• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان:د افغانستان په تړاو د څرګندونو په اړه د فډرالي تحقيقاتي ادارې له لوري وپوښتل شوم

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۱

د پاکستان پخوانی بندي لومړی وزیر عمران خان وايي، د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د څلورو نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د څرګندونو له امله پوښتل شوی دی. دی وايي، د یادې ادارې کارکوونکو ورته ویلي چې ولې هرکله د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په اړه خبرې کوې؟

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دغه هېواد د فډرالي تحقیقاتي ادارې له لوري د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په ګډون د پنځو مسایلو (د دولت ضد، د عاصم قانون، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو او په زندان کې د رواني شکنجې) په تړاو د کړو څرګندونو له امله پوښتل شوی دی.

عمران خان وايي، د افغانستان او بهرنۍ تګلارې په تړاو د یادې ادارې د مامورینو پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د ده په مشرۍ د تحریک انصاف د حکومت پر مهال سره له دې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د پاکستان ضد حکومت حاکم و، خو بیا هم د خبرو له لارې قبایلي سیمې امن او له اوږدې مودې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د ثبات فضا حاکمه شوه.

خان زیاتوي: «هغه مهال د ای‌،‌اېس،‌ای پالیسي هم همدا وه، خو کله چې عاصم منیر د پوځ مشر شو، نو د پاکستان دوست افغان حکومت ته یې ګواښونه وکړل او قصداً یې حالات خراب کړل.»

عمران خان زیاتوي: «عاصم منیر له دې سربېره له درېیو نسلونو راهیسې دلته اوسېدونکي افغان کډوال هم په زوره وشړل، هلته یې د بې پيلوټه الوتکو په وسیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړې او د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو امن یې له‌منځه یووړ.»

د نوموړي په وینا، تر هغو چې د سیمې څلور اړخونه یعنې افغان حکومت، افغان ولس، د پاکستان حکومت او د خېبرپښتونخوا خلک سره جرګه نه‌شي، نو امن به را نه‌شي او زیاتوي: «تاریخ ثابته کړې چې د پوځي عملیاتو له لارې امن نه‌رامنځته کېږي.»

عمران خان د «دولت ضد» څرګندونو په اړه په ځواب کې ویلي، د هېواد د پخواني لومړي وزیر په توګه یې حق دی چې د خپل ولس لپاره غږ پورته کړي، د «عاصم قانون» په اړه یې ویلي، په هېواد کې هره بربادي د «عاصم قانون» تر سیوري لاندې روانه ده، له یحیی خان سره د عاصم منیر د تشبیه کولو په تړاو یې ویلي، یحیی خان د خپلې واکمنۍ د ساتنې لپاره هېواد ووېشه، نن عاصم منیر هم هماغه کار کوي او په زندان کې د شکنجې په تړاو د څرګندونو په اړه یې ویلي، د نورو بندیانو خلاف له هېڅ ډول اسانتیاوو برخمن نه‌دی او همداراز د زندان د اصولو خلاف ورسره چلند کېږي.

عمران خان د دوشنبې په شپه (د تلې ۷مه) په خپله اېکس پاڼه د دغو څرګندونو په پای کې ځان ته د «ناحقه» بندي خطاب هم کړی دی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

مایکل سمپل: د یوه امریکایي خوشې کول د واشنګټن او طالبانو د نږدې اړیکو نښه نه ګڼل کېږي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۳ GMT+۱

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې پخواني مرستیال مایکل سمپل له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له بند څخه د یوه امریکایي وګړي خوشې کېدل یوازې د بندیانو د قضیې پورې تړاو لري او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د نږدې کېدو نښه نه ده.

هغه په خپلو خبرو کې همداراز یادونه وکړه، د امیر امیري خوشې کېدل چې د بندیانو په چارو کې د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي د سفر په پایله کې ترسره شو، د یوې ځانګړې اجنډا برخه وه.

د هغه په وینا، د واشنګټن او طالبانو ترمنځ وروستۍ اړیکې یوازې پر موضوعاتو لکه د یرغمل شویو امریکایانو او پر نورو بندیانو متمرکز دي.

سمپل زیاته کړه: «امریکایي چارواکو څو ځله څرګنده کړې چې له طالبانو سره د اړیکو څرنګوالی به یوازې هغه وخت معلوم شي، چې د یرغمل شویو امریکایانو موضوع بشپړه حل او فصل شي.» هغه ټینګار وکړ، لا هم څرګنده نه ده چې راتلونکي کې به امریکا له طالبانو سره د تعامل کومه بڼه غوره کړي.

