د هند په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله شپږ ناروغان مړه شوي

د هند په شمال لوېدیځ ښار جېپور کې د یوه روغتون دننه د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه شپږ ناروغان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، دغه پېښه د یوې برېښنايي سرکټ د شارټ کېدو له امله رامنځته شوې ده.