
امریکايي چارواکو هم د همدې خبرو پخلی کړی او د زلمي خلیلزاد په خبره، که امریکا په افغانستان کې پاتې شوې وای، نو د اوکراین ملاتړ یې نه شوای کولای.
ایران له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پلوی و، خو که امریکا بېرته بګرام ته ستنه شي، دا د تهران لپاره داسې معنا لري، چې امریکا اصلاً له سیمې نه ده وتلې، بلکې غواړي د دوی په ګاونډ کې ځای پر ځای شي چې ایران دا نه شي زغملای.
پاکستان چې د «تحریک طالبان پاکستان» له امله له طالبانو سره خوا بدی دی، د امریکا احتمالي ستنېدو ته خوشحاله نه ښکاري، په ځانګړي ډول که امریکا ته د بګرام د سپارلو چارې له طالبانو سره د خبرو له لارې ترسره شي، نو بیا هم روښانه نه ده چې امریکا به د ټي ټي پي پر وړاندې څه وکړي.
اوسمهال پاکستان هڅه کوي، چې له امریکا څخه د طالبانو پر وړاندې د فشار وسیله جوړه کړي، په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې شوې دي، ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر عاصم منیر کوربه وو او داسې اټکل کېږي، چې په دې لیدنه کې به د بګرام په اړه هم خبرې شوې وي.
له دې سربېره، په کابل کې مېشت یو شمېر طالب چارواکي هم د بګرام د نیونې په تړاو د امریکا د ولسمشر پرله پسې څرګندونو او خبرداریو سخت وارخطا کړي دي چې ګنې یو ځل بیا د ملا عمر له برخلیک سره مخ کېدونکي دي او دا ځل به بیا د سر راپورته کولو جوګه نه وي.

د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار ولایتي شورا پخواني مشر احمدعلي حضرت په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو ناستې ته په اشارې سره وایي، پاکستان تل په افغانستان کې د حکومتونو پرځولو ته کار ویلی او په روانه غونډه کې هغه کسان راټول شوي، چې طالبان یې د پاکستان په ملاتړ تورنول.
نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي: «د اسلام اباد غونډې ګډونوال ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي، بلکې هره کړنه یې د شخصي او خپلو سیاسي ګټو پورې تړلې ده.»
د نوموړي په وینا، افغانان هېڅکله پر داسې خلکو باور نه کوي، ځکه پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کړي؛ خو اوس هم فرصت لري چې له دې کاره لاس واخلي.
د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی مشر په دې باور دی، چې پاکستان اوس په افغانستان کې خپل نفوذ او باور له لاسه ورکړی دی.
احمد علي وایي: «پاکستان ته وړاندیز کوم چې د مسلمانۍ په نوم، ګاونډیتوب ته د درناوي او انساني کرامت په اساس دې د افغانستان د بربادۍ پر ځای ښه ګاونډیتوب او همکاري پیل کړي.»

د هغه په خبره، دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده او که اسلام اباد داسې ونکړي؛ نو حتمي ده چې د افغانستان د اور په لمبوبه دوی هم سوځي.
هم مهاله په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو، مدني ټولنو، خبریالانو او د مخکېني حکومت د کابینې غړو ترمنځ ناسته کې د افغانستان په باب خبرې شوي.
یاده ناسته د یوې نادولتي موسسې له لوري جوړه شوې او تنظیموونکو یې ویلي، چې دا ناسته د طالبانو ضد نه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ، ننګونو او ستونزو په تړاو په کې بحثونه کېږي. دا غونډه د یو شمېر نورو افغانانو له لوري هم غندل شوې او نیوکې یې کړي، چې همدې سیاستوالو پخوا د افغانستان د بدمرغیو لامل اسلام اباد باله؛ خو نن خپله هلته سره راټول شوي دي.