100%

د اروپایي ټولنې دغه پخواني استازي طالبان د هغو هېوادونو او ډلو په کتار کې یاد کړل، چې د «یرغمل نیولو» په تګلاره کې شهرت لري. نوموړي د روسیې، شمالي کوریا، ایران او وینزویلا یادونه وکړه او ویې ویل: «امریکا له داسې هېوادونو او ډلو سره چې د یرغمل ‌نیولو له لارې فشار راوړي، د نږدې اړیکو تمه نه لري.»

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه درې امریکایي وګړي لا هم د طالبانو په بند کې دي. دواړو لوریو تراوسه د دغو بندیانو په اړه کوم څرګند او رسمي معلومات نه دي وړاندې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د عدالت او حساب‌ورکونې لپاره ځانګړې غونډه ترسره کېږي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې ناستې په څنډه کې د «افغانستان لپاره د عدالت او حساب‌ورکونې غږونه» تر سرلیک لاندې ځانګړې غونډه ترسره کېږي.

دغه غونډه به د افغان بشري حقونو فعالان، د ښځو د حقونو مبارزین، حقوقي کارپوهان، د ملګرو ملتونو استازي، د غړو هېوادونو نماینده‌ګان او د مدني ټولنې استازي سره راټول کړي، څو د افغانستان د روان بشري حقونو کړکېچ ته د حل لارې ولټوي.

د ۲۰۲۱کال له اګسټ میاشتې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، دغه هېواد د نړۍ له تر ټولو ژورو بشري کړکېچونو سره مخ شوی دی. ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زده‌کړې، کار، تګ راتګ او عامه ژوند څخه اېستل شوې دي، چې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د ظلم او جبر یوه بڼه ګڼل کېږي. د بشري حقونو د څار نړۍوالو بنسټونو، د ملګرو ملتونو ځانګړو راپور ورکونکو او یوناما په پراخ ډول د دغو سرغړونو اسناد ثبت کړي دي.

همدارنګه مذهبي او قومي لږکیان، اقلیتونه، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د پخواني حکومت مامورین او امنیتي ځواکونه له خپل‌سرو نیونو، شکنجو، جبري تري تم کېدو او ان له محکمو پرته اعدامونو سره مخ دي.

په دې غونډه کې به د بشري حقونو د سرغړونو د کچې او بڼې په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د ظلم په اړه خبرې وشي. ګډونوال به د حساب‌ورکونې لپاره د نړۍوالو میکانېزمونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړي، د بقا کوونکو د تجربو په محور ولاړ عدالت ته به وده ورکړي او غړو هېوادونو ته به مشخصې پالیسۍ وړاندیز کړي.

د یادولو وړ ده، چې له دې غونډې تمه کېږي چې د نړۍوالې ټولنې په کچه د افغانستان د قضیې لپاره یو ځل بیا سیاسي او حقوقي ملاتړ راژوندی کړي او د ښځو، قربانیانو او مدني ټولنې غږونه تر لوړو نړۍوالو کړنو ورسوي.

د جزیې په بدل د بګرام د اډې ورکړه؛ د طالبانو مشر په کندهار کې د علماوو لویه غونډه کوي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۱ GMT+۱
•
خبرخونه

دوو باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې ملا هبت‌الله اخوندزاده په همدې لنډو ورځو کې خپل ځان ته نږدې یو شمېر ملایان غوښتي، چې د «جزیې» په نوم ورته یوه «شرعي» لاره جوړه کړي څو ورسره له امریکا خوندي شي او همداراز واکمني یې دوام ومومي.

د امریکا د ولسمشر له لوري د بګرام له پرله‌پسې غوښتنو او ورسره د دوامداره فشارونو له امله د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د خپلې واکمنۍ دوام ته اندېښمن شوی او دا وېره ورسره پیدا شوې چې ګنې د ملا عمر له برخلیک سره به مخ شي.

دی غواړي د «جزیې» په بدل کې بګرام امریکا ته وسپاري.

د روان زېږیز کال په پیل کې سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیا رسېدو سره سم، ټرمپ په دوامداره توګه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د اېستنې پر څرنګوالي نیوکې کړي او همداراز یې ویلي، چې جو بایډن باید بګرام اډه نه وای پرېښې.

ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ څو ځلي د بګرام د هوايي اډې د ورکړې غوښتنه وکړه او یو ځلي یې طالبانو ته خبرداری ورکړ، که چېرې دغه اډه ژر تر ژره ور ونه سپارل شي، نو «بدې پېښې به رامنځته شي.»

دې موضوع ګڼ غبرګونونه په ځانګړي ډول د طالبانو په منځ کې راوپارول. د دغې ډلې ویاند وویل، چې بګرام اډه نه د چین ده او نه هم د امریکا او هېچا ته یې د سپارلو نیت نه لري. خو په دې وروستیو لنډو ورځو کې په کندهار کې د طالبانو په مشرتابه کې د «جزیې» په نوم د یوې شرعي لارې د جوړولو موضوع ګرمه شوې ده.

