• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو له بیا فعالېدو هرکلی وکړ

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو له بیا فعالېدو هرکلی کړی دی. هغه زیاته کړه، چې د انټرنېټ بندېدل د خلکو ژوند ګډوډوي او دا ډول د اړیکو پرې کېدل باید پر خلکو ونه تپل شي.

ښاغلي بېنېټ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د دې په اورېدو چې د افغانستان خلک بیا له انلاین کېدو وروسته وتوانېدل چې له یو بل او همدارنګه له نړۍ سره اړیکه ټینګه کړي، خوشحاله شوم. دا حالت د نږدې ۴۸ساعتونو له تیارو وروسته رامنځته شو.»

بېنېټ ټینګار کړی، چې د انټرنېټ بندېدل د خلکو ژوند ګډوډوي، د حقونو سرغړونه کوي او د معلوماتو لاسرسی پرې کوي. نوموړي زیاته کړې چې د اړیکو دغه ډول پرې کېدل هېڅکله باید پر خلکو ونه تپل شي.

د تېرې دوشنبې په ماښام د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې شوي وو، خو نن ماښام (چهارشنبه) په کابل او ځینو نورو ښارونو او ولایتونو کې بېرته وصل شول.

د انټرنېټ پرې کېدو په افغانستان کې د بانکونو، صرافیو، انلاین کاروبارونو، هوايي پروازونو او بندرونو په فعالیتونو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته کړې وې.

طالبانو تر اوسه د انټرنېټ د پرې کېدو او بیا وصلېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. خو په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمات د دې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته پیل شوي دي.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې د انټرنېټ بندول د طالبانو د مشر ملا هبت الله شخصي تصمیم و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د انټرنېټ د بندېدو پر ضد د خلکو غبرګون: «له افغانستان نومې زندان څخه ستړي یو

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د انټرنېټ او مخابراتي شبکو له بیا فعاله کېدو وروسته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه لسګونو کسانو له افغانستان انټرنشنل سره خپلې درې ورځنۍ ترخې تجربې شريکې کړې. د طالبانو له لوري ورځ تر بلې ډېرېدونکو محدودیتونو خلک ستړي کړي؛ خو د نیول کېدو او شکنجو له وېرې یې تر اوسه پاڅون نه‌ دی کړی.

په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي شبکو تر فعالېدو وروسته له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر افغانانو د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) د تېرو درېیو ورځو د ژوند ترخې شېبې تجربه کړي.

دوی وایي، طالبان هڅه کوي چې د دوی یوازینۍ هیله او د «افغانستان په نوم زندان» د بهرنۍ نړۍ سره د دوی اړیکې پرې کړي.

د کابل یوې اوسېدونکې یاسمین قريشي له افغانستان انټرنشنل سره د انټرنېټ د نشتون په اړه خپله تجربه شریکه کړې او ویلې یې دي: «احساس مو کاوه لکه ټول یو تور تم کې بند پاتې یو او هېڅ زموږ له وسه نه‌ کېږي.»

هغې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون د درېیو ورځو یوازینۍ د هیلو سرچینه بللې او زیاته کړې یې ده: «همدا ټلوېزیوني شبکه زموږ یوازینۍ هیله وه چې له نړۍ سره مو اړیکه پرې ساتله.

له کابل څخه فرح محمدي افغانستان انټرنشنل ته په خپل پیغام کې تېرې درې شپې او ورځې «د تیارو او جاهلیت دوره» نومولې او زیاته کړې یې ده: «په دې ورځو کې د اړیکو پرې کېدل د یوه غلي خنجر په څېر وو، چې د خلکو په بدن ننوت.»

د هغې په خبره، خلکو د خپل درد د بیانولو لپاره هېڅ لاره نه درلوده.

دې افغانې مېرمنې ویلي، طالبان غواړي د خلکو پر ژوند لا نور بندیزونه ولګوي او د انټرنېټ او مخابراتي شبکو پرې کول تر ټولو سخت ګوزار و.

هغه زیاتوي: «په دې درېیو شپو او ورځو کې داسې ښکارېده لکه بېرته چې د تیارو زمانې ته ګرځېدلي یو، نه کوم خبر و، نه رڼا، نه هیله.»

یوې بلې مېرمنې محمدي لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د خلکو یوازینۍ د اړیکو او امېد لار انټرنېټ دی. هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان دننه وګړو پرته بل څوک دا درد نه‌ شي درک کولی.

د نوموړې په خبره: «د انټرنېټ پرې کول یوازې د یوه سیګنال بندول نه دي، بلکې دا د انساني، عاطفي او ټولنیزو اړیکو پرې کول دي او د خلکو څخه امېد، سکون او ژوند اخیستل دي.»

