• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چک جمهوریت په ټاکنو کې یوه میلیاردر تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۱

د چک جمهوریت د «انو» غورځنګ مشر، میلیاردر او پخواني لومړي وزیر اندریج بابیس د دغه هېواد په ټاکنو کې د ۳۶.۶ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره تر ټولو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. اندريج بابیس ځان «ټرمپ پلوه» ګڼي.

د یادولو ده، چې نوموړی د حکومت جوړولو لپاره یوه بل اېتلاف ته اړتیا لري.

اندریج بابیس څو ځلې د چک جمهوریت لومړی وزیر پاتي شوی او یو وخت د دغه هېواد د مالیې وزیر هم وو.

نوموړي د دغه هېواد په ډېرو ټاکنو کې برخه اخیستې او د وروستي ځل لپاره یې په ۲۰۲۳م کال کې د جمهوریت ټاکنو کې ولسمشرۍ ته هم ځان نوماند کړی وو.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

نتنیاهو: د اسراییل د مذاکراتو پلاوی به مصر ته ولاړ شي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تایید کړه، چې د اسراییل د خبرو اترو یو پلاوی به مصر ته ولاړ شي، ترڅو د برمته شویو کسانو د ازادۍ په تړاو د تخنیکي جزییاتو په اړه هوکړې ته ورسېږي.

هغه ټینګار وکړ: «حماس یوازې څو ورځې وخت لري، چې د برمته شویو کسانو په اړه وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.»

نتنیاهو د غزې د سولې پلان په اړه وویل: «دا لا وروستۍ شوې ده، خو زه هیله لرم چې په راتلونکو ورځو کې به موږ وکولی شو د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کول په ورته وخت کې اعلان کړو، په داسې حال کې چې اسراییلي ځواکونه لاهم په غزه کې دي.»

نتنیاهو د غزې د سولې د طرحې په اړه وویل: «دا لا هم وروستۍ شوې نه ده، خو هیله لرم چې په راتلونکو ورځو کې وکولای شو د ټولو یرغمل شویو کسانو د ازادۍ خبر ورکړو، په داسي حال کې چې اسراییلي ځواکونه لا هم د غزې په ژورو برخو کې دي.»

هغه زیاته کړه: «ما له ټرمپ سره په داسې یوه اقدام باندې همغږي کړې ده چې حماس به منزوي کړي.»

نتنیاهو: اسراییل د یوې لویې لاسته راوړنې په درشل کې دی

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ماښام وویل، چې هېواد یې د یوې لویې لاسته راوړنې په درشل کې دی، خو دا لا وروستۍ شوې نه ده او دوی پرې سخت کار کوي.

نتنیاهو هیله څرګنده کړه، چې د اسراییل د راتلونکو رخصتیو په جریان کې به وکولی شي اعلان وکړي چې ټول یرغمل په یوه مرحله کې راخوشې شوي.

هغه زياته کړې: «د اسراییل دفاعي ځواکونه لاهم د غزې په ژورو سیمو کې حضور لري.»

نوموړي په ​​لوړپوړو چارواکو سختې نیوکې وکړې، چې باور یې درلود د غزې له بشپړ پرېښودو پرته د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل ناممکن دي.

نتنیاهو وویل، تر دې دمه اسراییل ۲۰۷ برمته شوي کسان خوشې کړي دي.

هغه زیاته کړه: «خو ما هېڅکله له پاتې برمته شویو کسانو څخه ناامیدي نه ده منلې او هېڅکله مې د جګړې له پاتې اهدافو څخه لاس نه دی اخیستی.»

د اسراییل د لومړي وزیر په وینا، په لومړۍ مرحله کې به ټول برمته شوي کسان خوشې شي او د اسراییل پوځ به هغو ځایونو ته ستانه شي چې له هغه ځایه د غزې څارنه کولای شي.