ویل کېږي، ملا هبت‌الله اخوندزاده خپلو نږدې ملایانو ته ویلي، چې داسې یوه «شرعي» لاره جوړه کړي، څو ورسره د ده واکمني دوام ومومي او له امریکا څخه د خوندي کېدو سربېره له دغه هېواد سره اړیکو او همکاریو ته لاره هواره شي.

«جزیه» څه شی ده؟

«جزیه» هغه مالیه ده، چې پخوا به د اسلامي دولت تر واک لاندې غېرمسلمان اوسېدونکو ورکوله. دغه مالیه هم یوازې له شتمنو نارینه و اخیستل کېده او ښځې، ماشومان، زاړه، ناروغان او بې وزلي ترې معاف وو.

د «جزیې» په بدل کې اسلامي دولت د هغوی ژوند، شتمنیو، عبادتونو او د دین د ساتنې ضمانت ورکاوه او له جګړو او پوځي خدمتونو هم معاف وو.

سره له دې چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ملا هبت‌الله اخوندزاده د علماو په یوې غونډه کې د «جزیې» طرحه مطرح کړې، په کندهار کې سرچینې وايي چې یو شمېر طالب چارواکو له دغې طرحې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ملا هبت‌الله اخوندزاه له مخالفتونو سره سره له دیني عالمانو غوښتي، چې داسې یوه «شرعي» لاره جوړه کړي، چې ورسره د بګرام هوايي اډه د «جزیې» په بدل کې امریکا ته وسپاري.

طالبان او په کندهار کې د علماوو شورا غړي په دې اړه د معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.

د سرچینې په وینا، د پاکستاني او امریکايي چارواکو پرله پسې لیدنو هم طالب چارواکي وارخطا کړي، ځکه دوی یې داسې انګېري چې امریکا به یو ځل بیا د ۲۰۰۱ کال په څېر د پاکستان له هوايي اډو په استفادې سره پر افغانستان برید وکړي او د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو اوسنۍ واکمني هم د ملا عمر د واکمنۍ له برخلیک سره مخ شي.

که څه هم دا موضوع تر اوسه د منځنۍ کچې طالبانو په منځ کې تر ډېره داسې برېښي چې امکان نه لري، خو د سرچینې په خبره، د ملا یعقوب او ملا برادر په ګډون ځينې طالب چارواکي پر دې راضي دي، چې د دوی د واکمنۍ د دوام لپاره امریکا ته د بګرام د ورکړې په موخه یوه شرعي لاره جوړه شي.

د بګرام په اړه د چین، ایران، روسیې او پاکستان اندېښې

د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د چین او پاکستان له ډيپلوماټانو سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د څلورویشتمې غونډې په څنډه کې سیمې ته د امریکا د احتمالي بېرته تګ او په ځانګړې توګه د بګرام هوايي اډې د نیولو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، چې دا کار به د سیمې سوله او امنیت زیانمن کړي.

بېجېنګ له دې امله اندېښمن دی چې ډونالډ ټرمپ تل د بګرام له نوم سره د چین هېواد د نوم یادونه هم کوي. دا اډه د چین له اټومي تاسیساتو یوازې یو ساعت واټن لري، چین داسې انګیري چې د امریکا موخه د دوی مهارول دي.

چین لا پر دې نه پوهېږي چې امریکا یوازې بګرام غواړي که د نورو ګامونو اخیستلو پلان هم لري، د بېلګې په توګه د اویغور له مسلمانانو ملاتړ او د چین پر وړاندې د طالبانو کارول.

په دې تړاو د روسیې دریځ له نورو توپیر لري، مسکو وایي چې امریکا ځکه له افغانستان څخه ووتله چې پر اوکراین تمرکز وکړي.

امریکايي چارواکو هم د همدې خبرو پخلی کړی او د زلمي خلیلزاد په خبره، که امریکا په افغانستان کې پاتې شوې وای، نو د اوکراین ملاتړ یې نه شوای کولای.

ایران له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پلوی و، خو که امریکا بېرته بګرام ته ستنه شي، دا د تهران لپاره داسې معنا لري، چې امریکا اصلاً له سیمې نه ده وتلې، بلکې غواړي د دوی په ګاونډ کې ځای پر ځای شي چې ایران دا نه شي زغملای.