د دې افغانې مېرمنې په باور، د هېواد وګړي په دغو درېیو شپو او ورځو کې په مطلقه توره تیاره کې د خلاصون لپاره د یوه کوچني رڼا پسې ګرځېدل.

طالبانو د تلې په اوومه نېټه د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر انټرنېټ په ټول هېواد کې بند کړ. تر دې وړاندې هم دوی د فایبر نوري انټرنېټ ته لاس‌رسی بند کړی و؛ خو د مخابراتي شبکو کاروونکي لا هم ټیټ سرعت انټرنېټ ته لاس‌رسی درلود.

د انټرنېټ پرې کېدل او د مخابراتي شبکو له کاره لوېدل، په تېرو درېیو شپو او ورځو کې پراخ غبرګونونه راوپارول او ناوړه پایلې یې درلودې.

د راپورونو له مخې، بانکي خدمات او د ګمرکاتو سیستمونه له بشپړ انټرنېټ پرته فلج شول او د هوايي شرکتونو پروازونه هم لغوه شول. د انټرنېټ بشپړ بندېدو د هېواد د خلکو پر ژوند ژور او منفي اغېز وکړ او تقریبا ټولې اړیکې له افغانستان سره پرې شوې.

انټرنېټ او مخابراتي شبکې نږدې درې ورځې وروسته نن مازیګر د افغانستان پر وخت شاوخوا څلور بجې بېرته وصل شوې.

کله چې انټرنېټ بېرته فعال شو، افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د دې اقدام په اړه د خلکو له خوا د انتقادي پیغامونو او شکایتونو څپه ورسېده.

یوې ۲۷ کلنې مور له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته په پیغام کې ویلي: «پرون مې کوچنی زوی له زینو ولوېد او سخت ټپي شو؛ خو ما نه د دې وس درلود چې له پلار سره یې اړیکه ونیسم او نه مو کولی شو چې د طالبانو د قوانینو له امله بې‌ محرم روغتون ته ولاړه شم.»

هغې زیاته کړې، چې د طالبانو سخت چلند «خلک له حده زیات ستړي کړي دي.» هغې وویل، چې خلک د طالبانو له حاکمیته سخت تنګ شوي؛ خو د نیول کېدو او شکنجې له وېرې د پاڅون لپاره کوڅو ته نه‌ شي وتلی.

دې افغانې مور نړۍوالې ټولنې ته په پيغام کې وویل: «موږ له داسې زندان څخه د ژوند کولو نه سخت ستړي یو چې نوم یې افغانستان دی. نړۍ باید زموږ غږ واوري او د افغانانو ستونزې درک کړي.»

له تخار ولایت څخه یوه زده کوونکې وایي: «طالبانو په تېرو څلور کلونو کې د ښځو او نجونو ژوند، په تېره بیا د زده‌ کړې حق له منځه وړی دی.»

هغې وویل:«انټرنېټ د ښځو لپاره د زده‌ کړې یوازینۍ هیله پاتې ده؛ خو طالبان هڅه کوي دا دروازه هم وتړي.»

دغه زده‌ کوونکې چې دا مهال د انلاین زده‌ کړو له لارې تعلیم کوي، وویل چې تېرو درېیو شپو او ورځو د انټرنېټ او مخابراتو له نشتوالي سره ورته ډېرې سختې تېرې شوې.

هغې زیاته کړه: «په دې موده کې له یوازینۍ پاتې زده‌ کړیزې وسیلې هم بې‌برخې شوم او سخته ناهیلې ومه.»

دا نجلۍ وايي: «احساس مې کاوه چې په یوې تیاره کنده کې ګیر پاتې یمه، چې له هغه نه نشم وتلی.»

له پروان ولایت څخه یو ځوان د چهارشنبې په ماښام کله چې انټرنېټ او شبکې بېرته وصل شوې وویل: «خلک له دې نه ډېر خوښ وو لکه د اختر له ورځو. داسې ښکارېده لکه ټول خلک یو ځای له زندانه ازاد شوي وي.»

دغه افغان ټینګار وکړ: «نن سبا انټرنېټ د خلکو په ورځني ژوند او د دولتونو د خدماتو لپاره یوه نه‌ انکارېدونکې اړتیا ده.» هغه له طالبانو وغوښتل: «نور دې د داسې اقدام څخه ډډه وکړي.»

په ورته وخت کې په اروپا کې یو افغان کډوال په خپل پيغام کې ویلي: «په تېرو ورځو کې د انټرنېټ پرې کېدو یوه ډېره بده تجربه وه. نه مې شو کولای له خپلې ناروغې مور سره تماس ونیسم او نه مې کولای شوای د هغوی د مالي اړتیا لپاره پیسې واستوم.»