د اسراییل پوځ په غزه کې د حماس دوه تونلونه کشف کړي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۶ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی په غزه کې د یوه روغتون لاندې د حماس یو تونل او د بل روغتیايي مرکز ترڅنګ د بل تونل د ننوتلو دروازه موندلې ده. لومړی تونل د غزې ښار په سوېل کې د اردني روغتون ترڅنګ کشف شوی دی.

دا تونل یو نیم کیلومتر اوږدوالی لري او پکې د وسلو جوړولو یو ورکشاپ او نورې خونې شاملې دي.

د اسراییل پوځ زياته کړې، د حماس قوماندانان او جنګي ډلې په دې تونل کې ځای پر ځای شوي وو.

د اسراییل پوځ ټینګار کړی: «د حماس فعالیت د اردني روغتون تر څنګ د اردني چارواکو له ګډون یا خبرتیا پرته ترسره شوی.»

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران په مونیخ کې د کډوالو د اېستلو په اړه غونډه کوي

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د جرمني په مونیخ ښار کې سره راټولیږي، څو د کډوالۍ پر تګلارو، په ځانګړې توګه د کډوالو د اېستلو په اړه بحث وکړي. په دې غونډه کې به د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د بهیر او له اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو مرکزونو د جوړولو په اړه هم بحث وشي.

د جرمني د رسنیو د راپور له مخې، دا غونډه به نن (شنبه) ماسپښين مهال ترسره شي. د فرانسې، ایټالیا، پولنډ، ډنمارک، سویډن، هالنډ، بلجیم او لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیران او همدارنګه د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمیشنر به پکې ګډون وکړي.

ځینې بحثونه به د اروپايي ټولنې څخه بهر د اېستلو مرکزونو باندې متمرکز وي.

دا مرکزونه په موقتي ډول د هغو کډوالو د ساتلو لپاره دي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې په اروپايي هېوادونو کې رد شوي دي.

د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د هغو هېوادونو موندل، چې د دغو مرکزونو کوربه‌توب ته چمتو وي، د پلان له اصلي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

سربیره پردې، مرکزونه باید د اروپايي ټولنې د بشري حقونو معیارونو سره سم عمل وکړي.

د جرمني حکومت د سوریې له نوي حکومت او طالبانو سره د کډوالو د بېرته راستنیدو لپاره خبرې پیل کړې دي.

د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې ویلي چې د افغان کډوالو د بیرته ستنولو موضوع به په ځانګړي ډول د مونیخ په غونډه کې بحث شي.

خلیلزاد د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په اړه پاکستان ته د «شک ګوته» نیولې

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱

خلیلزاد نن شنبه (د تلې ۱۲مه) پر خپله اېکس پاڼه په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یوه مشر حسن د وژلو په اړه څو پوښتنې لیکلي او پاکستان ته یې د شک ګوته نیولې ده. هغه له دې پوښتنو سره یو ځای د حسن د وژل کېدو په اړه خبر هم خپور کړی دی.

د طالبانو پورې تړلې یوې ویب پاڼې المرصاد په راپور کې راغلي، چې د داعش خراسان ډلې مشر حسن د کراچۍ په ښار کې وژل شوی دی. خلیلزاد لیکي: «حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کار کاوه او چا وواژه؟»

هغه پر خپله اېکس پاڼه د حسن په اړه د المرصاد راپور شریک کړی او په تایید یې خپلې پوښتنې ورسره یو ځای کړي دي.

که څه هم خلیلزاد ښکاره پاکستان د داعش خراسان ډلې په ملاتړ نه دی تورن کړی، خو د المرصاد راپور او کنایه ډوله پوښتنو یې داسې ښکاري، چې هغه د پاکستان ملاتړ ته اشاره کوي.

المرصاد لیکلي، د حسن وژل په کراچۍ کې دا روښانه کوي، چې دا ښار د داعش خراسان ډلې لپاره د جذب، موقتي پټنځایونو او استخباراتي روزنې مرکز دی.