پاکستان چې د «تحریک طالبان پاکستان» له امله له طالبانو سره خوا بدی دی، د امریکا احتمالي ستنېدو ته خوشحاله نه ښکاري، په ځانګړي ډول که امریکا ته د بګرام د سپارلو چارې له طالبانو سره د خبرو له لارې ترسره شي، نو بیا هم روښانه نه ده چې امریکا به د ټي‌ ټي پي پر وړاندې څه وکړي.

اوسمهال پاکستان هڅه کوي، چې له امریکا څخه د طالبانو پر وړاندې د فشار وسیله جوړه کړي، په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې هم ښې شوې دي، ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر عاصم منیر کوربه وو او داسې اټکل کېږي، چې په دې لیدنه کې به د بګرام په اړه هم خبرې شوې وي.

له دې سربېره، په کابل کې مېشت یو شمېر طالب چارواکي هم د بګرام د نیونې په تړاو د امریکا د ولسمشر پرله پسې څرګندونو او خبرداریو سخت وارخطا کړي دي چې ګنې یو ځل بیا د ملا عمر له برخلیک سره مخ کېدونکي دي او دا ځل به بیا د سر راپورته کولو جوګه نه وي.

احمد علي حضرت: د تاریخ په اوږدو کې پاکستان د افغان حکومتونو د کمزوري کولو هڅې کړي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د مخکېني جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار ولایتي شورا پخواني مشر احمدعلي حضرت په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو ناستې ته په اشارې سره وایي، پاکستان تل په افغانستان کې د حکومتونو پرځولو ته کار ویلی او په روانه غونډه کې هغه کسان راټول شوي، چې طالبان یې د پاکستان په ملاتړ تورنول.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي: «د اسلام اباد غونډې ګډونوال ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي، بلکې هره کړنه یې د شخصي او خپلو سیاسي ګټو پورې تړلې ده.»

د نوموړي په وینا، افغانان هېڅکله پر داسې خلکو باور نه کوي، ځکه پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د کمزوري کولو هڅې کړي؛ خو اوس هم فرصت لري چې له دې کاره لاس واخلي.

د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی مشر په دې باور دی، چې پاکستان اوس په افغانستان کې خپل نفوذ او باور له لاسه ورکړی دی.

احمد علي وایي: «پاکستان ته وړاندیز کوم چې د مسلمانۍ په نوم، ګاونډیتوب ته د درناوي او انساني کرامت په اساس دې د افغانستان د بربادۍ پر ځای ښه ګاونډیتوب او همکاري پیل کړي.»

100%

د هغه په خبره، دا چاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده او که اسلام اباد داسې ونکړي؛ نو حتمي ده چې د افغانستان د اور په لمبوبه دوی هم سوځي.

هم مهاله په اسلام اباد کې د افغان سیاستوالو، مدني ټولنو، خبریالانو او د مخکېني حکومت د کابینې غړو ترمنځ ناسته کې د افغانستان په باب خبرې شوي.

یاده ناسته د یوې نادولتي موسسې له لوري جوړه شوې او تنظیموونکو یې ویلي، چې دا ناسته د طالبانو ضد نه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ، ننګونو او ستونزو په تړاو په کې بحثونه کېږي. دا غونډه د یو شمېر نورو افغانانو له لوري هم غندل شوې او نیوکې یې کړي، چې همدې سیاستوالو پخوا د افغانستان د بدمرغیو لامل اسلام اباد باله؛ خو نن خپله هلته سره راټول شوي دي.

اډم بولر: په کابل کې مو له امیري سره ژمنه کړې وه چې بېرته به دې راولو

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۱

د امریکایي اتباعو د ژغورنې لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر ویلي، هغه تبعه چې شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې د ژغورنې له عملیاتو پاتې شوی و، اوس بېرته امریکا ته راوستل کېږي. نوموړی د هغه ژړا د خپل ژوند له سختو تجربو ګڼلې.

بولر په ایکس یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، کله چې شپږ میاشتې وړاندې له کابل څخه د امریکایي وګړو د ایستلو عملیات ترسره کېدل، د جورج ګلېزمن تر ژغورلو وروسته یې د امیر امیري لیدو غوښتنه وکړه.

نوموړي لیکلي: «کله چې امیر امیري د دروازې مخې ته راوستل شو، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، د یوه امریکایي شاته پرېښودل زما د ژوند تر ټولو سخته پرېکړه وه.»

استازي زیاته کړې چې هغه مهال یې امیري سره ژمنه کړې وه چې بېرته به ورګرځي او هغه به له افغانستان نه راوباسي.

د امریکا حکومت تر اوسه په رسمي ډول د امیر امیري د بېرته ستنېدو جزئیات نه دي خپاره کړي، خو د ځانګړي استازي څرګندونې ښيي چې د یو بل امریکایي د خوندي انتقال چارې بشپړې شوې دي.