د طالبانو له خوا د انټرنېټ بشپړ بندېدو پراخ نړۍوال غبرګونونه راوپارول. د ملګرو ملتونو سازمان دا کار د افغانستان د نورو روانو بحرانونو ترڅنګ یو نوی بحران وباله.د پخواني حکومت یو شمېر ډیپلوماټانو د انټرنېټ پرې کول «د افغان ولس پر وړاندې یوه ډله‌ ییزه سزا» وبلله.

ذبیح‌الله مجاهد: د انټرنېټ د بندېدو په اړه ما ته منسوب شوي راپورونه ناسم دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې ځایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د انټرنېټ د بندېدو په اړه هغه ته منسوب شوي راپورونه له حقیقته لرې دي. مجاهد زیاته کړې، چې په تېرو دوو ورځو کې ده خپله هم انټرنېټ ته لاسرسی نه درلود.

نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی و، چې ګواکې طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستاني خبریالانو په یوه واټس‌اپ ګروپ کې ویلي، چې په افغانستان کې انټرنېټ د دې ډلې له خوا نه دی بند شوی، بلکې د نوري فایبر لینونو د خرابېدو له امله په هېواد کې انټرنېټي او مخابراتي خدمتونه ګډوډ شوي دي. خو مجاهد دغه څرګندونې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې یاد راپورونه ناسم او ده پخپله په تېرو دوو ورځو کې انټرنېټ ته لاسرسی نه درلود.

تر اوسه د طالبانو د مخابراتو وزارت یا اړوندو چارواکو د انټرنېټ ځنډېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو طالبانو نن ماښام مهال له ۴۸ ساعت ځنډ وروسته په افغانستان کې بند کړي انټرنېټي خدمات بېرته فعال کړل.

په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمات د دې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته پیل شوي دي.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې د انټرنېټ بندول د طالبانو د مشر ملا هبت الله شخصي تصمیم و.

فضل محمود فضلي: سیاسي او مذهبي افراطیت پردۍ پدیدې دي او د ټولنې د ویجاړېدو لامل ګرځي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د افغانستان وضعیت ته په اشارې لیکلي: «زموږ په هېواد کې سیاسي افراطیت، که مذهبي وي او که غېر مذهبي، دواړه وارد شوي پدیدې دي چې موخه یې زموږ د معتدلې او دودیزې ټولنې ویجاړول دي.»

فضل محمود فضلي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې وارد شوي پدېدې ژر له منځه ځي.

نوموړي‌ افغان ځوانانو ته په پيغام کې ویلي، چې «د انفرادي مبارزې او هڅو پر ځای خپله انرژي په منسجمو او ګډو فعالیتونو ولګوي.»

ښاغلي فضلي‌ زیاته کړې، چې افراطي سیاست د حاکمیت خپلواکو او وطنپالو منسجمو ځوانانو ته د کار دنده او دولت جوړولو لپاره اغېزناک فرصتونه برابروي.

په افغانستان کې د طالبانو وروستیو سختو بندیزونو او اقداماتو د ټولنې د بېلابېلو برخو غبرګونونه راپارولي او د دغې ډلې کړنې غندل شوي دي.

ډېری سیاسیون اوسمهال هڅه کوي، چې د افغانستان لپاره د هرې ستونزې پروړاندې ګډ غږ پورته کړي او نړۍ د طالبانو منفي کړنو ته متوجه کړي.

خو طالبان زيات مهال د خلکو غبرګونونو او اندېښنو ته پر وخت هېڅ ځواب نه وايي.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه: راروان ژمي کې زلزله‌ځپلي له سخت ګواښ سره مخ دي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

یوه میاشت وروسته له هغې چې یوې ځواکمنې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول او پراخې ویجاړۍ یې رامنځته کړې، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې لسګونه زره کورنۍ لا هم له مناسبې سرپناه پرته د راتلونکي ژمي له سړې څپې سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې دفتر سرپرست جوي سنګال وایي:

«د افغان سرې میاشتې د رضاکارانو په هڅو مو زرګونه کورنۍ وژغورلې، خو د ژمي راتګ سره خیمې بسنه نه کوي. کورنیو ته د خوندي، ګرم او د عزت وړ سرپناه اړتیا ده.»

سنګال زیاتوي: «د افغاني سرې میاشتې او همکارو سازمانونو په ملاتړ مو تر اوسه نږدې ۹۰ زره کسانو ته بېړني روغتیایي خدمتونه، سرپناه، خوراکي توکي او نغدي مرستې رسولي دي، خو اړتیاوې لا هم پراخې دي.»