د امریکایي اتباعو د ژغورنې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر ویلي، هغه تبعه چې شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې د ژغورنې له عملیاتو پاتې شوی و، اوس بېرته امریکا ته راوستل کېږي. نوموړی د هغه ژړا د خپل ژوند له سختو تجربو ګڼلې.
بولر په ایکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، کله چې شپږ میاشتې وړاندې له کابل څخه د امریکایي وګړو د ایستلو عملیات ترسره کېدل، د جورج ګلېزمن تر ژغورلو وروسته یې د امیر امیري لیدو غوښتنه وکړه.
نوموړي لیکلي: «کله چې امیر امیري د دروازې مخې ته راوستل شو، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، د یوه امریکایي شاته پرېښودل زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه.»
استازي زیاته کړې چې هغه مهال یې امیري سره ژمنه کړې وه چې بېرته به ورګرځي او هغه به له افغانستان نه راوباسي.
د امریکا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د امیر امیري د بېرته ستنېدو جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د ځانګړي استازي څرګندونې ښيي چې د یو بل امریکایي د خوندي انتقال چارې بشپړې شوې دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د انټرنېټ د قطع کېدو له امله د کورونو، سوداګریزو مرکزونو او دفترونو امنیتي کمرې له کاره لوېدلې دي. دغه اوسېدونکي وايي، په دې چارې سره د خلکو او سوداګریزو مرکزونو امنیت له ګواښ سره مخ دی.
د دوشنبې په ورځ د کابل یو شمېر اوسېدونکو د انټرنېټ له قطع کېدو وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویډیوګانې رالیږلې، چې ښيي د نوري فایبر په قطع کېدو امنیتي کمرې فلج شوې دي او کار نه کوي.
د کابل دغو اوسېدونکو وویل، چې د انټرنیټي خدماتو د دایمي پرې کېدو په صورت کې به د خلکو امنیتي وضعیت لا پسې خراب شي، ځکه د شخصي او سوداګریزو ودانیو د څارنې ډېری سیستمونه د انلاین اړیکو له لارې فعال وي.
د کابل دغه اوسېدونکي ټینګار کوي چې د انټرنېټ د بندېدو دا پرېکړه یوازې د معلوماتو تبادله نه، بلکې د خلکو د ورځني ژوند امنیتي اړخونه هم اغېزمنوي.
طالبانو نن د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې انټرنیټي خدمات بند کړل او اوس له افغانستان سره له بهره او په کوردننه د انټرنیټ له لارې اړیکې ناممکنې شوې دي.
طالبانو تراوسه دا نه دي ویلي، چې دا پرېکړه د څومره وخت لپاره پلې کوي، خو دې چارې د خلکو ژوند، اقتصاد، سوداګري او خپلمنځي اړیکې اغیزمنې کړې دي.
یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې ددې پرېکړې له امله د کابل هوايي ډګر الوتنې له ګډوډۍ سره مخ شوې دي او انلاین چارې په بشپړ ډول فلج شوې دي.

د جورجیا ټېک پوهنتون د انټرنېټ څارنې مرکز د وروستیو معلوماتو له مخې، افغانستان له تېرو ساعتونو راهیسې د نړیوالې شبکې له لید څخه بشپړ ورک شوی دی. د IODA د ډیټا پر اساس دا قطع سراسري ده، ځکه ټول تخنیکي شاخصونه په یو وخت کې اغېزمن شوي دي.
د IODA درې مهم شاخصونه بي جي پي اعلانات، فعال ترافیک، او د ډي اېن اېس پوښتنې ټول په ناڅاپي ډول راټیټ شوي او نږدې صفر ته رسېدلي دي. دغه درېواړه شاخصونه په ګډه د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان په ملي کچه له انټرنېټ څخه پرې شوی دی.
د بي جي پي له مخې د افغانستان د شبکې پتې له نړیوالو روترونو ورکې شوې، چې د نړیوالې لارموندنې (routing) پرې کېدل ښيي.
د فعال ترافیک په برخه کې د نړیوال انټرنېټ د تبادلې اندازه په پرلهپسې ډول ښکته شوې او د صفر په کچه ثابته شوې ده.
معلومات ښيي، چې د افغانستان دننه او بهر د ډومېن نوم غوښتنې په چټکۍ سره کمې شوې، چې د کاروونکو د لاسرسي بشپړ پرې کېدل تاییدوي.
د IODA د ډیټا پر اساس دا قطع سراسري ده، ځکه درې واړه تخنیکي شاخصونه په یو وخت کې اغېزمن شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان د IODA په څارنه کې د شبکې د بشپړې پرې کېدو په توګه ثبتېږي، خو د اوسني انټرنېټ قطع کېدو کچه او اوږدوالی بېسابقې ګڼل کېږي.
د IODA پاڼې د خپرو شویو ګرافونو له مخې، د سپتمبر د ۲۸مې نېټې په ماښام د انټرنېټ د فعالیت کرښې یو دم ښکته شوې او تر اوسه د بیا راګرځېدو نښې نه ښيي.