یادې زلزلې چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یې تر ټولو سخت زیانونه اړولي، د لغمان او نورستان پر ګاونډیو سیمو یې هم اغېز کړی دی.

په دې ناورین کې له ۲۲۰۰ډېر کسان مړه شوي او له ۸۰۰۰ډېر کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي. په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې ټولنیز ژوند هم له منځه تللی او له ۱.۳میلیونه زیات خلک یې په مستقیم او غېرمستقیم ډول اغېزمن کړي دي. ډېرې کورنۍ اوس هم په خیمو، لنډمهالو استوګنځایونو یا د اسمان لاندې ابتدایي اسانتیاوو سره ژوند کوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو طالب چارواکی مولوي روح‌الله محمد وایي: «افغانان د ډېرو ستونزو پر وړاندې زغم ښيي، خو یوازې یې نه شي کولی. نړۍواله ټولنه باید زموږ ترڅنګ ودرېږي او مرسته وکړي، څو یوه کورنۍ هم د ژمي په یخو شپو کې بې‌ سرپناه پاتې نه شي.»

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له حکومتونو، مرسته‌کوونکو او نړۍوالو شریکانو غوښتنه کړې چې بېړنۍ مرسته زیاته کړي، ځکه که په راتلونکو اوونیو کې پرېکړه و نه شي، زرګونه افغان کورنۍ به د ژمي په یخو شرایطو کې د ژوند له جدي ګواښ سره مخ شي.

د دغه کمېټې د مرستې بېړنۍ غوښتنه د ۲۵میلیونو په کچه سویسي فرانک ده، چې تر اوسه یوازې ۳۱سلنه تمویل شوی. د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایې، که مرستې زیاتې نه شي، د سرپناه جوړول، ژمنیز توکي او د اوږدمهاله بیا رغونې پروګرامونه به له خنډ سره مخ شي.

د ۱۳ هېوادونو استازو په افغانستان کې پر پراخ بنسټه حکومتولۍ ټینګار کړی

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۲ GMT+۱

په جي ۷ کې د افغانستان لپاره د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي اتحادیې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، ناروې، سویس، ترکیې، بریتانیا او امریکا ځانګړو استازو له افغانستان نه د ترهګرۍ پر دوامدار ګواښ اندېښنه ښودلې او پر سیاسي پلورالیزم او پراخ بنسټه حکومتولۍ یې ټینګار کړی.

په جي ۷ هېوادونو کې د افغانستان لپاره د یادو ۱۳ هېوادونو استازو، د اروپايي اتحادیې استازي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر سیاسي مرستیال په لندن کې د یوې غونډې په پای کې اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ جاري ساتي.

په دې غونډه کې له افغانستان څخه د ترهګرۍ دوامدار ګواښ او له پولو هاخوا کډوالۍ او امنیتي ستونزو په تړاو اندېښنه ښودل شوې او پر دې بحث شوی، چې څنګه لا زیات پر ترهګرۍ ضد هڅو تمرکز وشي او له افغان خاورې څخه د راټوکېدونکو ګواښونو مخه ونیول شي.

د جي ۷جمع د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو استازو په اعلامیه کې ویل شوي، چې ټولو استازو د افغانانو له بنسټیزو بشري حقونو او ازادیو د طالبانو پر دوامدار انکار ژوره اندېښنه څرګنده کړه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار، روغتیا او ټولنیز ژوند محدودولو په تړاو، چې شاوخوا څلور کاله یې کیږي.

په غونډه کې پر طالبانو غږ شوی، چې باید د خپلو نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.

دې غونډې پر انټرنېټ د طالبانو د بندیز په تړاو ویلي، دا کار به له بهرني نړۍ سره د افغانانو د اړیکو د پرېکون لامل شي او باید بېرته فعال شي.

طالبانو نن ناوخته له دې ورځني بندیز وروسته انټرنیټي فعالیتونه بېرته پیل کړل.

د یادو ۱۳ هېوادونو او ټولنو استازو د امنیت شورا وروستي رپوټ ته په اشارې د ملګرو ملتونو تر مشرتابه لاندې د «جامع تګلارې» پروسه څیړلې ده. هغوی د ملګرو ملتونو سیسټم دننه د اغېزناکې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې سرمنشي او نوی ځانګړی استازی به د افغانستان لپاره د یوې متحدې تګلارې په برخه کې پاملرنه وکړي.

ددې غونډې په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان د بریا لپاره اړینه ده چې دا یوه افغان شموله پروسه وي.

هغوی له طالبانو غوښتي، چې له نړیوالې ټولنې سره په رښتینې توګه تعامل او ښه نیت ښودلو ته تمایل پیدا کړي.